قطر وایي دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو په تبادله کې بریالی کردار لاره

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې په کار کې اسانتیاوې برابرې کړې وې چې په وینا یې ډېرې بریالۍ هم وې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې په کار کې اسانتیاوې برابرې کړې وې چې په وینا یې ډېرې بریالۍ هم وې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفه له قوله، د چهارشنبې په ورځ د (مرغومي په درېیمه) لیکلي، د دوی ډیپلوماټیکې هڅې د دې لامل شوې چې یو طالب بندي د دوو امریکایي بنديانو سره تبادله شي.
په خبرپاڼه کې دا رنګه ویل شوي، چې قطر په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پلوی دی او د دغه هېواد له خلکو څخه دوامداره ملاتړ ته دوام ورکوي.
د دغې تبادلې په پایله کې د یکشنبې په ورځ رایان کوربېټ او ویلیم مګ کنټي هغه دوه امریکایي بندیان و چې د طالبانو د یو غړي خان محمد په بدل کې د قطر په منځګړیتوب تبادله شول.
تر دې وړاندې داسې ګنګوسې هم وې چې په دغه تبادله کې افغان توکمه امریکایي تبعه محمود شاه حبیبي هم تبادله کیږي، خو لا هم د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه شته او طالبانو د هغه د نیولو او ځای ځایګي په اړه هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنیو روغتیايي پروګرامونو اجرايیوي مشر مایک رایان وایي، په افغانستان کې ۲۳.۷ مېلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ۱۷.۹ مېلیونه بیا دوامداره روغتیایي ملاتړ ته اړمن دي.
نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې له څوو روغتیايي مرکزونو څخه د لیدنې پرمهال د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره کړې دي.
هغه وایي، دلته په نړۍواله کچه د بشري ناورین له امله روغتیایي سیسټم له خورا سختو ننګونو سره مخامخ دی.
هغه زیاته کړې، روغتیايي سیسټم ملاتړ ته اړتیا لري چې وکولای شي په دغه هېواد کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې دمګړۍ ۱۷.۹ مېلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا لري، ۹.۵ مېلیونه خلک بیا اساسي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
هغه وړاندې وایي، چې په افغانستان کې د ۷.۸ مېلیونه ښځې او ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي او په دغه هېواد کې ۲.۱ مېلیونه خلک بیا لومړني روغتیایی پاملرنې ته لاسرسی نه لري.
نوموړي ټینکار کړی، چې د شته ننګونو سره، سره بیا هم په افغانستان کې د روغتیایي ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتنبايوا سره د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت خبرې اترې کړې دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اغلې اوتنبایوا له قوله لیکلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د لومړي ځل له پاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه تر بشري مرستو زياته شوې ده.
د هغې په وینا، دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي.
ورته مهال ښاغلي متقي ویلي، چې د هېواد اقتصاد له ثبات وروسته اوس مخ پر ودې حرکت کړی دی.
د ښاغلي متقي په خبره، د اقتصادي پرمختيا په برخه کې ځیني پلانونه لاهم د پلي کېدو په حال کې دي چې په بشپړېدو سره به یې اقتصادي حالت چټکه وده وکړي.
خو د شنونکو په اند د جمهوریت له پرځېدو وروسته لاهم افغانستان له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی او تر نیمایي ډېر خلک یې له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د مقاومت په نامه ملي جبهه وایي چې وړمه ورځ یې د پروان ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې له امله یې دوه تنه وسله وال طالبان وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغې برید په پایله کې د دوی کسانو ته زیان نه دی اوښتی؛ خو د طالبانو د یو موټر د ویجاړېدو تر څنګ بې د هغوی وسله او مخابره هم د تر لاسه کړي دي.
که څه هم چې طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دغې جبهې تل د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د بریدونو راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د دوی جګړه به د طالبانو پر ضد روانه وي.

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري وایي، چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د دوی د هڅو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۲۶۸ تنه افغان بندیان د سند له زندانونو خوشې شوي دي.
دغې قونسلګرۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه بندیان د سند صوبې له بېلابېلو زنذانونو خوشې شوي او په دولتي لګښت بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
په دغې لیکنه کې دا رنګه راغلي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د کراچۍ په مرکزي زندان (سېنټرال جېل) کې یوه افغان مېرمنه له خپلې یوې ماشومې سره د قانوني اسنادو د نشتوالي او د نشهیي توکو (چرسو) د انتقال په تور بندیانې دي.
د دغې قونسلګرۍ په وینا، د دغې مېرمنې خاوند بیا په یوه بل زندان کې بندي دی.
