محمد صادق: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو لپاره باید نوې تګلاره جوړه شي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د اقتصادي اړیکو، سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هر اړخیزه تګلاره جوړه شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د اقتصادي اړیکو، سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هر اړخیزه تګلاره جوړه شي.
هغه په اسلام اباد کې د (سلواغې لومړۍ) نېټه د دوشنبې پر ورځ د پاکستان دامنیتي او څېړنیزو مطالعاتو مرکز کې د
«د سیمې د سولې او امنیتي حل لارو څېړنې» په نامه جوړې شوې غونډې ته دغه څرګندونې وکړې.محمد صادق وویل، چې په دواړو هېوادونو کې د تلپاتې سولې، ثبات او د امنیت د ټینګښت لپاره مهمه ده چې یوه غوره تګلاره رامنځته شي. هغه زیاته کړې چې پاکستان او افغانستان باید د غوره سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو د لمنځه وړلو لپاره یو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شي.د پاکستان دغه ځانګړي استازي ویلي، که د دواړو خواو تر منځ سوداګریزه هوکړه وشي؛نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرو لپاره اوږد مهاله مالیاتي ستونزې هم اوارې شي او د اړیکو پر پیاوړتیا به هم ځانګړی اغېز ولري.په دې غونډه کې چې یو شمېر ډیپلوماټانو او مدني فعالانو هم ګډون کړی و له طالبانو وغوښتل شو چې باید یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي، چې ټولې خواوې په کې برخه ولري.په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر همایون قاضي دغې ناستې ته ویلي چې طالبان باید د پښتنو له قومي جوړښت څخه یوه ملي جوړښت ته واوړي او داسې حکومت رامنځته کړي چې ټولو قومونو ته په کې برابر حقونه ورکړل شوې وي.افغان فعالې ماریا حضرتي په خپله وینا کې ټینګار کړی چې د سیمه ییز ثبات او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناورین د پای ته رسولو لپاره باید ازادو بحثونو ته لاره برابره شي.ګډونوالو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د مدني ټولنو د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ. د دوی په باور، د مدني ټولنې رغنده ونډه کولای شي د بدګومانیو د کمولو، د باور زیاتولو او په بېلابېلوبرخو کې د همکاریو پیاوړتیا لپاره لاره هواره کړي.دوه اونۍ وړاندې بیا په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو له لوري یوه لویه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه وغندل شول او دا یې له اسلامي شریعت څخه په واټن کې کار وباله.په دې وروستیو کې په ښکاره د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې خړې شوي او ان د دواړو لوریو ترمنځ په ډیورنډ کرښه کې وسله والې نښتې هم شوي دي. د دغو نښتو سربېره دواړو لوریو پر یو بل توندې نیوکې او لفظي بریدونه هم کړي دي.


د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، د افغانستان ستونزه يوازې د خبرو اترو له لارې هوارېدای شي. نوموړي په ډېره اسماعيل خان کې له رسنیو سره په خبرو کې یو وار بیا له افغان طالبانو سره د مذاکراتو خبره کړې ده.
هغه ویلي، چې مرکزي حكومت افغانستان سره په خبرو اترو كې بريالي نه شو، «زه به ډېر ژر خپل ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوم.»
هغه زیاته کړې:« زه به له افغانستان سره خبرې وکړم، یو پلاوی به ور واستوم، ستونزه به حل کړم.»
د هغه په وینا، په دوو اوونيو کې به د خبرو لپاره يو پلاوى افغانستان ته ولاړ شي، په دغه پلاوي کې به د ټولو قومونو مشران شامل وي.
نوموړي تر دې وړاندې هم له افغان طالبانو سره د مذاکراتو خبره کړې وه.
خو د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي و، چې د ګنډاپور خبرې د طالبانو سره د پاکستان د تجزیې معنا لري.
د خواجه اصف په وینا، هېڅ ایالت د بهرني هېواد سره د خبرو اترو واک نه لري.
له بل پلوه د طالبانو حکومت له پاکستاني چارواکو سره په پټو ناستو کې منلې، چې « ټيټيپي» یوه ستونزه ده؛ خو له دې ډلې سره یې د سخت چلند پرځای د خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
پاکستان طالبانو ته بیا په ډاګه کړې، چې دوی د خبرو اترو انتخاب ختم کړی او کابل ته یې د دغې ستونزې د حل لپاره کافي وخت ورکړی و.

یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د ټرمپ د حکم له مخې، امریکا ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو الوتنې چې په کې د امریکايي پوځي همکارانو د کورنیو غړي هم شامل دي، لغوه شوي دي.
په دې ډله کې هغه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي، چې په متحده ایالاتو کې د خپلو کورنیو سره یو ځای کېدو ته په تمه دي.
همدا ډول په دغه ډله کې هغه افغانان چې د متحده ایالاتو له پخواني حکومت سره د همکارۍ لپاره د طالبانو د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي هم شامل دي.
د رویټرز په وینا، سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت چې د متحده ایالاتو د کډوالو د پروګرام څارنه کوي، تر اوسه د دغې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د جګړې یو تجربه کار او د افغانانو د اېستلو د ملاتړ د یوې موسسې غړی شان ونډایور وویل: «افغانان او د هغوی ملاتړي په وېره کې دي. "نن دوی ما ته ډېر زنګونه ووهل او ما خپل ټلیفون څلور ځله چارج کړ."
هغه د ټرمپ د انتقالي ټیم سره خپلو خبرو ته په اشارې سره زیاته کړه: "موږ دوی ته خبرداری ورکړ، چې دا کار به کېږي او دوی دا کار وکړ. موږ هیله لرو چې دوی بیا ځلې غور وکړي."
که څه هم رویټرز د شان ونډایور په حواله د افغانانو د دغې ډلې د الوتنې د لغوه کېدو خبر ورکړی، خو ونډایور په خپل اېکس کې د دغه راپور په غبرګون کې لیکلي، چې تر اوسه الوتنې نه دي لغوه شوي.
رویټرز لیکلي، اوسمهال زرګونه افغانان چې په امریکا کې د کډوالو په توګه د اوسېدلو لپاره منل شوي دي، د افغانستان په ګډون په درېیمو هېوادونو لکه پاکستان کې الوتنو ته په تمه دي.

پخواني ولسمشر جو بایډن جنرال مارک میلي ته بخښنه وکړه. نوموړی په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډۍ عامل ګڼل کېږي.
له دغه بخښنې وروسته د چارو یو شمېر پوهان اټکل کوي، چې ښایي میلي د دوشنبې په ورځ د ټرمپ د راتلونکي ادارې لاندې څېړنو سره مخ شي.
بایډن دا بخښنه په داسې حال کې وکړه، چې څو شېبې ورهسته یې سپینه ماڼۍ پرېښوده او واک یې ډونالډ ټرمپ ته وسپاره.
میلي بخښنه ومنله او په یوه بیان کې یې وویل، چې هغه نه غواړي د خپل ژوند پاتې برخه د "غچ اخیستنې" سره په مبارزه کې تېره کړي.
په ۲۰۲۴ کال کې د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې میلي د بهرنیو چارو وزارت د غیر جنګي تخلیې عملیاتو ځنډولو یا په دغه هېواد کې د کارکوونکو امریکایي ملکي وګړو د وتلو امر په تور تورن کړ.
مګر په کانګرس کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نیوکه کوونکي وايي، چې د دوی حساب له مارک میلي سره پای ته نه دی رسېدلی.
سناتور جیم بانکس چې د افغانستان په اړه ډېره مطالعه لري وویل: "مارک میلي ممکن بخښنه وغواړي، مګر موږ به د هغه د حساب ورکولو لپاره لارې چارې ولټوو."
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ارزونې په لویه کچه دا پوښتنه کوي، چې ولې پوځ د ملکي وګړو د اېستلو بشپړېدو دمخه له سیمې څخه ووت.
د ګډو ځواکونو پخوانی رییس میلي ویلي، چې د امریکایي ځواکونو وتل چې په کې ۱۳ امریکایي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ، یوه "ستراتیژیکه ناکامي" وه.
دا پرېکړه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر نیمایي پورې نه وه شوې، خو د دوو اونیو په تېرېدو بایډن له دغه هېواد د وتلو پرېکړه وکړه.
