متقي په کابل کې د یوناما له مشرې سره د اقتصادي ودې او د بشري مرستو پر وضعیت خبرې کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتنبايوا سره د اقتصادي ودې او د بشري او پرمختيايي مرستو پر وضعیت خبرې اترې کړې دي.





