• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي عبدالکبیر: کډوال باید له نړیوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ مرستیال سره په کتنه کې له پاکستان او ایران څخه په زور د افغان کډوالو ستنولو ته په اشاره وايي، چې کډوال باید له نړیوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ مرستیال روف مازو په مشرۍ پلاوي د یادې ډلې د کډوالو له نوي وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د کډوالو د ستونزو پر دایمي حل لارو، د کډوالو ښارګوټو ته د اسانتییاوو برابرولو او له پاکستان او ایران سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د درې او څلور اړخیزو ناسو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ د مرستیال په حواله لیکل شوي، چې له پاکستان او ایران څخه په زور د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو اصولو خلاف او د اندیښنې وړ دي.

نوموړي ویلي، چې نړیوال مالي بحران د یاد سازمان فعالیتونه اغیزمن کړي، خو هڅه کوي د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ لپاره بودجه پیداکړي.

د ناستې په خپرو شویو انځورونو کې د کډوالو ادارې په پلاوي کې په ټکریو کې یو شمېر ښځې هم ترسترګو کیږي.

د دې لیدنې پر مهال د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د افغان کډوالو راستنول یې لومړیتوب دی خو افغان کډوال باید له نړیوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.

پر پاکستان او ایران د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان او د کډوالو د ملاتړو ادارو له فشارونو او د طالبانو له غوښتونو سربیره هم دغه هېوادونه د افغانانو د نیولو، ځورولو او بندي کولو ترڅنګ نږدې هره ورځ لسګونه افغان کډوالې کورنۍ په زور بېرته افغانستان ته ستنوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

له فلیپین نه شاوخوا ۲۰۰ افغانان امریکا ته ولېږدول شول

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۰۸ GMT+۰

شاوخوا ۲۰۰ افغانان په فلیپین کې د کډوالۍ ویزو له نهايي کېدو وروسته متحده ایالاتو ته لیږدول شوي دي. دغه افغانان د تېرې اونۍ په اوږدو کې په سوداګریزو الوتنو کې امریکا ته تللي دي.

په مانیلا کې د امریکا سفارت ویاند کنیشکا ګنګوپادیای د یکشنبې په ورځ اسوشیټیډ اژانس ته وویل، چې دغو افغانانو د تېرې اونۍ په اوږدو کې په څو ډلو کې د سوداګریزو الوتنو له لارې فیلیپین پرېښود.

سفارت په یوه اعلامیه کې د فیلیپین له حکومت نه مننه کړې، چې د ځانګړو کډوالو په برخه کې یې همکاري کړې ده.

دغه افغانان، چې ډېر یې ماشومان وو، د جنورۍ پر ۶مه فیلیپین ته ورسیدل. امریکا او فیلیپیني چارواکو ددوی د استوګنې د ځای په اړه جزئیات پټ ساتلي وو.

په دې موده کې ټاکل شوې وه، چې د افغان پناه غوښتونکو او د امریکا پخوانیو همکارانو دوسیې د امریکا د حکومت له‌ خوا وڅېړل شي او که ومنل شي، امریکا ته به ولېږل شي.

تمه کېده، چې دغه افغانان به تر څو میاشتو هلته پاتې شي، خو ددوی د ویزو بهیر ژر بشپړ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو دریو کلونو کې امریکا متحده ایالاتو څه باندې ۱۶۰ زره افغانان په دغه هېواد کې مېشت کړي دي.

د درنو واورو او توپان له امله یو ځل بیا د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند د (مرغومې۳۰مه) د یکشنبې سهار ویلي، چې د درنې واورې او چټک توپان له امله یو ځل بیا د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه. دغه لاره تېره ورځ تر تړل کېدو وروسته بیرته پرانیستل شوې وه.

محمد اشرف حق شناس وایي، د مالي او ځاني زیانونو څخه د خوندیتوب په موخه دغه لاره تړل شوې چې د دوی تر خبرتیا پورې باید هېڅوک پر دغې لاره تګ راتګ ونه کړي.

د هغه په وینا؛ هېڅ ډول مساپر وړونکی او بار وړونکي موټرو ته اوس مهال پر دغه لاره د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند زیاته کړې چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست چمتو دی، څو د واورې له دریدو سره سملاسي د لارې د پاکولو او پرانېستل کیدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دوی تر راتلونکې خبرتیا پورې دې پر دغه لاره د هر ډول سفر څخه د اوس لپاره ډډه وکړي.
سالنګونه د هېواد یو له لویو واورینو لارو څخه ده چې هر کال په کې د ژمي د ساړه موسم پر مهال د واورو له کبله لارې بندې او ان کله ناکله په کې د بند پاتې مساپرو د مړینې لامل کیږي.

