• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوې موسسې مشرې طالبانو ته د «لابيګرۍ» په بدل کې د مرستې غوښتنه کړې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۰۹ GMT+۰

د «کابل‌لیکس» هېکرانو د افشاشویو اسنادو په لړ کې یو هم د وي‌ډي‌او(VDO) په نوم د یوې نادولتي موسسې مشرې، «مدینه محبوبي» او د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د غړو ترمنځ د پروژو پر پلي‌کېدو ګډه ناسته شوې ده.

په دې ناسته کې مېرمن محبوبي ویلي، چې په موسسه کې یې نږدې اته سوه کسان کار کوي او ادعا یې کړې، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې پر دوه سوه زرو افغانانو بشرپاله مرستې وېشلي دي.
په مکتوب کې د مدینه محبوبي له قوله لیکل شوي، چې هغې له درې سوو ښوونخیو سره لازمې مرستې کړي او ۱۱ زرو ماشومانو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.
په مکتوب لیدل کېږي، چې نوموړې له طالبانو غوښتي څو له موسسې یې ملاتړ وکړي او هغه به یې په بدل کې په نړۍوالو ناستو او کنفرانسونو کې د دغې ډلې ګډون ته زمینه برابره کړي.
مدینه محبوبي د ملګرو ملتونو له بشرپاله سازمان سره ځان د افغان موسسو استازې بللې او ادعا یې کړې، چې د افغانستان د خلکو غږ پورته کوي.
د نادولتي موسسو د مالکانو او طالبانو ګډې ناستې شکمنې بلل شوي او راپورونه شته، چې د موسسو مالکان له دغې ډلې سره خواخوږي دي،‌ څو له دې لارې له نړۍوالو سازمانونو ترلاسه‌کوونکې پروژې پلې کړي.
دغه مکتوب چې د ۱۴۰۳ کال د پنځمې میاشتې په ۱۰مه صادر شوی په‌کې د طالبانو او د یوې موسسې له څښتنې سره د ناستو جزیات په ګوته کوي.
په دغه مکتوب کې لیکل شوي، چې مدینه محبوبي ته په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ملاتړې لقب ورکړل شوی دی.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ ناڅرګندو هېکرانو د طالبانو پر اطلاعاتي زېرمو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کلتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارت‌خونو، سترې محکمې او شمېر نورو بنسټونو اسناد یې د «کابل‌لیکس» په نوم پر یوې وېب‌پاڼې خپاره کړل.
ورته مهال، طالبانو هم دا پېښه منلې او زیاته کړې یې ده چې د دغې ډلې یو شمېر اسنادونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو اسنادونو کمپيوټرونه له امنیتي خوندیتوب څخه بې‌برخې وو.

100%
100%

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

هبت‌الله خپل ویاند ته ویلي چې د دوی له لیدلوري پرته پر نورو مسایلو د غږېدو اجازه نه‌لري

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د «کابل‌لیکس» په نوم د ناڅرګندو هېکرانو له خوا په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان شامل دی، چې پر خپل ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دغې ډلې د بېلابېلو وزارت‌خونو پر ویاندویانو یو شمېر بندیزونه لګېدلي دي.

د هبت‌الله د دغه فرمان پر بنسټ، مجاهد ته هم سپارښتنه شوې چې د هغو مسایلو په تړاو دې له خبرو کولو ډډه وکړي‌، چې د دغې ډلې سیاسي او ټولنیز لیدلوری په‌کې روښانه نه وي.
په دغه فرمان کې ویل شوي، چې ویاندویان یوازې هغه ویناپاڼې نشرولای شي چې د طالبانو مشر له خوا تایید شوي وي.
په یاد فرمان کې همداراز راغلي، چې د وزارت‌خونو او بېلابېلو ادارو ویاندویانو د خپلو ادارو له کاري چتر څخه بهر هېڅ ډول رسنیز فعالیتونه نه شي کولای.
همداراز د یاد فرمان په سرلیک کې زیاته شوې، چې په ټولنیزو مسایلو کې یوازې ملا امام بشپړ واک لري او نور هېڅوک اجازه نه لري څو په ټولنیزو مسایلو کې د ملا امام مخالفت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هېکرانو یوې ناڅرګنده ډلې د طالبانو پر معلوماتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د ۲۱ وزارت‌خونو او خپلواکو ریاستونو یو شمېر سندونه یې په انټرنېټ کې خپاره کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو، مالیې، عدلیې، اطلاعاتو او کولتور، مخابراتو، کانونو، امربالمعروف وزارت‌خونې او ستره محکمه هغه مهم بنسټونه بلل کېږي چې هېکرانو یې اسناد خپاره کړي دي.
له دې پېښې وروسته د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هم ومنله چې د دغې ډلې یو شمېر اسنادونه افشا شوي او په وینا یې، د دغو اسنادو کمپيوټرونو امنیتي خوندیتوب نه درلود.

