نوموړي د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې دې لمانځغونډې ته وینا کې وویل:« اوس مهال د چین او افغانستان دوستانه اړیکې یو نوې مرحلې ته پراختیا پیدا کړې ده،چین همیشه د افغانستان دوست ګاونډ دی او د افغانستان د پراختیا او سولې او ثبات ملاتړ یې کړی دی او چین همیشه دوستانه اړیکو ته ژمن دی او چین د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشړتیا ته احترام لري.»
د چین سفیر وویل چې هېواد یې د افغانستان د خلکو خپلواکه ټاکنه، ملي مراسمو او مذهبي باورونو ته احترام لري او دغه هېواد د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي او نه هم شخصي ګټو پسې دی.
د چین سفیر زیاتوي چې ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان ملاتړ کړی دی او بشردوستانه مرستو زیاتوالي ترڅنګ د افغانستان پرضد بندیزونو او د افغانستان کنګل شوو پیسو د ازادلو په اړه یې غږ پورته کړی دی.
چین له طالبانو سره تعمل لري او داوړو د یو بل سفیران منلي دي خو تر اوسه چین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په رسمیت نه دی پېژندلی.
په همدې جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وویل، طالبان د پخوا په څېر د چین او تایوان په قضیه کې د متحد چین ملاتړ کوي.
ستانکزي ټینګار وکړ، افغان خاوره به د چین په کډون د هېڅ ګاونډي پر ضد ونه کارېږي.
دلته د افغانستان او د چین د مرز اوږدوالی ۹۲کیلومتره دی.
دا سیمه د ۱۷۶۳ کال نه په رسمي توګه د افغانستان برخه پاتې شوې ده. البته د دې اوسنۍ جغرافیا شکل په ۱۸۹۳ کې د ډیورنډ د کرغیړنې استعماري کرښې په نتیجه کې جوړ شوی او یوه برخه یې په هغه وخت کې په هند اشغال لرونکي بریتانوي استعمار نیولې وه.
په شمال کې واخان دهلیز د تاجکستان د ګورنو بدخشان سیمې سره لګي او جنوب کې واخان د پښتونخوا له چترال سره او د پاکستان د کنټرول لاندې د کشمیر د پخواني ریاست د ګلګت-بلتستان سیمې سره په جغرافیايي توګه لګیدلی دی او همدارنګه د هند د کنترول لاندې کشمیر هم دې سره جوخت پروت دی.
د سیندونو سرچینه
له واخان پنج او پامیر سیندونه سرچینه اخلي او بیا امو ترې جوړېږي
د پنج او د پامیر سیندونه له واخان دهلیز نه سرچینه اخلي او بیا وړاندې د د دغو دواړو سیندونو په یو ځاې کیدو سره د امو سیند جوړیږي.
په واخان دهلیز کې د اوسیدونکو شمیر تر شلو زرو کسانو شاوخوا اټکل شوی او په دوی کې د پامیري، واخي او کرغیز ژبې ویونکي ګډون لري.
د قراقرم، همالیه او هندوکش غرونه د واخان دهلیز نه چاپیره دي، ځکه دې ځای ته د نړۍ بام هم ویل کیږي.
د خپلې سختې یخې هوا او مشکلې غرنۍ جغرافیا په وجه په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان سیاسي اړی ګړی او جنګونو په دې سیمه څه خاص اغیز کړی نه و، خو دا وار په ځانګړو وجوهاتو د داخلي او خارجي سیاسي لوبغاړو پام واخان دهلیز ته اوښتی، چې پرې ځان پوهول اړین دي.
د واخان لرغونی تاریخ
له واخان که اوس د عصري سړک تېرېدو پلانونه دي، پخوا ترې ورېښمو لار تېره وه.
واخان دهلیز او د بدخشان دغه ټوله سیمه لرغونی تاریخ لري. دا د وریښمو د تجارتي لارې یو مهم تم ځای و، چې چینايي تاجرانو ته یې د هند د نیمه وچې، غربي اسیا او د مرکزي اسیا سره د تجارت لنډه لاره تشکیلوله.
اوس هم دغه دهلیز چین ته د جنوبي اسیا او د مرکزي اسیا تر مارکیټونو رسیدلولپاره غټ پوټنشیال لري او که دا وویل شي نو غلطه خبره به نه وي، چې د واخان دهلیز د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلوونکي پل حیثیت لري، چې د اسیا او اروپا تر منځه د ځمکني لوی پل لپاره د وړومبي ګام کار کولی شي.