الیکس پریټساس چې د متحده ایالاتو دفاع وزارت کې د ترهګرۍ ضد پخوانی چارواکی او د امریکا د ځانګړو عملیاتو ټولنې د بورډ غړی دی، فاکس نیوز ډیجیټل ته وویل: "د امریکا پوځ د بهرنیو چارو وزارت سره د غیر جنګي تخلیې عملیاتو کې د ملاتړ مسوولیت لري، په هرصورت، د جګړې له ډګر څخه د امریکایي ځواکونو اېستل چې د جګړې له عمل سره تړاو لري د دفاع وزارت مسوولیت دی او په پای کې موږ یو پاتې ځواک هم شاته نه دی پریښی."
میلي د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې په کانګرس کې وویل، چې امریکا به داسې صحنې ونه ګوري، چې په ویتنام کې د سیګون د سقوط یادونه وکړي، دغلته امریکایي پرسونل د ودانیو له بامونو پورته شوي او لېږدول شوي وو.
نوموړي ویلي: "زه په افغانستان کې د سیګون ۱۹۷۵ نه وینم. طالبان یوازې د شمالي ویتنام پوځ نه دي."
د میلي بخښنه د مخکینۍ بخښنې د یوې ډلې برخه وه، چې انټوني فوسي او د جنوري د شپږمې کمیټې غړي په کې شامل وو.
میلي د بخښنې په غبرګون کې وویل: "زه او زما کورنۍ د ولسمشر د نن ورځې د اقدام څخه په ژوره توګه مننه کوو."
هغه زیاته کړه: "زموږ د ملت لپاره د یونیفورم په جامو کې د ۴۳ کلونو وفادار خدمت وروسته د اساسي قانون ساتنه او دفاع ده، زه نه غواړم هغه پاتې وخت چې رب یې ماته راکوي د هغو کسانو سره په مبارزه کې تېره کړم، چې په ناحقه د هغو کسانو سره مبارزه کوي، چې ښایي د پام وړ سپکاوي لپاره غچ واخلي. زه نه غواړم خپله کورنۍ، ملګري او هغه کسان چې ما ورسره خدمت کړی د پایلې په توګه د ګډوډۍ، لګښت او اضطراب له امله وساتم."
د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې د افغانستان د څېړنو پخواني لوړپوړي پلټونکي د بخښنې په اړه فاکس نیوز ډیجیټل ته وویل: "میلي د سیګون د سقوط او د کابل د راتلونکي سقوط ترمنځ په څرګنده توګه سمه پرتله کول په غلط ډول رد کړل، د افغان ځواکونو اندازه یې په پراخه کچه لوړه کړه، د طالبانو د ولسوالیو د کنټرول سرعت او ساحه یې په بده توګه کمه ارزوله، بیا یې داسې افسانه خپره کړه، چې افغانستان یوازې په ۱۱ ورځو کې سقوط وکړ.
د مارک میلي په اړه په دغه راپور کې راغلي، چې د کابل هوایي ډګر په ابي دروازه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل او د طالبانو بېرته واک ترلاسه کولو په اړه میلي ناسمه وړاندوینه کړې وه او کانګرس ته یې ویلي وو، چې اوکراین به یوازې په درېیو اونیو کې د روسانو له خوا ونیول شي.

په کابل کې د چین سفیر وايي. بېجنګ د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او نه هم په دغه هېواد کې د نفوذ په لټه کې دی. ژاو شېنګ د افغانستان او چین د ډيپلوماټیکو اړیکو د ۷۰مې کالیزې په لمانځغونډه کې ویلي، چې دې اړیکو اوس نوي پړاو ته پراختیا موندلې ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون نن یکشنبې «د سلواغې ۱مه» په اېکسپاڼه کې په کابل کې د چین د سفیر ژاو شېنګ د وینا ژباړه خپره کړې ده.
نوموړي د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې دې لمانځغونډې ته وینا کې وویل:« اوس مهال د چین او افغانستان دوستانه اړیکې یو نوې مرحلې ته پراختیا پیدا کړې ده،چین همیشه د افغانستان دوست ګاونډ دی او د افغانستان د پراختیا او سولې او ثبات ملاتړ یې کړی دی او چین همیشه دوستانه اړیکو ته ژمن دی او چین د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشړتیا ته احترام لري.»
د چین سفیر وویل چې هېواد یې د افغانستان د خلکو خپلواکه ټاکنه، ملي مراسمو او مذهبي باورونو ته احترام لري او دغه هېواد د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي او نه هم شخصي ګټو پسې دی.
