• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح د مونیخ برید ته: په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالي لامل هېواد کې حاکم نظام دی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د تېر جمهوري دولت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جرمني په مونیخ کې د افغان کډوال له لورې په موټر د ۲۸ کسانو ټپيان کول ترهګریز برید یاد کړی او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې.

د پنجشنبې په سهار یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د جرمني په مونیخ ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ او ۲۸ کسان یې ټپيان کړل.

امر الله صالح پر خپله اېکس پاڼه لیکي:« د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۱۳مه، د جرمني په مونیخ کې وروستۍ ترهګریزه حمله، چې په‌کې یو موټر په قصدي ډول د اتحادیې د کارګرانو په غونډه کې د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه وروست، یو وحشي ترهګریز عمل دی، چې عاملین یې باید تر ټولو سخته سزا وویني. موږ د ترهګرو او د هغوی د هڅوونکو د سزا په اړه د جرمني د عدلي سیسټم ملاتړ کوو. زموږ فکرونه او دعاګانې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو سره دي.»

صالح زیاته کړې، چې په اروپا کې د ترهګریزو بریدو ستر لامل په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته رسېدل او دغه ډلې ته د بشري مرستو په نامه په میلیونونو ډالر مرستې دي.

نوموړی زیاتوي:« مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په کابل کې د جرمني سفارت د مې په ۳۱مه، ۲۰۱۷ کې د حقاني شبکې له خوا تر برید لاندې راغی، چې له ۱۵۰ څخه ډېر کسان یې ووژل او له ۴۰۰ څخه ډېر یې ټپیان کړل او د دې برید پلان جوړونکی د دوحې د تړون له مخې د ۵۰۰۰ خوشې شویو بندیانو څخه یو و.»

د جمهوري نظام د ولسمشر دغه لومړي مرستیال ویلي چې له ۲۰۰۱څخه تر ۲۰۲۱ پورې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې یو باوري او مشروع شریک و خو د دوحې تړون د ناټو په ملاتړ د کودتا سره ډېر ورته و، چې طالبان یې بیا واک ته ورسول.

صالح پر اېکس پاڼه کې په اروپایي هېوادنو غږ کړی چې د افغانستان لپاره خپلې پالسیو ته بیا کتنه وکړي نوموړی زیاتوي: «هغه ترهګرې ډلې چې په اروپا کې فعالیت کوي، د طالبانو له خوا هڅول شوي، باید وځپل شي او له منځه یوړل شي. د دې د ترلاسه کولو لپاره، باید په افغانستان کې د اساسي قانون د سیسټم د بیرته راستنیدو لپاره ملاتړ وشي، کوم چې کولی شي ستاسو سره په سوله، امنیت، پرمختګ کې ملګرتیا وکړي او د دوامداره ډله ییز کډوالۍ د خطرونو کمولو لپاره شرایط رامینځته کړي.»

د مونیخ دغه شکمن برید څو ساعته مخکې له هغه وشو، چې ټاکلې وه د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس او د اوکران د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په ګډون د ځینو نورو هېوادونو استازي د مونشن امنیتيي کنفرانس لپاره د جرمني دغه سویلي ښار ته ورشي.

له دغه برید وروسته د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ ویلي؛ برید کوونکي ته باید سزا ورکړل شي او باید له هېواده و اېستل شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

بریتانیا يوه ۳۶ کلنه مېرمن په افغانستان کې له داعش سره د یوځای کېدو په تور ونیوله

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د بریتانیا پولیسو په سټراټفورډ-اپون-اېون ښار کې د فرشته جامي په نوم یوه ۳۶ کلنه مېرمن په افغانستان کې له داعش خراسان څانګې سره د یوځای کېدو په تور نیولې ده.

اېل‌بي‌سي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د بریتانوي پولیسو په حواله ویلي، چې هغې پیسې سمولې څو افغانستان ته سفر وکړي او له داعش وسله‌والې ډلې سره يوځای شي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړې مېرمنې د ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټولنیزو رسنیو کې ګرافیکي او له تاوتریخوالي ډک افراطي مطالب هم خپاره کړي دي.

دا مېرمن د لیسټر په ستره محکمه کې د محاکمې له جوړېدو وروسته، د ترهګرۍ د ۲۰۰۶ قانون د پنځمې مادې پر بنسټ، ترهګره پېژندل شوې ده.

