• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د ایډز، ملاریا او وچکۍ ناروغیو لپاره نړیوالې مرستې وځنډولې

۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۰

د ټرمپ ادارې د هغه فرمان په عملي کولو پیل کړی چې له مخې یې دایډز، ملاریا، او وچکۍ په څېر ناروغیو لپاره د ژوند ژغورونکو درملو مرستې په نړيواله کچه بندېږي. د دې پرېکړې موخه د بهرنیو پراختیایي مرستو، د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې پروژو د بیاکتنې لنډمهاله ځنډول ښودل شوي دي.

د رویټرز له خوا ترلاسه شوې یوه یادښت کې ویل شوي چې د دغه فرمان اغېز به پر زرګونو پروژو وي.

د امریکا د پراختیایي ادارې یوه قراردادي شرکت «چیمونیکس» ته خبر ورکړل شوی چې د ایډز، ملاریا، او وچکۍ ناروغیو لپاره درمل بند کړي. دغه پرېکړه به په هغو هېوادونو کې خلک له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ کړي چې دا مرستې یې ترلاسه کولې.

د امریکا نړیوالې پراختیا ادارې پخواني رییس ډاکټر اتول ګواندي رویټرز ته وویل، « دا یو ناورین دی. شاوخوا ۲۰ میلیونه خلک چې دایډز درمل یې ترلاسه کول، اوس د دې مرستو له بندېدو سره مخ دي».

په ورته وخت کې، د ټرمپ سپینې ماڼۍ د ټولو فدرالي مرستو او پورونو په اړه د بودجې کنګلولو پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه د تعلیم، روغتیا، کور جوړونې او طبیعي پېښو د مرستو په ګډون پر ګڼو پروژو اغېز لرلی شي.

د دې پرېکړې پر وړاندې د کانګرس ډیموکراټانو کلک غبرګون ښودلی. د کانګرس د بودجې مشرې پټي موري وویل، « دا پرېکړه د قانون او اساسي قانون خلاف ده او په ټوله نړۍ کې به له خلکو سره د مرستې پر وړاندې یو لوی خنډ جوړ کړي».

د ټرمپ حکومت دا بندیزونه په داسې وخت کې عملي کوي چې د امریکا د نړیوالو مرستو کلنۍ بودجه یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۷۲ میلیارد ډالر وه او د نړۍ د بشري مرستو ۴۲ سلنه یې امریکا ورکوله.

دې پرېکړې نه یوازې د نړیوالو ناروغیو درملنې چارې اغېزمنې کړې، بلکې د زیانمنو ټولنو لپاره د خوړو، د ښځو د روغتیايي مرستو او د ماشومانو د ژغورنې پروګرامونه یې هم له خطر سره مخامخ کړي.

ډیموکراټانو د دې پرېکړې پر ضد خپل غبرګون ښودلی او غوښتنه یې کړې چې دا پرېکړه لغو کړل شي، خو د ټرمپ حکومت ویلي چې دا د هغه د ټاکنیزو ژمنو برخه ده چې « سیستم کې تغییر» راولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

•
•
•

نور کیسې

سعودي بهرنیانو ته په مکه او مدینه منوره کې ملکیت لرونکو شرکتونو کې د پانګونې اجازه ورکوي

۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰

د سعودي عربستان د بازار تنظیم کوونکو د دوشنبې په ورځ وویل، هغه شرکتونو کې چې د اسلام په دوو سپېڅلو ځایونو مکه او مدینه منوره کې ملکیتونه لري بهرنۍ پانګونې ته اجازه ورکوي.

د دوی په وینا، دا پرېکړه ځکه شوې چې سلطنت د لا زیاتو پانګونو د راجلبولو په لټه کې دی.

د سعودي عربستان د پلازمېنې بازار تنظیم کونکې ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې د دې اقدام موخه د بهرنیو پانګوالو جذبول او په دوو ښارونو کې د اوسنيو او راتلونکو پروژو لپاره چمتوالی دی.

په دغو دوو ښارونو کې ډېرې پروژې د حج زیارت کوونکو لپاره ترسره کېږي.

