احمد شرع د سوریې د انتقالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې احمد الشرع په سوریه کې د انتقالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې احمد الشرع په سوریه کې د انتقالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
هغه به د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پورې لنډمهاله د قانون جوړونې شورا جوړه کړي.
همدا راز ټولې نظامي، انقلابي، سیاسي او ملکي ډلې منحل شوي او په دولتي ادارو کې به مدغم شي.
د دغه هېواد نويو چارواکو د سوريې د پخواني حکومت پوځ منحل کړی او د ملي اصولو پر بنسټ د نوي پوځ د جوړولو پلان لري.
دغه پرېکړه په دمشق کې د التحریر الشام د متحدو وسله والو ډلو د قوماندانانو په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې بشار الاسد د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په لومړیو کې د تحریر الشام په مشرۍ یاغي ځواکونو له واکه وغورځاوه.


اسراییل به سبا ته د خپلو درېیو ملکي برمته شویو په بدل کې ۱۱۰ فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړي، چې ۳۳ تنه یې په عمري بند محکوم دي.
د اسراییل ټایمز د راپور له مخې، په ۱۱۰ فلسطینیانو کې ۳۰ تنه یې ښځې او ماشومان دي، چې سبا ته به د اسراییل له خوا خوشې شي.
اربیل یهود، اګام برجر، ګادي موز هغه درې اسراییلي یرغمل شوي کسان دي، چې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۳۰مه) به خوشې شي.
اسراییل ټایمز وایي، چې له دغو یرغمل شویو سره به ۵ ټایلنډي کسان هم خوشې شي.
مګر تر دې وړاندې اسراییل ویلي و، چې د پنځو ټایلنډي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره بندیان نه خوشې کوي، ځکه د دې لپاره باید حماس او د ټایلنډ حکومت جلا خبرې وکړي.
د حماس او اسراییل تر منځ د اوربند تړون د قطر او مصر په منځګړیتوب او د امریکا په ملاتړ له میاشتو پرله پسې خبرو اترو وروسته رامنځته شو.
د دغه تړون په لومړیو شپږو اونیو کې حماس موافقه کړې، چې د اسراییل په زندانونو کې د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې ۳۳یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کوي.
په یادو یرغمل شویو کسانو کې ماشومان، ښځې، ناروغان او ټپیان شامل دي.

د ایران کورنیو چارو مرستيال وزير وایي، چې په دغه هېواد کې څلور ميليونه او ۵۰۰ زره قانوني او شاوخوا ۲ ميليونه غير قانوني افغان کډوال ژوند کوي. علي اکبر پور جمشيدیان ويلي، چې د پولو د امنيت خونديتوب لپاره یې پر پوله د دیوال جوړولو چارې پيل کړې دي.
د ایران د کورنيو چارو مرستيال وزير، چې څو ورځې وړاندې ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سره کابل ته په سفر تللی و، نن چار شنبه ايراني رسنيو ته وویل، چې په ایران کې د غير قانوني افغان کډوالو په شمېر کې کمښت راغلی او یو شمېر يې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ایران انتخاب رسنۍ د رپوټ له مخې، پورجمشيديان د ایران او افغانستان تر منځ د امنيتي او قانوني مسايلو په برخه کې تر ټولو ستره موضوع غير قانوني افغان کډوال یاد کړل.
نوموړي د پولو د تړلو اړوند وويل: « یوه بله امنيتي مساله چې موږ یې اوس مهال له خپلو افغان وروڼو سره لرو د پولې تړلو موضوع ده، چې دا مهال د ایران له خوا تر سره کيږي او په دې تړاو په ځينو برخو کې له افغان لوري سره اختلافي مسایل شته.»
پورجمشيديان زياته کړه، چې ایران او افغانستان پر پوله ستونزې لري، چې په ګډه همکارۍ باید حل شي.
نوموړي وويل: « موږ باید د اختلافي مسایلو په اړه سره کښینو او د دقیقو سرحدي کرښو د ټاکلو په اړه د تخصص له لارې مساله حل کړو.»
د هغه په خبره، د ترهګرۍ، انساني او نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري.
دغه ايراني چارواکي دا هم ويلي، چې که څه هم پر پوله د ترهګرۍ د کنټرول توان لري خو په ختيزو پولو کې له پاکستان او افغانستان سره د ترهګرۍ له اړخه لا هم ستونزي شته.
نوموړي له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاق اړوند وويل: « له دې سره چې په افغانستان کې چارواکو د نشه یي توکو او کوکنارو کښت منع کړی، خو باوري يو چې لا هم د نشه یي توکو لويې زيرمې شته.»
د هغه په وینا، دغه نشه یي توکې له افغانستان څخه ایران ته قاچاق کيږي، چې د دغه هېواد ټولنیز او د سرحدونونو امنيټ يې اغېزمن کړی.
پورجمشیدیان زیاته کړې، چې دوی پر پوله د یرغمل نیولو او انساني قاچاق ډلو په وړاندې هم مبارزه کوي.
