د امریکا کانګرس غړو د افغان پناه غوښتوونکو د منلو بهیر د ځنډ سملاسي لرې کولو غوښتنه وکړه

د امریکا قانون جوړونکو د ډونالډ ټرمپ د پناه غوښتنې پروګرام د ځنډولو پر پریکړې سختې نیوکې کړې او د دې پرېکړې د سملاسي بیا کتنې غوښتنه یې وکړه. دوی د دغه اقدام د پایلو په اړه خبرداری ورکړ، او ویې ویل چې دا په دې معنا ده چې ټرمپ به پخوانیو امریکایي همکارانو ته شا کړي.





