سپینه ماڼۍ وايي، د کډوالو د اېستنې په ګډون کولمبیا د ټرمپ ټول شرطونو منلي دي

سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کولمبیا حکومت د ولسمشر ټرمپ ټول شرطونه منلي او هوکړه یې کړې، چې له امریکا څخه ستانه کړای شوي ټول ناقانونه کډوال به له کوم محدودیت پرته مني.