د ازادۍ جبهه: په هرات کې مو درې طالبان وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي

ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو په یوې پوستې د وسله وال برید په پایله کې ۵ طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.

ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو په یوې پوستې د وسله وال برید په پایله کې ۵ طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دغې جبهې په خپل اېکس کې د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې په دې برید کې درې طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
د دوی په خبره، چې د یادې جبهې ځواکونو د چهارشنبې په ماښام (د سلواغې ۳مه) د هرات ښار د عبدالله انصار په څلور لار کې د طالبانو د تالاشۍ په یوې پوستې برید وکړ، چې له امله یې یاد شمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.د ازادۍ جبهې دغه راز ویلي، چې د پېښې په سیمه کې د هرات ښار د شپږمې امنیتي حوزې امر ملا زید نورزی هم و، خو د هغه د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه شته.د طالبانو حکومت تر اوسه د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میاشتې په ۱۲مې د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر وویل، چې د دغې جبهې له جوړېدو راهیسې پر طالبانو ۳۴۸ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۸۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۹۴ نور ټپیان شوي دي.داوود ناجي وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې بریدونه به په ۲۰۲۵ کال هم په ډېر قوت سره دوام وکړي.هغه ټینګار کړی، چې د ازادۍ جبهې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندوز، بدخشان او تخار په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هدفي عملیات کړي دي.یادې جبهې تل ویلي، چې د افغانستان د ازادۍ د لاسته راوړلو او خلکو ته د اساسي حقونو تر ترلاسه کولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.


د جرمني په اشافنبورګ ښار کې یوه افغان یوه ښځه او ماشوم په چاقو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي. د دې پېښې په تړاو ۲۸ کلن افغان کس له سیمې نیول شوی دی.
سیمه ییزو پولیسو پر اېکس پاڼې لیکلي، چې ښځه ۴۱ کلنه او ماشوم دوه کلن و.
دوه نور کسان چې ټپیان شوي روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو په وینا، احتمالاً بریدګر هېڅ ملګری نه لري او ښاریانو ته د ګواښ کوم خبرداری نه دی ورکړل شوی.
پولیس وايي، چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
په اروپایي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني کې د افغانانو له خوا جنایي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي، چې د ډېر شمېر افغانانو د اندېښنې لامل شوی دی.
د روان کال د غبرګولي د میاشتې په نیمایي کې ۲۵ کلن سلیمان عطایي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدوکی دی، په مانهایم ښار کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې برید وکړ، چې له امله یې یو پولیس ووژل شو او پنځه ملکیان ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې بیا د جرمني د بدیل ګوند (اې اېف ډې) د هامبورګ پارلماني ډلې رییس ډېرک نوکمن ویلي و، چې په سختو جرمونو کې ښکېلو افغان ځوانانو د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی او باید ژر تر ژره له دې هېواد څخه وشړل شي.

تسنیم خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې طالبان په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې بېرته دغه هېواد ته نه ورکوي.
سرچینې له تسنیم سره په خبرو کې ویلي، امریکا د دې ترڅنګ چې باید له افغانستانه پاتې وسلې و نه باسي، له داعش سره د مبارزې لپاره نور پرمختللي پوځي تجهیزات هم باید ورکړي.
دا چې له امریکا څخه په افغانستان کې څومره وسلې پاتې دي، کره معلومات یې په رسمي توګه د امریکایي چارواکو له خوا نه دي خپاره شوي.
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا څو ځله په ښکاره توګه د هغو وسلو په اړه خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې پاتې شوې دي او د هغوی ارزښت یې هم د ټاکنیز کمپاین پر مهال او هم په وروستیو کې له رسنیو سره یاد کړی دی.
هغه د افغانستان څخه د وتلو څرنګوالی او د دې کړنې پایلې، چې په پایله کې یې امریکایي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې، یو بېخردانه اقدام او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمېدلې شېبه بللې ده.
دغه وسلې اوس د طالبانو، نورو ترهګریزو ډلو او د سازمان شویو جرمونو د شبکو په واک کې دي.
سياېناېن بیا د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پنټاګون د چارواکو له قوله لیکلي و، چې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو، هلته پاتې دي.
په دغو تجهیزاتو کې وسلې، مهمات، وسایط، الوتکې او هلیکوپټرونه شامل دي.
ډونالډ ټرمپ د مرغومې په ۳۰مه نېټه یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې له طالبانو به د میلیاردونو ډالرو هغه پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي وو.

