• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ستانکزی: د یو موټي چین ملاتړ کوو او افغان خاوره د یوه ګاونډي پرضد هم نه کارېږي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، طالبان د پخوا په څېر د چین او تایوان په قضیه کې د متحد چین ملاتړ کوي. عباس ستانکزي د افغانستان او چین ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۰ کلېزې لمانځغونډه کې زیاته کړه، چې افغان خاوره به د چین په کډون د هېڅ ګاونډي پر ضد ونه کارېږي.

ښاغلي ستانکزي نن «د سلواغې ۱مه» د افغانستان او چین ترمنځه ډیپلوماتیکو اړیکو ۷۰مه کلېزې لمانځغونډه کې وویل:« هغه وخت چې افغانستان د لرغوني وخت د اسیا څلور لارې بلل کېدله؛ واخان دره د تمدنونو د نقاطع نقظه ګڼل کېده. د ورېښمو له دې لارې همدغه لومړنیو تجارتي او کلتوري اړیکو د افغانستان او چین د ډېپلوماټیکو اړیکو په تار وپیېل.»

ښاغلی ستانکزی وايي، افغانستان د چین د خلکو انقلاب په داسې وخت کې په رسمیت وپېژاند چې ډېرو کمو هېوادونو په رسمیت پېژندلی و.

دی همدراز زیاتوی افغانستان یو له لومړنیو هېوادونو و، چې په ۱۹۵۵ مېلادي کال یې چین ته سفیر ولېږه او د چین سفیر کابل ته راغلو او سفارت یې پرانیست.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي غوښتنه وکړه، چې د طالبانو روانه دوهمه دوره دې د افغانستان او چین تر منځه اوږد مهاله اړیکو د تابیا دورې په نوم شي.

100%

عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې اوس مهال په دې کار کوي، چې په اوږد مهال کې افغانستان او چین د یو بل سره همکاري او نږدې اړیکې ولري.

عباس ستانکزی:« په داسې حال کې چې افغانستان د دایمي امن او ثبات په لور مزل پېل کړی دی؛ چین یو له هغو همکارانو دی چې پراخه سیاسي او اقتصادي اړیکې له مونږ سره لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د دې ډلې بنسټګر ملا عمر په خپل وخت کې د چین استازو ته ډاډ رکړی و، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم ګاونډي هېواد پرضد نه کارېږي.

عباس ستانکزی ټینکار کوي چې دوی اوس هم په دې ژمنه ولاړ دي.

طالبان په داسې حال کې د یو متحد چین ملاتړ کوي چې د چین سینګیانګ کې د اویغور او نورو مسلمانو لږکي له دغه هېواد د دین له مخې ازادي غواړي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره په دغه هېواد کې د القاعدې په کډون ګڼ شمېر وسلوالو ډلو د حضور په اړه د چین په ګډون د ځینو هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند: د ایران او افغانستان ترمنځ د حقابې په اړه توافق لرې نه دی

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په یوه خبري غونډه کې وویل چې له هلمند او نورو هغو سیندونو د ایران د اوبو حق چې دغه هېواد ته بهیږي، تل د تهران او کابل د خبرو اترو د اجنډا یوه ثابته برخه وه او په راتلونکي کې به هم وي.

اسماعیل بقايي د اوبو په برخه کې همکاري د دواړو هېوادونو د همکاریو لپاره مهمه بولي.

هغه زیاته کړه، « موږ باور لرو چې د اوبو په برخه کې همکاري کولی شي د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو یوه قوي نقطه وي او د دواړو هېوادونو د همکارۍ یوه مهمه برخه وګرځي».

بقایي همداراز وویل چې د ښه ګاونډیتوب سیاست، تاریخي اړیکې، تمدني او فرهنګي تړاوونه او نورې مختلفې اړیکې چې د دواړو ملتونو ترمنځ دي، دا ایجابوي چې دواړه هېوادونه په دې موضوع کې یوې موافقې او تفاهم ته ورسېږي.

هغه وړاندوینه وکړه، چې دغه هوکړه «له لاسرسي لرې نه ده».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دې وړاندې له طالبانو غوښتي و، چې دغه هېواد ته د بهېدونکو اوبو پر وړاندې خنډونه لري کړي.

نوموړي په افغانستان کې پر جوړېدونکو بندونو او ایران ته د تلونکو اوبو د کچې پر اغېزمنېدو اندېښنه ښودلې وه.

ایران پر کمال خان او پاشدان بندونو نیوکې لري، چې د اوبو مهارول ددوی پر اوبي زیرمو او ډنډونو ناوړه اغیزه کوي.

