• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو امر بالمعروف پر ښځو له بندیزونو سره د ښځو اړوند د ۵۰ شکایتونو د څېړلو خبر ورکړی

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نن دوشنبه د (سلواغې لومړۍ) نېټه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ۶۰۰ سوه بېلابېل شکایتونه ورته رسېدلي چې له ډلې یې د ښځو اړوند پنځوس شکایتونه یې څېړلي دي.

د طالبانو یاد وزارت داسې مهال دغه ادعا کوي چې په افغانستان کې ښځې د دوی د محتسبانو او پر ښځو د سختو بندیزونو له امله خورا ستړې شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دغه خبرپاڼه کې لیکلي چې له د رسیدلو شکایتونو له ډلې یې ۲۵۰ څېړلي چې پنځوس هغه یې د ښځو اړوند دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د ښځو اړوند دغه شکایتونه د کورني تاوتریخوالي، جبري نکاح ګانې او د میراث حقونو په تړاو وې.

هم‌مهاله بیا راپورونه دا دي چې د طالبانو قوماندانانو او جنګیاليو په جبري ډول په بېلابېلو ولایتونو یو شمېر نجونې په جبري ډول نکاح کړې دي.

نږدې میاشت وړاندې په کندوز ولایت کې د طالبانو د یو ځایي ریاست مشر د یوې نجلۍ پلار په زوره دې ته مجبوره کړی و چې باید خپله لور ورته په نکاح کړي‌ او ګواښ یې ورته کړی و که له دغه غوښتنې یې سرغړونه وشي؛ نو له ستونزو سره به یې مخ کړي.

د راپورونو له مخې د ننګرهار د محبس پر قوماندان هم تور دی چې له یوه زنداني نجلۍ یې له زندانه خوشې کړې او په زور یې ورسره نکاح کړې ده.

د معلوماتو له مخې یاده نجلۍ د خېبرپښتونخوا ایالت له پېښور څخه له یوه افغان ځوان سره د مینې د اړیکې به نوم ننګرهار ته تللې وه چې هلته بیا طالبانو دواړه نیولي وو.

د طالبانو تر دغې خبرپاڼې نږدې دوه کاله مخکې بیا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي له یوې نجلۍ سره په زور واده کړی او هغې ادعا کړې وه چې سخت تاوتریخوالی یې هم پرې کړی دی.

که څه هم نوموړي نکاح تایید کړې وه ؛خو په دې تړاو یې د زور زیاتي موضوع هماغه وخت رد کړه. وروسته په خپرو شویو ویډیوګانو او غږیز کلېپونو کې ښکاره شوه چې هغه د نکاح په دغه پرېکړه کې له زور څخه کار اخیستی و.

نیوکې دا دي‌ چې طالبان د ښځو د ستونزو حل په تړاو یوازې تبلیغات کوي او ان د دوی له غړو څخه د ښځو په تړاو کیدونکو شکایتونو ته هېڅ ارزښت نه ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو ته د ټرمپ تازه خبرداری: د امریکا پاتې شوې وسلې او وسایل در څخه اخلم

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۰

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرغومي۳۰مه نېټه یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې له طالبانو به د میلیاردونو ډالرو هغه پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي وو.

ټرمپ څرګنده کړه: «موږ هر کال میلیاردونه ډالر ورکوو ؛خو دوی باید پوه شي، تر هغې پورې نورې پیسې نه ورکوو چې زموږ پوځي وسایل بېرته راته ونه سپاري.»

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې شاوخوا اوه میلیارده ډالره پوځي تجهیزات پرېښودل. دا هغه مهال و چې امریکا په بیړه له افغانستانه ووتله او طالبان د کابل په ګډون پر ټول افغانستان واکمن شول.

په دغو وسایلو کې پوځي وسایط، الوتکې، چورلکې او پرمختللې پوځي وسلې شاملې دي.

ټرمپ وړاندې وویل، چې امریکا لا هم طالبانو ته مالي مرستې ورکوي او ژمنه یې وکړه چې دغه مرستې به بندې کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ باید طالبان ته میلیاردونه ډالره ورنه کړو، په داسې حال کې چې هغوی د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، حقونه تر پښو لاندې کوي».

په افغانستان کې بشري ناورین

په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو لوی اقتصادي ناورین رامنځته کړی دی. د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) د راپور له مخې، د دې هېواد له ۲۴ میلیونه وګړو څخه تر نیمایي زیات بشري مرستو او په تېره بیا خوړو ته جدي اړتیا لري. امریکا د طالبانو د واکمنۍ له پیل څخه تر اوسه پورې له افغانستان سره له ۲.۱ میلیاردډالرو زیاتې بشري مرستې کړي ؛خو دغه مرستې هم د دې ناورین په حل کې کافي نه دي ثابتې شوې.

