• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د ننګرهار د پوهنې په ریاست کې درېیو طالبانو ۱۱ سوه زره افغانۍ غلا کړي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۳۰ GMT+۰

له ننګرهاره سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت د طالبانو د پوهنې په ریاست کې د دغې ډلې درېیو غړو د یوه ښوونځي د ترمیم شاوخوا ۱۱ سوه زره افغانۍ غلا کړي او په خپل منځ کې یې وېشلي دي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رسېدلو اسنادو کې لیدل کېږي چې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د «اش‌خېل عبدالخېل» ښوونځي د ترمیم لپاره د ننګرهار د طالبانو پوهنې ریاست او د «ابوزر عثماني عرب‌زاده د ساختماني چارو شرکت» ترمنځ یو قراداد لاسلیک شوی دی.

د دواړو خواوو د قراداد پر بنسټ، د ننګرهار د طالبانو د پوهنې ریاست او د «ابوزر عثماني عرب‌زاده د ساختماني چارو شرکت» ترمنځ د دوه مېلیونه او ۵۰۰ زرو، ۴ زره او ۳۰ (۲۵۰۴۰۳۰) افغانیو قرارداد لاسلیک شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د دغو پیسو ۱۴ سوه زره افغانۍ د اچین ولسوالۍ د «اش‌خېل عبدالخېل» ښوونځي د ودانۍ ټېکه‌دار ته ورکړل شوي او پاتې نورې چې ۱۱ سوه زره (۱۱ لکه) افغانۍ کېږي، د ننګرهار د طالبانو پوهنې په ریاست کې درېیو طالبانو په خپل منځ کې وېشلي دي.

د ننګرهار ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست اداري مرستیال «سید محمد صادق هاشمي، د یاد ولایت لپاره د دغې ډلې د تدارکاتو مدیر جمال‌الدین او انجنیر مدیر مستقیم» هغه درې کسان دي چې دا پیسې يې په خپل منځ کې وېشلي دي.

همداراز د «ابوزر عثماني عرب‌زاده د ساختماني چارو شرکت» د قرارداد د لاسلیکوونکي نوم، حاجي خالد لیکل شوی دی.

د سرچینو په خبره، دا موضوع د ننګرهار لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست له مشر شېخ محمدشریف حلیمي سره هم شریکه شوې، خو هغه یې په تړاو هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.

په داسې حال کې چې طالبان تل په هېواد کې د فساد د له‌منځه وړلو ادعاوې کوي، تازه د روڼتیا نړۍوال سازمان په خپل یو راپور کې ویلي، چې افغانستان په ۲۰۲۴م کال کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په درجه بندۍ کې ۱۶۵م ځای لري.

له دې سره، تېره اونۍ د هېکرانو یوې ډلې هم په یوه سایبري برید کې د طالبانو زرګونه سندونه افشا کړي، چې ډېری برخو کې یې د طالبانو د فساد او غلا اړوند موضوعګانې خپاره شوي دي.

100%
100%
100%

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنېټ: په وسله‌والو ډلو کې د ماشومانو ګومارل پراخ ناورین دی

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د «ماشوم سرتېري د مخنیوي نړۍوالې ورځې» په مناسبت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې په وسله‌والو ډلو کې د ماشومانو ګومارل د هغوی د حقونو پراخ ناورین دی.

بېنېټ د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د ماشوم سرتېري د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره سم په خپل اېکس‌ کې لیکلي، چې له زده‌کړې او معیشت خوندیتوب، له ماشومانو د خوندیتوب په معنا دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر زده‌کړو بندیز او د ماشومانو کار او اقتصادي ستونزې هغه عوامل دي چې ماشومان په وسله‌وال تاوتریخوالي کې را ایساروي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یو راپور کې ویلي و، چې په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه پناه‌غوښتونکي ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، د ۱۴.۸ میلیونو پناه‌غوښتونکو ماشومانو نیمايي چې ښوونځي ته د تګ وړ دي، د بې‌وزلۍ، نښتو او اسانتیاوو د نشتوالي له وجې د زده‌کړو له دوام څخه محروم دي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوسمهال د افغانستان زرګونه ماشومان د افغانستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د تاوتریخوالو، بنسټیزو امکاناتو د نشتون او د کډوالۍ له امله له زده کړو بې برخې دي.