د ملا هبت‌الله پر ضد د عباس ستانکزي څرګندونو ته نړۍوالو رسنیو پراخ پوښښ ورکړی دی

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د ښځو په وړاندې د بې‌عدالتۍ په اړه وینا په نړۍوالو رسنیو کې پراخ پوښښ موندلی دی. رویټرز د ستانکزي څرګندونې د طالبانو د یوې داسې تګلارې په وړاندې تر ټولو توندې نیوکې بللې چې د دې ډلې نړۍوالې انزوا ته یې لاره هواره کړې.

په همدې توګه سي‌ اېن اېن د عباس ستانکزي وروستۍ وینا «د ملا هبت‌الله پر پالیسۍ د یوې نادرې عامه نیوکې» په توګه یاده کړې ده.

د بحران نړۍوالې ډلې د سوېلي اسیا شنونکي ابراهیم باعث سي‌ اېن اېن ته ویلي چې ستانکزي وروستۍ وینا د هغه د مخکېنیو په پرتله ډېره جدي وه.

د باعث په وینا: «هغه په ښکاره د سیاست د بدلون غوښتنه کوي او د طالبانو اوسنی دریځ یې د مشروعیت له پلوه ننګوولی دی.»

اېکانوميست ټایمز هم د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پخوانیو نیوکو ته په اشاره ویلي چې دا ځل هغه په مستقیم ډول ملا هبت‌الله مخاطب کړی او له هغه یې غوښتي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

نړۍوالو رسنیو په ځانګړي ډول د عباس ستانکزي پخوانی رول چې د دوحې په خبرو کې د طالبانو د سولې مرکچي پلاوي مشر یاد کړی دی.

شېر محمد عباس ستانکزی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دی، ویلي چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل هېڅ ډول شرعي بنسټ نه لري.

هغه زیاته کړې چې د ښځو او نجونو د زده کړو منعه کول یوازې د طالبانو د مشر شخصي نظر دی.

هغه د شنبې په ورځ د (مرغومي ۳۰مه) د خوست په یوې دیني مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې وویل چې طالبان د شریعت پر خلاف روان دي او د افغانستان د شاوخوا ۲۰ میلیونه ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

دې طالب چارواکي د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د اسلامي شریعت خلاف وبلل. هغه په غیر مستقیم ډول وویل چې دغه اقدامات د طالبانو د مشر شخصي طبیعت پورې تړلي دي.

ستانکزي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي. هغه ټینګار وکړ:«په دې اړه هېڅ بهانه او دلیل نه شته او نه و.»

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، نجونې او ښځې یې له پوهنتونونو څخه منعه کړې دي.

دغه راز د طالبانو له لوري ښځې په دولتي ادارو او نورو موسسو کې له کار کولو راګرځول شوې او پرې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د طالبانو په امر ښځې نه شي کولای ورزش وکړي، تفریح ځایونو او پارکونو ته ولاړې شي. طالبانو د ښځو غږ هم «عورت» ګڼلی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې عباس استانکزی د نجونو او ښځو د زده کړو پر مخنېوي نیوکه کوي بلکې مخکې تر دې هم هغه د طالبانو پر دې پرېکړه نیوکې کړې وې.

عباس ستانکزی د اسلام په تاریخ کې د علم ارزښت ته په اشارې وویل: «موږ د افغانستان له څلوېښت میلیونه نفوسه، پر شاوخوا ۲۰ میلیونه ښځو بې‌عدالتي کوو. ایا موږ به د قیامت په ورځ هغوی ته ځواب ویونکي نه یو؟»

هغه په افغانستان کې د ښځو پر سختو شرایطو هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «ښځو ته میراث نه ورکول کېږي، هغوی په بدو کې ورکول کېږي، هغوی ته د زده کړې اجازه نه ورکوو، ښوونځي او پوهنتونونه مو بند کړي دي، ان جومات او مدرسې ته یې هم نه پرېږدو. ایا موږ د شریعت په لاره روان یو؟.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز په نړۍواله کچه د دې محدودیتونو د لیرې کولو لپاره پر طالبانو د فشارونو یادونه وکړه او ویې ویل: «ټوله نړۍ له همدې امله زموږ پر وړاندې ولاړه ده. زموږ له دې کړنو نیوکې کوي. موږ پر داسې یوه لاره روان یو چې زموږ د طبیعت پایله ده، نه د شریعت.»

د طالبانو امر بالمعروف پر ښځو له بندیزونو سره د ښځو اړوند د ۵۰ شکایتونو د څېړلو خبر ورکړی

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نن دوشنبه د (سلواغې لومړۍ) نېټه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ۶۰۰ سوه بېلابېل شکایتونه ورته رسېدلي چې له ډلې یې د ښځو اړوند پنځوس شکایتونه یې څېړلي دي.

