د پاکستان پوځ وايي، په پښتونخوا کې یې ۱۳ وسله وال وژلي دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پښتونخوا کې یې په پنځو بېلا بېلو عملیاتو کې ۱۳ تنه وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پښتونخوا کې یې په پنځو بېلا بېلو عملیاتو کې ۱۳ تنه وسله وال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د فبروري په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه یې دا عملیات د پښتوخوا صوبي په ډیره اسماعیل خان، شمالي وزیرستان لکي مروت او خیبر کې کړي دي.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې پاکستاني ځواکونو د دیره اسماعیل خان ولسوالۍ په کلاچۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو پر پټنځي عملیاتو کې پنځه تنه وسله وال، د شمالي وزیرستان په دوسالي او پاټي سیمو کې په دوو جلا جلا بریدونو کې پنځه وسله وال، په لکي مروت کې دوه او یو بل وسله وال د خیبر ولسوالۍ په باغ سیمه کې وژلي دي.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغو عملیاتو او نښتو کې یې د وسله والو څخه یو شمېر وسلي او مهمات هم نیولي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، چې په نا امنو سیمو کې به تر هغو د وسله والو پر ضد عملیات دوام ولري، تر څو دغه هېواد په بشپړه توګه د ترهګرۍ له ګواښ څخه په امن کې شي.


د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير د لومړي وزير په ماڼۍ کې خبريالانو ته ويلي، چې له هیچا یې لیک نه دی تر لاسه کړی. پرون د عمران خان وکیل فیصل چوهدري ویلي و، چې خان د پاکستان په ټاکنو کې د درغليو په اړه د پوځ مشر ته دريم لیک ليږلی.
د پاکستان جيونيوز د پنجشنبې په ورځ په یوه خبر کې ویلي، چې د پوځ مشر عاصم منير د لومړی وزير په ماڼۍ کې د ترکیې د ولسمشر د ميلمستيا په څنډه کې له خبريالانو سره په نارسمي خبرو کې ویلي، چې له هیچا يې لیک نه دی ترلاسه کړی.
جیونیوز د پوځ د مشر له قوله لیکلي: « ما د هیچا لخوا هیڅ لیک نه دی ترلاسه کړی، که زه کوم لیک ترلاسه کړم، زه به یې لومړي وزیر ته ورسوم.»
د پوځ مشر دا هم ويلي، چې پاکستان د پرمختګ په حال کې دی او لا به مخ ته وړاندې لاړ شي.
پرون د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان وکيل فیصل چوهدري ویلي و، چې خان د اډياله زندان د پوځ مشر ته په ټاکنو کې د درغليو په اړه درېيم لیک لېږلی.
چوهدري خبريالانو ته ویلي: «عمران خان عاصم منير ته په درېيم لیک کې په ټاکنو کې د درغليو او اقلیت ته په اکثريت د ترجیح ورکول موضوع ياده کړې.»
جيونيوز د خپلو امنيتي سرچينو له قوله ويلي، چې د پوځ مشر ته د عمران خان لیک نه دی رسيدلې او عاصم منير د داسي لیکونو لوستلو ته لوالیتا نه لري.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ په مونشن کې د یوه افغان له لوري په موټر د ۲۸ کسانو د وهلو په غبرګون ویلي؛ هغه ته باید سزا ورکړل شي او باید له هیواده و اېستل شي.
د پنج شنبې په سهار یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د جرمني په مونیخ ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ او ۲۸ کسان یې ټپي کړل.
یادې پیښي ته د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ سخت غبرګون ښودلی او وايي، چې مجرم د نرمۍ تمه نه شي کولی.
نوموړي ویلي:«هغه ته باید سزا ورکړل شي او هغه باید له هیواده ووځي.»
همددارنګه د جرمني لومړی وزیر وايي:« که دا پېښه یو برید وي، د احتمالي عاملینو په وړاندې د عدالت پلي کولو لپاره باید ټولې لارې چارې په کار واچول شي.»
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا شکمن برید څو ساعته مخکې له هغه وشو، چې ټاکلې وه د امریکا د لسمشر مرستیال جي ډي وینس او د اوکران د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون د ځینو نورو هېوادونو استازي د مونشن امنیتيي کنفرانس لپاره د جرمني دغه سویلي ښار ته ورشي.
بل خوا په جرمني کې د فبروي د ۲۳ مې نیتې د ټاکنو د کمپاین لپاره د کډوالو او امنیتي مسایلو باندې خورا ډیر تمرکز کیږي.
د جرمني د لومړي وزیر مخالف سیاستوال په خپلو کمپاینونو کې نوموړی له کډوالو سره په نرم چلند تورنوي.