هغه زیاته کړې، «په دې ډلو کې افغانان دي او په ځینو برخو کې ایرانیان هم ورسره وي. په ایران او افغانستان کې د ځینو منظمو جرمونو شاهدان یو. داسې ډلې شته چې دا جدي جرمونه ترسره کوي، او که موږ له یو بل سره همکاري ونه کړو، نو په دې برخه کې به ډېرې ستونزې رامینځته شي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته بلنه ورکړه، چې د فېبرورۍ په څلورمه واشنګتن ته سفر وکړي.
نتنیاهو د ټرمپ په دویمه دوره کې لومړنی بهرنی مېلمه دی، چې سپنې ماڼۍ ته بلل کېږي.
دغه بلنه دا په ډاکه کوي، چې نتنیاهو د جمهوریت غوښتونکو لپاره څومره اهمیت لري.
ټرمپ وویل، چې د اسراییل له لومړي وزیر سره به یې د خبرو محور په اسراییل او ګاونډیو هېوادونو کې د سولې پر ټینګښت او همدا راز له ګډو دوښمنانو سره پر مبارزې وي.
د نتنیاهو دفتر هم په یوې بیانیه کې تایید کړه، چې دا کتنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا د هڅو په چوکاټ کې پلان شوې ده.
امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي وویل، د نتنیاهو او ټرمپ ترمنځ د لیدنې جزییات به په روانه اونۍ کې اسراییل ته د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف د سفر پر مهال نهايي شي.
ویټکاف د یکشنبې په ورځ د سلواغې په اوومه په نیویارک کې د یوې کنیسه د پرانېستلو پروګرام پر مهال وویل،چې هغه به د چهارشنبې په ورځ د سلواغې لسمه اسراییل ته سفر وکړي او د اسراییل او حماس تر منځ د اوربند د موافقې د دوام او پر عملي کولو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ټرمپ او نتنیاهو تر منځ دا لیدنه یوه میاشت وروسته له هغې کېږي، چې اسراییل له حماس سره په غزه کې د خپلې ۱۵میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو په بدل کې د فلسطیني وسله والې ډلې له خوا د یرغمل شویو ۳۳ اسراییلیانو د خوشې کولو په بدل کې موافقه وکړه.
د دې موافقې له مخې به د اسراییل له زندانونو لسګونه فلسطیني بندیان خوشې شي.

د بشر دوستانه مرستو د ځنډولو په اړه د ټرمپ پرېکړې په ټوله نړۍ کې د هغو مرستندویه ډلو ترمنځ د خطر زنګونه راپورته کړي، چې د متحده ایالاتو په مرستو تکیه کوي.
دغو سازمانونو خبرداری ورکړی، که د مرستو ځنډېدل دوام ووکړي، د خوراکي توکو او روغتیایي مرستو رسولو وړتیا به یې خورا محدوده شي.
د مرستو ځنډول په ټایلنډ کې د پناه غوښتونکو په کمپونو کې د ساحوي روغتونونو، په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ځمکنیو ماینونو پاکولو، په افریقا کې د میلیونونو خلکو لپاره د درملو چمتو کولو چې د ایډز په څېر ناروغیو څخه رنځ وړي، د بېلابېلو مرستندویه پروګرامونو دوام ګواښي.
دا په داسې حال کې ده، چې متحده ایالات په نړۍ کې د بشر دوستانه مرستو تر ټولو لوی تمویل کونکی دی او اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۱۳،۹ میلیارد ډالر مرسته کړې، چې د ملګرو ملتونو له خوا د ثبت شويو ټولو مرستو ۴۲ سلنه برخه جوړوي.
د یوې مرستندویه موسسې لوړپوړي کارکونکي رویټرز ته وویل، چې په ټایلنډ کې یې د پناه غوښتونکو د کمپونو په کلینیکونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره میانماري پناه غوښتونکو ته خدمات وړاندې کول، چې مجبوره شول خدمات بند کړي.
د دې موسسې مالي مرستې د امریکا او د ژغورنې نړۍوالې کمېتي له خوا تمویل کېدې.
واشنګټن اعلان وکړ، چې د بېړنیو خوراکي مرستو په ګډون ځیني نور موارد د دغه هېواد د ځنډول شویو مرستو کې نه شاملېږي.
په دې لړ کې د بنګله دېش حکومت اعلان وکړ، چې متحده ایالاتو له یو میلیون څخه زیاتو روهینګیایي پناه غوښتونکو ته چې بنګله دېش ته یې پناه وړې ده، د بېړنیو خوراکي توکو مرستې نه دي ځنډولي.
دا معافیت په نورو بشر دوستانه پروګرامونو کې نه پلي کېږي.
په بنګله دېش کې یوه مرستندویه کارکونکي رویټرز ته وویل، هغه سازمانونه چې کډوالو ته سرپناه چمتو کوي، نور به د ساختماني توکو پېرلو او د پناه غوښتونکو لپاره د کورونو د ترمیم لپاره بودیجه ونه لري.
د مرستو ځنډول به د ایډز ، ملاریا او نري رنځ ناروغانو ته د ژوند ژغورونکي درملو رسولو باندې هم اغېزه وکړي، کوم چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک ورته اړتیا لري.