له دې سره، د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانکړي دفتر په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د جدي سرغړونو ۴۵۱۹ پېښو تر څنګ د طالبانو په لیکو کې د ۲۵۷ تنه ماشومانو د ګومارلو راپور تایید شوی دی.

دغه راپور زیاتوي، چې ۳۲۴۸ تنه وژل شوي او معلول شوي، په ۲۱ تنو جنسي تېري شوي او ۳۳ تنه تښتول شوي دي.

هبت الله په کندهار کې یوې غونډې ته: «زما فرمانونه د خدای اوامر دي»

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په خپله واکمنۍ کې په لومړۍ ځل د کندهار پوهنتون له استادانو او محصلانو سره کتلي او هغوی ته یې لارښوونه کړې، چې ديني او عصري علوم «په اخلاص» زده کړي. نوموړي ويلي، که په فرمانونو کې یې یوه خبره د اسلام خلاف وه، نه دې یې مني.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له کندهار پوهنتون څخه د ليدنې ترڅنګ د پوهنتون په لوی جومات کې د استادانو او محصلانو په يوه لويه غونډه کې برخه واخیسته.

هغه په غونډه کې د خپلو فرمانونو اړوند وویل: «هر فرمان مې د علماء کرامو په مشوره، د قرآن او حديثو څخه اخيستل شوی او د خدای تعالی اوامر دي. که په دې فرمانونو کې یوه خبره د اسلام خلاف وه، مه یې منئ.»

نوموړي محصلينو ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې په ديني او عصري زده کړو سره د الله د رضا لپاره دین او خلکو ته ګټه ورسوي.

هغه زیاته کړې: «  تاسې هم دیني او هم دنیوي زده کړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ ځکه په ټولنه کې تاسې ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب‌ العلمانو ته په ‌‌‌ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري، په دې هېواد کې په څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی.»

هبت الله اخوندزاده په خپله وینا کې ویلي، چې مدرسه او پوهنتون سره یو دي او د دواړو ملاتړ کوي.

نوموړي له افغان محصلانو غوښتي، چې «د طالب مبارزينو تاریخونه وليکئ او په نړيواله کچه یې معرفي کړئ.»

اخوندزاده دا هم ویلي، که بهرني استادان د افغانستان په پوهنتونونو کې د استادي لپاره راځي زمينه به ورته برابره کړي.

هغه په دې اړه زياته کړې: «موږد لوړو زده کړو وزارت ته ویلي چې که په هر قیمت بهرنی استاد دلته راځي او د افغانستان په پوهنتونو کې استادي کوي، ور یې کړئ، خو د هېواد ځوانان په مسلکي ډول وروزئ.»

مل هبت الله داسې مهال د بهرنیو استادانو د راتګ او زده کړو د ارزښت په اړه څرګندونې کوي، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د نوموړي د فرمانونو له مخې د نجونو زده کړې منع ګرځول شوې، بهر ته د محصلانو پر تګ بندیز دی او له ورځنیو فرمانونو یې خلک خورا شاکي دي.

روسیې او قزاقستان د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۲ GMT+۰

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د قزاقستان له ولسمشر سره په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. دغه روسي چارواکي ټینګار کړی، چې د افغانستان، سوریې او اوکراین امنیتي وضعیت لا هم د روسیې او قزاقستان پاملرنې ته اړتیا لري.

د قزاقستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) ويلي، چې د روسيې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره کتلي.

