د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې ۱۷.۹ مېلیونه خلک دوامداره روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

د روغتیا نړۍوال سازمان د بېړنیو روغتیايي پروګرامونو اجرايیوي مشر مایک رایان وایي، په افغانستان کې ۲۳.۷ مېلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ۱۷.۹ مېلیونه بیا دوامداره روغتیایي ملاتړ ته اړمن دي.