د طالبانو یاد وزارت داسې مهال دغه ادعا کوي چې په افغانستان کې ښځې د دوی د محتسبانو او پر ښځو د سختو بندیزونو له امله خورا ستړې شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دغه خبرپاڼه کې لیکلي چې له د رسیدلو شکایتونو له ډلې یې ۲۵۰ څېړلي چې پنځوس هغه یې د ښځو اړوند دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د ښځو اړوند دغه شکایتونه د کورني تاوتریخوالي، جبري نکاح ګانې او د میراث حقونو په تړاو وې.

هم‌مهاله بیا راپورونه دا دي چې د طالبانو قوماندانانو او جنګیاليو په جبري ډول په بېلابېلو ولایتونو یو شمېر نجونې په جبري ډول نکاح کړې دي.

نږدې میاشت وړاندې په کندوز ولایت کې د طالبانو د یو ځایي ریاست مشر د یوې نجلۍ پلار په زوره دې ته مجبوره کړی و چې باید خپله لور ورته په نکاح کړي‌ او ګواښ یې ورته کړی و که له دغه غوښتنې یې سرغړونه وشي؛ نو له ستونزو سره به یې مخ کړي.

د راپورونو له مخې د ننګرهار د محبس پر قوماندان هم تور دی چې له یوه زنداني نجلۍ یې له زندانه خوشې کړې او په زور یې ورسره نکاح کړې ده.

د معلوماتو له مخې یاده نجلۍ د خېبرپښتونخوا ایالت له پېښور څخه له یوه افغان ځوان سره د مینې د اړیکې به نوم ننګرهار ته تللې وه چې هلته بیا طالبانو دواړه نیولي وو.

د طالبانو تر دغې خبرپاڼې نږدې دوه کاله مخکې بیا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي له یوې نجلۍ سره په زور واده کړی او هغې ادعا کړې وه چې سخت تاوتریخوالی یې هم پرې کړی دی.

که څه هم نوموړي نکاح تایید کړې وه ؛خو په دې تړاو یې د زور زیاتي موضوع هماغه وخت رد کړه. وروسته په خپرو شویو ویډیوګانو او غږیز کلېپونو کې ښکاره شوه چې هغه د نکاح په دغه پرېکړه کې له زور څخه کار اخیستی و.

نیوکې دا دي‌ چې طالبان د ښځو د ستونزو حل په تړاو یوازې تبلیغات کوي او ان د دوی له غړو څخه د ښځو په تړاو کیدونکو شکایتونو ته هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي.

طالبانو ته د ټرمپ تازه خبرداری: د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل در څخه اخلم

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۰

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرغومي۳۰مه نېټه یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې له طالبانو به د میلیاردونو ډالرو هغه پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي وو.

ټرمپ څرګنده کړه: «موږ هر کال میلیاردونه ډالر ورکوو ؛خو دوی باید پوه شي، تر هغې پورې نورې پیسې نه ورکوو چې زموږ پوځي وسایل بېرته راته ونه سپاري.»

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې شاوخوا اوه میلیارده ډالره پوځي تجهیزات پرېښودل. دا هغه مهال و چې امریکا په بیړه له افغانستانه ووتله او طالبان د کابل په ګډون پر ټول افغانستان واکمن شول.

په دغو وسایلو کې پوځي وسایط، الوتکې، چورلکې او پرمختللې پوځي وسلې شاملې دي.

ټرمپ وړاندې وویل، چې امریکا لا هم طالبانو ته مالي مرستې ورکوي او ژمنه یې وکړه چې دغه مرستې به بندې کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ باید طالبان ته میلیاردونه ډالره ورنه کړو، په داسې حال کې چې هغوی د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، حقونه تر پښو لاندې کوي».

په افغانستان کې بشري ناورین

په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو لوی اقتصادي ناورین رامنځته کړی دی. د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) د راپور له مخې، د دې هېواد له ۲۴ میلیونه وګړو څخه تر نیمایي زیات بشري مرستو او په تېره بیا خوړو ته جدي اړتیا لري. امریکا د طالبانو د واکمنۍ له پیل څخه تر اوسه پورې له افغانستان سره له ۲.۱ میلیاردډالرو زیاتې بشري مرستې کړي ؛خو دغه مرستې هم د دې ناورین په حل کې کافي نه دي ثابتې شوې.

په امریکا کې پر حکومت د څار یو شمېر نادولتي موسسې نیوکه کوي‌ چې د امریکا له لوري د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره کیدونکو مرستو د وېش او لګښت ډولونه څرګند نه دي.

دغو موسسو نیوکه کړې چې وېره شته، دغه پېسې د طالبانو له لارې یو شمېر ترهګرو ته رسیدلي دي او ان طالبانو د جعلي نادولتي موسسو په رامنځته کولو سره دغه مرستې ترلاسه کړې دي.