د کندهار بولدک ولسوالۍ څخه یو شمېر صرافانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې طالبانو تر ۵۰ زياتې صرافۍ د اسنادو یا جوازلیکونو د نه درلودو له کبله وتړلې. صرافانو ويلي، چې دوی د صرافۍ په برخه کې د طالبانو جنجالي شرطونه نه شي پوره کولی.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د کندهار بولدک ولسوالۍ د ثاني پښتون او سليم مارکېټ تر ۵۰ زياتې صرافۍ بندي کړې او صرافانو ته یې د نه خلاصولو خبرداری ورکړ.
په بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي کسانو ویلي، چې د دغو صرافيو خلاصيدو ته تر هغه اجازه نه ور کوي، چې قانونې شرایط يې پوره کړي نه وي.
د همدې صرافانو له جملې د حاجي محمد یوسف په نوم يو کس افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دوی نه شي کولی افغانستان بانک ته د ضمانت په ډول زياتې پیسې ورکړي.
نوموړی وايي طالبانو نوي شرایط ایښي دي: « مخکي د صرافيو د شرکتي جوازونو لپاره بانکي تضمین درې میلیونه افغانۍ او سرمایه لس میلیونه ټاکل شوې وه خو اوس د نوي شرکتي جواز له مخې باید بانکي تضمین لس میلیونه او سرمایه باید زر لکه وي چې دا د ډېرو لږو کسانو په وس پوره ده.»
د نوموړي به خبره، د طالبانو دا ډول کړنې د ډېرو کسانو د بې کارۍ لامل کيږي.
دوې مياشتي وړاندې هم طالبانو دغه دوه مارکېټونه تړلي وو، خو وروسته یې صرافانو ته د فعالیت اجازه ورکړه.
طالبانو تر دې وړاندې په کندهار، کابل، هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې هم لسګونه صرافۍ د جوازونو د نه لرلو له امله وتړلې.
د طالبانو ګډې کمېټې او د صرافانو ټولنې «د چنګاښ پر ۱۸مه» د کابل په شهزاده سرای کې هم د ګرځنده او بې جوازه صرافيو پر فعالیت د یوې لیکلې خبرتیا له لارې بنديز ولګاوه.
په کابل او ولایتونو کې صرافان وايي، چې د افغانستان بانک د جواز اخیستلو لپاره لوړ قیمت ټاکلی او دا د ډېرو صرافانو تر توان لوړه خبره ده.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د روان کال په پیل کې هم اعلان وکړ، چې هېڅ کس یا شرکت ته یې د انلاین صرافۍ د فعالیت جواز نه دی ورکړی او د دوی فعالیتونه غیر قانوني دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د کډوالو د منلو ځنډولو اجرایوي فرمان د هغه افغان ـ امریکایي سرتیري ویره لا پسې زیاته کړې چې له اوږدې مودې راهیسې په کابل کې د خپلې خور د برخلیک په اړه اندیښمن و.
دغه سرتیری رویټرز ته ویلي، ویره لري چې خور یې ممکن د طالبانو له یوه جنګیالي سره واده کولو ته اړ ایستل شي یا مخکې له دې چې له خپل خاوند سره له افغانستان نه ووځي او په امریکا کې د کډوالې په توګه میشته شي ښایې د پیسو لپاره د تښتونې هدف شي.
د امریکا د پوځ د ۸۲مې هوايي فرقې یوه سرتیري د امنیتي دلایلو له امله د نوم نه ښودلو په شرط د سې شنبې په ورځ رویټرز ته وویل:«زه ټوله ورځ یوازې په دې اړه فکر کوم. زه ان خپل کار په سمه توګه نشم کولی ځکه چې دا مساله ما په ذهني توګه اغیزمنوي.»
د پخوانیو سرتیرو او مدافع ډلو مشر او له دې مسالې سره بلد امریکايي چارواکي شان وانډایور په وینا، د دوشنبې په ورځ د ټرمپ له لوري لاسلیک شوي فرمان له مخې، د فعالو امریکايي پوځیانو د نږدې ۲۰۰ کورنیو غړو الوتنې چې په امریکا کې د کډوالو د بیا میشتېدنې لپاره منل شوي دي، ځنډول شوې.
د وان ډایور او چارواکو په وینا، دوی د هغو ۱۵۶۰ تنو افغان کډوالو له ډلې دي چې د الوتنو له لیست څخه به وایستل شي.