د چین سفیر زیاتوي چې ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان ملاتړ کړی دی او بشردوستانه مرستو زیاتوالي ترڅنګ د افغانستان پرضد بندیزونو او د افغانستان کنګل شوو پیسو د ازادلو په اړه یې غږ پورته کړی دی.
چین له طالبانو سره تعمل لري او داوړو د یو بل سفیران منلي دي خو تر اوسه چین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په رسمیت نه دی پېژندلی.
په همدې جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وویل، طالبان د پخوا په څېر د چین او تایوان په قضیه کې د متحد چین ملاتړ کوي.
ستانکزي ټینګار وکړ، افغان خاوره به د چین په کډون د هېڅ ګاونډي پر ضد ونه کارېږي.

په سیمه ییزو او نړیوالو مطبوعاتو کې نن سبا د افغانستان په بدخشان کې د واخان دهلیز یا کورادور په باره کې ډول ډول خبرونه نشریږي او ادعاوې کیږي. دا یوه تنګه پټاره ده چې د بدخشان د اشکاشم نه ۳۵۰ کیلومتره شرق ته وخجیر درې ته غځیدلې ده.
د وخجیر درې بلې غاړې ته د چین د ژنجیانګ ایغور د خودمختارې سیمې تاشقرغان ولسوالي پرته ده.
دلته د افغانستان او د چین د مرز اوږدوالی ۹۲کیلومتره دی.
دا سیمه د ۱۷۶۳ کال نه په رسمي توګه د افغانستان برخه پاتې شوې ده. البته د دې اوسنۍ جغرافیا شکل په ۱۸۹۳ کې د ډیورنډ د کرغیړنې استعماري کرښې په نتیجه کې جوړ شوی او یوه برخه یې په هغه وخت کې په هند اشغال لرونکي بریتانوي استعمار نیولې وه.
په شمال کې واخان دهلیز د تاجکستان د ګورنو بدخشان سیمې سره لګي او جنوب کې واخان د پښتونخوا له چترال سره او د پاکستان د کنټرول لاندې د کشمیر د پخواني ریاست د ګلګت-بلتستان سیمې سره په جغرافیايي توګه لګیدلی دی او همدارنګه د هند د کنترول لاندې کشمیر هم دې سره جوخت پروت دی.

د پنج او د پامیر سیندونه له واخان دهلیز نه سرچینه اخلي او بیا وړاندې د د دغو دواړو سیندونو په یو ځاې کیدو سره د امو سیند جوړیږي.
په واخان دهلیز کې د اوسیدونکو شمیر تر شلو زرو کسانو شاوخوا اټکل شوی او په دوی کې د پامیري، واخي او کرغیز ژبې ویونکي ګډون لري.
د قراقرم، همالیه او هندوکش غرونه د واخان دهلیز نه چاپیره دي، ځکه دې ځای ته د نړۍ بام هم ویل کیږي.
د خپلې سختې یخې هوا او مشکلې غرنۍ جغرافیا په وجه په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان سیاسي اړی ګړی او جنګونو په دې سیمه څه خاص اغیز کړی نه و، خو دا وار په ځانګړو وجوهاتو د داخلي او خارجي سیاسي لوبغاړو پام واخان دهلیز ته اوښتی، چې پرې ځان پوهول اړین دي.

واخان دهلیز او د بدخشان دغه ټوله سیمه لرغونی تاریخ لري. دا د وریښمو د تجارتي لارې یو مهم تم ځای و، چې چینايي تاجرانو ته یې د هند د نیمه وچې، غربي اسیا او د مرکزي اسیا سره د تجارت لنډه لاره تشکیلوله.
اوس هم دغه دهلیز چین ته د جنوبي اسیا او د مرکزي اسیا تر مارکیټونو رسیدلولپاره غټ پوټنشیال لري او که دا وویل شي نو غلطه خبره به نه وي، چې د واخان دهلیز د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلوونکي پل حیثیت لري، چې د اسیا او اروپا تر منځه د ځمکني لوی پل لپاره د وړومبي ګام کار کولی شي.
د دغې سیمې په اهمیت د پوهیدلو لپاره د دې په یوه بل اړخ نظر اچول اړین دي او هغه په تیرو څو لسیزو کې په نړۍ کې د نوي اقتصادي زبرځواک په توګه اوڅارېدونکي قدرتمن هیواد چین د اقتصادي رشد پروسې ته کتل دي.