سعودي عربستان ویلي دي، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به هر کال ۳۰ میلیونه حاجیان د حج او عمرې په مراسمو کې ګډون کوي.

د رسمي معلوماتو له مخې، سعودي په ۲۰۱۹ کې، د دوو زیارتونو څخه شاوخوا ۱۲ میلیارد ډالر ترلاسه کړي.

د دوی په وینا، د حج کلنی زیارت د دې هېواد په اقتصاد کې مهم رول لوبوي او د حاجیانو شمېر لوړول د ۲۰۳۰ کال اقتصادي اصلاحاتو د اجنډا یوه لازمي برخه ده، چې هدف یې د تېلو په عایداتو تکیه کمول دي.

د سعودي عربستان د پلازمېنې بازار تنظیم کونکې ادارې زیاته کړې، چې د سعودي تابعیت پرته خلکو ته به اجازه ورنکړل شي، چې په شرکتونو کې له ۴۹ سلنې څخه ډېرې ونډې ولري.

د امریکا روغتیايي چارواکو ته ویل شوي چې د روغتیا نړۍوال سازمان سره کار ودروي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۲۷ GMT+۰

اسوشېټېډ پرېس راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو د عامې روغتیا چارواکو ته ویل شوي، چې د نړۍوال روغتیایي سازمان سره سمدلاسه کار ودروي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو چارواکي جان نیکنګاسونګ د یکشنبې په شپه د ادارې لوړپوړو مشرانو ته خبر ورکړی، چې د ادارې ټول کارکوونکي چې د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) سره کار کوي، باید سمدلاسه خپلې همکارۍ ودروي او "راتونکي لارښود ته په تمه شي."

د چارو پوهان وایي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان سره په ناڅاپي ډول د همکارۍ درول حیرانوونکي دي؟

د دوی په وینا، په افریقا کې د ماربورګ وایروس او د بیزو تڼاکې وایروس د خپرېدو په حال کې دی او دغه پرېکړه به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ګواښونو رامنځته کېدو لپاره د تحقیقاتو او هڅو مخه ونیسي.

اسوشېټېډ پرېس د نکینګاسونګ میمو د مکتوب یو کاپي لیدلی چې ویلي یې دي، د کار بندولو پالیسي "د متحده ایالاتو د روغتیا په چارو کې ټولو کارمندانو باندې پلي کېږي، چې د تخنیکي کاري ډلو، همغږي مرکزونو، مشورتي بورډونو، کوپراتیف تړونونو یا نورو وسیلو له لارې د روغتیا نړۍوال سازمان سره ښکېل دي.

په دغه مکتوب کې راغلي " چې د روغتیایي چارو کارکوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان دفترونو څخه لیدنه وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پر سوریې د بندیزونو د کمولو پر یوې طرحې موافقه وکړه

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر سوریې د بندیزونو د کمولو لپاره پر یوې طرحې موافقه کړې ده.

د دوی په وینا، که ناسم ګامونه واخیستل شي نو د بندیزونو لرې کول بېرته راګرځېدلی شي.

اروپايي اتحادیه په سوریه کې د افرادو او اقتصادي سکټورونو په نښه کولو لپاره یو لړ بندیزونه لري.

په دې بندیزونو کې د سوریې د تېلو صادراتو بندیز او نړۍوالو مالي چینلونو ته د لاسرسي محدودیتونه شامل دي.

خو اروپايي پلازمینې دمشق ته د خپل چلند بیا ارزونه وروسته له هغې پیل کړه، چې بشارالاسد د ډسمبر په میاشت کې د "حیات تحریر الشام" په مشرۍ د اپوزیسیون ځواکونو له خوا د ولسمشر په توګه له واکه لرې شو.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني پر سوریې باندې د بندیزونو د کمولو په اړه د اروپايي اتحادیې د پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې یو مثبت ګام وباله.

د اروپايي اتحادیې حکومتونه غواړي، چې د سوریې د بیارغونې په پیل کې مرسته وکړي، خو ډېری پلازمېنو ټینګار کړی، چې اروپايي اتحادیه باید د ګټې ساتلو لپاره تدریجي او بېرته راګرځېدونکی چلند وکړي، ځکه چې دا په دمشق کې نوي چارواکي هڅوي چې بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي او ټولګډونه پالیسۍ پلي کړي.

