د یو څه ځنډ وروسته په اسلام اباد کې پولیسو یو ځلي بیا افغان کډوال نیولي دي

په اسلام اباد کې پولیسو د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې په لسمه) د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چپاو یووړ او د ښځو او ماشومان په ګډون یې یو شمېر کډوال ونیول او د پولیسو تاڼو ته یې ولیږدول.