• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان د پاکستان پوځ ته: د ترهګرۍ ضد جګړه کې پوځ هله بریالی کېدای شي چې ترشا یې ولس وي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د ترهګرۍ ضد جګړه کې د دغه هېواد د پوځ بری له امنیتي ځواکونو سره د ولس په ملاتړ پورې تړلی بولي. هممهاله د پاکستان د جګړې او سولې څېړنو مرکز وايي، تېر ډیسمبر تر پروسږن ډیسمبر په دغه هېواد کې امنیتي پېښې ۴۲ سلنه زیاتې شوې دي.

د پاکستان پوځ او حکومت تر ډېره په دې بریدونو کې ټي ټي پي ښکېل بولي او وايي، له ډیورنډ کرښې په ور اوښتو په دغه هېواد کې بریدونه کوي.

خو عمران خان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په تېره پوځ نیوکې کوي چې د سرحدونو ساتلو پر ځای یې ټول پام «د سیاسي ګوندونو ځپلو او د غلو او لوټمارو ساتلو ته اړولی دی.»

تحریک انصاف ګوند خپل ټوېټر کې د پاکستان د پوځ مشر ته نوموړي د لیک د ځینې برخو په خپرولو سره د نوموړي په حواله لیکلي: د ترهګرۍ خلاف جنک کې به پوځ هغه وخت بریالی شي چې ولس ور سره ودرېږي، خپله پالیسي بدله کړئ.

په ایډیاله جېل کې د بندي عمران خان وکیل رسنیو ته ویلي چې نوموړي خپل لیک کې شپږو ټکو ته اشاره کړې ده.

د هغه په خبره، ښاغلي خان ویلي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د نوموړي ګوند د پوځ ملاتړ کوي او ولس ته هم پکار ده چې له پوځ سره ودرېږي.

فیصل چوهدري وايي، ښاغلي خان د تېر کال ټاکنو کې د پوځ لاسوهنه هم یاده کړې او هم یې د نوموړي د ګوند پر غړو چاپې او ډزې یادې کړې دي.

نوموړي په خپل لیک کې د رسنیو لپاره پر نوي قانون نیوکې کړې او هم یې د اقتصاد په هکله د اوسني حکومت پر پالیسۍ اندېښنه ښودلې ده.

عمران خان چې تېره جنورۍ کې د فساد د یوې قضیې له امله پر ۱۴ کاله بند محکومت شوی دا مهال په ایډیاله جېل کې دی.

نوموړی له نورو لسګونو تورونو سره هم مخ دی، خو ټول ردوي او د سیاسي انګېزې له مخې یې بولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د سوریې په منبج ښار کې موټربم چاودنې ۱۸ تنه وژلي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۰

د سوریې په منبج ښار کې د دوشنبې په ورځ یوه موټر بم لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل. دا په تیرو دریو ورځو کې دویم برید دی. د بشار الاسد د حکومت له نسکوریدو راهیسې دا تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

د منبج ددغه برید مسوولیت تر اوسه هیڅ ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

منبج د ترکیې له پولې شاوخوا ۳۰ کیلومتره فاصله لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د مدني دفاع یوې ادارې ویلي، چې په پېښه کې ۱۴ ښځې وژل شوې او نور نارینه دي.

په ټپیانو کې هم ۱۵ ښځې دي.

الجزیرې رپوټ ورکړی، چې په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

منبج د سوریې د جګړې په اوږدو کې څو ځله لاس په لاس شوی او وروستی ځل په دسمبر کې و، چې د ترکیې ملاتړې ډلې دا ښار د امریکا تر ملاتړ لاندې کرد ځواکونو نه ونیوه.

د شنبې په ورځ په منبج کې یو بل موټر بم برید څلور ملکي کسان وژلي او ۹ نور ټپیان کړي وو، چې ماشومان هم پکې شامل وو.

ټرمپ او پوتین په سعودي عربستان یا دوبۍ کې سره ګوري

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۹ GMT+۰

دوو روسي سرچینو رویټرز ته ویلي چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ناستې لپاره د ممکنه ځایونو په توګه مطرح شوي دي.

