پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن کې پرونی برید وغانده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر د ۲۸ کسانو وهل غندلي او د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر د ۲۸ کسانو وهل غندلي او د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
حامد کرزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي؛ «د جرمني په مونشن کې برید غندم.»
نوموړي د پیښي د قربانیانو له کورنۍ سره خپله خواخوږي ښودلي.
ښاغلي کرزي د افغانستان لپاره د جرمني د دوامداره ملاتړ ستاینه کړي ده.
همدارنګه د تېر جمهوري دولت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د افغان کډوال له لورې په موټر د ۲۸ کسانو ټپیان کول ترهګریز برید بللی او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې.
د جرمني په مونشن کط یو افغان کډوال تېره ورځ پر یوه لاریون خپل موتر وربرابر کړ او ۲۸ کسان یې ټپیان کړل.
پولیسو دغه افغان کډوال نیولی دی.
دا پیښه ډیر غبرګونونه له ځان سره لرله.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ تېره ورځ له برید وروسته په غبرګون ویلي؛ هغه ته باید سزا ورکړل شي او باید له هېواده واېستل شي.
له دې برید یوه ورځ وروسته د جرمني د ولسمشر په ګډون یو شمېر نور چارواکي د پیښي ځای ته لاړل او د قربانیانو په احترام یې د ګلانو ګیډۍ کیښودې.


د سمنګان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د ایبک ښار د جوی زندان سیمي په یوه جومات کې د جمعې په لمونځ کې چاودنه تایید کړه. حشمت الله رحماني وايي، د سمنګان دوو اوسیدونکو د خپل منځي جنجال له امله په جومات کې د لمانځه پرمهال لاسي بم وغورځواوه چې له امله یې چاودنه شوې.
حشمت الله رحماني وايي، په دغه پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، امنیتي ځواکونه د پییښي ځای ته رسیدلي، له دوو کسانو سره چره یي ټوپک هم نیول شوی او د دغې پیښي عاملین یې هم نیولي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د یادې پېښيي په اړه څیړنې کوي او په دغه پېښه کې ټپي کسان د درملني په موخه د مزارشریف ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.
تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جوی زندان سیمې په یوه جومات کې د لاسي بم تر چاودنې وروسته ډزي هم شوې دي.
د سمنګان د عامې روغتیا ریاست څخه ډاکټرانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه پیښه لسګونه لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د ښار سازی وزارت کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یو شمېر مړه او ټپیان شول.
همدارنګه د سې شنبې په ورځ په کندوز ولایت کې د کابل بانک مخې ته هم په یوه ځانمرګي برید کې دولتي کسانو او طالب غړو ته مرګ ژوبله واوښته.
په کندوز کې د کابل بانک مخې ته د ځانمرګي برید مسولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