د پولیسو افسرانو ویلي، چې فرشته جامي د څو ټولنیزو رسنیو مدیریت کاوه او پر پوسټونو او پیغامونو یې څارنه کوله.

د پولیسو په خبره، دې مېرمنې په ټولنیزو رسنیو له ۷۰۰ څخه ډېر فعال غړي درلودل او په لویه کچه یې داعش ته تبلیغات کول څو دغې ډلې ته وښيي چې د هغوی ژمنه او وفاداره غړې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړې همداراز، د وسلو په هکله څېړنې کړي او د اې کې ۴۷ ټوپک د ټولولو او جلاکولو په تړاو یې هم معلومات لټولي دي.

د پولیسو افسرانو په وینا، جامي افغانستان ته د خپل سفر د پلانولو په موخه۲۲ ځلې د الوتنو او نورو سفري معلوماتو په هکله پلټنه کړې ده.

د واروېکشایر پولیسو د عملیاتو مشر، ډارن وېبسټر په دې تړاو ویلي دي: «دا یوه پېچلې قضیه وه چې له ترهګرۍ او جدي جرم سره تړاو لري او موږ یې له پایلو هرکلی کوو.»

ټاکل شوې چې د فرشتې جامي په هکله د راتلونکې جمعې په ورځ په لیسټر ستره محکمه کې پرېکړه وشي.

د طالبانو افشاء شوي اسناد؛ د امریکا-پاکستان ترمنځ د اړیکو له پراختیا څخه طالبان اندېښمن دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ناڅرګندې ډلې د طالبانو د افشا شویو اسنادو اړوند په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت یو مکتوب ښيي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ یې د اړیکو د پراختیا له کبله کابل ته خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) قوماندان جنرال مایکل کوریلا خېبرپښتونخوا ایالت ته په سفر کې د ډيورنډ فرضي کرښې د امنیت په تړاو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر او لوی درستیز ساحر شمشاد مرزا سره خبرې کړې وې.

د طالبانو یاد سفارت پاکستان ته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مایکل اریک کوریلا د سفر په تړاو خپل بهرنیو چارو وزارت ته‌ په یوه مکتوب کې معلومات ورکړي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر کابل ته ویلي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د پاکستاني پوځیانو او لوی درستیز په ملتیا د ډیورنډ کرښې ته ورغلی او هلته یې په خېبر پښتونخواه کې د دغې کرښې په اوږدو کې له ځینو سیمو لیدنه کړې ده.

په دغه مکتوب کې راغلي، چې دواړه لوریو د امنیتي همکاریو د پراختیا په تړاو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د امنیتي پېښو په تړاو یو بل سره د ګډې همکارۍ ژمنې کړي دي.

په افشا شوي مکتوب کې لیکل شوي چې پاکستاني لوري له افغانستان څخه پاکستان ته د ورپېښو ګواښونو په اړه د امریکا یاد پوځي چارواکي ته معلومات ورکړ‌ي دي.

په مکتوب کې د دغو ګډو همکاریو دوام په افغانستان کې روان ترینګلی وضعیت ښودل شوی دی.

یاده دې وي چې په منځني ختيځ او منځنۍ اسيا کې د امريکایي ځواکونو د څارنې لپاره د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جو بايډن نومول شوي جنرال په افغانستان کې د داعش ځپلو لپاره له طالبانو سره په همکارۍ باور درلود.

جنرال کوریلا د طالبانو سره د ګډې همکارۍ په اړه د امریکا سنا مجلس ته ويلي وو: «زما په شخصي نظر داسې عملي بېلګې شته چې موږ کولی شو د داعش خراسان ډلې د ګواښ پر وړاندې سره يو ځای شو.»

د نړۍ د ځوانو ساینس‌پوهانو نړۍواله غونډه؛ یوازیني افغان ساینس‌پوه په‌کې ګډون وکړ

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د ځوانو ساینسپوهانو په نړۍواله ناسته (Global Young Scientists Summit) چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې جوړېږي، په‌کې افغان ساینس‌پوه او د ننګرهار پوهنتون مخکېني استاد دوکتور صفي‌الله حازم هم ګډون کړی دی.

دا ناسته سږکال د جنورۍ له ۶مې د همدې میاشتې تر ۱۰مې پورې د سنګاپور په ملي پوهنتون کې جوړه شوې وه.

