د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۸۴ افغان بندیان خوشې شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۸۴ تازه خوشې شوي افغان بندیان (د سلواغې په ۲۲مه) افغانستان ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۸۴ تازه خوشې شوي افغان بندیان (د سلواغې په ۲۲مه) افغانستان ته راستانه شول.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ۱۱ کورنۍ چې ټولټال ۴۴ کسان کېږي له ۴۰ نورو بندیانو سزه چې تازه د پاکستان له زندانونو خوشې شوي وو؛ هېواد ته راستانه شول.د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور د دغه هېواد د پولیسو لهخوا نیول شوي وو.خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغه کسان له دوو ورځو تر یوې میاشتې د پاکستان په زندانونو او حاجي کمپ کې بندیان وو.له بل پلوه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (د سلواغې په ۲۰مه نېټه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د پاکستان حکومت یوازې د ۲۰۲۵ کال د پیل په یوه میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ زره او ۳۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې له دغه هېواده تر ۸۲۵،۶۰۰ ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړي دي.د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسرې نیونې او جبري اېستل دې ودروي.


له کندوز ولایت څخه سرچینې وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې نن سهار سې شنبه د (سلواغې ۲۳مه) د کابل بانک مخې ته هغه مهال یوه درنه چاودنه شوې چې خلک د پیسو اخیستلو لپاره راټول شوي وو. تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
کندوز کې خبریالان وايي، چې د چاودنې له زوره داسې بریښي چې ښايي ځانمرګی برید وي.
په کندوز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ چارواکو ځايي رسنیو ته پېښه تایید کړې او نور جزیات یې نه دي ورکړي.
ځینې سرچینې وايي، چې ښايي دغه برید د طالبانو په هغو نظامي کسانو شوی چې د کابل بانک مخې ته د خپلو معاشونو د اخیستو لپاره ورغلي وي، خو طالبان یې لا نه تاییدوي.
خو د افغان خبریالانو په یوه وټساپ ګروپ کې طالبانو د وینې ورکړې اعلان کړی.

د طالبانو د کندهار ولایت رسنیز دفتر په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه ۳۱ بندیان خوشې او د ۱۳۸ نورو هغو د بند موده کې کمښت راغلی دی. ویل کېږي، د بندیانو په اړه دغه پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبتالله په غوښتنه د سترې محکمې د حکم پر بنسټ شوې.
د طالبانو سترې محکمې هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه یې د ملا هبتالله له غوښتنې وروسته کړې ده.
په کندهار کې د طالبانو د بندخونو مشر محیب الله ګرمسیري وایي، خوشې شویو بندیانو د خپل بند په موده کې د دیني او عصري علومو ترڅنګ ډیری کسبونه هم زده کړي دي.
که څه هم طالبانو په کندهار کې له زندانه د بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړی، خو واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته دغه ډله د شخصي زندانونو په لرلو او په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې او ځورولو په ورکړې تورنه ده.
دغې ډلې په عام محضر کې خلکو ته تعزیزي سزاوې ډېرې کړې او هره ورځ د دغې ډلې د سترې محکمې لهخوا د دغه ډول سزاوو د ورکړې خبرونه خپرېږي.
تېره ورځ هم طالبانو په روزګان او غزني ولایتونو کې پنځو تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړې وه، د یادې ډلې دغه کړنې د نړۍوالو بنسټونو لهخوا غندل شوي؛ خو طالبان وایي چې دوی په دې توګه غواړي «اسلامي شریعت» پلی کړي.