نړیوال بانک وايي، افغانستان د خوراکي توکو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دی او د دغه هېواد نږدې یو پر دریمه برخه وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.
نړیوال بانک تېره ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نږدې یو پر درېیمه برخه ۱۲،۶ میلیونه وکړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او ۲،۹ میلیونه خلک بیا د لوږې په درشل کې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې افغانستان د خوراکي توکو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دی.
د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي، چې اقتصادي بې ثباتي، اقلیم بدلون سره د کرنې د تولید کډوډیدو له امله ډیری خلک د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره سخته مبارزه کوي.
نړیوال بانک ویلي، چې په نړۍ کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د لوږې د کچې د صفر کولو هدف لري، خو د افغانستان ننګونې بیا یو بل انځور وړاندې کوي.
نړیوال بانک ویلي، چې د پرمختلونو وسایلو او لارو چارو په مټ د خوړو د امنیت اټکولونه او نرخونو څارنه د مهمو تشو په حل کې مرسته کوي او د اغیزمنو پالیسیو لپاره امیدواري پیدا کوي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د اقلیم ټکانونه په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب یو مهم عامل دی او د دغه هیواد پر جګړه ځپلي کرنیز اقتصاد یې د پام وړ اغیزه کړې ده.
راپور کې ویل شوي، چې سېلابونو او وچکالۍ د کرنې دوران ګډوډ کړی او د بزګرانو لپاره یې د حاصلاتو ساتل ستونزمن کړی دی.
نړیوال بانک وايي، یوه نوې څیړنه چې د اقلیمي بې نظمیو، د خوړو خوندیتوب پایلو او د نرخونو معلوماتو په اړه د نږدې ۱۵ کلونو میاشتنيو معلوماتو او تحلیل دا نور هم څرګندوي چې وچکالي د خوړو کمښت لا پسې زیاتوي.
خو له دې سره کله ناکله د بازار غبرګونونو او مرستو له امله هم د خوړو کمښت راځي.
نړیوال بانک وايي، دافغانستان په کرنه کې د انعطاف رامنځته کول د اقلیم ټکانونه د ویجاړونکو اغیزو کمولو لپاره د اوبو لګولو سیسټمونو پیاوړتیا، د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لرونکي فصلونه غوره کول او د لومړنۍ خبرتیا سیسټمونو کې پانګونه کولی شي د خوړو بیې او معیشت ته ثبات ور کړي او په بشري مرستو پورې تړاو هم کم کړي.
دوی وايي، دا اقدامات باید په هغو ولایتونو کې ترسره شي، چې د خوړو د ناامنۍ دوامداره لوړ احتمال لري ترڅو د لوږې او زیان دوره ماته کړي.
په راپور کې ویل شوي، چې له دې ننګونو سره د مقابلې لپاره یوې همغږې طریقې ته اړتیا ده چې اقتصادي او چاپیریالي حل لارې سره یوځای کړي او د غوره معلوماتو سیسټمونو په کارولو او د راتلونکي لپاره د پالیسیو په منلو سره، افغانستان د ډیر خوندي او دوامداره راتلونکي لپاره لاره هواره کړي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزير له افغانستان د پخواني شوروي د وتلو ورځې په مناسبت وايي، «د دنیا طاقتورې امریکا افغانستان کې ماتې خوړلې او باید د دغه هېواد د ویجاړيو غرامت ورکړي.» نوموړي د امریکا ولسمشر ته خبرداری ورکړ، چې د وسلو اخیستلو اخطارونه دې نه ور کوي ځکه دا «غنیمت» دي.
طالبانو نن په کابل کې له افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ورځ د سلواغې ۲۶مه ولمانځل.
په دې غونډه کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزير عبداللطیف منصور د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندو ته په اشارې وویل، چې د امریکايي وسلې غنیمت دي او د افغانستان د ویجاړۍ غرامت هم غواړي.
نوموړي زیاته کړه: «ټرمپ ته یې هم واوره دغه اصلحې چې مو نیولې دا زموږ غنیمت دی، لکه له روسانو چې موږ ټانګونه نیولي اوس هم پراته دي، ته وتښتدلې اوس د افغانستان د دې تباهۍ ټول تاوان باید موږ وغواړو.»
نوموړي ویلي، چې د پخواني شوري اتحاد له ځواکونو هم باید هغه مهال د افغانستان د ویجاړۍ غرامت غوښتل شوی وای.
منصور ويلي، چې طالبان باید له هر چا سره په هسکه غاړه خبري وکړي، ځکه په هیچا نه دی ملامت.
د هغه په خبره، طالبان افغانستان ته په رايو نه دي راغلي بلکې د یوې عقيدې له مخې راغلي او چاته اجازه نه ورکوي، چې پر عقيده بريد وکړي.
طالب وزير دا هم وایي، چې د «اطاعت او شریعت» پر بنسټ یې چارې رواني دي او دوی د منصب لپاره نه دي راټول شوي.
په دې غونډه کې طالب مشرانو پر افغانستان د شوري اتحاد د بریدونو غندنه هم وکړه.