حازم چې د جاپان ناګویا پوهنتون دعصاب‌پوهنې په برخه کې پي‌اېچ‌ډي لري، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږل شوې ویناپاڼه کې ویلي چې دا غونډه ځوانو ساینس‌پوهانو ته نوي فرصتونه برابروي څو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ځوانو ساینس‌پوهانو ترمنځ اړیکې رامنځته او له یو بل سر خپلې لاسته‌راوړنې شریکي کړي.

د معلوماتو له مخې، دا ناسته د سینګاپور د ملي څېړنیو بنسټ له خوا جوړه شوې وه او سږکال په‌کې د نړۍ له ۴۹ هېوادونو څخه د کیمیا، فزیک، طب، ریاضیاتو، کمپیوټر ساینس، انجینرۍ او نورو برخو شاوخوا ۳۵۰ ځوانو څېړونکو ګډون کړی و.

افغان ساینس‌پوه ویلي چې په دې ناسته کې د نوبل«فیلډزاو ټورینګ جایزو» ګټونکو هم ګډون کړی و او د ټېکنالوژۍ د نوښتونو،مصنوعي ځيرکتيا او ټولنیزو او نړۍوالو ستونزو د حل لپاره د ساینس پر رول غږېدلي دي.

100%

نوموړي د غونډې ترټولو ځانګړې برخه له لویو ساینسي څېرو سره مخامخ خبرې کول بللي دي. هغه په دې تړاو زیاته کړې: «ماته د پروفیسور لویس ایګنارو سره خبرې چې د فزیولوژي او طبابت په برخه کې د نوبل جایزه ګټونکی دی، ډېرې په زړه پورې وې. هغه په دې تړاو خپل نظریات شریک کړل چې څنګه پیچلي علمي مفاهیم خلکو او په ځانګړي ډول زده‌کوونکو ته ساده شي.»

د صفي‌الله حازم په اند، د ساینسي موضوعاتو په تړاو اړیکې نه یوازې د اکاډمیکو کړیو دننه، بلکې په معاصره نړۍ کې د ټولنې په کچه د علمي پوهاوي په موخه ډېرې مهمې دي.

د ځوانو ساینس‌پوهانو نړۍواله ناسته داسې مهال جوړېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد ښوونیز او علمي بنسټونه په بشپړه توګه د ساینس او ټکنالوژۍ له برخو غاړې ته شوي دي.

د اتلانو جام لپاره افغان لوبغاړو په لاهور کې تمرینات وکړل

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په لاهور کې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) له خوا کېدونکي اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې د چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړل.

د اتلانو جام په سیالیو کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دا لومړی ګډون دی، چې په خپل ګروپ کې به د سویلي افریقا، اسټرالیا او انګلینډ لوبډلو سره د پاکستان په کراچۍ او لاهور کې سیالۍ ترسره کړي.

100%

کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغان لوبډله به د یادو سیالیو له پیل څخه وړاندې دوه تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.

100%

افغان ملي لوبډله به خپله لومړۍ تمریناتي لوبه د جمعې په ماسپښین د پاکستان الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

په پام کې ده، چې افغان کرېکټ لوبډله یوه تمریناتي سیالۍ د نیوزلینډ له ملي لوبدلې سره هم وکړي.

100%

د پاکستان پوځ وايي، په پښتونخوا کې یې ۱۳ وسله وال وژلي دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پښتونخوا کې یې په پنځو بېلا بېلو عملیاتو کې ۱۳ تنه وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د فبروري په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه یې دا عملیات د پښتوخوا صوبي په ډیره اسماعیل خان، شمالي وزیرستان لکي مروت او خیبر کې کړي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې پاکستاني ځواکونو د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په کلاچۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو پر پټنځي عملیاتو کې پنځه تنه وسله وال، د شمالي وزیرستان په دوسالي او پاټي سیمو کې په دوو جلا جلا بریدونو کې پنځه وسله وال، په لکي مروت کې دوه او یو بل وسله وال د خیبر ولسوالۍ په باغ سیمه کې وژلي دي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغو عملیاتو او نښتو کې یې د وسله والو څخه یو شمېر وسلي او مهمات هم نیولي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په نا امنو سیمو کې به تر هغو د وسله والو پر ضد عملیات دوام ولري، تر څو دغه هېواد په بشپړه توګه د ترهګرۍ له ګواښ څخه په امن کې شي.