د دغې سیمې په اهمیت د پوهیدلو لپاره د دې په یوه بل اړخ نظر اچول اړین دي او هغه په تیرو څو لسیزو کې په نړۍ کې د نوي اقتصادي زبرځواک په توګه اوڅارېدونکي قدرتمن هیواد چین د اقتصادي رشد پروسې ته کتل دي.
په ۱۹۷۸میلادي کال کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو نه وروسته د شلمې پیړۍ تر پای او د یوویشتمې پیړۍ په اولو کې د چین د ټولنیز او اقتصادي رشد مرکزونه د دغه هیواد په شرق کې و، چې بیجنګ، شانګهای او ګوان ډونګ غوندې ښاري مرکزونو پکې زیات څرګند حیثیت درلود.
د دغو شرقي مرکزونو زیاتره اقتصادي ورکړه راکړه د شرقي اسیا له هیوادونو سره وه، خو په یوویشتمه پیړۍ کې چین د خپلو غربي ایالتونو لکه ژنجیانګ، قنګهای ، ګینسو او شانګسې غوندې سیمو ترقۍ ته خاصه پاملرنه وکړه.
دې سره چین په کال ۲۰۱۳کې خپل د جادې او کمربند ابتکار (BRI ) اعلان کړ، چې په دې کې له اسیا او اروپا سره سره د نړۍ د مختلفو برخو د وچو او بحري لارو په وسیله د تجارت او اقتصادي همکارۍ لپاره د وصل پراخه برنامه رابرسیره شوله.
د چین او پاکستان تر منځه د قراقرم د غرونو له لارې اقتصادي همکارۍ دهلیز ( CPEC ) د دغې برنامې مهمه پروژه ده، چې چین د بحرهند او غربي اسیا سره وصلوي.
د دې سره د واخان د دهلیز د پوټنشیال اهمیت لا زیات رابرسیره شو، ځکه چې دغه دهلیز د بي ار ای د پراخولو په لار کې مهم نقش لوبولی شي.
دلته څلور هیوادونه یعنې افغانستان، چین ، تاجکستان او پاکستان د یو بل سر ه جوخت دي او که د سیمې د هیوادونو تر منځه اړیکې نورمال شي، نو هند هم د واخان له لارې په اقتصادي همکارۍ کې برخه اخستلی شي.
د اقتصادي پوټنشال نه علاوه واخان دهلیز غټ جیو پولیتیک اهمیت هم لري. په افغانستان کې د ابر قدرتونو په منځ کې د هژمونستي شخړو په نتیجه کې زیږیدونکې اړۍ ګړۍ د چین د اقتصادي پراختیا په برنامه کې خنډ اچولی شي.
په دې لحاظ لکه چې د پخواني شوروي اتحاد او غرب تر منځه پخواني سوړ جنګ کې د خیبر او کوژکدرو او د سالنکونو د لارې کوم اهمیت لاره اوس د چین او امریکا تر منځ په نوي سوړ جنګ کې د واخان دهلیز او دې ته ورڅیرمه سیمې هم هغسې ځانګړی جیو پولیتیک اهمیت لري.
دا خبره هم باید له یاده ونه باسو چې د واخان نه چاپیره زیاتره نفوس مسلمانان دي. په پاکستان او افغانستان کې افراطي مذهبی جنګي ډلې د غربي چین او د مرکزي اسیا د بې ثباته کولو لپاره په افغانستان کې له زړو جګړو لاس ته راوړو تجربو نه استفاده کولی شي.
له طالبانو د پاکستان هیله
طالبان غواړي له واخان له چین سره تجارت ولري
د پاکستان پنجابي جنرالانو د واخان په دهلیز د ډیر وخته نه نظر لرلی او په افغانستان کې یې د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته د هغوی نه دا غوښتنه کړې، چې د واخان دهلیز یوه برخه دې پاکستان تهپه رسمي توګه په کرایه (Lease ) ورکړي، چې پاکستان له تاجکستان سرهاو له دغې لارې مرکزي اسیا سره نیغ په نیغه تجارت وکړي.
پاکستاني جنرالان فکر کوي چې هغوی له طالبانو سره په تیرو لسیزو کې کومه مرسته کړی ده اوس باید طالبان د هغو ښیګړو په بدل کې د تجارت دغه ستراتیجکه لاره پاکستان ته وسپاري.
