طالبانو په کونړ کې د ۴۰ اعشاریه ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بېروج پلورلي دي

طالبانو په کونړ ولایت کې د ۴۰ اعشاریه ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲۲ کیلوګرامه ګران بیه ډبرې(بېروج) د بولۍ له لارې پلورلي دي.

طالبانو په کونړ ولایت کې د ۴۰ اعشاریه ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲۲ کیلوګرامه ګران بیه ډبرې(بېروج) د بولۍ له لارې پلورلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سې شنبه په ورځ (د سلواغې ۲مه) د سوداګرو له قوله راپور ورکړ، چې د یادې اندازې پیسو لس سلنه ونډه د حکومت بودیجې ته ورځي.له دې سره، په کونړ ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد شرین بیا ویلي، چې هڅه کوي د سوداګرو ستونزې حل او په مسلکي توګه د کانونو کېندنې وکړي.دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرې میاشتې په ۲۵مه نېټه هم په کونړ ولایت کې د یو څلوېښت اعشاریه درې میلیونه افغانیو په ارزښت بېروج پلورلي و.د بېروجو د پلور په اړه د طالبانو خبر ورکول تر هغه وروسته زیات شوي، چې تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د بېروجو کان «چور او تالان روان دی او ځايي طالب مسوولین خپله برخه په کې اخلي.»د یادې ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو هم ویلي و، چې ځايي طالبان په کابل کې له چارواکو سره له همغږۍ پرته په دې کان کې ښکېل دي.سره له دې چې په کونړ کې اړوندو چارواکو د بېروجو د داوطلبۍ او پلور پروسه شفافه بللې ده، خو اوسمهال پر طالبانو نیوکې دا دي، چې یاده ډله په غیر معیاري او غیر مسلکي توګه د کانونو کېندنې کوي.دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د بېروج او نورو قیمتي ډبرو ترڅنګ د زرګونه قیراطه زمردو د پلور خبر هم ورکړی دی.د راپورونو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.د معلوماتو له مخې، د افغانستان د معدنی زیرمو ارزښت نږدې یو ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.په جمهوریت کې د ناامنۍ له امله په حکومتي کچه ډېر کم د دې کانونو سپړل روان و، خو د طالبانو د ناامنۍ له امله بیا بې قانونه کېندل کېدل.د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو او نړۍوالو بندیزونو سره دې ډلې د خپلو عوایدو لپاره په هر ولایت کې د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.


امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد د ملاتړ یو سازمان مشر وايي، چې د کډوالو د منلو د ځنډولو په اړه د ټرمپ حکم لږ تر لږه ۲۰۰۰ مستحق افغانان په یو نامعلوم حالت کې اچولي دي.
د شان ونډایور په وینا، دا افغانان مخکې تردې د امریکا د حکومت له خوا په دې هېواد کې د بیا میشتېدو لپاره منل شوي وو.
له دې سره، د ټرمپ یوه سلاکار وویلي چې د کډوالو د منلو پروګرام تر بیا کتنې لاندې دی.
د سپینې ماڼۍ د سرحدي چارو سلاکار ټام هومن د سې شنبه په ورځ سي اېن اېن ته وویل، چې د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې مبارزه به دوام ولري.
کله چې له افغانستان او نورو هېوادونو څخه د کډوالو د منلو د پروګرام د ځنډولو په اړه پوښتنه وشوه، هومن سي اېن اېن ته وویل:«د امنیتي پلټنې سره یوه لویه ستونزه شتون لری.» چې باید حل شي.
شان ونډایو د افغان سازمان څخه سي اېن اېن ته وویل، چې افغان کډوال په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي.
دغه سازمان د کابل له سقوط وروسته جوړ شو او موخه یې امریکا ته د وړ افغانانو او د حکومت د پخوانیو همکارانو لکه د افغان وسله والو ځواکونو د پخوانیو غړو د ځای په ځای کولو کې مرسته کول دي.