100%
100%

د طالبانو افشا شوي اسناد؛ د ای اېس ای د مشر فیض حمید زنداني کول سیاسي مسله ده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د نامعلومو هېکرانو ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې طالبانو د ای اېس ای یا د‌ پاکستان د څارګرې ادارې پخواني مشر فیض حمید زنداني کېدل سیاسي مسله بللې ده.

د پاکستان پوځ د تېر ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۱۲مه خبر ورکړی و، چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر متقاعد جنرال فیض حمید یې له واک څخه د ناوړه کټې اخیستنې له امله نیولی دی.

د طالب لیکس له لوري په افشا شویو اسنادو کې یو هم د طالبانو د اسلام اباد سفارت او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت اړوند معلوماتي مکتوبونه دي.

په دغو مکتوبونو کې په پاکستان کې د طالبانو سفیر کابل په یاد هېواد کې له هر ډول سیاسي بدلون او وضعیت څخه په جریان کې ساتلی.

په یوه مکتوب کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي، چې په پاکستان کې د څارګرې شبکې ای اېس ای پخواني مشر فیض حمید نیول کېدل سیاسي انګیزه لري او دا قضیه هېڅ ډول جرم پورې تړلې نه ښکاري.

په مکتوب کې لیکل شوي : «ښايي د فیض حمید نیول کېدل د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د هغه د نږدې اړیکو او خواخوږۍ له کبله وي.»

په یاد مکتوب کې همداراز ویل شوي، چې پاکستان په دغه هېواد کې د انټرنیټ پر کارولو، وټس اپ او یو شمېر نورو خواله رسنیو محدودیتونه وضع کړي، چې ښايي لامل یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري د پراخو لاریونونو یا تبلیغاتو مخنیوی وي.

د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د پوځي محکمې له مخې فیض حمید د پوځ له لورې توقیف شوی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې هغه له تقاعد کېدو راهیسې د پاکستان د اردو له قانون څخه "ګڼې سرغړونې" کړي دي.

یاده دې وي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر فیض حمید په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ترلاسه کولو سره هم مهاله د کابل په سرینا هوټل کې د چایو له پیالې سره راڅرګند شو او ویې ویل چې، ''خواشیني کېږئ مه هر څه به سم شي''.

په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدو سره یو ځای د فیض حمید دغه ډول راڅرګندېدل په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شول.

100%

سندونه: د طالبانو په امربالمعروف وزارت کې طالبان له دولتي بودجې خپل شخصي موټرونه ترمیموي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي، چې د طالبانو په امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت کې طالبان له دولتي بودجې خپل شخصي موټرونه ترمیموي او تېل یې هم کاروي.

په دې اړونده خپاره شوي مکتوب کې د طالبانو د یاد وزارت له بېلابېلو معینیتونو، ریاستونو او ادارو غوښتل شوي، چې د دغه وزارت په بودجه دې د خپلو شخصي موټرو د ترمیم او ورته د تېلو اچولو څخه ډډه وکړي.
همدا راز مکتوب څخه انګېرل کېږي، چې د دغه وزارت یو شمېر غړي دولتي موټر په شخصي توګه کاروي‌ او ان د دولتي موټر چلوونکو پر ځای یې ورته شخصي هغه ګومارلي دي.
په مکتوب کې راغلي، چې د رسمي وخت څخه وروسته که هر کارېدونکی دولتي موټر خرابېږي؛ نو د ترمیم مسوولیت یې د دغه وزارت پر غاړه نه دی.
په مکتوب کې دا هم راغلي، چې له رسمياتو وروسته که د شخصي موټرچلوونکي له لوري دولتي موټر ټکر شي؛ نو دوی یې د جوړېدو مسوولیت نلري او د جوړېدو مسوولیت یې د هماغه چلوونکي او کاروونکي پرغاړه دی.