په مونشن کې د ننۍ پیښي په غبرګون د محافظه کار ګوند یو مشر میرز چې د جرمني د راتلونکي لومړي وزیر څوکۍ ته مخکښ نوماند دی په اېکسپاڼې لیکلي:« موږ به قانون او نظم پلي کړو. هر څوک به بیا زموږ په هېواد کې خوندي احساس وکړي. په جرمني کې باید یو څه بدلون راشي.»
پولیسو د یادې پیښي وروسته په سیمه کې د شاهدانو د راټولیدو لپاره یو ځای جوړ کړی او هلته د یادې پیښي په اړه شاهدان خپل د سترګو لیدلی حال له پولیسو سره شریکوي.
بل خوا د مونیخ ځايي مسولینو ویلي، چې داسې نه انګیرل کیږي، چې دا پېښه دې د مونیخ د امنیتي کنفرانس سره کوم تړاو ولري.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختيا او مختلفو برخو کې د اړیکو ټينګولو لپاره ۲۴ تړونونه، تفاهم لیکونه او پروتوګولونه لاسلیک او تبادله کړل.
په ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې له دې يې موخه د دواړو هېوادونو ستراتيژيکه ملګرتيا غښتلې او بنسټيزه کول دي.
پاکستان راډيو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبر کې ويلي، چې شریف او اردوغان د دواړو هېوادونو د لوړې کچې ستراتيژيکې شورا د اوومې غونډې په پای کې دغه ګډه اعلاميه لاسلیک کړه.
د مالوماتو له مخې د لاسلیک مراسم د پنجشنبې په ورځ د لومړي وزير په ماڼۍ کې تر سره شول.
پاکستان او ترکیې په دفاعي، برېښنا، انرژۍ او کانونو، سوداګرۍ او صنعت، د ساينسي زدکړې او روزنې، د بانکدارۍ، مذهبي خدماتو او زدکړو، د حلال خوړو، د رسنيو او عامه اړیکو، حقوقي سکتور، روغتیا او درمل جوړولو، فضايي صنعت او کلتوري همکاريو د پراختیا په برخه کې ۲۰ تفاهم لیکونه د اوبو او تخمونو د تولید په برخه کې دوه تړونونه، د برېښنا انرژۍ او کانونو په سکتورونو کې یو پرتوکول کړي دي.
شهباز شریف او اردوغان د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په برخه کې د دوه اړخيزې همکارۍ د زياتولو لپاره د پاکستان – ترکيې سوداګريز فورم لاسلیک شوي دوه تفاهم لیکونه هم تبادله کړل.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه د چهارشنبې په ورځ پاکستان تللی.

د پښتونخوا په صوابۍ کې یوه پلار له مېرمنې سره تر جنجال وروسته لومړی له خپلو څلورو اولادونو د چړې په وسیله سرونه پرې کړي او وروسته یې پخپله هم ځان وژنه کړې ده.
خواله رسنیو کې د دې پېښې ویډیو هم خپره شوې چې خلکو ورته پراخ غبرګون ښودلی دی.
د پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ پولیس وايي، چې نن ددې ولسوالۍ د یار حسین سړې چیینې په سیمه کې یوه پلار لومړی خپل څلور اولادونه وژلي او وروسته یې خپله هم ځانه وژنه کړي ده.
ځايي پولیسو د پیښې انګیزه کورنۍ ستونزي بللې دي او وايي، چې د ماشومانو پلار د خپلو اولادونو مرۍ د چړې په وسیله پرې کړې او هغوی یې وژلي دي.
ځايي پولیسو ویلي، چې په وژل شویو ماشومانو کې دوه هلکان او دوې نجونې دي.
د دغو وژل شویو ماشومانو عمرنه ۱۲، ۱۰، ۸، او دوه کلن ښودل شوي دي.
همدارنګه پولیسو رسنیو ته ویلي، چې د دې پېښي پرمهال د ماشومانو مور په کور کې نه وه او له خاوند سره تر لانجې وروسته د خپلې مور کور ته تللي وه.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ويلي، چې په پاکستان کې ۶۳ تنه افغان بندیان د سلواغې پر ۲۴مه نېټه له بنده خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شوي. ویل کیږي، چې په دغو بندیانو کې ۱۵ تنه د څلورو کورنیو غړي او پاتې یې ځانته کسان وو.
دغه وزارت وايي، یاد بندیان پاکستان کې له دوو تر شپږو ورځو بندیان وو، او تېره ورځ افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه د (سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو ۶۳ افغان بندیان خوشې شوې چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار د تورخم او کندهار سپین بولدک سرحدي امریتونو په حواله ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال له دوو تر شپږو ورځو پورې په بند کې وو، چې هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته لېږدول شوي او په دې سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم شوې دي.
تر دې وړاندې هم طالبانو له پاکستان څخه د سلګونو افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.
ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان څخه ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان پولیسو نیولي او په وزر یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې له دغه هېواده تر ۸۲۵،۶۰۰ ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسرې نیونې او جبري اېستل دې ودروي.
په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.