ټرمپ ویلي چې هغه غواړي د اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي او له پوتین سره د لیدو لپاره تیار دی.

پوتین هم له ټرمپ سره د اوکراین او انرژۍ په اړه د بحث او لیده کاته لپاره تیاری ښودلی.

په دې وروستیو اونیو کې جګپوړو روسي چارواکو سعودي عربستان او متحده عربي امارات ته سفرونه کړي دي.

یوې سرچینې رویټرز ته وویل چې له دغو سفرونو سره سره، په روسیه کې ځینې مخالفان شته، ځکه ځینې ډیپلوماتان او استخباراتي چارواکي له امریکا سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو نږدې پوځي او امنیتي اړیکو ته اشاره کوي.

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او کرملېن هم د دې مسالې په اړه تبصره نه ده کړې. خو ټرمپ او پوتین دواړو د دغو هیوادونو له مشرانو سره رغنده اړیکې جوړې کړې دي.

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر لومړۍ ورځ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته زنګ وواهه او هغه یې «عالي سړی» یاد کړ. پوتین، چې په ۲۰۲۳ کال کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سفر وکړ، د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې له محمد بن سلمان نه مننه وکړه چې د امریکا او روسیې د بندیانو تبادلې ته یې زمینه برابره کړې وه.

پوتین او محمد بن سلمان له ۲۰۱۵ کال راهیسې شخصي اړیکې پراخې کړې دي.

محمد بن سلمان او د متحده عربي امارات امیر محمد بن زاید ال نهیان د اوکراین جګړې په ترڅ کې بې پري پاتې شوي.

دواړه مشران د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره په منظم ډول اړیکې ساتي.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات د جرمونو نړیوالې محکمې غړي نه دي، چې د پوتین د نیولو حکم یې صادر کړی. ددغه حکم له مخې نوموړی یو شمېر هېوادونو لکه برازیل او سویلي افریقا ته سفر نه شي کولای.

دغه راز د اوکراین پر سر د اروپايي هېوادونو پلازمېنو ته هم نه شي تلای.

روسي سرچینو د ټرمپ او پوتین ترمنځ د ناستې د ځای په توګه د ترکیې احتمال رد کړی.

سره له دې چې دغه هیواد په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو اترو کوربه و.

د روسیې اغیزناک تحلیلګر فېودور لوکیانوف، چې د والدای بحث کلب د علمي مدیر په توګه پیژندل کیږي، رویټرز ته وویل چې ټرمپ او پوتین د ناستې لپاره ډیر انتخابونه نه لري.

هغه زیاته کړه چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د امریکا نږدې متحدان دي، خو په نړیواله ډیپلوماسي کې مهم رول لوبوي، چې له دې امله دوی د خبرو اترو ممکنه ځایونه کېدای شي.

شهباز شریف له پاکستاني سیاستوالو وغوښتل چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې متحد شي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد له سیاستوالو غوښتي چې د «ترهګرۍ» پرضد روانه مبارزه کې سره متحد شي ترڅو په هېواد کې سوله تامین شي. شهباز شریف کوټې ته د سفر پرمهال وویل:«چې ترهګر د بلوچستان د سولې او پرمختګ دښمنان دي.»

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې ښاغلی شریف نن دوشنبې «د سلواغې ۱۵مه» کوټې ته د خپل سفر پرمهال د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه د یوې غونډې مشري وکړه.

شهباز شریف په خپلو څرګندونې کې ټینګار وکړ چې دا د تفرقې یا هم د سیاست وخت نه دی، بلکې د «ترهګرۍ» له منځه وړلو لپاره خپلې ټولې هڅې په ژمنیا سره ترسره کړو.

د پاکستان لومړي وزیر بلوچستان ایالت مرکز کوېټې کې د پوځي روغتون لیدنه وکړه او هلته یې په وروستیو وسلوالو بریدونو کې د ټپي شوو پاکستاني نظامیانو سره ولیدل.