100%

تېره ورځ هم د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د رسنیو هغه راپورونه او ادعاوې بې بنسټه یادې کړې، چې پکې راغلي ویل شوي و چې د دغې ډلې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ته زغروال موټر او وسلې ورکړل شوې دي.
د ښاغلي خیبر په وینا، په مرکز او ولایاتو کې د دغه وزارت هیڅ یو چارواکی زغروال ګاډی او وسله نلري.
هغه زیاته کړې، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبین د نورو وزارتونو له کارکوونکو هیڅ ډول لوړوالی نه‌لري او په وړیا ډول په پوځي مرکزونو کې د دوی د وړیا درملنې راپورونه هم بې بنسټه دي.

د طالبانو کانونو وزارت ۱۴۰۲ زېږدیز کال کې د عوایدو لپاره ۱۷.۵ میلیارده افغانۍ هدف ټاکلی و

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۴۳ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په افشا شویو سندونو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند یو سند کې ښکاري، چې دغې ډلې په ۱۴۰۲ زېږدیز کال کې له عایداتي سرچینو څخه ۱۷.۵ میلیارده افغانیو د لاسته راوړلو هدف ټاکلی و.

د کانونو او پټرولیم وزارت په افشا شوي مکتوب کې لیکل شوي، چې دغه هدف یې د خپلو بېلابېلو سرچینو څخه د عوایدو راټولولو په موخه ټاکلی و او اړونده ادارو ته یې لارښوونې کړې وې چې د راټولولو په تړاو یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

100%


په اړونده مکتوب کې راغلي، چې د کانونو قراردادونه د دغو عوایدو یو تر ټولو مهمه سرچینه ده او باید په دې تړاو په ټولو ولایتونو کې د طالبانو ریاستونه خپل فعالیتونه پراخ کړي.
په یاد راپور کې د طالبانو ولایتي ریاستو ته سپارښتنه شوې، چې په تېرو دوو کلونو کې د ترلاسه شویو عوایدو او قراردادونو اړوند معلومات هم د طالبانو د کانونو له وزارت سره شریک کړي.

افشا شوي سندونه؛ د طالبانو مشر په لغمان کې د «فراشغان» په نوم نوې ولسوالي جوړه کړې ده 

۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له‌خوا په افشا شویو اسنادو کې د کورنیو چارو وزارت یو مکتوب د ملاهبت الله د هغه حکم اړوند دی، چې له مخې یې په لغمان ولایت کې د «فراشغان» په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړېدو امر ورکړی دی.

په دغه مکتوب کې ویل شوي‌، چې یاده ولسوالي د طالبانو د واکمنۍ دوام لپاره سیاسي ارزښت ورکوي او دوی لا پیاوړي کولای شي.
په مکتوب کې دارنګه راغلي، چې په لغمان کې د طالبانو والي او د سیمې خلکو د یادې ولسوالۍ د جوړېدو په تړاو له ملا هبت الله څخه غوښتنې کړې وې.
په دې تړاو یو بل مکتوب هم شته، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو سختدریځي وزیر ندا محمد ندیم په ګډون د یادې ډلې د یو شمېر نورو وزارتونو د وزیرانو لاسلیک هم پکې شته او له ملا هبت الله څخه یې د یادې ولسوالۍ د منظورۍ غوښتنه کړې ده.

100%


په دغه مکتوب کې راغلي، چې دغه ولسوالي دې د ۱۴۰۴کال په تشکیل کې ونیول شي.
فراشغان تر دې وړاندې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند یوه دره وه، چې طالبانو په ولسوالۍ بدله کړه.