بل لوري ته د افغانستان پخواني جمهوري نظام یو شمېر لوړ پوړ غړو چارواکو نیوکه کړې چې د بایډن تر مشرۍ لاندې امریکا له طالبانو سره پټې نغدي مرستې کړې، چې د دغې ترهګرې ډلې د جوړښت په پیاوړتیا کې یې ځانګړی رول لرلی دی.

د جمهوري نظام پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح د دغو کسانو له ډلې یو و چې د ټرمپ له حکومته یې غوښتي چې د بایډن تر مشرۍ لاندې افغانستان ته د لېږل کیدونکو میلیاردونه ډالرو قضیه دې په رڼه توګه وڅېړي.

د طالبانو له لوري بشري سرغړونې

ټرمپ په خپله وینا کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه ډله باید د خپلو کړنو په اړه ځواب ووايي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي دي لوېدیځ مشران، نړۍوال سازمانونه او د بشري حقونو فعالان هغوی د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو، د نجونو د ښوونځیو د بندولو او د مدني ازادیو د ځپلو له کبله غندلي دي.

ټرمپ زیاته کړه چې د افغانستان په اړه به د هغه تګلارې ډېرې سختې وي او موخه به یې په دې هېواد کې د ثبات راوستل او د طالبانو اغېز کمول وي.

نه یوازې افغانستان بلکې د دغه هیواد په ګاونډ پاکستان او ایران کې هم د ټرمپ د راتلونکې واکمنۍ د نویو تګلارو په تړاو تاوده بحثونه روان دي.

اټکل کېږي چې ټرمپ به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د روانو حالاتو په تړاو هېښوونکې پرې کړې وکړي.

نن به ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره رسما سپینې ماڼۍ ته ننوځي او د دغه هېود د ۴۷م ولسمشر په توګه به لوړه وکړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت: اسلام اباد کې مو نږدې ۹۰۰ افغان کډوال له زندانونو خوشې کړي دي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل. وايي، دغو افغانانو د ملګرو ملتونو له لوري ورکړل شوي کارتونه له ځان سره لرل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د کډوالو اتشې د افغان کډوالو په چارو کې له کمېشنر، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ، د اسلام اباد د پولیسو له لوی مشر او د کډوالو د راجسټر کوونکي دفتر شارپ سره هم لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې خوشې شویو ټول ۸۸۲ کسانو د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لرل؛ خو سره له دې هم د پولیسو له لوري‌ نیول شوي وو.

د طالبانو یاد وزارت د معلوماتو له مخې لا هم ۸۴ تنه نور افغان کډوال چې په اسلام اباد کې پولیسو نیولي زنداني دي چې د خوشې کیدو لپاره یې دوی هڅې روانې کړې دي.

د روان زیږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي چې په کې یې د ښځو په ګډون کډوالې ماشومانې هم نیولي دي.

نیوکې دا دي چې د پولیسو له لوري ویزه لرونکي او د کډوالۍ ځانګړو کارتونو لرونکي ګډوال چې د استوګنې قانوني اسناد لري‌ هم نیول کېږي او ځورول کېږي.

له بل لوري‌ د پاکستان حکومت له لوري ویزه لرونکو افغانانو ته هم نوی سرخوږی جوړ شوی چې د پخوانۍ شپږ میاشتنۍ ویزو د بیا نوي کېدو بهیر یې له شپږ میاشتو یوې میاشتې ته راکم کړی دی.

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال نیوکه کوي‌ چې له یو لوري ترې پاکستاني پولیس د ویزو تمدید غواړي ؛خو له بلې خوا د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزو د تمدید په برخه کې ستونزې ډېرې کړې او اوس کډوال کولای شي چې یوازې د یوې میاشتې مودې لپاره خپلې ویزې تمدید کړي‌ چې د لګښت له پلوه هم دوی ته سختې تمامېږي.

د پخواني‌ جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ افغانان د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد او نورو ښارونو ته کډه شول او هلته په بېلابېلو ځایونو کې مېشت شوي دي.

وېره دا ده چې له ګواښ سره مخ دغو افغانانو کې د پخواني‌ امنیتي ادارو کارکوونکي هم شته او که افغانستان ته په زور ستانه کړل شي ؛نو د طالبانو له لوري به له مرګونې پېښو سره مخ شي.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو ادارو او هېوادونو په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو روانه لړۍ غندل شوې او د ودریدو غوښتنې یې شوي ؛خو لا یې هم د پاکستان پر حکومت کوم ځانګړی اغېز نه دی اچولی او د کډوالو پر ضد پولیس خپل عملیات روان ساتلي دي.