په ۱۹۷۸میلادي کال کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو نه وروسته د شلمې پیړۍ تر پای او د یوویشتمې پیړۍ په اولو کې د چین د ټولنیز او اقتصادي رشد مرکزونه د دغه هیواد په شرق کې و، چې بیجنګ، شانګهای او ګوان ډونګ غوندې ښاري مرکزونو پکې زیات څرګند حیثیت درلود.
د دغو شرقي مرکزونو زیاتره اقتصادي ورکړه راکړه د شرقي اسیا له هیوادونو سره وه، خو په یوویشتمه پیړۍ کې چین د خپلو غربي ایالتونو لکه ژنجیانګ، قنګهای ، ګینسو او شانګسې غوندې سیمو ترقۍ ته خاصه پاملرنه وکړه.
دې سره چین په کال ۲۰۱۳کې خپل د جادې او کمربند ابتکار (BRI ) اعلان کړ، چې په دې کې له اسیا او اروپا سره سره د نړۍ د مختلفو برخو د وچو او بحري لارو په وسیله د تجارت او اقتصادي همکارۍ لپاره د وصل پراخه برنامه رابرسیره شوله.
د چین او پاکستان تر منځه د قراقرم د غرونو له لارې اقتصادي همکارۍ دهلیز ( CPEC ) د دغې برنامې مهمه پروژه ده، چې چین د بحرهند او غربي اسیا سره وصلوي.
د دې سره د واخان د دهلیز د پوټنشیال اهمیت لا زیات رابرسیره شو، ځکه چې دغه دهلیز د بي ار ای د پراخولو په لار کې مهم نقش لوبولی شي.
دلته څلور هیوادونه یعنې افغانستان، چین ، تاجکستان او پاکستان د یو بل سر ه جوخت دي او که د سیمې د هیوادونو تر منځه اړیکې نورمال شي، نو هند هم د واخان له لارې په اقتصادي همکارۍ کې برخه اخستلی شي.
د اقتصادي پوټنشال نه علاوه واخان دهلیز غټ جیو پولیتیک اهمیت هم لري. په افغانستان کې د ابر قدرتونو په منځ کې د هژمونستي شخړو په نتیجه کې زیږیدونکې اړۍ ګړۍ د چین د اقتصادي پراختیا په برنامه کې خنډ اچولی شي.
په دې لحاظ لکه چې د پخواني شوروي اتحاد او غرب تر منځه پخواني سوړ جنګ کې د خیبر او کوژکدرو او د سالنکونو د لارې کوم اهمیت لاره اوس د چین او امریکا تر منځ په نوي سوړ جنګ کې د واخان دهلیز او دې ته ورڅیرمه سیمې هم هغسې ځانګړی جیو پولیتیک اهمیت لري.
دا خبره هم باید له یاده ونه باسو چې د واخان نه چاپیره زیاتره نفوس مسلمانان دي. په پاکستان او افغانستان کې افراطي مذهبی جنګي ډلې د غربي چین او د مرکزي اسیا د بې ثباته کولو لپاره په افغانستان کې له زړو جګړو لاس ته راوړو تجربو نه استفاده کولی شي.

د پاکستان پنجابي جنرالانو د واخان په دهلیز د ډیر وخته نه نظر لرلی او په افغانستان کې یې د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته د هغوی نه دا غوښتنه کړې، چې د واخان دهلیز یوه برخه دې پاکستان تهپه رسمي توګه په کرایه (Lease ) ورکړي، چې پاکستان له تاجکستان سرهاو له دغې لارې مرکزي اسیا سره نیغ په نیغه تجارت وکړي.
پاکستاني جنرالان فکر کوي چې هغوی له طالبانو سره په تیرو لسیزو کې کومه مرسته کړی ده اوس باید طالبان د هغو ښیګړو په بدل کې د تجارت دغه ستراتیجکه لاره پاکستان ته وسپاري.
که څه هم د افغانستان د اولسونو د سخت منفي عکس العمل له ویرې طالبانو دا کار نه دی کړی، خو دا نکته تر اوسه د پاکستان په ستراتیجیکه اجنډا کې موجوده ده، مګر پاکستان ته ورپیښه ګرانه مسله دا ده چې هغه به د چین او امریکا تر منځه په نوي سوړ جنګ کې کومې خوا ته ودریږي، ځکه چې یو خوا ډانګ دی او بل خوا پړانګ.