• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پاکستان ته له ټي ټي پي سره د خبرو اترو د منځګړتوب وړاندیز کړی

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۲ GMT+۰

د طالبانو حکومت له پاکستاني چارواکو سره په پټو ناستو کې منلې چې « ټي ټي پي» یوه ستونزه ده، خو له دې ډلې سره یې د سخت چلند پرځای د خبرو اترو وړاندیز کړی دی.پاکستان طالبانو ته په ډاګه کړې، چې دوی د خبرو اترو انتخاب ختم کړی او کابل ته یې د دې ستونزې د حل لپاره کافي وخت ورکړی و.

د پاکستان اکسپرېس ټربیون له دې خبرو اترو نه د باخبرو سرچینو له قوله ویلي، چې د افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ په دې وروستیو کې پراخې خبرې شوې دي چې هدف یې د ترینګلو او ځنډېدلو اړیکو بېرته عادي کول دي.

په خبرو اترو کې د اختلاف اصلي ټکی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د کورنیو حضور ګڼل شوی.

اکسپرېس ټربیون وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې اندېښنه ښيي چې د کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو د پټنځایونو له امله امنیتي وضعیت ترینګلی شوی. اسلام اباد په پرله پسې توګه د طالبانو له حکومت نه غوښتي چې دغه ګواښ له منځه یوسي، خو طالبان دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼي.

یاده ورځپاڼه وايي، د طالبانو حکومت د تړلو دروازو تر شا ومنله چې په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور یوه ستونزه ده چې حل ته اړتیا لري.

د ورځپاڼې په باور، د طالبانو چارواکو له ټي ټي پي سره د مقابلې لپاره د پاکستان د ستراتیژۍ مخالفت کړی او ویلي یې یې دي، چې د سخت چلند پرځای باید له دې ډلې سره د خبرو اترو بهیر پیل شي.

د طالبانو حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې ګواښونه او ګواښونکې څرګندونې یې ګټه نه کوي.

سرچینو ویلي، چې « پاکستان طالبانو ته په ډاګه کړې، چې دوی د خبرو اترو انتخاب ختم کړی او کابل ته یې د دې ستونزې د حل لپاره کافي وخت ورکړی و، خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې».

اکسپرېس ټربیون د خپلو سرچینو په حواله وايي، « پاکستان طالب چارواکو ته دا هم وویل چې د ټي ټي پي غوښتنې د منلو وړ نه دي، خو طالبانو ویل چې ښکیل اړخونه خبرې اترې ډیری په سختو دریځونو پیلوي، خو کله چې پروسه پرمخ لاړه شي خپل دریځ نرموي. طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د خپلو اوږدو خبرو اترو مثال ورکړ».

ورځپاڼه وايي، پاکستاني چارواکو ټینګار وکړ چې دغه دوه حالتونه د پرتلنې وړ نه دي، ځکه امریکا یو اشغالګر ځواک و او باید یوه ورځ وتلی وای، خو ټي ټي پي او د هغې ملګري د دولت واکمني ننګوي او په هیواد [پاکستان] کې د خپلې خوښې نظام پلي کولو هڅه کوي».

یوه پاکستاني چارواکي له نومښودنې پرته اکسپرېس ټربیون ته ویلي، چې « له ټي ټي پي سره د یوې مشروع ډلې په توګه د چلند هیڅ پوښتنه نه پیدا کیږي. پاکستان دا ترهګرې ډلې له خپلې خاورې وایستلې او د دوی د بشپړې نابودۍ هڅې به روانې وي».

دغه چارواکي وویل چې طالبان باید پوه شي چې ټي ټي پي ته پناه ورکول به په اوږده مهال کې د دوی لپاره زیانناک وي.

د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د تړلو دروازو ترشا دغه خبرې اترې داسې مهال دي، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په دې وروستیو کې په پېښور کې له سیاسي ګوندونو سره په یوه ناسته کې په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو او له طالبانو سره پر خبرو اترو غږیدلی.