هغه وویل چې ترهګر نه غواړي د بلوچستان خلک سوکاله او تعلیم یافته وي.

د پاکستان لومړی وزیر ډاډ ورکړ، چې د بلوچستان د پرمختګ سفر به دوام لري او د ترهګرو «بزدلانه» کړنې د بلوچستان د پرمختګ لپاره د دوی د حکومت هوډ نشي ماتولی.

شهباز شریف:«د بلوچستان پرمختګ د حکومت لپاره یو لومړیتوب دی. په صوبه کې د روغتیا او تعلیم د ښه اسانتیاوو او همدارنګه د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.»

د سي پېک په اړه د کار د سرعت څخه د رضایت څرګندولو سره، شهباز شریف وویل چې د ګوادر په هوایي ډګر کې الوتنې لا دمخه پیل شوي دي.

هغه وویل چې دا به د پاکستان د مرکزي اسیا، سویل ختیځې اسیا او د نړۍ د نورو برخو ترمنځ د اړیکو په جوړولو کې کلیدي رول ولوبوي.

په دې وروستیو د بلوچستان او پښتونخوا په ګڼو سیمو کې د بلوڅو بېلتون پالو او ټي ټي پي له خوا پر پاکستاني نظامیانو بریدونو زور اخیستی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جنوري په ۳۱ او فبروي په لومړۍ نېټه وسله والو د بلوچستان صوبې د کلات ولسوالۍ په منګوچر کې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو برید کړی او د یاد برید په پایله کې ۱۸ سرتیري وژل شوي دي.

خېبر پښتونخوا کې د ناامنۍ دوام؛ په دوو جلا پېښو کې ۴ امنیتي سرتېري او ۲ ملکي وګړي وژل شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۴۹ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې په خېبر پښتونخوا ایالت کې د دوو جلا پېښو پر مهال یو پولیس، درې تنه پوځیان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ځايي خبریالانو د معلوماتو له مخې، په لومړۍ پېښه کې نن سهار د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې د عبدالخالق په نوم یو پاکستانی پولیس د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی.

د ځایي سرچینو په وینا، بریدګر چې په موټرسایکل سپاره وو؛ یاد پولیس یې د ګاندي په سیمه کې په نښه کړ.

دغه پولیس د پولیو واکسین کمپاین د امنیت د ټینګښت لپاره روان و، چې د وسله‌والو تر برید لاندې راغی.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې، چې نن په خیبر پښتونخوا کې د پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل شوی او (د فبرورۍ تر ۷مې نېټې) به دوام ولري.

د دغه کمپاین موخه د ۶.۵ ېیلیونه ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسین کول دي، چې ۴۰زره ګرځندویه ټیمونه او نږدې ۵۰زره امنیتي ځواکونو یې د امنیت د ټینګښت لپاره ګومارل شوي دي.

په یوه بله جلا پېښه کې ناپېژانده وسله‌والو د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه موټر برید کړی، چې په پایله کې یې د پوځ درې سرتېري او دوه ملکیان وژل شوي دي.

د پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه برید د دوشنبې په ورځ هغه مهال وشو چې دغه امنیتي ځواکونه د بلوچستان د پښین له سیمې څخه ډېره اسماعیل خان ته روان وو. وسله‌والو بریدګرو تر ډزو وروسته د امنیتي ځواکونو موټر ته اور هم ورته کړی دی.

دغو بریدونو یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا امنیتي ګواښونه لا روښانه کړي، چې پکې پاکستاني پوځیان او د پولیو د خوندیتوب په موخه ګرځېدونکي امنیتي پولیس په نښه کېږي.

د‌ پاکستاني‌ طالبانو تحریک فعالیتونه تر پخوا په خېبر پښتونخوا کې زور اخیستی او هره ورځ د پاکستان له امنیتي ادارو سره په نښتو اخته وي.