په امریکا کې پر حکومت د څار یو شمېر نادولتي موسسې نیوکه کوي‌ چې د امریکا له لوري د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان سره کیدونکو مرستو د وېش او لګښت ډولونه څرګند نه دي.

دغو موسسو نیوکه کړې چې وېره شته، دغه پېسې د طالبانو له لارې یو شمېر ترهګرو ته رسیدلي دي او ان طالبانو د جعلي نادولتي موسسو په رامنځته کولو سره دغه مرستې ترلاسه کړې دي.

بل لوري ته د افغانستان پخواني جمهوري نظام یو شمېر لوړ پوړ غړو چارواکو نیوکه کړې چې د بایډن تر مشرۍ لاندې امریکا له طالبانو سره پټې نغدي مرستې کړې، چې د دغې ترهګرې ډلې د جوړښت په پیاوړتیا کې یې ځانګړی رول لرلی دی.

د جمهوري نظام پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح د دغو کسانو له ډلې یو و چې د ټرمپ له حکومته یې غوښتي چې د بایډن تر مشرۍ لاندې افغانستان ته د لېږل کیدونکو میلیاردونه ډالرو قضیه دې په رڼه توګه وڅېړي.

د طالبانو له لوري بشري سرغړونې

ټرمپ په خپله وینا کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه ډله باید د خپلو کړنو په اړه ځواب ووايي.

له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي دي لوېدیځ مشران، نړۍوال سازمانونه او د بشري حقونو فعالان هغوی د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو، د نجونو د ښوونځیو د بندولو او د مدني ازادیو د ځپلو له کبله غندلي دي.

ټرمپ زیاته کړه چې د افغانستان په اړه به د هغه تګلارې ډېرې سختې وي او موخه به یې په دې هېواد کې د ثبات راوستل او د طالبانو اغېز کمول وي.

نه یوازې افغانستان بلکې د دغه هیواد په ګاونډ پاکستان او ایران کې هم د ټرمپ د راتلونکې واکمنۍ د نویو تګلارو په تړاو تاوده بحثونه روان دي.

اټکل کېږي چې ټرمپ به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د روانو حالاتو په تړاو هېښوونکې پرې کړې وکړي.

نن به ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره رسما سپینې ماڼۍ ته ننوځي او د دغه هېود د ۴۷م ولسمشر په توګه به لوړه وکړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت: اسلام اباد کې مو نږدې ۹۰۰ افغان کډوال له زندانونو خوشې کړي دي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل. وايي، دغو افغانانو د ملګرو ملتونو له لوري ورکړل شوي کارتونه له ځان سره لرل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تړاو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د کډوالو اتشې د افغان کډوالو په چارو کې له کمېشنر، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ، د اسلام اباد د پولیسو له لوی مشر او د کډوالو د راجسټر کوونکي دفتر شارپ سره هم لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې خوشې شویو ټول ۸۸۲ کسانو د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لرل؛ خو سره له دې هم د پولیسو له لوري‌ نیول شوي وو.

د طالبانو یاد وزارت د معلوماتو له مخې لا هم ۸۴ تنه نور افغان کډوال چې په اسلام اباد کې پولیسو نیولي زنداني دي چې د خوشې کیدو لپاره یې دوی هڅې روانې کړې دي.

د روان زیږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي چې په کې یې د ښځو په ګډون کډوالې ماشومانې هم نیولي دي.

نیوکې دا دي چې د پولیسو له لوري ویزه لرونکي او د کډوالۍ ځانګړو کارتونو لرونکي ګډوال چې د استوګنې قانوني اسناد لري‌ هم نیول کېږي او ځورول کېږي.

له بل لوري‌ د پاکستان حکومت له لوري ویزه لرونکو افغانانو ته هم نوی سرخوږی جوړ شوی چې د پخوانۍ شپږ میاشتنۍ ویزو د بیا نوي کېدو بهیر یې له شپږ میاشتو یوې میاشتې ته راکم کړی دی.

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال نیوکه کوي‌ چې له یو لوري ترې پاکستاني پولیس د ویزو تمدید غواړي ؛خو له بلې خوا د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزو د تمدید په برخه کې ستونزې ډېرې کړې او اوس کډوال کولای شي چې یوازې د یوې میاشتې مودې لپاره خپلې ویزې تمدید کړي‌ چې د لګښت له پلوه هم دوی ته سختې تمامېږي.

د پخواني‌ جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ افغانان د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد او نورو ښارونو ته کډه شول او هلته په بېلابېلو ځایونو کې مېشت شوي دي.