د متحده ایالاتو د نړۍوال پراختیايي سازمان یوه چارواکي اتل ګاوانډه وویل: "د هغو درملو ورکول چې ۲۰ میلیونه په ایدز اخته ناروغانو ته ورکول کېږي، بندېږي.»
ګاوانډه وویل، چې د مرستو ځنډول به د هغو سازمانونو کار ته زیان ورسوي، چې په ۲۳ هېوادونو کې د ۶،۵ میلیون یتیم او زیان منونکي ماشومانو سره کار کوي.
په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام چارواکي هم رویټرز ته وویل، چې د امریکا د مرستو د ځنډولو له پایلو اندېښمن دي، ځکه، دغه سازمان تر اوسه د افغانستان لپاره د اړتیا وړ مرستې یوازې نیمایي ترلاسه کړي او له شپږ میلیونو څخه زیات خلک یوازې په "ډوډۍ او چای" ژوندي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام تېر کال له متحده ایالاتو څخه ۴،۷میلیارده ډالر ترلاسه کړي، چې د بودیجې ۵۴ سلنه جوړوي.
په ۲۰۲۳ کال کې متحده ایالات د ماین پاکولو پروګرامونو کې تر ټولو لوی مرسته کوونکی و، چې ټولټال ۳۱۹ میلیون ډالر یا د ټولو نړۍوالو مرستو ۳۹ سلنه برخه یې اړوندو سازمانونو ته ورکړې ده.
د نورو هېوادونو په پرتله سوریه، میانمار، اوکراین او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي، چې ناچاوده ماینونه په کې تر ټولو ډېر خلک وژني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا حکومت باید خپلو ملي ګټو ته زیاته پاملرنه وکړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه، چې که بهرنۍ مرستې د امریکا خلکو ته ګټه ونه رسوي، دغه هېواد به نور په پټو سترګو پیسې نه وېشي. د بهرنیو مرستو ارزونه او بیا کتنه د دولت اخلاقي دنده ده.»
د اوکراین د ښوونې او روزنې د بورډ مشرې اوکسانا ماتییاش ویلي، چې په اوکراین کې د نادولتي او مرستندویه موسسو ترمنځ د مرستو د کمېدو وېره مخ په ډېرېدو ده.

د ټرمپ ادارې د هغه فرمان په عملي کولو پیل کړی چې له مخې یې دایډز، ملاریا، او وچکۍ په څېر ناروغیو لپاره د ژوند ژغورونکو درملو مرستې په نړيواله کچه بندېږي. د دې پرېکړې موخه د بهرنیو پراختیایي مرستو، د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې پروژو د بیاکتنې لنډمهاله ځنډول ښودل شوي دي.
د رویټرز له خوا ترلاسه شوې یوه یادښت کې ویل شوي چې د دغه فرمان اغېز به پر زرګونو پروژو وي.
د امریکا د پراختیایي ادارې یوه قراردادي شرکت «چیمونیکس» ته خبر ورکړل شوی چې د ایډز، ملاریا، او وچکۍ ناروغیو لپاره درمل بند کړي. دغه پرېکړه به په هغو هېوادونو کې خلک له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ کړي چې دا مرستې یې ترلاسه کولې.
د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې پخواني رییس ډاکټر اتول ګواندي رویټرز ته وویل، « دا یو ناورین دی. شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک چې دایډز درمل یې ترلاسه کول، اوس د دې مرستو له بندېدو سره مخ دي».
په ورته وخت کې، د ټرمپ سپینې ماڼۍ د ټولو فدرالي مرستو او پورونو په اړه د بودجې کنګلولو پرېکړه کړې ده.
دا پرېکړه د تعلیم، روغتیا، کور جوړونې او طبیعي پېښو د مرستو په ګډون پر ګڼو پروژو اغېز لرلی شي.
د دې پرېکړې پر وړاندې د کانګرس ډیموکراټانو کلک غبرګون ښودلی. د کانګرس د بودجې مشرې پټي موري وویل، « دا پرېکړه د قانون او اساسي قانون خلاف ده او په ټوله نړۍ کې به له خلکو سره د مرستې پر وړاندې یو لوی خنډ جوړ کړي».
د ټرمپ حکومت دا بندیزونه په داسې وخت کې عملي کوي چې د امریکا د نړیوالو مرستو کلنۍ بودجه یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۷۲ میلیارد ډالر وه او د نړۍ د بشري مرستو ۴۲ سلنه یې امریکا ورکوله.
دې پرېکړې نه یوازې د نړیوالو ناروغیو درملنې چارې اغېزمنې کړې، بلکې د زیانمنو ټولنو لپاره د خوړو، د ښځو د روغتیايي مرستو او د ماشومانو د ژغورنې پروګرامونه یې هم له خطر سره مخامخ کړي.
ډیموکراټانو د دې پرېکړې پر ضد خپل غبرګون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې دا پرېکړه لغو کړل شي، خو د ټرمپ حکومت ویلي چې دا د هغه د ټاکنیزو ژمنو برخه ده چې « سیستم کې تغییر» راولي.