په سوریه کې د موټر بم په پېښه کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سوریې د حلب ولایت د منبج په ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د نامعلومه وسله والو په یوه برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د سوریې د حلب ولایت د منبج په ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د نامعلومه وسله والو په یوه برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د منبج ښار په رباطه سیمه کې چې د سوریې د ملي اردو تر کنټرول لاندې دی، وسله والو د بمونو ډک موټر ته چاودنه ورکړې.
په سمدستي توګه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ځايي امنیتي ځواکونو ویلي چې ښايي د دغه برید تر شاه د ګورد ترهګریز سازمان لاس وي.
د کرد وسله واله ډله چې د تركيې پر وړاندې په خپله ۴۰ كلنه ترهګریزه مبارزه كې د تركيې، امريكا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه لست شوې، د ښځو، نويو زېږېدلو ماشومانو او بوډاګانو په ګډون د څه باندې څلويښت زره كسانو د وژنې مسووليت لري.
د راپورونو له مخې، په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو راهیسې وسله والې ډلې هڅه کوي، چې له سیمه ییزې بې ثباتۍ څخه په ګټې اخیستنې د ترکیې سره په پوله کې د "ترهګرۍ دهلیز" رامنځته کړي.


د اوکراین او روسیې لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، چې متحده ایالات له اوکراین څخه غواړي، چې د کال تر پایه او یا هم له روسیې سره له روبند وروسته ټاکنې ترسره کړي.
د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیټ کیلوګ رویټرز ته ویلي، چې په اوکراین کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې چې د جګړو له امله ځنډول شوي، باید ترسره شي.
هغه استدلال وکړ، چې ډېری ډېموکراټیک هېوادونه د جګړې په وخت کې ټاکنې ترسره کوي او دا کار به د اوکراین ډېموکراسي پیاوړې کړي.
کیلوګ وویل: "دا د یوې قوي ډېموکراسۍ ښکلا ده، تاسو په احتمالي توګه له یو څخه ډېر کسان لرئ."
ټرمپ او کیلوګ اشاره کړې ده، چې دوی د نوي ادارې په لومړیو میاشتو کې د سولې تړون په پلان کار کوي.
یو پخوانی امریکایي چارواکی چې نوم یې نه دی یاد شوی وویل، چې د ټرمپ چارواکي په پام کې لري څو اوکراین د روسیې سره د لومړني اوربند د یوې برخې په توګه د ټاکنو ترسره کولو ته وهڅوي.
دوی په دې هم بحث کوي، چې د یوه دایمي حل په اړه د خبرو اترو دمخه د لنډمهاله اوربند وروسته د ټاکنو ګټونکي احتمالي له مسکو سره د راتلونکو خبرو څارنه وکړي.
د رویټرز په وینا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي دي، چې که چیرې جګړه پای ته ورسېږي او د روسیې د نوي تېري د مخنیوي لپاره امنیتي ضمانتونه په پام کې ونیول شي، ټاکنې ترسره کېدای شي.
خو د اوکراین د حکومت یوه جګپوړي سلاکار او یوه بل چارواکي ویلي، چې د ټرمپ ادارې تر اوسه د کال تر پایه د انتخاباتو لپاره رسمي غوښتنه نه ده کړې.
د اوکراین قانون اوس مهال د مارشل لاندې ده، چې ټاکنې منع کوي.

د سوډان روغتيايي چارواکي وايي، د شنبې په ورځ د اوم درمان ښار په یوه پرانيستې بازار کې د چټک ملاتړ ځواکونو په بريد کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپيان شوي دي. چټک ملاتړ ځواکونه يا نيمه نظامي ډله د دغه هېواد د پوځ په وړاندې جنګيږي.
د اسوشیټېډ پرېس د رپوټ له مخې، د سوډان د ډاکټرانو ټولنې پيښه تاید کړې او ویلي، چې د چټک ملاتړ ځواکونو یا نیمه پوځي ډلې له لوري په دغه توغنديز برید کې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې زيات دی.
د ډاکټرانو په خبره، روغتون ته د ښځو او ماشومانو جسدونه ور وړل شوي او دوی د روغتيایي کارکوونکو او طبي سامان له کمښت سره مخ دي.
دغه بريد د شنبې په ورځ د چټک ملاتړ ځواکونو یا نيمه پوځې ډلې له لوري د سبرين په بازار کې شوی.
د کلتور وزير او د حکومت ویاند خالد العلیصير د دغه بريد د غندنې تر څنګ ويلي په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
نوموړي ويلي، چې د دې بريد له کبله شخصي او عامه ملکیتونو ته زيات مالي زيان هم اوښتی.
هغه دا بريد د همدې ډلې له لوري یو جرم بللی او زياته کړې ده: «دا د نړيوال بشردوستانه قانون څخه ښکاره سرغړونه ده.»
د اسوشیټېډ پرېس د رپوټ له مخې، دا په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې وژونکی بريد و، چې په شمال ختيځ افريقایي هېواد کې يې ویجاړي رامنځ ته کړه.
په سوډان کې د ۲۰۲۳ کال په اپريل مياشې کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ تاوتريخوالی هغه مهال زيات شو، کله چې په پلازمېنه خرطوم او د هېواد په نورو ښارونو کې د دوی شخړې په ښکاره جګړو بدلې شوې.
دې شخړو پر مهال له ۲۸ زره ډېر خلک وژل شوي، میلیونونو یې خپلي مېنې پرايښي او ځینې کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو په هیله واښه خوړلي، ځکه چې قحطي د هېواد ځيني برخې ځپلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلې، چې د بلوچستان صوبې په منګوچر کې یې د وسله والو په برید کې ۱۸ ستیري وژل شوي دي. پوځ ویلي، چې د دغې صوبې په قلات ولسوالۍ کې یې په بېلا بېلو عملیاتو کې ۲۳ وسله وال هم وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جنوري په ۳۱ او فبروي په لومړۍ نېټه وسله والو د بلوچستان صوبې د کلات ولسوالۍ په منګوچر کې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو برید کړی او د یاد برید په پایله کې ۱۸ سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، چې د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې یې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ وسله وال وژلي او د بلوچستان صوبي د امنیت ساتلو په موخه به عملیات دوام ولري.
همدارنګه د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو دفتر په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د بلوچستان په هرنايي سیمه کې یې ۱۲ وسله وال وژلي او د هغوی پټنځاییونه یې له منځه وړي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، چې امنیتي ځواکونه د پاکستان له خلکو سره په ګډه هوډ لري چې د بلوچستان او پاکستان څخه د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي.