ظاهرا داسې ښکاري چې د پاکستان پوځي واکمنو له ټي ټي پي سره په خبرو اترو کې د افغان طالبانو پر منځګړتوب له پاکستاني سیاسي ګوندونو سره سلامشورې پیل کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

سنډې ګارډین: طالبان په ډیلي کې د افغانستان سفارت ته درې نور ډیپلوماتان لېږي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۹ GMT+۰

سنډې ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبان پلان لري هند کې د افغانستان سفارت ته درې نور ډیپلوماتان ولېږي او ښايي د دغه سفارت چارې خپلې کړي. د طالبانو د لومړۍ سیاسي څانګې مرستیال محمد نعیم نعمان، د وزارت د تفتیش څانګې غړي معصوم عاصم او صفی الله جبارخیل به ډیر ژر ډیلي ته لاړ شي.

ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د "باوري سرچینو" په حواله راپور ورکړ چې "د ډیلي او طالبانو ترمنځ د ژورو اړیکو په درشل کې چې د هند د اوږدې مودې سیال پاکستان په ګډون د نورو سیمه ییزو لوبغاړو لپاره یې اندېښنې رامنځته کړی، طالبان چمتو دي چې د ډیلي سفارت ته درې نور ډېپلوماتان ولېږي."

ورځپاڼې ویلي چې په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو د استازي په توګه د اکرام الدین کامل ټاکل کېدو داسې ګنګوسې راپورته کړې چې درې نور ډیپلوماتان به هم ډېر ژر ډیلي ته ولېږل شي.

اوس، باخبره سرچېنو سنډې ګارډین ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې مرستیال محمد نعیم نعمان او د وزارت د تفتیش څانګې غړي معصوم عاصم او صفي الله جبارخیل به ډیر ژر ډیلي ته ولیږل شي او احتمال لري چې د افغانستان د سفارت مسؤلیت په غاړه واخلي.

د سنډې ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې اوس د سید محمد ابراهیم خیل لخوا اداره کیږي.

تېر کال راپورونه خپار شول چې د سهیل شاهین د زوی نجیب شاهین په ګډون درې نور کسان به نوي ډیلي ته ولېږل شي.

خو، باخبره سرچینو وویل چې "د هغه نوم له لیست لرې شوی او درې نوي کسان یې پر ځای ټاکل شوي دي خو په راتلونکي کې د هغه د ټاکل کېدو امکان په بشپړه توګه رد شوی نه دی.

طالبانو او د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې خبر تبصره نه ده کړې.

خو دا ګام له هغه وروسته دی چې هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر د روانې میاشتې په پیل کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي و، چې دا د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ میاشتې راوروسته د دواړو لوریو د اړیکو په ډېریدو کې مهم ګام ګڼل کېږي.

سریلانکا کې دوه افغان مساپر د «جعلي پاسپورټونو» په تور نیول شوي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰

سریلانکايي رسنۍ وايي، دوه افغان مساپر چې غوښتل یې د «جعلي پاسپورتونو» په وسیله سریلانکا ته ننوځي، نن سهار (د جنوري۲۰مه) د بندرانيکي نړیوال هوايي ډګر د مهاجرت برخې مامورانو نیولي دي.

د سریلانکا میرر ورځپاڼه ادعا کوي، « دغه نیول شوي کسان، چې عمرونه یې ۲۱ او ۲۳ کاله دي، له کوېت څخه سریلانکا ته تللي وو او د قزاقستان جعلي پاسپورټونه یې چارواکو ته وړاندې کړي وو».

ورځپاڼه وايي، د اسنادو د پلټنې پر مهال د کډوالۍ د برخې ماموران پر دواړو افغان مساپرو شکمن شول او د لا زیاتو پلټنو لپاره موضوع د سرحدي څارنې څانګې ته وسپارل شوه.

یاده رسنۍ وايي، په پلټنو کې ثابته شوې، چې دغه پاسپورټونه جعلي دي.

دغه دواړه افغانان نیول شوي او پرېکړه شوې چې بیرته یې په همغه الوتکه کې کویت ته ولیږي چې په بندرانیکي هوايي ډګر کې ترې کوز شوي وو.

د پېښې په تړاو ددغو دوو تنو نیول شویو افغانانو نظرونه نه دي خپاره شوي.

ستانکزی: د یو موټي چین ملاتړ کوو او افغان خاوره د یوه ګاونډي پرضد هم نه کارېږي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، طالبان د پخوا په څېر د چین او تایوان په قضیه کې د متحد چین ملاتړ کوي. عباس ستانکزي د افغانستان او چین ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۰ کلېزې لمانځغونډه کې زیاته کړه، چې افغان خاوره به د چین په کډون د هېڅ ګاونډي پر ضد ونه کارېږي.