طالبانو تېر کال خبر ورکړی و چې د افغانستان د دغې لویې لار د بیا رغونې او د سالنګ تونل د ترمیم لپاره یې هم د پام وړ ګامونه اخیستي، خو وروسته معلومه شوه چې یوازې تبلیغاتي بڼه یې درلوده.
نیوکې دا دي چې ډېر کله په سالنګونو کې د واورې ښوېیدنې پېښو له امله تګ راتګ کوونکي پر دغه لاره بند پاتې کېږي او د ژغورلو لپاره یې هم هغسې چې په کار ده لازم اقدامات نه ترسره کېږي.
پرون هم د سالنګ لویه لاره تړل شوې وه ؛خو له څه ساعته تېریدو وروسته د لنډ وخت لپاره پرانېستل شوه او د تېرې شپې د ورښتونو له کبله بیا تړل شوې او معلومه نه ده چې کله به بېرته پرانېستل شي.

سالنګونه د هېواد د شمالي ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ د نښلیدو نقطه ده او د دغو ولایتونو اوسیدونکي پلازمېنې کابل ته هم له همدغې لارې تګ راتګ کوي.

یو طالب پلوی ملا وايي، چې بخارۍ ته نږدې یا مخامخ لمونځ نه کېږي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۰

د کابل په چهلستون سیمه کې د نوبرجه مدرسې مدرس او طالب پلوی ملا شیخ احسان الله حنفي خپلو مقتدیانو ته د وینا پر مهال ویلي چې بخارۍ ته مخامخ له لمونځ کولو څخه ډډه وکړي او که څوک داسې کوي، نو «لمونځ یې نه کېږي.»

دغه طالب پلوی ملا په خپله وینا کې زیاتوي، چې د حنفي مذهب پر بنسټ هغه بخارۍ چې دننه په کې اور بل وي، نو مخامخ ورته لمونځ کول روا نه دي.

د هغه په خبره، که په بخارۍ کې اور بل نه وي، نو مخامخ ورته لمونځ کول هېڅ ستونزه نه لري.

هغه خپلو مقتدیانو ته سپارښتنه کړې چې د نورو اور لرونکو بخاریو تر څنګ ګازي بخارۍ او راډ لرونکې برېښنایي بخارۍ ته هم مخامخ لمونځ کېږي؛ خو بیا هم باید احتیاط وشي.

دغه ملا د اوکراینا په نوم د مشهوري ګازي بخارۍ نوم هم اخیستی دی چې په وینا یې مخامخ ورته لمونځ «مکروه» دی.

په منبر ناست دغه ملا دا هم ویلي چې په خونه کې د روښنايي لپاره برېښنا یا ساده څراغ هېڅ ستونزه نه لري او مخامخ ورته لمونځ جایز دی.

په کابل او د هېواد په یو شمېر سړو ولایتونو کې خلک د خونو د تودلو په موخه ګازي، لرګي لرونکي او برېښنايي بخارۍ خورا ډېرې کاروي چې دغه څرګندونې یې په تړاو پاروونکي بلل کېږي.

د دیني علومو یو شمېر پوهان په دې باور دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یو شمېر ملایانو د اسلامي شریعت په نوم خورا افراطي نظریات ټولنې ته وړاندې کوي.

باورونه دا دي چې طالبان د ژوند هره برخې ته اسلامي رنګ ورکوي او بیا د خپلو افراطي مفکورو پر بنسټ پرته له کوم روښانه اسلامي دریځ او دلایلو څخه خلکو ته تبلیغوي.

په افغانستان کې دیني عالمانو په بېلابېلو برخو کې خپلو افراطي نظریاتو خپرولو ته دوام ورکړی او ځینو ؛خو بیا ځیرک ټلېفونونه ګرځول هم حرام ګڼلي دي.

په یوې بله ویډیو کې یو طالب پلوی ملا چې د ټلوېزیون په بحث کې کامرې ته مخامخ ناست دی ادعا کوي چې د ژوندیو انسانانو ویډیو یا انځورو اخیستل خپرول ګناه ده ؛خو خپله په ویډیوي بڼه یوې خپرونه کې ګډون لري.
د طالبانو د امر بالمعروف ملایان بیا د افراطي نظریاتو د درلودو له امله خورا مشهور شوي او ان ځینو بیا ويلي چې ښځې باید په خپلو کې هم د غږ د محرم والي له کبله له یو بل سره له خبرې ونه کړي.

په وار وار د اسلامي علومو عالمانو د طالب ملایانو افراطي ویناوې غندلي او له دین څخه یې ناخبره ګڼلې دي.