دوی وايي، په دې ډله کې بې سرپرسته ماشومان او هغه افغانان شامل دي چې د طالبانو له سخت ګواښ سره مخ دي ځکه دوی د امریکا په ملاتړ د حکومت لپاره جنګیدلي وو.
خو طالبانو ویلي، چې د امریکا په ملاتړ د تېر حکومت چارواکو او سرتیرو لپاره یې عمومي بښنه اعلان کړې او د هر ډول غچ اخیستنې تورونه ردوي.
د کډوالو نامعلوم برخلیک
د امریکا د ۸۲ هوايي فرقي یو پخواني افغان امریکايي سرتیری وايي:«دا ښه خبر نه دی. زما د کورنۍ لپاره، زما د میرمنې لپاره، د ټولو هغو افغانانو لپاره چې موږ سره یې په ماموریت کې مرسته کړې وه. دوی خپل ژوند په خطر کې واچاوه. اوس به دوی یوازې پاتې شي او د دوی برخلیک روښانه نه دی.»
رووفي د افغان پوځ یو پخوانی افسر و، د زده کړې په ویزه امریکا ته تللی او تابعیت یې ترلاسه کړ او د امریکا په پوځ کې شامل شو.
نوموړی د امریکايي جنرال د سلاکار او ژباړونکي په توګه د کابل له هوايي ډګر څخه د ګډوډ وتلو شاهد پاتې شوی او هغه پخپله د امریکایانو، د امریکا د سفارت د کارمندانو او نورو په ژغورلو کې مرسته کړې ده.
د رووفي میرمن په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د کډوالو د ویزې د پروسس لپاره دوحې ته انتقال شوې خو اوس د امریکا په یوه پوځي اډه کې په ناڅرګند حالت کې پاتې ده.
رووفي چې په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا له پوځ څخه تقاعد شوی وايي:«که زما میرمن بیرته لاړه شي، نو دوی (طالبان) به هغه او د هغې کورنۍ ووژني.»
همدارنګه د ۸۲مې هوايي فرقي یو فعال سرتیری وايي، چې هغه هم ورته ویره لري.
د نوموړي په خبره، دده خور او د هغې خاوند د هغو خلکو له خوا په تښتولو ګواښل شوي چې فکر کوي دوی شتمن دي ځکه د کورنۍ پاتې غړي یې د ۲۰۲۱ کال د تخلیې په جریان کې امریکا ته تللي دي.
د جګړې د وخت د متحدینو د ټولنې اجرایوي رییس کیم سټیفیري چې له افغانانو او عراقیانو سره مرسته کوي وايي، د ټرمپ دغه امر اندیښنې راپورته کړې دي.
یو بل افغان امریکایی چې له امریکایي سرتیرو سره ژباړن و او د امریکا د ګرین کارت له ترلاسه کولو وروسته یې د ټیکزاس ملي ګارډ کې دنده ترلاسه کړه وايي، د هغه مور او پلار، دوه خویندې، ورور او د ورور کورنۍ ټاکل شوې وه چې په راتلونکې میاشت کې امریکا ته الوتنه وکړي.
دغه افغان الاصله امریکايي د خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره د نوم نه اخیستلو په شرط وویل:« زه په الفاظو کې نشم بیانولی چې څنګه احساس کوم. له پرون راهیسې ښه احساس نه کوم. زه خوب نه لرم او څه نه شم خوړلی.»
د کډوالۍ پر وړاندې مبارزه د ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د بریالي ټاکنیز کمپاین یوه مهمه ژمنه وه، چې د امریکا د کډوالو د پروګرامونو برخلیک یې پټ ساتلی و.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت د یوه مکتوب له لارې په برلین کې افغان سفارت ته ویلي، چې د ډیپلوماتیکو اړیکو د وین کنوانسیون د ۱۰مې مادې د لومړۍ فقرې او کونسلګرۍ اړیکو د وین کنوانسیون د ۲۴ مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې، په جرمني کې د یادو کسانو د رسمي دندو پای د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر ۲۰مه ده.
په مکتوب کې یادونه شوې، « د بهرنیو چارو وزارت په کلکه ټینګار کوي چې دا پروسه د نړیوال قانون غوښتنه ده او د افغانستان د مشروع حکومت په توګه د طالبانو د ډیفکتو رژیم د سیاسي پېژندنې مانا نه لري».