ښاغلي ستانکزي نن «د سلواغې ۱مه» د افغانستان او چین ترمنځه ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۰مه کلېزې لمانځغونډه کې وویل:« هغه وخت چې افغانستان د لرغوني وخت د اسیا څلور لارې بلل کېدله؛ واخان دره د تمدنونو د نقاطع نقظه ګڼل کېده. د ورېښمو له دې لارې همدغه لومړنیو تجارتي او کلتوري اړیکو د افغانستان او چین د ډېپلوماټیکو اړیکو په تار وپیېل.»

ښاغلی ستانکزی وايي، افغانستان د چین د خلکو انقلاب په داسې وخت کې په رسمیت وپېژاند چې ډېرو کمو هېوادونو په رسمیت پېژندلی و.

دی همدراز زیاتوی افغانستان یو له لومړنیو هېوادونو و، چې په ۱۹۵۵ مېلادي کال یې چین ته سفیر ولېږه او د چین سفیر کابل ته راغلو او سفارت یې پرانیست.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي غوښتنه وکړه، چې د طالبانو روانه دوهمه دوره دې د افغانستان او چین تر منځه اوږد مهاله اړیکو د تابیا دورې په نوم شي.

100%

عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې اوس مهال په دې کار کوي، چې په اوږد مهال کې افغانستان او چین د یو بل سره همکاري او نږدې اړیکې ولري.

عباس ستانکزی:« په داسې حال کې چې افغانستان د دایمي امن او ثبات په لور مزل پېل کړی دی؛ چین یو له هغو همکارانو دی چې پراخه سیاسي او اقتصادي اړیکې له مونږ سره لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د دې ډلې بنسټګر ملا عمر په خپل وخت کې د چین استازو ته ډاډ رکړی و، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم ګاونډي هېواد پرضد نه کارېږي.

عباس ستانکزی ټینکار کوي چې دوی اوس هم په دې ژمنه ولاړ دي.

طالبان په داسې حال کې د یو متحد چین ملاتړ کوي چې د چین سینګیانګ کې د اویغور او نورو مسلمانو لږکي له دغه هېواد د دین له مخې ازادي غواړي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره په دغه هېواد کې د القاعدې په کډون ګڼ شمېر وسلوالو ډلو د حضور په اړه د چین په ګډون د ځینو هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند: د ایران او افغانستان ترمنځ د حقابې په اړه توافق لرې نه دی

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په یوه خبري غونډه کې وویل چې له هلمند او نورو هغو سیندونو د ایران د اوبو حق چې دغه هېواد ته بهیږي، تل د تهران او کابل د خبرو اترو د اجنډا یوه ثابته برخه وه او په راتلونکي کې به هم وي.

اسماعیل بقايي د اوبو په برخه کې همکاري د دواړو هېوادونو د همکاریو لپاره مهمه بولي.

هغه زیاته کړه، « موږ باور لرو چې د اوبو په برخه کې همکاري کولی شي د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو یوه قوي نقطه وي او د دواړو هېوادونو د همکارۍ یوه مهمه برخه وګرځي».

بقایي همداراز وویل چې د ښه ګاونډیتوب سیاست، تاریخي اړیکې، تمدني او فرهنګي تړاوونه او نورې مختلفې اړیکې چې د دواړو ملتونو ترمنځ دي، دا ایجابوي چې دواړه هېوادونه په دې موضوع کې یوې موافقې او تفاهم ته ورسېږي.

هغه وړاندوینه وکړه، چې دغه هوکړه «له لاسرسي لرې نه ده».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دې وړاندې له طالبانو غوښتي و، چې دغه هېواد ته د بهېدونکو اوبو پر وړاندې خنډونه لري کړي.

نوموړي په افغانستان کې پر جوړېدونکو بندونو او ایران ته د تلونکو اوبو د کچې پر اغېزمنېدو اندېښنه ښودلې وه.

ایران پر کمال خان او پاشدان بندونو نیوکې لري، چې د اوبو مهارول ددوی پر اوبي زیرمو او ډنډونو ناوړه اغیزه کوي.