د ناروې د کډوالو شورا: په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۰

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي جان اګلېند وایي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. هغه پر خپل ایکس ځینې داسې انځورونه خپاره کړي، چې افغانستان کې له بیوزلو ښځو سره پر ځمکه ناست دی.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي: « زه افغانستان ته راغلی یم، چېرې چې پاکستان ۸۰۰ زره افغانان بېرته دغه هېواد ته ستانه کړي او ایران هم پلان لري، چې دوه مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.»
نوموړي لیکلي، په هرات ولایت کې یې له هغو مېرمنو سره لیدلي چې د خپلو مېړونو پرته بېرته افغانستان ته راستنول شوې وې او له سختې بې وزلۍ او ناهیلۍ سره مخ وې.
هغه زیاته کړې، دا یو داسې ناورین دی چې نړۍ له پامه غورځولی دی.
له بل پلوه وړمه ورځ اروپایي ټولنې د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۳۶ ملیونه یورو مرسته کړې.
د دغې مرستې تړون د جمعې په ورځ د (مرغومي په ۲۸مه) د هرات ولایت په اسلام کلا کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او په افغانستان کې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال تر منځ لاسلیک شو.
جان اګلېند په یوې بله لیکنه کې هم د هغو ماشومو نجونو تصویرونه خپاره کړي، چې غالۍ اوبدي.

100%


هغه لیکلي، د افغانستان په هرات ولایت کې دغه نجونې چې له شپږم ټولګي څخه ډېرې زده کړې نه شي کولی؛ د زده‌کړو پر ځای غالۍ اوبدل غواړي.
هغه په خپلې لیکنه کې د یوې ماشومې له حوالې لیکلي: «ما خپل پنځم ټولګی پای ته ورساوه؛ خو زما خوب لا هم په راتلونکې کې ډاکټره کېدل دي.»
هغه له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه لیکي، دا د بنسټیزو بشري حقونو له منلو څخه د نه زغملو وړ انکار دی.

د طالبانو پلویان وايي د نړۍوالو مرستو بندېدل به د افغانستان د اقتصادي سقوط لامل شي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۵ GMT+۰

طالبانو ته نږدې کس او د پخوانۍ ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وایي، د نړۍوالو مرستو بشپړ بندېدل یا د پام وړ کمښت به د افغانستان د اقتصاد د سقوط لامل شي. تر دې وړاندې یو شمېر امریکايي چارواکو پر افغانستان د مرستو بندېدو خبره کړې وه.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان "ناوړه اقتصاد" د لسیزو جګړو او سیاسي بې ثباتۍ پایله ده.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې وویل چې امریکا «طالبانو ته ملیاردونه ډالر استوي.» هغه وویل طالبانو ته د پیسو لیږل ورته د منلو وړ نه دي او ویې ویل چې دا مرستې «باید بندې شي.»

مهدوي لیکلي، چې د افغانستان اقتصاد د پخوانیو واکمنانو او سیاسي مشرانو د فساد او بې کفایتۍ له امله خراب شوی دی.
هغه ادعا کوي، چې په سلګونو میلیارد ډالر نړۍوالې مرستې د ځینو بهرنیو غیر دولتي سازمانونو او د پخواني حکومت د فاسدو چارواکو ترمنځ د همکارۍ له لارې غلا شوې دي.
ښاغلی مهدوي زیاتوي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنېدو سره نړۍوالو مرستو د بندېدو او د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو د وتلو سره، عمومي انګېرنه دا وه چې د افغانستان اقتصاد به ډېر ژر سقوط وکړي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته د پیسو د استولو موضوع د جمهوري غوښتونکو او د ډونالډ ټرمپ د ډلې تر منځ یو له مهمو بحثونو څخه ده.

په دې وروستیو کې امریکايي میلیاردر او د ټرمپ اغېزمن سلاکار ایلن ماسک هم پر دې موضوع غبرګون ښودلی دی.
د مهدوي په وینا: «د افغانستان خلکو ته د محدودو بهرنیو مرستو دوام، د طالبانو له‌خوا د ځانګړو اقداماتو سره یوځای، نه یوازې د افغانستان اقتصاد د بشپړ سقوط مخه ونیوله؛ بلکې انفلاسیون یې هم کم کړ او د افغانستان د اسعارو ارزښت یې هم ثباته وساتلو.
هغه خبرداری ورکوي، چې د مرستو بندېدل یا کمښت به یو ځل بیا افغانستان د مخدره توکو د قاچاقبرانو، انساني قاچاقبرانو، مسلکي مجرمینو او نړۍوالو ترهګرو ډلو په مرکز بدل کړي.
جعفر مهدوي وړاندې کاږي: «د مرستو دوام نه یوازې د طالبانو حکومت؛ بلکې د افغانانو، ناروغ اقتصاد، د سیاسي ټیکاو پیاوړتیا، سولې او نړۍوال امنیت لپاره اړینې دي.»
هغه لیکلي: «زه هیله لرم، چې د نړۍ مشران، د ملګرو ملتونو چارواکي، او په ځانګړې توګه ښاغلی ډونالډ ټرمپ او د هغه همکاران به د افغانانو سره د نړۍوالو مرستو د دوام او زیاتوالي په اړه مسوولانه پرېکړې وکړي.»

د طالبانو مخالفانو د ټرمپ او د هغه د سلاکارانو د څرګندونو هرکلی کړی دی. دوی ویلي چې طالبان د امریکا د مالیه ورکوونکو په پیسو په افغانستان کې ترهګري روزي.