یادې وسله‌والې ډلې په یوې تازه خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې په تېره جنورۍ میاشت کې یې ۱۵۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې؛ خو د پاکستان حکومت لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د خېبر پښتونخوا سیاست‌وال نیوکه کوي، چې د پاکستان د مرکزي حکومت د نه پاملرنې له کبله خېبر پښتونخوا د وسله‌والو نښتو او نا امنۍ په اور کې سوځي.

په بلوچستان ایالت کې په دوو وسله‌والو بریدونو کې د پوځ دوه سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۵۷ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې د (سلواغې ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې په دوو جلا پېښو کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د معلوماتو له مخې، لومړی برید د ګمبز سیمې ته نږدې د نانا صاحب زیارت ته څېرمه شوی چې پکې نامعلومه وسله‌والو پر یو موټر ډزې کړې دي. په دغه برید کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او یو بل ټپي دی. 

ځايي چارواکو خبریالانو ته د وژل شوي سرتېري نوم مرحبا خان او د ټپي شوي کس نوم ادریس خان ښودلی دی.

راپورونه وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پنځه کسان په یوه موټر کې د فوټبال تر سیالۍ وروسته خپلو ځایونو ته ستنېدل. د موټر پر شاتنۍ څوکیو ناست کسان له دغه بریده روغ وتلي دي.

د معلوماتو پر بنسټ ټپي کس سمدلاسه د دوکۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوی او بیا له هغې ځایه د کوټې مرکزي روغتون ته وړل شوی دی.

ځايي چارواکي شک لري، چې دغه برید ښايي د شخصي دښمنۍ له امله شوی وي.

د بریدګرو د پېژندنې او نیولو لپاره پولیسو د پلټونکو عملیاتو خبر ورکړی دی.

په یوه بله پېښه کې د پاکستان د سرحدي ځواک (FC) یو سرتېری عبدالحکیم اشیزای په چمن ښار کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په نښه شوی او وژل شوی دی.

راپورونه وايي، موټر سایکل سپرو وسله‌والو د چمن مسټر پلان سیمه کې پر دغه سرتېري ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا، عبدالحکیم اشیزای سخت ټپي شو او روغتون ته د لېږدېدو پر مهال یې ساه ورکړه.

پولیسو دا پېښه هدفي وژنه بللې؛ خو تر اوسه هیڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سختې جګړې هم رامنځته شوې دي.

په دغو جګړو کې ۲۳وسله‌وال او ۲۲ تنه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.

دغه جګړې د بلوچستان د هرنایي، کلات او د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ښار کې شوې دي.

تازه دوه ورځې وړاندې په کلات کې د پاکستان د پوځ ۱۸تنه سرتېری د وسله‌والو له لوري وژل شوي، چې د دغه برید له کبله په یاده سیمه کې امنیتي اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

په کلات کې د مانګوچار د جګړې پر مهال وژل شوي څلور پاکستاني سرتېري د یکشنبې په ورځ له پوځي بدرګې سره خاورو ته سپارل شوي دي.

راپورونه وايي، په مانګوچار برید کې ټول ۱۸ امنیتي سرتېري وژل شوي وو چې شپږ یې د بلوچستان او پاتې نور د سند، پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو وو. 

د دغو جنازو په مراسمو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بلوچستان والي شیخ جعفر خان مندوخېل، د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي او د ۱۲مې لوا قوماندان جنرال رهات نسیم احمد خان ګډون لاره.

په ورته مهال د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونو زور اخیستی، چې له کبله یې هره ورځ د پاکستان امنیتي ادارو غړو ته مرګ ژوبله اوړي.

په خېبر پښتونخوا کې د‌ پاکستاني طالبانو فعالیتونه تر بل هر وخت ډېر شوي او ځايي سیاست‌والو اندېښنې څرګندې کړې، چې د پاکستان حکومت د بې پامۍ له کبله په لوی لاس پښتونخوا د جګړې اور ته ټېل وهل کېږي.

د خېبر پښتونخوا سیاست‌والو دا ادعاوې هم کړې وې، چې «ټي‌ټي‌پي» د دغه ایالت ځینې سیمې په بشپړه توګه تر خپل واک لاندې راوستې دي.