د ایټالیا او سعودي ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په ارزښت ۲۶ اقتصادي تړونونه لاسلیک شول

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني سعودي عربستان ته د سفر پر مهال له دغه هېواد سره د عامه او خصوصي سکټور ادارو ترمنځ د دوه اړخېزه اړیکو پیاوړتیا په موخه د تفاهم ۲۶ اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي.

دغه هوکړه لیکونه د جنورۍ په ۲۶ مه د العُلا په تاریخي سیمه کې د یوې غونډې پر مهال لاسلیک شوې.

جورجیا میلوني تېره ورځ په درې ورځيني رسمي سفر سعودي عربستان ته تللې.

د دوه اړخېزې همکارۍ له دغه تړونونو وړاندې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په العُلا کې میلوني ته ښه راغلاست ووایه.

میلوني وویل، چې ایټالیا د سعودي عربستان سره د شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا پیاوړې کول دي.

د سعودي عربستان او ایټالیا ترمنځ اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پیاوړې شوې دي.

د ۲۰۲۴ کال په لومړیو لسو میاشتو کې سعودي عربستان ته د ایټالیا صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۶ سلنه زیات شوي دي.

د پانګونې وزیر خالد الفالح د دغې غونډې په اړه په خپل اېکس کې لیکلي: "موږ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د انګلستان او ایټالیا د ډېری لویو شرکتونو چارواکو او استازو ګډون درلود. موږ په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونو او د سعودي د ۲۰۳۰ لپاره چمتو شوي پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې".

قزاق ګاز شرکت له ټاپي پروژې سره د یوځای کېدو په اړه خبرې پیل کړې

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د قزاقستان د انرژۍ وزارت وايي، چې قزاق ګاز له ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند ګاز نللیکې پروژې سره د یوځای کېدو په تړاو خبرې اترې پیل کړې دي.

د یاد وزارت چارواکو انټرفاکس اژانس ته وویل، چې « د قزاق ګاز او د [ترکمنستان] دولتي کمپنۍ ترکمن ګاز ترمنځ خبرې روانې دي. دا چې په خبرو اترو کې بوخت اړخونه درېیم اړخ ته د معلوماتو افشا کولو اجازه نه لري، نو جزئیات یې څرګند نه دي».

ترکمن ګاز د ټاپي نل لیکه کې د ۸۵ سلنې لوړې ونډې شریک دی.

د قزاقستان د انرژۍ مرستیال وزیر یرلان اکنجانوف د۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې د قزاقستان-افغانستان په سوداګریز فورم کې وویل چې قزاقستان د ټاپي ګاز نللیکې د غځولو لپاره د ونډو په اړه خبرې کوي.

نوموړي وویل، چې « که یوه قزاقي کمپنۍ ونډه واخلي، نو دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ په ګاز سکتور کې د همکاریو لپاره نوي فرصتونه را وټوکوي».

د ټاپي نللیکه۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۲۱۴ کیلومتره په ترکمنستان، ۷۷۴ کیلومتره په افغانستان او ۸۲۶ کیلومتره په پاکستان کې غځیږي.

د طالبانو حکومت پرون اعلان وکړ، چې په افغانستان کې ددې نللیکې شپږ کیلومټره کار بشپړ شوی دی.

دغه پروژه د دې لپاره طرح شوې چې د ترکمنستان له سوېلي ګالکینیش سیمې نه هر کال ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز د هرات، کندهار، کوټې او ملتان له لارې پاکستان او دغسې د هند فازیلکا ښار ته ولېږدوي.

د پروژې مدیریت ټاپي پایپ لاین شرکت لیمیټډ کنسورټیم ته سپارل شوی، چې ترکمن ګاز پکې ۸۵ سلنه ونډه لري.

په دې پروژه کې افغان ګاز کارپوریشن، د پاکستان انټرسټیټ ګاز سیسټمونه او د هند ګایل هر یو پنځه سلنه ونډه لري.

د نللیکې ټولیز لګښت ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی.