ډنمارک له افغانستان سره ۲.۸ مېلیون ډالره مرسته کړې ده

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وایي، چې ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲۰ مېلیون ډنمارکي کرون چې ۲.۸ مېلیون ډالره کېږي؛ مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وایي، چې ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲۰ مېلیون ډنمارکي کرون چې ۲.۸ مېلیون ډالره کېږي؛ مرسته کړې ده.
اوچا پر اېکس پاڼه د ډنمارک له دغې مرستې مننه کړې ده.
اوچا لیکلي: «ستاسو ملاتړ زموږ وړتیا پیاوړې کوي، چې ناورینونو ته په چټکۍ سره ځواب ووایو.»
تر دې څلور ورځې وړاندې هم اوچا خبر ورکړی و، چې اېټالیا له افغانستان سره ۴.۵ مېلیون یورو بشري مرسته کړې ده.
اوچا ویلي و، چې دغه مرستې به تر ټولو زیاتو زیانګالو افغانانو ته ورسوي.
د اوچا د اټکل له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۱۴.۸ مېلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي توکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي و، چې په روان ۲۰۲۵کال کې ۲۱ مېلیونه افغانان به د اوبو د کمي، د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي، ۱۴.۸ مېلیونه خلک به د سخت خوراکي نا خوندیتوب، ۱۴.۳ مېلیونه نور به لږو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري، همدارنګه ۷.۸ مېلیونه مېرمنې او ماشومان به خوراکي مرستو ته اړ وي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۸ تنه افغان بندیان (د سلواغې په لومړۍ نېټه) بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د ننګرهار ولایت د طالبانو د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان له بېلابېلو سیمو نیول شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د څلورو ورځو لپاره په حاجي کمپ کې بندیان وو.
تر دې وړاندې هم طالبانو په تېره اونۍ کې له پاکستانه د ۹۶ افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت (د سلواغې په لومړۍ نېټه) ویلي، چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل.
له تېرو دوو اونیو راهیسې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي.
د اسلام اباد او راولپنډۍ په هره برخه کې هره ورځ افغان کډوال د پولیسو له ځورونې سره مخامخېږي.
ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.
هاخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د لوېدیځو هېوادونو لهخوا د افغانانو د پناه غوښتنې پر پڅ بهیر نیوکه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ( سلواغې دوېیمه) نېټه په یوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د امریکایي ځواکونو سره د زندانیانو اړوند د خبرو اترو په پایله کې یو افغان زنداني له بنده خوشې شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه افغان بندي «خان محمد» نومېږي او د امریکایي وګړو سره د تبادلې په پایله کې خوشې شوی دی. د طالبانو د بهرنیو جارو وزارت د معلوماتو په پر بنسټ یاد بندي دوه لسیزې وړاندې امریکایي ځواکونو په ننګرهار کې نیولی و او د امریکا د کلفورنیا ایالت په یوه زندان کې ساتل کیدو.
په خبرپاڼه کې دغه را خوشې شوي زنداني ته د «مجاهد» کلیمه کارول شوې ده.
هغه ته د امریکا یوې محکمې د عمر بند سزا اورولې وه او د خوشې کیدو په تړاو یې په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې هم شوې وې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپرې شوې خبرپاڼه کې د خبرو اترو له لارې د دغه افغان زنداني خوشې کیدل ګټور ګام بولي او د مسئلو د حل په تړاو پر مذاکراتو ټینګار کوي. طالبانو همدا راز له قطره هم مننه کړې چې په دې تړاو یې ورسره لازمه همکاري کړې ده.
په خبرپاڼه کې د امریکایي وګړو د تبادلې په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي چې د څو تنو یا کومو امریکایي وګړو په بدل کې دغه افغان زنداني خوشې شوی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې دوی د متحده ایالاتو دغه اقداماتو ته په مثبت نظر ګوري او هیله څرګندوي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په عادي کیدو او پراختیا کې به ځانګړې ونډه ولري.
۵۴ کلن خان محمد د ۲۰۰۶ زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د امریکایي ځواکونو له لوري په ننګرهار کې نیول شوی و او په ۲۰۰۷ کال کې امریکا ته ولېږدول شو. هغه د نشه یي توکو په ځانګړي ډول د اپینو او هېروینو په قاچاق کې ښکېل بلل شوی او همدا راز پرې د ترهګریزو فعالتیونو تور هم پورې و. د محکمې په یوې دوسیه کې راغلي چې دغه کس تر نیول کیدو دمخه هڅه کوله چې امریکا ته نشه یې توکي ولېږدوي.
د امریکا د کلفورنیا ایالت د کولمبیا ډسټرکټ محکمې د معلوماتو له مخې خان محمد هڅه کوله چې په راکټی بریدونو کې امریکايي سرتېري ووژني او پر جلال اباد هوايي ډګر یې د یوه برید تابیا هم کړې وه.
ځو ورځې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن د درې تنو هغو امریکایي وګړو چې له طالبانو سره بندیان دې خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د کورنیو د غړو خوشې کیدو لپاره یې هڅې کوي؛ خو لا هم د هغو بندیانو د برخلیک په تړاو معلومات نه شته.
په دغو بندیانو کې یو هم یو افغاني الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي هم دی چې طالبانو یې له بندي کېدو څخه انکار کړی، خو کورنۍ یې ادعا لري چې له همدوی سره دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون دوشنبه د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم ترسره کړل او اټکل کېږي چې د افغانستان په تړاو به تازه تګلارې هم رامنځته کړي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د (سلواغې په لومړۍ) نېټه ویلي چې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست له دې امله ښځینه جاسوسانې په دندو ګومارلي چې د نارینه وو پرتله په دغه کار کې ډېرې اغېزناکې دي.
د صالح په وینا؛ د طالبانو د استخباراتو ریاست مشرانو په خپلو کې تر یوې غونډې وروسته پرېکړه کړې چې ژر تر ژره باید د ښځینه جاسوسانو په شمېر کې زیاتوالی راشي او په دې برخه کې نوې ښځینه جاسوسانې هم پر دندو وګومارل شي.
هغه اټکل کړی چې ښايي طالبان د بې وزله ښځو له غریبۍ ګټه پورته کړي او د خپلې ډلې لپاره یې د جاسوسو په توګه وکاروي.
د جمهوي نظام د دغه پخواني مرستیال په مشرۍ د زرغون بهیر له لوري د طالبانو د استخباراتو ریاست اړوند یو مکتوب هم خپور شوی چې په کې اړونده ادارو ته د نویو ښځینه جاسوسانو د موندلو او ګومارلو امر شوی دی.

د طالبانو په یاد مکتوب کې د طالبانو د استخباراتو مرکزي، ولایتي او اوپراتیفي برخو ته سپارښتنه شوې چې په بېلابېلو برخو کې د ښځینه سرچینو د ګومارنې کچه لوړه کړي.
په مکتوب کې راغلي چې د دوی ښځینه جاسوسانو ښه پایله ورکړې او له همدې امله باید دغه شمېر ډېر شي.
زرغون بهیر ادعا کړې چې دغه مکتوب د (مرغومې ۲۸مه) نېټه د طالبانو د استخباراتو ریاست د لوړ پوړ غړو تر یوې ګډې غونډې وروسته صادر شوی او د طالبانو ولایتي ریاستونو ته هم استول شوی دی.
د طالبانو په لیکو کې د ښځینه غړو د جذب خبره نوې نه ده بلکې له دې پخوا د نسکور شوي جمهوري نظام پر مهال هم طالبانو له ورته تکتیکونو کار اخیستی او حتی دغه ډلې ځنې ښځینه د ځانمرګو بریدګرو په توګه هم کارولي دي.
د دې تر څنګ د طالبانو تر واکمنۍ د مخه له جمهوري نظام سره د جګړو پر مهال د دغه ډلې نارینه غړو هم له یوې سیمې څخه بلې ته د تګ راتګ او تېښتو پر مهال د ښځو جامې اغوستې. د طالبانو باور دا و چې د ښځو جامو په اغوستو سره په کولتوري لحاظ دوی خوندي دي او دا یې د خپل امنیت لپاره ښه لاره ګڼله.
د راپورونو له مخې د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت پر پخواني رئیس اسدالله خالد هم د طالبانو د ډلې یوې ښځینه ځانمرګی برید کړی و چې په پایله کې یې هغه سخت ټپي شوی و.
د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له لوري ټاکل کیدونکي ښځینه جاسوسانو ته د دغه ډلې مخالف کسان په ګوته کېږي او بیا ترې د بېلابېلو لارو څخه معلومات راټولوي.
طالبان په داسې حال کې د ښځینه جاسوسانو د شمېر د ډېروالي په تړاو اقدام کوي چې دغې ډلې په ټول هېواد کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړ سخت بندیزونه لګولي دي.
کارپوهان د طالبانو له لوري دغه ډول چلند دوه مخي توب بولي او له ښځینه وو څخه د استخباراتي وسیلو په توګه کار اخیستل یې غندي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د اقتصادي اړیکو، سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هر اړخیزه تګلاره جوړه شي.
هغه په اسلام اباد کې د (سلواغې لومړۍ) نېټه د دوشنبې پر ورځ د پاکستان دامنیتي او څېړنیزو مطالعاتو مرکز کې د
«د سیمې د سولې او امنیتي حل لارو څېړنې» په نامه جوړې شوې غونډې ته دغه څرګندونې وکړې.
محمد صادق وویل، چې په دواړو هېوادونو کې د تلپاتې سولې، ثبات او د امنیت د ټینګښت لپاره مهمه ده چې یوه غوره تګلاره رامنځته شي. هغه زیاته کړې چې پاکستان او افغانستان باید د غوره سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو د لمنځه وړلو لپاره یو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شي.
د پاکستان دغه ځانګړي استازي ویلي، که د دواړو خواو تر منځ سوداګریزه هوکړه وشي؛نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرو لپاره اوږد مهاله مالیاتي ستونزې هم اوارې شي او د اړیکو پر پیاوړتیا به هم ځانګړی اغېز ولري.
په دې غونډه کې چې یو شمېر ډیپلوماټانو او مدني فعالانو هم ګډون کړی و له طالبانو وغوښتل شو چې باید یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي، چې ټولې خواوې په کې برخه ولري.
په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر همایون قاضي دغې ناستې ته ویلي چې طالبان باید د پښتنو له قومي جوړښت څخه یوه ملي جوړښت ته واوړي او داسې حکومت رامنځته کړي چې ټولو قومونو ته په کې برابر حقونه ورکړل شوې وي.
افغان فعالې ماریا حضرتي په خپله وینا کې ټینګار کړی چې د سیمه ییز ثبات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناورین د پای ته رسولو لپاره باید ازادو بحثونو ته لاره برابره شي.
ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د مدني ټولنو د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ. د دوی په باور، د مدني ټولنې رغنده ونډه کولای شي د بدګومانیو د کمولو، د باور زیاتولو او په بېلابېلوبرخو کې د همکاریو پیاوړتیا لپاره لاره هواره کړي.
دوه اونۍ وړاندې بیا په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو له لوري یوه لویه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه وغندل شول او دا یې له اسلامي شریعت څخه په واټن کې کار وباله.
په دې وروستیو کې په ښکاره د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې خړې شوي او ان د دواړو لوریو ترمنځ په ډیورنډ کرښه کې وسله والې نښتې هم شوي دي. د دغو نښتو سربېره دواړو لوریو پر یو بل توندې نیوکې او لفظي بریدونه هم کړي دي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، د افغانستان ستونزه يوازې د خبرو اترو له لارې هوارېدای شي. نوموړي په ډېره اسماعيل خان کې له رسنیو سره په خبرو کې یو وار بیا له افغان طالبانو سره د مذاکراتو خبره کړې ده.
هغه ویلي، چې مرکزي حكومت افغانستان سره په خبرو اترو كې بريالي نه شو، «زه به ډېر ژر خپل ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوم.»
هغه زیاته کړې:« زه به له افغانستان سره خبرې وکړم، یو پلاوی به ور واستوم، ستونزه به حل کړم.»
د هغه په وینا، په دوو اوونيو کې به د خبرو لپاره يو پلاوى افغانستان ته ولاړ شي، په دغه پلاوي کې به د ټولو قومونو مشران شامل وي.
نوموړي تر دې وړاندې هم له افغان طالبانو سره د مذاکراتو خبره کړې وه.
خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي و، چې د ګنډاپور خبرې د طالبانو سره د پاکستان د تجزیې معنا لري.
د خواجه اصف په وینا، هېڅ ایالت د بهرني هېواد سره د خبرو اترو واک نه لري.
له بل پلوه د طالبانو حکومت له پاکستاني چارواکو سره په پټو ناستو کې منلې، چې « ټيټيپي» یوه ستونزه ده؛ خو له دې ډلې سره یې د سخت چلند پرځای د خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
پاکستان طالبانو ته بیا په ډاګه کړې، چې دوی د خبرو اترو انتخاب ختم کړی او کابل ته یې د دغې ستونزې د حل لپاره کافي وخت ورکړی و.
