مارکو روبیو د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ د امریکا نړۍوالې پرمختیايي ادارې سرپرست شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګنده کړه، چې هغه د امریکا د نړۍوالې پرمختیايي ادارې سرپرست شوی دی. ښاغلي روبیو د دوشنبې په ورځ له السلوادور څخه په خبرو کې د امریکا نړۍواله پرمختیايي اداره «په بشپړه توګه بې ځوابه اداره» یاده کړه.