د روسیې تاس دولتي خبري اژانس د همدې ليدنې اړوند د سرګي شویګو له قوله لیکلي: «هغه پرمختګونه، چې موږ یې په افغانستان کې شاهدان یو او په سوریه او اوکراین کې وروستي پرمختګونه زموږ دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري».

دواړو هېوادونو د خپلو اړیکو پر لا پياوړتیا هم خبرې کوړې او نویو پرمختګونو ته یې هيله مندي ښودلې.

روسیه او قزاقستان دا مهال د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو دواړه هېوادونه له دې ډلې سره نژدې ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی او قزاقستان هم طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه اېستلي دي.

مسکو له دغه لېست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه غور کوي.

ملا هبت الله ته د ملاضعیف یوه بله کنایه؛ «که ښه واکمني غواړې د ولس سالمه پالنه وکړه»

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د پخواني رژیم ډېپلوماټ ملا عبدالسلام ضعیف د نوشيروان عادل پاچا یوه لنډه کیسه لیکلې او هبت الله ته يې په کنايه ویلي: « که ښه واکمني غواړې د ولس او رعیت پوره او سالمه پالنه وکړه.»

ملا عبدالسلام ضعیف تر دې وړاندې په یوه شعري کنایه کې طالب مشر ته ویلي و، «پوهیږې به هغه وخت چې دې عقل سرته راسي».

ضعیف پر خپل اېکس یوه لنډه کیسه لیکلې، چې نوشيروان عادل د مرګ پر مهال خپل ځایناستي ته پکې لارښوونه کړې.

نوموړي د ونې يوه بېلګه راوړې او زیاته کړې یې ده، چې که يې سمه پالنه وشي مثمره به پاتې شي.

هغه ليکلي: «ګوره واکمنان د ونې د تنې مثال لري او ولسونه دبېخ او رېښو په څیر دي. که غواړې چې ونه سالمه مثمره پاته شي د رېښو او بېخ یې ښه پالنه کوه، که چیرې ونه د رېښو له خوا تنده او یامرض پیداکړي تنه یې سالمه نه پاته کیږي.»

نوموړي د کنايې په ډول طالب مشرتابه ته ویلي، چې د ښې واکمنۍ غوښتلو لپاره د ولس پوره او سالمې پالنې ته اړتيا ده.

د ملاضعیف له دې پوسټ خپرېدو وروسته ډېرو پر ايکس پاڼه په تبصرو کې د نوموړي د همدې خبرې ملاتړ کړی او ځينو نورو طالب پلوو بیا غبرګون ښودلی.

د فیض محمد په نامه یو تن ورته لیکلي: « په مسالو او کیسو وطن نه جوړيږي.»

د اورنګزيب په نوم یو کس په تبصره کې ويلي: «ضعیف صیب که په نصیحت چا سر خلاصولی دا څلور کاله به عبث نه تیریدلی، د تعلیم، ملي ارزښتونو، ملي بیرغ، مشروع او ټولشموله نظام جوړېدل، کار اهل کار ته سپارل، اساسي قانون، نړيوال مشروعیت دا ماته یو خوب ښکاري او ولس ناهيلی.»

ملا عبدالسلام ضعیف چې د طالبانو په تېره واکمنۍ کې په اسلام اباد کې ددې ډلې سفیر و، د طالبانو د مشر له پالیسیو سره وخت ناوخته مخالفت ښودلی.

د نوې هڅې جزئیات؛ پاکستان له طالبانو سره د قبایلي جرګو له لارې د تفاهم هڅه کوي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا حکومت له طالبانو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره یو نوی ابتکار وړاندیز کړی، چې د جرګو په لړ کې د قومي او قبایلي مشرانو، دیني عالمانو او سیاسي مشرانو پر ګډون متمرکز دی.

