د تاجکستان ولسمشر د دغه هیواد لپاره د دفاع نوی وزیر وټاکه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دغه هیواد لپاره علي صابرزاده د نوي دفاع وزیر په توګه وټاکه. د امام علي رحمان د حکم له مخې د تاجکستان د دفاع پخوانی وزیر، شیرعلي میرزا د دغه هیواد د دولتي رازونو د ساتنې د ادارې مشر وټاکل شو.