د طالبانو قونسلګري زیاتوي، چې د دغې مېرمنې او خاوند دوسیې یې په محکمو کې حل کړې دي او دوی خپل هېواد ته د ستنولو لپاره چمتو شوي دي.
دغې قونسلګرۍ دارنګه په کراچۍ کې د کورنیو چارو وزارت په پر فعالیت نیوکه کړې ده او لیکلي یې دي، د عدلي او قضایي حکم سره، سره د دغې مېرمنې او د هغې د خاوند د انتقال چاره له نن څخه سبا ته ځنډوي.
تېره ورځ هم د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی و، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۸ تنه افغان بندیان (د سلواغې په لومړۍ نېټه) بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت (د سلواغې په لومړۍ نېټه) ویلي و، چې په اسلام اباد کې یې د پولیسو له لوري ۸۸۲ نیول شوي هغه افغان کډوال خوشې کړي، چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل.
په تېرو وروستیو کې پولیسو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي چې یو شمېر یې بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وایي، چې طالبان له امریکا څخه د امتیاز د اخیستو په موخه له ترهګرو ډلو د وسیلې په توګه کار اخلي.
جلالي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د واشنګټن لپاره تر ټولو مهمه مسله دا ده، چې افغانستان بیا د سپټمبر د یوولسمې د پېښې په څېر یو ګواښ ونه ګرځي.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې ډونالډ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل.
ټرمپ ګواښ کړی، چې افغانستان ته د مالي مرستو بهیر بندوي.
هغه همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې شوې وسلې هم له طالبانو بېرته اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د څېړنیز بنسټ د عامه اړیکو مشر صادق امیني بیا د سپړنې خپرونه کې د خبرو پرمهال وویل، د امریکا نوی ولسمشر چې د خپلو وسلو د بېرته اخیستو خبره کړې، عملي کېدل یې ناشونی دی.
د نوموړي په وینا، د امریکایانو اصلي موخه دا ده، چې خپلې وسلې په افغانستان کې له منځه یوسي.
له دې سره، د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي په خپلو خبرو کې ټينګار کړی، چې امریکا افغانستان ته د بېرته ستنېدو او په دې هېواد کې د رژیم بدلېدو ته هېڅ ډول علاقه نه لري.
نوموړی زیاتوي: ((باید په تمه شو، چې د امریکا نوی حکومت د افغانستان په اړه څه ډول پالیسي غوره کوي.))
د جلالي په وینا، د افغانستان په اړه د امریکا سیاست ښایي تر راتلونکو شپږو میاشتو وخت ونیسي.
سره له دې چې ټرمپ د خپلو ټاکنیزو سیالیو پرمهال د افغانستان په اړه زیاتې خبرې نه دي کړي، خو نوموړي ته نږدې کسانو بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه خبرداری ورکړی.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټرز بیا د افغانستان پر استخباراتي څار ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې «که مونږ د کندهار په شان سیمو کې د ترهګرو پروړاندې جګړه و نه کړو، دغه جګړې به د کانزاس سیټي په څېر ځایونو ته ورسېږي.»
نوموړي واشنګټن پوسټ ته ویلي: «زما هدف دا نه دی چې بیا ځلې کندهار ته ولاړ شو او وجنګېږو، بلکې نه غواړم په تمه شم چې په کانزاس سیتي ترهګریز برید وشي.»
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر باور لري، چې القاعدې ډلې د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې خپلې اډې او روزنیز مرکزونه بیا فعال کړي دي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ، چې اوسمهال له افغانستانه د امریکا د متحده ایالاتو پر وړاندې مستقیم ګواښ نه شته.
د فېبروري په ۲۹مه د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې له ټولو ترهګريزو ډلو په ځانګړې توګه القاعدې سره به اړیکې پرې کوي او د افغانستان خاوره به د امریکا او د دوی د متحدینو پر وړاندې د ګواښ په ځای نه بدلېږي، خو د جلالي په وینا، د دې ترڅنګ چې طالبانو په خپلو دغو ژمنو عمل و نه کړ، د افغانستان له پخواني حکومت سره یې مذاکرات هم و نه کړل او یوازې د وخت ضایع کولو سره د امریکایي ځواکونو وتلو ته په تمه شول.
جلالي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې امریکا د داعش پروړاندې د مبارزې په برخه کې طالبان یو عنصر ګڼي او د دواړو لورو ترمنځ اطلاعاتي اړیکي شته، ترڅو واشنګټن د امریکا او متحدینو پروړاندې یې د ګواښونو له نه شتون څخه ډاډه شي.
