د طالبانو د کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشې شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو یې ۶۶ افغان بندیان خوشې شوې دي. یاد وزارت وايي، دغه بندیان په دې وروستیو کې له درې ورځو تر یوې میاشتې پورې په زندانونو کې بندیان وو.