شان ونډایور سي اېن اېن ته وویل:«دې خلکو ډېر انتظار وکړ. دوی پټ دي، په ناڅرګند حالت کې دي. ولسمشر ټرمپ چې په افغانستان کې یې د جګړې پای اعلان کړی اوس باید دا پای ته ورسوي، او دا په دې معنا ده، چې زموږ ټول شریکان یوې خوندي سیمې ته راوستل شي.»
د ټرمپ د نوي اجرایوي فرمان له مخې چې پرون لاسلیک شو، په اوسني ډول د کډوالو منل به «د امریکا ګټو ته زیان رسونکي وي.» دا پروګرام به د جنوري له ۲۷مې نیټې څخه د لږ تر لږه ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شي.
د ټرمپ سلاکار ویلي دي، چې واشنګټن به د پروګرام د بیا کتنې له بشپړولو وروسته د کډوالو منلو د دوام په اړه پرېکړه وکړي.
په دغه فرمان کې راغلي، چې له ۹۰ ورځو وروسته به د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزیران ټرمپ ته راپور وړاندې کړي، چې ایا د کډوالو د داخلې پروګرام "د متحده ایالاتو په ګټه دی" بیا به په هرو ۹۰ ورځو کې یو راپور وړاندې شي تر هغو چې ټرمپ پرېکړه وکړي، چې ایا دا پروګرام د متحده ایالاتو په ګټه دی او که نه.
په یاد فرمان کې راغلي:«امریکا نه شي کولی چې ډېر شمېر کډوال ومني، ځکه چې د امریکایانو ګټې باید له ګواښ سره مخ نه شي، د دوی خوندیتوب او امنیت وساتل شي او ډاډمن شي چې کډوال په سمه توګه په ټولنه کې مدغم شي.»
جمهوري غوښتونکو له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ وتلو او پر پخوانیو سرتېرو او هغو افغانانو د هغې اغېزې چې د امریکا د پوځ سره یې کار کاوه په کلکه نیوکه کړې ده. په دغو نیوکه کوونکو کې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم شامل دی، چې ویلي یې دي د بایډن ادارې "زموږ افغان متحدین پرېښي دي."
خو په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو ویلي دي، چې د افغان کډوالو د قضیو له بشپړې امنیتي بیا کتنې پرته منل ګواښونکی دی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د امریکا د حضور له پای ته رسېدو راهیسې په دغه هېواد کې له ۱۸۰ زره څخه ډېر افغانان مېشت شوي دي.

د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ څو ځله په ښکاره توګه د هغو وسلو په اړه خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې پاتې شوې دي او د هغوی ارزښت یې هم د ټاکنیز کمپاین پر مهال او هم په وروستیو کې له رسنیو سره یاد کړی دی.
هغه د افغانستان څخه د وتلو څرنګوالی او د دې کړنې پایلې، چې په پایله کې یې امریکایي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې، یو بېخردانه اقدام او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمېدلې شیبه بللې ده. دغه وسلې اوس د طالبانو، نورو ترهګریزو ډلو او د سازمان شویو جرمونو د شبکو په واک کې دي.
اوس چې ښاغلی ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه په رسمي ډول خپله دنده پیل کړې، دا موضوع په جدي ډول د سیاسي محافلو،د رسنیو او کارپوهانو په تحلیلونو کې مطرح شوې چې ایا ټرمپ به واقعاً د هغو وسلو په اړه څه وکړي چې په افغانستان کې پاتې دي؟
په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د امریکا مرستې په تېرو دوو لسیزو کې د جمهوري نظام د واکمنۍ پر مهال لنډه وڅېړل شي او د ټرمپ د خبرو د عملي کېدو امکانسنجي وشي. همدارنګه دې پوښتنې ته به ځواب ورکړل شي چې په اصل کې ښاغلی ټرمپ د کومو وسلو په اړه خبرې کوي؟ دا وسلې څومره دي او اوس د چا په واک کې دي؟ ایا د هغوی بېرته امریکا ته انتقال ممکن دی؟
د ټرمپ هدف کومې وسلې دي؟
ښاغلي ټرمپ په خپلو ویناو کې په پرلهپسې ډول د هغو وسلو یادونه کړې، چې د هغه په باور د متحده ایالاتو د پوځ او نظامي ځواکونو پورې اړه لري، خو د ناوړه مدیریت او له افغانستانه د بېپروا وتلو له امله هلته پاتې شوې دي. د دغو وسلو لېست او شمېر لږ تر لږه تر دې دمه نه د ښاغلي ټرمپ له لوري وړاندې شوی او نه هم د امریکا د حکومت په رسمي سرچینو کې خپور شوی دی؛ خو هغه څه چې په ټرمپ د خبرو کې برجسته شوي، د دغو وسلو ارزښت دی، چې په خپلو ویناو او رسمي مرکو کې یې یادونه کړې او مجموعي ارزښت یې ۸۰ میلیارد ډالره ښودلی دی.