د افغانستان د تحلیلګرانو ټولنې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ټولو مرستو د بندولو امر پر افغانستان هم اغېز کړی. دغې ټولنې ویلي، لسګونو نادولتي موسسو، چې د امریکا له مالي مرستو خړوبېدلې، لا له وړاندې یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي.
د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ هغه فرمان، چې افغانستان ته د امریکا پر مالي مرستو مستقیم اغېز کوي، په دغه هېواد کې روغتیا، بشري حقونو بنسټونه، رسنۍ او د بې وزلو او زیان منونکو خلکو ملاتړ په ګډون ګڼو سکتورونو ته زیان رسولی دی.
په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو را وروسته، لویو مرستندویانو د داسې مرستو له ورکولو ډډه وکړه، چې ښايي له طالبانو سره مرسته وکړي، نو تر ډیره بریده دغه مرستې چې افغانستان ته د بشري مرستو په نامه لېږدول کېدې د ملګرو ملتونو، نړۍوال بانک او نورو نړۍوالو سازمانونو او نادولتي موسسو له لارې افغانستان استول شوې دي.
دغه ټولنه وايي، دا په دې معنا ده چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې په یادو مرستو کې یو پراخ رول لوبولی او ډیری ادارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي د متحده ایالاتو له ملاتړه برخمنې پاتې شوې دي.
د سیګار وروستی درې میاشتنی راپور، چې د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې خپور شو، د دغه ملاتړ کچه په ګوته کړې. د سیګار په راپور کې راغلي، امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې نږدې ۳.۷۱ میلیارد ډالره لګولي دي.
د دغو پیسو ډیره برخه (۶۴.۲٪) د ملګرو ملتونو ادارو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت، او نړۍوال بانک لهخوا اداره کیدونکي، د افغانستان اماني صندوق ته تللي دي. نور ۱.۲ میلیارد ډالره د مرستو د احتمالي وېش لپاره لګول شوې دي.
د افغانستان د تحلیلګرانو ټولنې زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو ادارې د خپل ملاتړ د سرچینو بیاکتنه کوي، ترڅو وګوري چې د مرستو کنګل کول به د دوی په پروګرامونو څه اغیزه کړې او ایا دوی کولی شي بشري مرستې له کنګل څخه مستثنا کړي.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ښار د پولیسو قوماندان وايي، چې امنیتي ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۷۲ بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.
د ایران دغه چارواکی وایي، چې یاد شمېر افغان کډوال د اېستلو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ښار د پولیسو قومندان علي اکبر حبیبفر د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر ۲۲مه) رسنیو ته وویل، هغه افغان کډوال چې د اوسېدو اسناد نه لري د امنیتي ځواکونو له خوا د ټولنیز امنیت د ښه والي د پروژې له پلي کېدو وروسته نیول شوي دي.
دغه ایراني چارواکي زياته کړه، چې تېره اوونۍ ددغه پلان د پلي کولو په موخه د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ١٥ تنه غله، اووه تنه د نشه يي توکو پرچون پلورونکي او ١١٦ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان ونيول شول.
هغه له ایراني وګړو هم وغوښتل، چې په دغه ښار کې د بې اسنادو کډوالو د لیدلو په صورت کې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.
د دغو کډوالو له نیول کېدو سره سم، د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار څارنوال حجت صدیقي د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې په واورو او یخنۍ کې د بند پاتې ۲۵۰ افغان کډوالو د ژغورنې او اېستلو اعلان وکړ.
ده وويل، چې دغو افغان کډوالو غوښتل چې په ناقانونه توګه ايران ته ننوځي.
په دې وروستیو کې ایران د بې اسنادو کډوالو د اېستلو بهیر خورا زیات کړی دی.
تر دې مخکې د تهران والي محمد صادق معتمدین د ثور د میاشتې په شپاړسمه اعلان وکړ، چې د روان هجري لمریز کال له پیله تراوسه یوازې له تهران څخه څه د پاسه درې سوه زره افغان کډوال نیول شوي او شړل شوي دي.
هغه خبرداری ورکړ، چې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو ګومارنه د کار ګمارونکو لپاره د درنو جریمو تابع دی.

د افغانانو او د یو شمېر نورو هېوادونو د کډوالو ملاتړو سازمانونو د دوشنبې په ورځ یوې محکمې ته د ټرمپ د ادارې له خوا د کډوالو د منلو د پروګرام د ځنډولو په اړه شکایت وکړ.
د دې شکایت پر بنسټ، د بیا مېشتېدنې د ځنډولو حکم کډوال او د هغوی کورنیو ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي.
دغه سازمانونه په داسې حال کې د ټرمپ د دې پرېکړې په تړاو شکایت کوي، چې اوسمهال لږ تر لږه ۱۶۶۰ افغان کډوال چې ټاکل شوې وه، له پاکستانه متحده ایالاتو ته ولېږدول شي، بې برخلیکه پاتې دي.
یاد شمېر افغانان د پناه غوښتونکو د منلو د ځنډولو په اړه د ټرمپ د حکم له امله له پاکستان څخه د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د کډوالو ملاتړو سازمانونو په خپل شکایت کې ویلي، چې ټرمپ په ناڅاپه توګه د پروګرام په ځنډولو او د هغو کډوالو لپاره چې په متحده ایالاتو کې اوسېدلي دي د تمویل په بندولو سره له خپل واک څخه سرغړونه کړې.
دوی له محکمې څخه وغوښتل: "د امریکا مهم او تاریخي دود د هغو خلکو د ساتنې او مرستې لپاره بېرته راولي چې له ځورونې تښتېدلي دي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه د خپلې دورې په لومړۍ ورځ د افغان کډوالو او نورو هېوادونو د مېشتېدو پروګرام د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه.
هغه په خپل حکم کې ویلي چې داخلې پروګرام باید وڅېړل شي ترڅو پناه غوښتونکي په سمه توګه په امریکایي ټولنه کې مدغم شي او د مالیه ورکونکو پیسې ضایع نه شي.
په ورته وخت کې، د هغه مرستیال جی ډي ویسن وویل، د دې اړتیا شته چې ډاډ ترلاسه شي چې پناه غوښتونکي په سمه توګه د امنیتي تصفیې لپاره معاینه شوي.