که څه هم د افغانستان د اولسونو د سخت منفي عکس العمل له ویرې طالبانو دا کار نه دی کړی، خو دا نکته تر اوسه د پاکستان په ستراتیجیکه اجنډا کې موجوده ده، مګر پاکستان ته ورپیښه ګرانه مسله دا ده چې هغه به د چین او امریکا تر منځه په نوي سوړ جنګ کې کومې خوا ته ودریږي، ځکه چې یو خوا ډانګ دی او بل خوا پړانګ.
د پاکستان اکسپرېس ټربیون له دې خبرو اترو نه د باخبرو سرچینو له قوله ویلي، چې د افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ په دې وروستیو کې پراخې خبرې شوې دي چې هدف یې د ترینګلو او ځنډېدلو اړیکو بېرته عادي کول دي.
اکسپرېس ټربیون وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې اندېښنه ښيي چې د کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو د پټنځایونو له امله امنیتي وضعیت ترینګلی شوی. اسلام اباد په پرله پسې توګه د طالبانو له حکومت نه غوښتي چې دغه ګواښ له منځه یوسي، خو طالبان دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ګڼي.
یاده ورځپاڼه وايي، د طالبانو حکومت د تړلو دروازو تر شا ومنله چې په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور یوه ستونزه ده چې حل ته اړتیا لري.
د ورځپاڼې په باور، د طالبانو چارواکو له ټي ټي پي سره د مقابلې لپاره د پاکستان د ستراتیژۍ مخالفت کړی او ویلي یې یې دي، چې د سخت چلند پرځای باید له دې ډلې سره د خبرو اترو بهیر پیل شي.
د طالبانو حکومت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې ګواښونه او ګواښونکې څرګندونې یې ګټه نه کوي.
سرچینو ویلي، چې « پاکستان طالبانو ته په ډاګه کړې، چې دوی د خبرو اترو انتخاب ختم کړی او کابل ته یې د دې ستونزې د حل لپاره کافي وخت ورکړی و، خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې».
اکسپرېس ټربیون د خپلو سرچینو په حواله وايي، « پاکستان طالب چارواکو ته دا هم وویل چې د ټي ټي پي غوښتنې د منلو وړ نه دي، خو طالبانو ویل چې ښکیل اړخونه خبرې اترې ډیری په سختو دریځونو پیلوي، خو کله چې پروسه پرمخ لاړه شي خپل دریځ نرموي. طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د خپلو اوږدو خبرو اترو مثال ورکړ».
ورځپاڼه وايي، پاکستاني چارواکو ټینګار وکړ چې دغه دوه حالتونه د پرتلنې وړ نه دي، ځکه امریکا یو اشغالګر ځواک و او باید یوه ورځ وتلی وای، خو ټي ټي پي او د هغې ملګري د دولت واکمني ننګوي او په هیواد [پاکستان] کې د خپلې خوښې نظام پلي کولو هڅه کوي».
یوه پاکستاني چارواکي له نومښودنې پرته اکسپرېس ټربیون ته ویلي، چې « له ټي ټي پي سره د یوې مشروع ډلې په توګه د چلند هیڅ پوښتنه نه پیدا کیږي. پاکستان دا ترهګرې ډلې له خپلې خاورې وایستلې او د دوی د بشپړې نابودۍ هڅې به روانې وي».
دی همدراز زیاتوی افغانستان یو له لومړنیو هېوادونو و، چې په ۱۹۵۵ مېلادي کال یې چین ته سفیر ولېږه او د چین سفیر کابل ته راغلو او سفارت یې پرانیست.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي غوښتنه وکړه، چې د طالبانو روانه دوهمه دوره دې د افغانستان او چین تر منځه اوږد مهاله اړیکو د تابیا دورې په نوم شي.
عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې اوس مهال په دې کار کوي، چې په اوږد مهال کې افغانستان او چین د یو بل سره همکاري او نږدې اړیکې ولري.
عباس ستانکزی:« په داسې حال کې چې افغانستان د دایمي امن او ثبات په لور مزل پېل کړی دی؛ چین یو له هغو همکارانو دی چې پراخه سیاسي او اقتصادي اړیکې له مونږ سره لري.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د دې ډلې بنسټګر ملا عمر په خپل وخت کې د چین استازو ته ډاډ رکړی و، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم ګاونډي هېواد پرضد نه کارېږي.
عباس ستانکزی ټینکار کوي چې دوی اوس هم په دې ژمنه ولاړ دي.
طالبان په داسې حال کې د یو متحد چین ملاتړ کوي چې د چین سینګیانګ کې د اویغور او نورو مسلمانو لږکي له دغه هېواد د دین له مخې ازادي غواړي.