په همدې وخت کې ځینو رسنیو د ټرمپ د ادعا شوې شمېرې د کرهوالي هڅه وکړه او پایله یې دا وه چې دغه شمېر د امریکایي وسلو په اړه مبالغهامیز او ناسم دی. خو په ورته وخت کې ځینې رسنۍ، لکه سيانان، د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پنټاګون د چارواکو له قوله لیکلي چې ۷ میلیارد ډالره په ارزښت نظامي تجهیزات چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو، هلته پاتې دي. دغه تجهیزات وسلې، مهمات، وسایط، الوتکې او هېلیکوپټرونه شامل دي.
د ۲۰۱۴ کال وروسته، کله چې د افغانستان د امنیت ساتلو مسوولیت په رسمي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل شو، د ناټو ډېری ځواکونه په ځانګړي ډول امریکایي ځواکونه له خپلو نظامي تجهیزاتو سره له افغانستانه ووتل. ډېری وسلې، وسایط او تجهیزات په هغو پوځي اډو کې پاتې وو چې د ولایتي ماموریتونو پای ته رسېدو سره یوازې په څو لویو نظامي مرکزونو کې، لکه د ناټو د غوڅ ملاتړ قرارګاه (شش درک)، د کابل هوایي ډګر، بګرام، کندهار، خوست، هرات او مزار شریف هوایي ډګرونو کې راټول شوي وو.
څو میاشتې مخکې له دې چې افغانستان سقوط وکړي، نړۍوال ځواکونه له ډېری دې مرکزونو هم ووتل او یوازې په کابل هوایي ډګر او د شش درک په قرارګاه کې پاتې شول. ما د کورنیو چارو وزارت له لوري د هوايي ډګرونو د افغان ځواکونو ته د انتقال د کمېټې مشري کوله او یاد مې دي چې کله پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو نظامي مرکزونه تخلیه شي او د سیمې د امنیت مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، بهرنیو ځواکونو خپل ډېری وسلې، وسایط او تجهیزات له ځان سره یوړل. یوازې ځینې تخنیکي وسایل؛ لکه جنراتورونه، مخابراتي اپراتورونه، خالي کانتینرونه چې د ګودام یا استوګنې لپاره کارول کېدل او لږ شمېر مهمات افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

معتبرې راپورونه چې د امریکا متحده ایالاتو د رسمي ادارو او رسنیو له لوري خپاره شوي، ښيي چې د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو پورې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان ملي پوځ او پولیسو ته د بېلابېلو ډولونو ۵۹۹,۶۹۰ میله وسلې چې سپکې او درنې وسلې پکې شاملې دي، مرسته کړې دي. په دې وسلو کې ډېری یې سپکې وسلې وې؛ لکه M16، M4، او سنایپر ټوپکونه چې شمېر یې ۳۵۸,۵۳۰ میله ته رسېږي. ډېری دغه وسلې د افغانستان ملي پوځ ته سپارل شوې وې.
په همدې موده کې ۱۶,۱۹۱ د ملاتړ وسایل؛ لکه د شپې لید دوربینونه، مخابراتي مانیټرې، کوچني کشفي الوتکې (ScanEagle) او کشفي بالونونه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي دي، چې په دې کې تر ټولو زیات د شپې لید دوربینونه وو چې شمېر ۱۶,۰۳۵ و.
