• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د کرېکټ سیاليو په کوربتوب د ناامنۍ اندېښنو د لرې کولو هيله لري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۲ GMT+۰

رويټرز خبري اژانس وايي، پاکستان د کرېکټ اتلانو جام په کوربتوب سره هیله لري، چې د دغه هېواد په اړه د ناامنۍ اندېښنې له منځه یوسي او سیاحت او پانګونې ته زمینه برابره کړي. له ۳۰ کلنو وروسته پاکستان د کرېکت د داسي یوه جام کوربه دی.

رويټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ په پاکستان کې د کرېکټ اتلانو جام پيلېدونکو سيالیو اړوند ويلي، چې دغه هېواد هڅه کوي په دې لوبو سره امنيتي او سیاسي وضعت جوړ وښیي.

د پاکستان حکومت په دې سره غواړي، چې دغه هېواد ته د سیاحت او پانګونې په برخه کې د خلکو باور زيات کړي.

د کرېکټ اتلانو جام راتلونکې اونۍ پيليږي.

رويټرز په خپل خبر کې ویلي، چې د پاکستان حکومت او کرېکټ بورډ ته له لسیزو وروسته د دغه یو ورځنيو سياليو له لارې د خپل هېواد د ټیکاو د غوره انځور وړاندې کولو فرصت په لاس ورغلی.

د پاکستان کورنيو چارو وزير او د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي، چې پر یوه مهال دوې دندې مخ ته وړي د دې سياليو اړوند وایي: « پاکستان ته د نړيوال کرېکټ راستنېدل یوازي د لوبو کوربتوب نه دی، دا د ویاړ راګرځول و د ملي جذبې راپارول او بېرته یې هغو ميليونو خلکو ته ورکول دي، چې د پاکستان کرېکټ سره ولاړ دي.»

د پاکستان په لاهور کې په ۲۰۰۹ کال د سريلانکا کرېکټ لوبغاړو پر بس وسله وال بريد وشو، چې شپږ لوبغاړي په کې ټپيان شول او له دې وروسته دغه هېواد ته د نړيوالو لوبغاړو تګ بند شو.

پاکستان پرله پسې د امنیتي وضعت د کابو کولو هڅې وکړې ا له ۲۰۱۸ کال بیا دغه هېواد ته د بهرنيو لوبغاړو او لوبډلو سفرونه پيل شوي.

د پاکستان په کوربتوب له هند لوبډلې پرته نيوزلنډ، انګلنډ، اسټراليا، افغانستان، سویلي افريقا او بنګلدېش په دغه هېواد کې لوبې تر سره کوي.

هند پر پاکستان تور لګوي، چې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي؛ خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د مروتو قومي جرګې ټي ټي پي ته د اټومي انرژۍ کارکوونکو د خوشې کېدو لپاره درې ورځې وخت ورکړ

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ قومي جرګې د پاکستان اټومي انرژۍ کمېسیون د تښتول شویو کارکوونکو د خوشې کېدو لپاره «ټي ټي پي» ته درې ورځې وخت ورکړ. دغې جرګې وسله والو ته ګواښ کړی، که یې غوښتنه ونه منل شي، د سیمې خلک به د دوی په وړاندې بل اقدام وکړي.

جرګه د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۵مه) د لکي مروت په کبیر پارک کې را بلل شوې وه، چې په کې د سیمې د ناسم امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ د زیاتوالي په اړه خبرې وشوې.

په جرګه کې د پخواني وفاقي وزیر انور سیف الله خان، د پاکستان قامي اسمبلۍ پخواني غړي نصیر محمد خان مایدخېل، د قامي اسمبلۍ غړي شیر افضل مروت، پخواني وفاقي سکرتر اختر منیر مروت، د صوبایي اسمبلۍ غړو جوهر محمد خان او د طارق سعید خان تر څنګ یو شمېر نورو ځایي مخورو هم ګډون کړی وو. 

د جرګې غړو د نا امنۍ او ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي له امله ژوره اندېښنه وښوده.

دوی وویل چې دا جرګه د تښتول شویو کسانو د خلاصون، د امنیتي ادارو د رول او د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره راغوښتل شوې وه.