د امریکا د سنا او ولسي جرګې د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو استازو یوې ډلې یو پریکړه لیک صادر کړی او ټینګار یې کړی چې متحده ایالات، اسراییل او د دوی شریکان او متحدان باید اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي له ګواښ سره د مقابلې لپاره ټول انتخابونه په خپل میز کېږدي.
خو ایران تل دا ادعا کړې چې د اټومي وسلو په لټه کې نه دی او یوازې غواړي چې سوله ییزې علمي څیړنې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې، سي ای اې، تېر کال ویلي و، چې تهران لا تر اوسه د اټومي بم د جوړولو لپاره پرېکنده پریکړه نه ده کړې خو اسراییل په دې باور دی چې ایران د دې وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
د تېر کال په سپتمبر میاشت کې، د ساینس او نړۍوال امنیت انسټیټیوټ (ای ایس ای ایس) په یوه خپور کړي راپور کې ویلي و، چې د سنجران او ګلاب درې په دوو اټومي ځایونو کې د ایران حکومت فعالیتونه د پام وړ زیات شوي دي.
د هغو سپوږمکیزو انځورونو له مخې چې د لویدیځو استخباراتي سرچینو لخوا د ساینس او نړۍوال امنیت انسټیټیوټ ته ورکړل شوي، په تیرو ۱۸ میاشتو کې، هغه ایراني کارپوهان چې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې یې د اټومي وسلو اړوند پروژو کې کار کاوه یو ځل بیا په دې دوو پټو ځایونو کې په کار بوخت دي.
دغه دوو ځایونه د ایران حکومت د هستوي پروګرام په لومړنیو هڅو کې د داسې سیسټمونه د پراختیا او ازموینې لپاره وکارول شول چې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کارول کېږي.

جیونیوز راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل وروسته په لومړۍ اوونۍ کې، متحده ایالاتو له اوو زرو ډېر «ناقانونه» کډوال نیولي او له دغه هېواده یې د شړلو لړۍ پیل کړې، چې د نورو هېوادونو تر څنګ پاکستاني کډوال هم په کې شامل دي.
د پاکستان جیونیوز د امریکا د کورنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی، چې دغه اداره د ولسمشر ټرمپ د «ناقانونه» کډوالو د ځپلو او خپلو هېوادونو ته د شړلو له ژمنې سره سم په جدی توګه کار کوي.
د امریکا کورنيو چارو وزارت دا هم زیاته کړې چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ اوونۍ کې ۷۳۰۰ «ناقانونه» کډوال نیول شوي او له هېواده شړل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، له امریکا ډیری په زور ایستل شوي کډوال د تاوتریخوالي په پیښو کې ښکیل وو.
د جیونیوز په وینا، هغه پاکستاني وګړي چې په «ناقانونه» ډول په متحده ایالاتو کې اوسېدل هم نیول شوي دي.
د راپور له مخې دغه پاکستاني وګړي چې شمېر یې له لسو څخه کم دی، په کالیفورنیا کې د «ناقانونه» ګډوالو د نیولو په عملیاتو کې نیول شوي دي.
دغه عملیات د شیکاګو، سیاټل، اتلانټا، بوسټن، لاس انجلس او نیو اورلینز په ګډون د امریکا په بیلابیلو ښارونو کې ترسره شوي دي.
د امریکا د کورنيو چارو وزارت په وینا، یوازې د جنوري په ۲۷مه ۹۵۶ «ناقانونه» کډوال نیول شوي دي.
داسې ویل کېږي چې ځینې ښوونځي او کلیساوې هم پلټل شوي دي، چې د نیول کېدو له وېرې، ځینو «ناقانونه» کډوالو ان کار ته تلل او خپل ماشومان ښوونځي ته لیږل بند کړي دي.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د «ناقانونه» کډوالو د شړلو پریکړه
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د نیول شویو کسانو شمېر له دې حقیقت څخه اټکل کیدای شي چې په ۲۰۲۴کال کې، د ولسمشر بایډن د واکمنۍ په وروستی کال، یوازې ۳۱۰ کسان نیول شوي وو
همداشان د امریکا د کورنيو چارو وزارت، ناقانونه کډوالو ته په اشارې سره وايي چې د کثافاتو ډېري به له سړکونو څخه پاک کړي.
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرتر یوې غونډې ته وویل چې هغه ۹۷ سلنه «ناقانونه» کډوال شړل شوي چې د بایډن په دوره کې یې د شړلو حکم صادر شوی وو، خو د بایډن په دوره کې له قانون څخه سرغړونه کېده، چې نور به نه ترسره کېږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۱میلیونه کډوال په متحده ایالاتو کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، چې له دې څخه ۱.۴میلیونه کډوالو د شړلو حکمونه ورکړل شوي، چې ځینې یې جرمي مخینه هم لري.
د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۰مه نیټه د امریکا متحده ایالاتو واک ترلاسه کړ او د ناقانونه کډوالو د شړلو پریکړه یې وکړه.