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ډيپلوماټانو ځانګړي حقونه او خوندیتوب د هغوی د وتلو پر وخت یا د کوربه هېواد له خوا ورکړل شوي مناسب وخت له پای ته رسیدو وروسته ختمیږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یادو ډیپلوماتانو او کونسلي چارواکو او د هغوی د کورنیو غړو د وتلو لپاره مناسب وخت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۳۰مه ټاکلی. جرمني وايي، چې تر دغه مهاله د یادو کسانو ځانګړي حقونه او مصونیتونه پای ته رسېږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغه راز له سفارت څخه غوښتنه کړې، چې د پروتوکول د لارښوونو له مخې د یادو کسانو د هویت کارتونه لغو او بیرته وسپاري.
یاد وزارت ټینګار کړی، چې دغه شپږ افغان ډیپلوماتان او کونسلي چارواکي که په جرمني کې پاتې کیږي، اړ دي چې د جرمني د کډوالۍ قانون له مخې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له دیرشمې وروسته د اقامې لپاره غوښتنلیک ور کړي.

طالبان د دغو ۶ ډیپلوماټانو د اقامې لغو کېدل غواړي
طالبانو په برلین سفارت او بن کونسلګرۍ کې د شپږو ډيپلوماټانو د لرې کولو لپاره دوه جلا مکتوبونه استولي دي.
په دغو مکتوبونو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د افغانستان سفارت او بن کونسلګرۍ ته سپارښتنه کړې، چې ددغو شپږو ډیپلوماټانو دندې پای ته رسېدلې او باید د جرمني دولت ته ابلاغ شي چې اقامې یې لغو کړي.
طالبانو د ۶۴۶ شمېرې مکتوب له لارې چې په لیندي میاشت کې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس مفتي محب الله وثیق صادر کړي، د برلین سفارت ته سپارښتنه کړې، چې درې ډيپلوماټان (لومړی سکرتر نوراحمد سالنګي، درېیم سکرټر محمد نسیم فقیرزاده او دویم سکرټر فریدخان علیزاده) له دندو لرې کړي، ځکه په جرمني کې یې د کار موده پای ته رسېدلې او تر اوسه په دنده کې دي.
سفارت ته د لیندي میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړل شوی او وروسته درېواړه له دندو لرې کړای شوي دي.
په مکتوب کې دغه راز ویل شوي چې دا موضوع کوربه هېواد ته هم ورسوي.
په دویم ۶۴۷ شمېره مکتوب کې د بن افغان کونسلګرۍ ته سپارښتنه شوې، چې د (کونسل پویا طاهري، کونسلي اتشه محمد ظاهر اسد یفتلي او کونسل اکرام الدین بایزیدي) په نومونو درې تنه ډپلوماټان له دندو لرې کړي، ځکه کاري موده یې پای ته رسېدلې ده.

د پخوانیو ډیپلوماتانو انزوا
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې عبدالباقي پوپل پر سفارت له کنټرول وروسته په چټکۍ ځان د طالبانو له ګټو سره ملګری کړی.
سرچینه وايي، چې د مخالفو ډیپلوماتانو له لرې کېدو وروسته پوپل د سفارت د ټولو داخلي چارو او د افغان اتباعو د شخصي معلوماتو د ذخیرې کنټرول په لاس کې اخیستی.
سرچینه زیاتوي، « طالبانو د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې دغو معلوماتو ته د لاسرسي غوښتنه کړې وه، خو پخوانیو ډیپلوماتانو یې مخالفت کړی و. اوس داسې راپورونه دي، چې پوپل هڅه کوي د سفارت ډیټابېس د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سیستم سره وصل کړي».
سرچینه وايي، د دغه پرمختګ له امله وېره شته چې د پاسپورټونو، تذکرو، او نورو شخصي اسنادو په ګډون د افغانانو حساس معلومات د څارنې یا تعقیب لپاره وکارول شي.
راپورونه ښیي چې طالبان یوازې له برلین څخه له سل زرو ډېرو افغان وګړو شخصي ریکارډونو ته د لاسرسي په لټه کې دي، چې ډیری یې په افغانستان کې د طالبانو له ظالمانه واکمنۍ تښتیدلي دي.
د شنونکو په باور، طالبان دا معلومات د مختلفو موخو لپاره کارولی شي، چې د اشخاصو تعقیب، له بهرنیو حکومتونو یا سازمانونو سره د اړیکو لرونکو کسانو په نښه کول او هغو کسانو ته سزا ورکول پکې شاملېدای شي چې د طالبانو د واکمنۍ مخالف ګڼل کیږي.
سرچینې وايي، چې اوس مهال، په برلین کې د افغانستان سفارت د عبدالباقي پوپل او محمد اصف عبدالله تر کنټرول لاندې دی.
د سرچینو په باور، د جرمني په افغان سفارت کې د طالبانو مخ په وده نفوذ په ټوله اروپا کې د افغان اتباعو خوندیتوب او امنیت تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.