په هوايي برخه کې د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۶ پورې په ټولیز ډول ۲۰۸ الوتکې چې پکې MI-17 او MD-530 هېلیکوپټرونه (۱۱۰ الوتکې)، د ترانسپورتي الوتکو ډولونه؛ لکه C-208، C-128، C-130، T-182، G-222، AN-32 (۶۰ الوتکې)، د برید وړتیا لرونکي A-29 الوتکې (۲۰ الوتکې) او کشفي الوتکې PC-12 (۱۸ الوتکې) شاملې وې، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرسته شوې دي.
همدارنګه، امریکا متحده ایالاتو په همدې موده کې ۷۵,۸۹۸ د بېلابېلو ډولونو وسایط؛ لکه رینجر، هاموي، لارۍ او ټانکونه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرسته کړې دي. په دې کې تر ټولو زیات ۴۲,۶۰۴ رینجر موټرونه او ۲۲,۱۷۴ هاموي وسایط شامل وو. دغه دوه ډوله وسایط په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ورځني ډېر کارېدونکي وسایل وو، چې یوه برخه یې د چاودنو، انتحاري بریدونو او اوږدمهاله کارونې له امله خپل قابلیت له لاسه ورکړی و.
په دې اړه د ایندیپینډنټ ورځپاڼې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۲۵مه راپور ورکړ، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې د هاموي وسایطو د تخریب هڅې سربېره، یوه د پام وړ برخه یې د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
دغه ټولې مرستې د افغانستان ملي پوځ او پولیسو په قطعو او جزوتامونو کې وېشل شوې وې او په مکرر ډول د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مرستې په توګه یادې شوې دي. د دې پر بنسټ، دا وسلې او وسایط په اصل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملکیت ګڼل کېږي، نه د امریکا د پوځ برخه.
ایا د دې ټولو تجهیزاتو انتقال ممکن دی؟
په داسې حال کې چې اوس طالبان د یوې سخت دریځې ډلې په توګه چې د ترهګریزو کړنو اوږد تاریخ لري، القاعده، داعش او نورو ډلو ته د دغو وسلو، وسایطو او نظامي تجهیزاتو لاسرسی ورکړی دی او معتبر راپورونه ښيي چې د دغو وسلو یوه لویه برخه د سازمان شویو جنایتکارو ډلو لاس ته لوېدلې ده. حتا د ښاغلي ټرمپ په وینا، طالبان د نړۍ تر ټولو لوی د وسلو په پلورونکو بدل شوي دي. د دې تر څنګ، په افغانستان کې د فشار د یو ځواک نشتوالی چې وکولای شي دغه وسلې له دې ډلو واخلي، د ښاغلي ټرمپ د خبرو عملي کېدل خورا ستونزمن ښکاري.
معتبر رسنیز راپورونه ښيي چې د طالبانو غړو له واک ته رسېدو سره سم، په هرې ولسوالۍ او ولایت کې ګڼ شمېر وسلې، تجهیزات او وسایط لوټ کړي او په ازاد بازار کې یې پلورلي دي. اوس هم د امریکا وسلې په افغانستان کې په ازادو بازارونو او د پاکستان په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه موندل کېږي.
د تېرو درېیو کلونو په جریان کې رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا وسلې په کشمیر او منځني ختیځ کې موندل شوي دي. څو ځله داسې لیدل شوي چې داعش په خپلو بریدونو کې له دې وسلو ګټه اخیستې ده.
تازه یو انځور د ایران د حکومت له خوا د نږدې سرچینو له لارې خپور شوی، چې پکې د ایران د پوځ ځانګړي ځواکونه د امریکا د M4 ټوپکونو په زیات شمېر کې کارول ښودل شوي دي. که څه هم د دې وسلو دقیقه منبع معلومه نه ده، خو د کارپوهانو په باور، د دې وسلو اصلي پلورونکي طالبان دي.