محلي سرچینې د سمنګان د مرکز ایبک ښار په یوه جومات کې د «چاودنې او وسلوال برید» خبره کوي. دا سرچینې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې زیاتوي، چې دا پېښه د جمعې لمونځ پرمهال وشوه. تر دې مخکې هم د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د جمعې مبارکې لمونځ کې چاودنې او بریدونه شوي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن دا پېښه د ایبک ښار د جوی زندان سیمې جومات کې د لمونځ پر مهال وشوه.
طبي سرچینې هم وایي، چې په دې پېښه کې لسګونه لمونځغاړي ټپي شوي دي. دوی د مرګ ژوبلې د زیاتېدو امکان هم ور کوي.
طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا له نږدې څلورو ورځو راهیسې دریم برید دی چې په افغانستان کې کېږي. د تېرې سې شنبې په ورځ کندوز کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی وشو.
پرون په کابل کې د کور او ښارسازۍ وزارت دروازې سره ځانمرګی وشو.
طالبان وايي، دغه ځانمرګي وزارت ته د ننوتلو هڅه کوله، خو هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه شو.

د هېکرانو د یوې ناڅرګندې ډلې «طالب لیکس» له لوري په افشا شویو سندونو کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یو مکتوب هم شته چې په کې یې د ایران د پوله ساتو ځواکونو له سرغړونو شکایت او یادونه کړې ده.
یاد مکتوب چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست له لوري د «۱۴۰۳زېږدیز کال د څلورمې میاشتې په ۹مه» نېټه لیکل شوی دی په ایران کې یې خپل سفارت ته ویلي چې یاد هېواد له افغانستان سره پر پوله یو شمېر سرغړونې کړې دي.
په مکتوب کې راغلي چې د ایران پوله ساتي ځواکونو د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو پر پوله ساتو د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي دي.

همدا راز زیاته شوې چې ایراني پوله ساتو ځواکونو په صفري کرښه کې پر خپلو پوستو داسې څراغونه لګولي چې د طالبانو سترګې برېښوي.
مکتوب کې ویل شوي چې د هرات د کهسان ولسوالۍ ته څېرمه پر پوله د ایراني ځواکونو د دغو تېزو څراغونو له کبله طالبان د شپې ګزمې نه شي کولای او تګ راتګ یې ورته ستونزمن کړی دی.
طالبانو په ایران کې خپل سفارت ته لیکلي چې د ایراني ځواکونو دغه چلند خورا اندېښمن کړي او په دې تړاو خپل جدي اعتراض د ایران حکومت ته وړاندې کوي.
په دغه افشا شوي سند کې له ایران څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره له دغه ډول چلند څخه لاس واخلي، ګنې د دواړو لوریو پر اړیکو به منفي اغېزې وکړي.
که څه هم په ښکاره ډول د طالبانو او ایران ترمنځ په اړیکو کې کومه ترینګلتیا نه لیدل کېږي؛ خو د چارو کارپوهان باور لري چې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروستی سفر د دغه هېواد امنیتي اندېښنو له کبله و.
ویل کېږي په یاد سفر کې عباس عراقچي له طالبانو سره له افغانستان څخه د ورپېښو امنیتي ګواښونو په تړاو هم خبرې کړې دي.
د ایراني ځواکونو او طالبانو ترمنځ په وار وار په پوله کې نښتې رامنځته شوې او طالبانو تر دې مخکې دا ادعا هم کړې وه چې ایراني پوله ساتي ځواکونه د پولې په صفري کرښو کې پوځي تاسیسات ودانوي چې له نړۍوالو اصولو څخه سرغړونه بلل کېږي.
دا اندېښنې داسې مهال دي چې طالبان له خپل بل ګاونډي پاکستان سره هم ترینګلې اړیکې لري او د ډیورنډ په کرښه یې ورسره څو څو وارې وسله والې نښتې کړي دي.
پاکستان ادعا لري چې طالبانو د پاکستان خلاف وسله والو ډلو په ځانګړې توګه ټي ټي پي ته پتنځایونه ورکړي او له هغې ځایه په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه تنظیموي، خو طالبانو دا ادعاوې په بیا بیا ځل رد کړي دي.
داسې ښکاري چې د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ په خرابیدو روانې دي او ښايي طالب په دې بهیر کې د پاکستان په ګډون خپل ځینې پخواني ملاتړي هېوادونه له لاسه ورکړي.