د ملا هبت‌الله پر ضد د عباس ستانکزي څرګندونو ته نړۍوالو رسنیو پراخ پوښښ ورکړی دی

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د ښځو په وړاندې د بې‌عدالتۍ په اړه وینا په نړۍوالو رسنیو کې پراخ پوښښ موندلی دی. رویټرز د ستانکزي څرګندونې د طالبانو د یوې داسې تګلارې په وړاندې تر ټولو توندې نیوکې بللې چې د دې ډلې نړۍوالې انزوا ته یې لاره هواره کړې.

په همدې توګه سي‌ اېن اېن د عباس ستانکزي وروستۍ وینا «د ملا هبت‌الله پر پالیسۍ د یوې نادرې عامه نیوکې» په توګه یاده کړې ده.

د بحران نړۍوالې ډلې د سوېلي اسیا شنونکي ابراهیم باعث سي‌ اېن اېن ته ویلي چې ستانکزي وروستۍ وینا د هغه د مخکېنیو په پرتله ډېره جدي وه.

د باعث په وینا: «هغه په ښکاره د سیاست د بدلون غوښتنه کوي او د طالبانو اوسنی دریځ یې د مشروعیت له پلوه ننګوولی دی.»

اېکانوميست ټایمز هم د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پخوانیو نیوکو ته په اشاره ویلي چې دا ځل هغه په مستقیم ډول ملا هبت‌الله مخاطب کړی او له هغه یې غوښتي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

نړۍوالو رسنیو په ځانګړي ډول د عباس ستانکزي پخوانی رول چې د دوحې په خبرو کې د طالبانو د سولې مرکچي پلاوي مشر یاد کړی دی.

شېر محمد عباس ستانکزی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دی، ویلي چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل هېڅ ډول شرعي بنسټ نه لري.

هغه زیاته کړې چې د ښځو او نجونو د زده کړو منعه کول یوازې د طالبانو د مشر شخصي نظر دی.

هغه د شنبې په ورځ د (مرغومي ۳۰مه) د خوست په یوې دیني مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې وویل چې طالبان د شریعت پر خلاف روان دي او د افغانستان د شاوخوا ۲۰ میلیونه ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

دې طالب چارواکي د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د اسلامي شریعت خلاف وبلل. هغه په غیر مستقیم ډول وویل چې دغه اقدامات د طالبانو د مشر شخصي طبیعت پورې تړلي دي.

ستانکزي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي. هغه ټینګار وکړ:«په دې اړه هېڅ بهانه او دلیل نه شته او نه و.»

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، نجونې او ښځې یې له پوهنتونونو څخه منعه کړې دي.

دغه راز د طالبانو له لوري ښځې په دولتي ادارو او نورو موسسو کې له کار کولو راګرځول شوې او پرې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د طالبانو په امر ښځې نه شي کولای ورزش وکړي، تفریح ځایونو او پارکونو ته ولاړې شي. طالبانو د ښځو غږ هم «عورت» ګڼلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې عباس استانکزی د نجونو او ښځو د زده کړو پر مخنېوي نیوکه کوي بلکې مخکې تر دې هم هغه د طالبانو پر دې پرېکړه نیوکې کړې وې.

عباس ستانکزی د اسلام په تاریخ کې د علم ارزښت ته په اشارې وویل: «موږ د افغانستان له څلوېښت میلیونه نفوسه، پر شاوخوا ۲۰ میلیونه ښځو بې‌عدالتي کوو. ایا موږ به د قیامت په ورځ هغوی ته ځواب ویونکي نه یو؟»

هغه په افغانستان کې د ښځو پر سختو شرایطو هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «ښځو ته میراث نه ورکول کېږي، هغوی په بدو کې ورکول کېږي، هغوی ته د زده کړې اجازه نه ورکوو، ښوونځي او پوهنتونونه مو بند کړي دي، ان جومات او مدرسې ته یې هم نه پرېږدو. ایا موږ د شریعت په لاره روان یو؟.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز په نړۍواله کچه د دې محدودیتونو د لیرې کولو لپاره پر طالبانو د فشارونو یادونه وکړه او ویې ویل: «ټوله نړۍ له همدې امله زموږ پر وړاندې ولاړه ده. زموږ له دې کړنو نیوکې کوي. موږ پر داسې یوه لاره روان یو چې زموږ د طبیعت پایله ده، نه د شریعت.»