که فرض کړو چې د ښاغلي ټرمپ ټولې خبرې سمې او د امریکا د محرمو اسنادو پر بنسټ دي، ایا ممکنه ده چې دغه وسلې بېرته امریکا ته راوګرځول شي؟ لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان د سیمهییزو او نړۍوالو ترهګریزو ډلو لپاره یو خوندي او له کنټرول څخه بهر جنت ګرځېدلی دی. ټولې دغه ډلې د خپلو اړیکو او وړتیاو له مخې دغو وسلو ته لاسرسی لري او د دې وسلو یوه مهمه برخه د طالبانو له کنټرول څخه وتلې ده.
د هغه وضعیت په نظر کې نیولو سره چې زه پرې پوهېږم، حتا که امریکا وغواړي او طالبان هم دې معاملې ته چمتو شي، د پورته یادو شویو دلایلو له امله د دغو وسلو او تجهیزاتو انتقال ممکن نه دی. په ورته وخت کې که حتا په ډېر خوشبینانه حالت کې ټول شرایط برابر شي، د دې وسلو او تجهیزاتو راټولول او انتقال وخت او بودیجې ته اړتیا لري.
زما په باور، د دې وسلو د ترلاسه کولو حل لاره یوازې یو خیال نه دی، بلکې باید د استبداد او ترهګرۍ زړه، یعنې د طالبانو رژیم په نښه شي. د یوه ځواکمن او قانوني دولت په جوړولو سره، چې د خلکو د رایو پر بنسټ او د یو مسوول او غیرمتمرکز جوړښت په لرلو سره رامنځته شي، د دې وسلو د ناوړه استفادې ټولې لارې بندې شي او دغه وسلې بیا د قانون پلي کولو او د عامه امنیت د تامین لپاره وکارول شي.

د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره د امریکا د پاتې وسلو زیان څه دی؟
په افغانستان کې مېشتې اسلامي جهادي ډلې؛ لکه طالبان چې د اصلي چتر په توګه عمل کوي، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (TTP)، داعش، انصارالله - تاجکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، جیش محمد، سپاه صحابه، د ازبکستان اسلامي تحریکاو نورې ډلې، د خپلې سخت دریځې ایډیالوژۍ او ترهګریزو کړنو له امله په ذاتي توګه د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. دغه ډلې په پرلهپسې توګه هڅه کوي چې د اسلام له دین څخه ناوړه ګټه واخلي او نړۍ ناامنه کړي.
که دغه ډلې پرمختللو وسلو، نظامي تجهیزاتو او د هغو اقتصادي سرچینو ته لاسرسی پېدا کړي چې له سازمان شویو جنایتونو څخه یې ترلاسه کوي، نو په افغانستان او سیمه کې د دوی د ګواښونو رامنځته کولو او پراخو عملیاتو د ترسره کولو وړتیاوې به په بې ساري توګه زیاتې شي. لکه څنګه چې موږ وینو د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په پاکستان او ایران کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او جیش العدل ډلو عملیاتي وړتیاوې په ښکاره ډول زیاتې شوې دي، چې د دې یوه مهمه وجه د دغو ډلو لاسرسی نوو وسلو او تجهیزاتو ته ده.
بلخوا، د دغو ډلو د وړتیاو زیاتوالی به د دې لامل شي چې په ټوله نړۍ کې نورې ترهګریزې ډلې او سخت دریځه ذهنیت لرونکي افراد له دوی څخه الهام واخلي او خپلې ترهګریزې کړنې پراخې کړي. د دغو ډلو ګواښونه یوازې په سیمه پورې محدود نه دي، بلکې دوی کولی شي په بېلابېلو هېوادونو کې نورې ترهګریزې ډلې جذب کړي او رهبري یې وکړي، چې دا به نړۍوال امنیت اغېزمن کړي. په ځانګړي ډول، په داسې حال کې چې اروپایي او امریکایي هېوادونه د داخلي ستونزو او ناپایدار نړۍوال وضعیت له امله د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې زیات زیانمنونکي دي، دغه ډلې کولی شي د نوو بریدونو لپاره د محرک ځواک په توګه عمل وکړي.
سربېره پر دې، هغه پټې اړیکې چې د بېلابېلو هېوادونو ترهګریزو ډلو ترمنځ رامنځته کېږي، کولی شي د ګواښونو پراختیا، او د مالي او تسلیحاتي سرچینو انتقال په ټوله نړۍ کې رامنځته کړي.
که څه هم دا لا معلومه نه ده چې ایا ښاغلی ټرمپ او د هغه ټیم به د دې پرېکړې په عملي کولو کې جدي وي، خو په افغانستان کې د اوسني وضعیت دوام د نړۍوال امنیت لپاره یو بېساری او نه جبرانېدونکی ګواښ دی. اوس وخت رارسېدلی چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره جدي او عاجل اقدامات وشي.
د نړۍ هېوادونه باید په ګډه د ترهګریزو او سخت دریځو ډلو پر وړاندې اغېزمنې او هدفمندې عملي برنامې جوړې کړي. په دې برخه کې د نړۍوالو همکاریو زیاتوالی، پر طالبي رژیم او له دوی سره تړلو جهادي ډلو د سیاسي او اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د مخنیوي اقدامات؛ لکه د استخباراتي سیستمونو پیاوړي کول او د افراطي ایډیالوژۍ د خپرېدو پر وړاندې د ځایي ټولنو ملاتړ اړین دي.
که داسې ونهشي، نو ژر یا ناوخته به له افغانستان څخه ترهګریز ګواښونه نورو سیمو ته خپاره شي او نړۍوال امنیت به له یوې جدي ستونزې سره مخ شي.
پایله
د رامنځته شوي عمومي وضعیت په پام کې نیولو سره داسې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ د دې حساسې او تحریکونکي موضوع په مطرح کولو سره هڅه کوي د امریکا د عامه ټولنې ذهنیت ځانته راجلب کړي. دا موضوع د حقیقت پر ځای، ډېر احتمال لري چې د کورنیو رایو ترلاسه کولو او طالبانو ته د دوحې هوکړې یا په افغانستان کې د امریکا د راتلونکو پلانونو د منلو لپاره د فشار وسیلې په توګه وکاروي.
په لومړي سر کې د پاتې وسلو ډېره برخه د طالبانو، داعش او نورو ترهګریزو ډلو تر کنټرول لاندې ده. ښاغلی ټرمپ په اوسني وخت کې په افغانستان کې د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره هېڅ عملي وسیله یا حللاره په لاس کې نه لري. دا حقیقت ښيي چې د دې ډول ژمنو عملي کول له واقعیت څخه لرې دي او یوازې ساده شعارونه دي.
د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې د طالبانو مخالف جریانونو او د افغانستان د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، ترڅو د یو قانونمند حکومت په جوړولو سره د دې ګواښونو مخه ونیول شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سې شنبه په ورځ د پکتیا د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې د ګردیز- خوست لویې لارې اړوند غلګۍ سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او ۴ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، تېره شپه د درې پوستې په سیمه کې د ټېلر او امبولانس ترمنځ ترافیکي پېښه شوې، چې پایله کې یې ۴ کسان ټپیان شوي دي.
په راپور کې دغه راز زیاته شوې ده، چې ټپیان پر وخت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ترافیکو مشر څو ورځې مخکې وویل، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په څه باندې ۴ زره ترافیکي پېښو کې ۲ زره کسان مړه شوي دي.
حسیب الله مختار وایي، چې په دغو پېښو کې بیا شاوخوا ۷۰۰ نور ټپيان شوي هم دي.
نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرو کې دغه راز زیاته کړې، چې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه به تر راتلونکې یوې میاشتې د لوحو د نصبولو کار بشپړ شي.
د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه بیا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وویل، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د ټولو ترافيکي پېښو شمېر ۵ برابره زیات شوی شوی.
ايمرجنسي روغتون بیا په خپل راپور کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ځمکې ښويېدل او د سړکونو د مقرراتو نه مراعت کول هغه لاملونه بللي، چې له امله یې خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

د طالبانو له خوا پر رسنیو له بندیزونو سره - سره د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې ویاندویان باید له رسنیو سره معلومات په وخت سره شریک کړي.
عباس ستانکزي زیاته کړې، چې په اوسني عصر کې رسنۍ او وياندويان د هېواد يوه مهمه اړتیا ده.
نوموړي دغه څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویاندویانو ته د روزنيز سمينار په ترڅ کې کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د ستانکزي له قوله لیکلي: «رسنۍ او ویاندویان د ټولنې جدي اړتیاوې دي او دا برخه باید پیاوړی وساتل شي.»
ستانکزی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې دغې ډلې درې ورځې وړاندې د وزارت خانو او خپلواکو ریاستونو ویاندویانو ته اطلاعاتو ته د لاس رسي په نامه څلور ورځينی روزنیز سینمار پیل کړ، خو د رسنیو کارکونکي بیا شکایت کوي، چې طالبان ورسره په وخت مالومات نه شریکوي.
تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ويلي دي: “مطبوعاتي برخه په نظام کې ډېره مهمه برخه ده. د نظام کاري ژمنتيا، فعاليتونه او لاسته راوړنې د ویاندویانو په واسطه تر ولسونو رسېږي او اسلامي امارت له ډېرو محدوديتونو سره سره، بيا هم په تېرو شاوخوا درېيو کلونو کې مهمې لاسته راوړنې لري، چې تر خلکو رسول يې زموږ او ستاسو ګډ مسووليت دی.”
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو سازمان مشر حامد عبیدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې لږ تر لږه اووه ویشت محدودیتونه د رسنیو پر فعالیتونه وضع کړي دي او د بیان ازادۍ یې سخته زیانمنه کړې ده
د نوموړي په وینا، د طالبانو یاد شمېر محدودیتونو د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېزې کړي او د دې لامل شوي چې سلګونه خبریالان وزګاره، کډوال او د لسګونه رسنیو فعالیتونه بند شي.
د رسنیو ملاتړو ادارو تل پر طالبانو نیوکې کړي، چې پر وخت له رسنیو سره معلومات نه شریکوي او خبریالان اطلاعاتو لاسرسی نه شي پیدا کولی.
یو شمېر رسنوال وایي، چې په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې په تدریج، خو په بنسټي او مدیریت شوې بڼه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی او په افغانستان کې د بیان د ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د قانوني او معقولې ازادۍ ارزښتونه ټول تروړل شوي دي.
یو شمېر افغان خبریالان وایي، چې د طالبانو تر څار لاندې د خپرونو او راپورونو ثبتول، د فقر او غربت په اړه د راپورونو په جوړولو بندیزونه او د ښځینه کارکوونکو د رسنیزو فعالیتونو مخنیوی هغه څه دي، چې دوی یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان په ۵ زونونو کې کنفرانس جوړ کړي.
نوموړې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په افغانستان کې د پانګونې کوم کنفرانس چې جوړ شوی و، د هېواد په ۵ زونونو کې دې هم جوړ شي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبه په ورځ په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې نورالدین عزیزي له مېرمن روزا اوتونبایوا سره کتنه کې د افغانستان صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو د مرکز جوړولو، د انلاین سوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، د صنعتي پارکونو د برېښنا او په افغانستان کې د خصوصي سکتور ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.
دغه وزارت زیاتوي، چې په دې ناسته کې مېرمن اوتونبایوا ته د دوحې درې خصوصي سکتور د کاري ډلې په اړه هم معلومات ورکړل شول.
دغه وازت وایي، چې مېرمن اوتونبایوا په افغانستان کې پانګونې ته د رابلنې کنفرانس ستاینه کړې او له نورالدین عزیزي څخه یې غوښتي، چې دا ډول پروګرامونه دې د افغانستان په پنځو زونونو کې هم جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څو ورځې وړاندې وویل، چې دغې ډلې د راستنېدونکو صنعتکارانو او پانګوالو ته په صنعتي ساحو کې ځمکې، امتیازونه او اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.
نوموړي دغه څرګندونې «په افغانستان کې پانګونې ته بلنه» تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.