پخواني وفاقي وزیر انور سیف الله خان له مرکزي او صوبایي حکومتونو وغوښتل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره بېړني او جدي اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه، چې قومي مشرانو څو ځله جرګې کړې خو اوس د عملي اقداماتو وخت رارسیدلی دی.

یو بل قومي مشر نصیر محمد خان میادخیل خبریالانو ته وویل، چې طالبان له بلې سیمې نه دي راغلي، بلکې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او باید د تاوتریخوالي ناسمه لاره پرېږدي.

هغه د جرګې ګډ پرېکړه لیک هم ولوست او اعلان یې وکړ چې تښتول شوي کارکوونکي د همدغې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ طالبانو ته درې ورځنی ضرب الاجل ورکړی، چې ټول یرغمل شوي کسان د مروت قبیلې ته وسپاري، که داسې ونه شي، نو قبیله به د پښتني دودونو له مخې اقدام وکړي.»

نصیر محمد مایدخېل خبره، امنیتي ادارې دې هم د مروت قبیلې ټول بې ګناه کسان په درې ورځو کې ژر تر ژره خوشې کړي.

هغه همداراز د هغو کسانو لپاره د نغدي مرستو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ په وروستیو پېښو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

کابو میاشت وړاندې پاکستاني طالبانو په لکي مروت کې د پاکستان د اټومي انرژۍ اته کارکوونکي برمته کړل چې لا یې هم برخلیک نه دی معلومات او «ټي ټي پي» د دغو کارکوونکو یوه ویډیو هم خپره کړې وه چې په کې برمته شویو کسانو د پاکستان له حکومته غوښتي وو، چې د یادې وسله والې ډلې غوښتنې دې د دوی د خلاصون لپاره ومني.

په بلوچستان ایالت کې چاودنې لس کان کیندونکي وژلي دي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۰

د جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۶مه) پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په هرنایي سیمه کې د ماین په چاودنه کې لس کان کیندونکي وژل شوي او شپږ ټپیان دي. ویل کیږي، د کان کیندونکو موټر په یوه ماین ختلی او دغه پېښه رامنځته شوې.

په سیمه کې سرچینو ویلي، دغه پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سکرو د کان کیندونکو یو موټر د سړک غاړې په ماین ور برابر شو.

ځايي چارواکي وايي، چې دغه چاودنه د هرنايي په سیمه کې شوې او د دې پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

بلوچستان چې د پاکستان له نا ارامه ایالتونو څخه ګڼل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې د ګڼو بریدونو شاهد پاتې شوی چې ځینې یې وسله‌ والې ډلې او بېلتون ‌پاله بریدګر ترسره کوي. تر دې پخوا په بلوچستان کې کان کیندونکي تښتول شوي او ان په دغه ډول چاودنو کې هم وژل شوي دي.

د بلوڅ بیلتون پالو په نوم وسله واله ډله اجازه نه ورکوي چې په دغه ایالت کې کان کیندنې وشي او له همدې امله ځینې وخت د کانونو کیندونکي ګارګر له وسله والو بریدونو سره هم مخ کېږي.

لا تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دغه چاودنه د کومې ډلې له لوري شوې او که پر کان کیندونکو خپل چاودیدونکي توکي چاودیدلي دي؛ خو ځايي پولیسو یې په اړه د پلټنو خبر ورکړی دی.

د بلوچستان په خواله رسنیو کې دغه پېښه د سړک غاړې ماین چاودنه یاده شوې ده.

د وزیرستان د سوداګرۍ خونې مشر او د ګمرک دوه لوړ پوړي کارکوونکي وسله والو تښتولي دي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د جمعې په ورځ د (سلواغې ۲۶مه) سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د سوېلي وزیرستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر او د ګمرک دوه تنه لوړ پوړي کارکوونکي په وزیرستان کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري تښتول شوي دي.

ځايي مرستیال کمیشنر ناصر خان خبریالانو ته ویلي چې د وزیرستان د سوداګرۍ خونې مشر سیف‌الرحمن، د ګمرک سرپرست نثار عباسي او د ګمرک مفتش خوشحال هغه مهال د نامعلومه وسله والو له لوري وتښتول شول، چې پر ډیورنډ کرښه له انګور اډې ګمرک څخه د ستندیو په حال کې وو.