وېره دا ده چې له ګواښ سره مخ دغو افغانانو کې د پخواني‌ امنیتي ادارو کارکوونکي هم شته او که افغانستان ته په زور ستانه کړل شي ؛نو د طالبانو له لوري به له مرګونې پېښو سره مخ شي.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو ادارو او هېوادونو په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کیدو روانه لړۍ غندل شوې او د ودریدو غوښتنې یې شوي ؛خو لا یې هم د پاکستان پر حکومت کوم ځانګړی اغېز نه دی اچولی او د کډوالو پر ضد پولیس خپل عملیات روان ساتلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د اوربند د پلي کېدا هرکلی کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون هرکلی کړی. له غزې په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، زرګونه بې ځایه شوي فلسطیینیان خپلو ویجاړو مېنو ته ستنیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د یک شنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې « زه په غزه کې د اوربند د پلي کېدو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو د پیل هرکلی کوم».

نوموړی وایي، چمتو دی چې د دغه اوربند د پليتابه د ملاتړ تر څنګ بې شمېره فلسطینیانو ته د دوامدارو بشري مرستو رسولو کچه لوړه کړي.

ګوتریش وايي، دا اړینه ده چې یاد اوربند د مرستو رسولو پر وړاندې پام وړ امنیتي او سیاسي خنډونه لرې کړي.

د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند له پیل وروسته له غزې څخه ځیني داسې ویډیوګانې او انځورونه خپاره شول، چې پکې لیدل کیږي زرګونه فلسطینیان په ظاهره خوشحاله خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستنیږي.

بل خوا د اسراییل د ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګیور او د هغه د ګوند دوو نورو غړو د غزې د اوربند د تړون په اعتراض کې له کابینې استعفا ورکړه.

یتزاک واسرلوف او امیهای الیاهو «د یهودي ځواک ګوند» دوه نور وزیران دي چې خپل استعفا لیکونه یې بنیامین نتنیاهو ته سپارلي دي.

د راپورونو له مخې، دا استعفاوې به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې عملي شي.

طالبان وايي د ریل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان تر منځ انتقالات زیاتېږي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايی چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي. دغه وزارت وايي، « د ریل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان تر منځ تګ او راتګ او انتقالات زیاتېږي».

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو تر مینځ د صادراتو او وارداتو او اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکو د لېږد په اړه خبرې وشوې.

طالبانو د ایراني پلاوي په حواله لیکلي چې« د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او دامکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو د دولتونو له خوا سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ د همغږۍ په موخه ایراني پلاوي ته یو پنځه کسیز پلاوی ور پېژندلی.

د طالبانو دسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د مرغومي پر ۲۳مه په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او «له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو» په اړه خبرې کړې وې.

افغانستان پر ایران سربېره له چین، ازبکستان او قزاقستان سره د ریل پټلۍ له لارې تګ راتګ او انتقالات لري.

طالبانو د لیندۍ پر ۳مه ویلي و، چې له چین څخه د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه حيرتان بندر ته رسېدلې ده.

دې ډلې زیاته کړې وه، چې دغه ریل ګاډی د قزاقستان او ازبکستان له لارو په ۲۲ ورځو کې د افغانستان شمال ته رسیدلی دی.

د چین لومړنی اورګادی له دغو لارو په ۱۲ ورځو کې حیرتان ته رسیدلی و.

ندا محمد ندیم له مدرسې فارغو طالبانو ته؛ په اداري بستونو پسې به نه ګرځئ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ندا محمد ندیم په کابل کې له یوې دیني مدرسې څخه د ۷۱ تنو طالبانو فراغت غونډي ته په خپله وینا کې ویلي چې په اداري بستونو پسې به نه ګرځي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل د یوې دیني مدرسې «له افتاء او قضاء څانګې» ۷۱ تنه طالبان فارغ شول.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم چې له مدرسې د طالبانو په فراغت غونډه کې یې ګډون کړی و، فارغو شویو طالبانو ته سپارښته کړې، چې د مسلک اړوند قضايي برخه کې به دنده ترسره کوي او په اداري بستونو پسې دې سر نه ګرځوي.

نوموړي ویلي، «په اداري بستونو پسې به نه ګرځئ، په داسې یوه علمي ځای کې به خدمت کوئ، چې خیر مو اسلام، اسلامي نظام او مسلمانانو ته ورسیږي».

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د دې دیني مدرسې له« افتاء او قضاء څانګې» فارغ شوي طالبان د تخصص په کچه زده کړې هم ترلاسه کولی شي.

ندا محمد ندیم ویلي، چې یاده ډله د افتاء او قضاء په برخه کې دا ډول متخصصو «مفتیانو او قاضیانو» ته ډېره اړتیا لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پوهنتون او ښوونځیو د فراغت غونډو ځای له مدرسو څخه د طالبانو فراغت غونډو نیولی او نږدې هره اونۍ د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې له مدرسو د طالبانو د فراغت غونډې نیول کیږي.