چارواکي وايي، دغه نوې هڅه یا ابتکار د دواړو خواوو تر منځ د ګډو کولتوري، تاریخي او قومي اړیکو پراساس رامنځته شوی، چې هدف یې د همکارۍ پیاوړتیا او د امنیتي ستونزو حل دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت په خپره شوې طرح کې راغلي، چې هدف یې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د دواړو خواو تر منځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابرول دي.

د دغه ابتکار خپره شوې محتوا وايي، دوی غواړي دې ته لاره هواره کړي چې ترهګرې ډلې افغان خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي او طالبان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو حرکتونو مخه ونیسي.

په دې ابتکار کې هیله ښودل شوې، چې له طالب چارواکو سره د همکارۍ له لارې د دواړو خواو تر منځ باور او همکاري جوړه کړي.

د رپوټونو له مخې، دا نوې هڅه به په دوه پړاونو کې ترسره شي. لومړی پړاو به د ابتدایي اړیکو لپاره وي، چې یوه کوچنۍ ډله به کابل ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره به لومړني بحثونه وکړي. د دغه سفر هدف دا دی چې د ډیپلوماتیکو بنسټونو جوړولو لپاره زمینه برابره شي او له طالب مشرانو سره د همکارۍ لپاره نقشه جوړه شي. په دغه پړاو کې به د دې نوې هڅې اساسي موخې او پراخ اهداف څرګند شي.

د رپوټونو له مخې، له ابتدایي اړیکو وروسته، دویم پړاو به افغانستان ته د لویې ډلې یا جرګې سفر وي چې له افغان قومي مشرانو او طالب استازو سره خبرې وکړي. په دې پړاو کې به د خبرو اترو موضوعات امنیتي، تجارتي، د کډوالو مسایل او کرښه پورې همکارۍ وي. دغه جرګه هیله لري چې د دواړو خواو ترمنځ د قومي اړیکو پیاوړتیا، د اقتصادي همکارۍ پراختیا او د کرښې اړوند کړکیچونو کمښت ته لاره هوار کړي.

د دې جرګې ترکیب به د خیبر پښتونخوا له هغو قبایلي مشرانو جوړ وي چې قبیلې یې پر ډیورنډ کرښه پرتې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت دا هم څرګنده کړې چې دغه نوې هڅه به د پاکستان له ملي بهرنیو او امنیتي سیاستونو سره سمون ولري. د دې لپاره چې کوم تضاد رامنځته نه شي، د خیبر پښتونخوا حکومت به د دې نوې هڅې په اړه فدرالي حکومت ته رسمي خبر ورکړي او ډاډ به ترلاسه کړي چې هیڅ داسې ژمنې به نه کوي چې د پاکستان له ملي امنیت او دیپلوماتیکو دریځونو سره په ټکر کې وي.

خو دا یوازې حکومتي هڅه نه ده، چې له طالبانو سره د ډیالوګ لارو پر پرانېستلو کار کوي.

د جمعیت العلما په مشرۍ د قبایلي سیمو پښتون فاټا جرګه هم غواړي چې د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو ابتکار دوی په لاس کې واخلي.

په پېښور کې د جمعیت العلما ګوند په مشرۍ د قبایلي سیمو لویې جرګې د چارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې کابل ته د مولانا فضل الرحمان د سفر پرمهال د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو مخکینی بهیر باید بېرته پیل شي او د هغه وخت «تنظیم شوی فرمول» نهايي شي.

دغه دواړې جرګې داسې مهال فعالې کیږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت ته څو ډیپلوماتیک وړاندیزونه کړي او په یوه وړاندیز کې د قومي او سیاسي مشرانو دوه اړخیز تګ او راتګ شامل دی.

د شنونکو په باور، پاکستان غواړي له طالبانو سره د رسمي خبرو اترو له پیل وړاندې د خیبر پښتونخوا او فاټا د قومي جرګو له لارې له دې ډلې سره لومړنیو هوکړو او تفاهم ته ورسیږي او وروسته حکومتي او رسمي خبرو اترو ته لاره پرانیزي.