د معلوماتو له مخې وسله والو لومړی د دوی موټر ودرولی او تر پلټلو وروسته یې دغه کسان له ځانه سره نامعلوم ځای ته وړي دي.

ځايي ادارې او پولیسو په دې تړاو د بېړنیو پلټنو خبر ورکوي؛ خو د دغو کسانو د ځای د څرګندیدو او موندلو په تړاو لا کوم پرمختګ نه لیدل کېږي.

دې پېښې ځايي سوداګر اندېښمن کړي او د وزیرستان د سوداګرو ټولنې او خونې دا پېښه غندلې ده.

د پاکستان ایالتي او مرکزي حکومت له امنیتي ادارو غوښتي چې د دغو کسانو د خوشې کیدو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

سیمه ییز سوداګر خبرداری ورکوي چې دا ډول پېښې پر کاروباري فضا ناوړه اغېزې کوي او که امنیتي وضعیت همداسې ترینګلی وي؛ نو دوی به سړکونو ته د لاریونونو لپاره راووځي.

په وزیرستان کې فعال ازاد خبریال لعل وزیر وزیري بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په یوې بله پېښه کې یو روغتیایي ډاکټر تښتول شوی دی.

هغه وايي، دا پېښه تېره ورځ د اعظم ورسک سیمه کې رامنځته شوې چې وسله والو د ډاکټر نعمان اعجازه په نوم د سره صلیب یو ډاکټر تښتولی دی.

له دې پېښو سره هم مهاله په وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو فعالیتونو زور اخیستی او هره ورځ له دغه سیمې د پاکستاني پوځ سره د وسله والو نښتو خبرونه یې ترلاسه کېږي. نږدې یوه میاشت مخکې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې پاکستاني طالبانو د دغه هېواد د اټومي انرژۍ اته تنه کارکوونکي وتښتول چې برخلیک یې لا هم نامعلوم دی.

د پاکستان لومړی وزیر: طالبان دې د ترهګرۍ له خپرولو لاس واخلي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر وايي، پاکستان تمه لري چې افغان طالبان به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له اسلام اباد سره همکاري وکړي، نه دا چې لا یې ډېره کړي. شهباز شریف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې پر مهال وکړې.

په دې ناسته کې، د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ ستونزه د پاکستان او ترکیې لپاره یوه ګډه ننګونه ده. هغه وويل: «موږ به په ګډه د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړو او تر هغه به ارام ونه کړو تر څو چې موږ د تل لپاره دوی مات نه کړو.»

شهباز شریف زیاته کړه چې افغانستان یو ګاونډی هیواد دی او پاکستان تمه لري چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي، نه دا چې لا یې ډېره کړي.

طالبانو لا د شهباز شریف دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره اسلام اباد ته تللی و او د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

د پاکستان حکومت په وار وار پر طالبانو تور لګولی چې د اسلام اباد له مخالفو ډلو سره همکاري کوي، په ځانګړې توګه له تحریک طالبان پاکستان سره.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې افغان طالبانو د ټي ټي پي غړو ته پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه چمتو کړي دي.

اسلام اباد دا ادعا هم کوي چې دغهډله د افغانستان له دننه څخه د پاکستان پر وړاندې خپل بریدونه پلانوي او ترسره کوي.

د طالبانو حکومت دا تورونه بې بنسټه بللي او رد کړي یې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غونډه کې وویل: «موږ د ترهګرۍ او سیمه ییز ثبات ته لهګواښونو سره په مبارزه کې د پاکستان د هڅو ستاینه کوو.»

هغه پرته له دې چې د پاکستان وسله والو مخالفو ډلو تحریک طالبان پاکستان او بلوچ ازادۍ غورځنګ ته په مستقیم ډول اشاره وکړي، زیاته کړه، «موږ د ترهګرو ډلو لکه ی‌پ‌ګ، پ‌ک‌ک، داعش او په ټوله کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان قوي ملاتړ احساس کړی دی.»

د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ چې هغه د ترهګرۍ د هرې بڼې په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان سره خپل بې قید او شرطه ملاتړ څرګندوي.

پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ د‌ پاکستان د څارګرې ادارې له لاسوهنو شکایت کړی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۶ GMT+۰

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو ډلې یو مکتوب افشا کړی، چې د طالبانو د پېښور کونسلګرۍ په کې د‌ پاکستان له څارګرې ادارې شکایت کړی. په دغه مکتوب کې د کونسلګرۍ چارواکو د‌ طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي چې «ای اېس ای» د دوی په جایدادونو کې لاسوهنه کوي.

په مکتوب کې راغلي چې د پېښور کونسلګرۍ غواړي په (قصه خوانۍ) سیمه کې د افغان بلډینګ په نوم خپل ملکیت په یو عصري مارکېټ بدل کړي‌ او د نوې نقشې به بڼه یې بیا اباد کړي‌، چې د پېښور ښاروالۍ ورته د دغو چارو د ترسراوي امر هم ورکړی دی.

په لیک کې راغلي چې د پېښور ښاروالۍ د «ای اېس ای» په مستقیمه لارښوونه یاد اجازه لیک بېرته لغوه کړی او دوی ته یې په دې تړاو مکتوب هم بېرته لېږلی؛ خو د طالبانو کونسلګرۍ د اعتراض په توګه یاد مکتوب نه دی تسلیم کړی.

د طالبانو د پېښور کونسلګرۍ ادعا کړې چې د پېښور ښاروالۍ له دې کبله په ښکاره دا اجازه لیک لغوه کړی چې ګنې د تاریخي اثارو د خوندیتوب له کبله یاده ودانۍ نه شي ړنګولی او نه هم پرې نوې ودانۍ جوړولی شي.

کونسلګرۍ لیکلي چې په دې تړاو د پېښور د لرغونو اثارو ادارې ته عارض شول،‌ څو سپیناوی ترلاسه کړي؛ خو برعکس د استخباراتو له لوري دوی وګواښل شول.

پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر خپل بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی چې د‌ پاکستان څارګره شبکه د دوی د جایدادونو په برخه کې سخته لاسوهنه کوي.

هغه ویلي، ای اېس ای غواړي چې د افغان بلډینګ چارې تر راتلونکو ۱۱ کلونو پورې نورې هم وځنډیږي،‌ څو د قانون له مخې د سل کالو تر پوره کیدو وروسته یاد ځای په تاریخي اثارو کې وشمېرل شي او دوی په کې له ودانیزو چارو څخه راوګرځول شي.

په مکتوب کې راغلي چې افغان بلډینګ د پېښور کونسلګرۍ لپاره د طالبانو یوه ښه عایداتي سرچینه ده.

پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ مکتوب
100%
پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ مکتوب

په دې افشا شوي سند کې زیاته شوې چې د خېبر پښتونخواه د خېبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د طالبانو د کونسلګرۍ کارکوونکي چې د خپلو جایدادونو د پوښتنې لپاره ځي؛ نو هلته د پاکستاني استخباراتو له لوري له ستونزو سره مخ کېږي او ان هغه پولیس هم له دندو ګوښه کوي چې دوی د امنیتي تدابیرو لپاره خپلو جایدادونو ته بدرګه کوي.

په مکتوب کې د افغان بلډینګ ودانۍ قراردادي عبدالله پاچا ښودل شوی او په کې لیکل شوي چې نوموړی د پاکستان له استخباراتو سره نږدې اړیکې لري او هغه هم پر دغه ودانۍ د کارونو د مخنېوي په برخه کې په خنډ بدل شوی دی.

د طالبانو د پېښور کونسل له خپل بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې عبدالله پاچا دې افغانستان ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغواړي او که هغه ورنه شي؛ نو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې دې د هغه شته جایدادونه ضبط کړي.

د افشا شویو سندونو له مخې په پاکستان کې د طالبانو سفارت په دې هېواد کې له دوی سره هر ډول چلند او د یاد هېواد د سیاسي وضعیت په تړاو له کابل سره معلومات شریک کېږي. په موندل شویو اسنادو کې څرګنده شوې چې طالبانو په ځلونه په خپلو مکتوبونو کې د پاکستاني حکومت له لوري له دوی سره له کیدونکي چلند څخه شکایتونه کړي او ان طالبانو په پاکستان کې سیاسي وضعیت په بېلابېلو وختونو کې ترینګلی بللی دی.