• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو څخه د امریکايي وسلو د بېرته اخېستلو په اړه د افغانستان انټرنشنل خبریال پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

دونالډ ټرمپ چې د اونۍ پای کې خپل استوګنځای کې چې فلوریډا کې دی د خبریالانو پر وړاندې د لنډې مودې لپاره راڅرګند شو خو د خبریالانو د پوښتنو له ځوابولو یې ډډه وکړه.

د افغانستان انټرنشنل خبريال عارف يعقوبي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د ايران په تړاو د سپينې ماڼۍ د پرېکړې په اړه پوښتلي دي. هغه د دې پوښتنې او د افغانستان په تړاو او د نورو پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

افغان سفارت: چمتو یوو چې د جرمني حکومت سره د مجرمینو په بېرته ستنولو کې مرسته وکړو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۰

په جرمني کې د افغانستان د جمهوري حکومت سفارت په مونشن ښار کې د افغان ګډوال له لورې په موټر د ۳۶ کسانو ټپیان کول غندلي او ویلي یې دي، چې چمتو دي د جرمني له حکومت سره د مجرمینو په بېرته ستنولو کې همکاري وکړي.

د تېرې پنجشنبې په سهار یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د جرمني په مونشن ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر وربرابر کړ او ۳۶ کسان یې ټپيان کړل.

په برلین کې د تېر جمهوري نظام سفارت پر خپله اېکس پاڼه یوه اعلامیه خپرې کړې، چې په‌کې راغلي:« په جرمني كې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن كې د افغانستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسلګرۍ په ګډه دا غير انساني او زړه بوږنوونكې پېښه په سختو ټكو غندي او چمتو دي چې د داسې مجریمينو د اېستلو او بيرته ستنولو په برخه كې د جرمني اړوندو ادارو سره هر دول همكاري وګري.»

د سفارت په دغه اعلامیه کې راغلي، چې په جرمني کې نږدې نیم میلیون افغانان مېشت دي او ټول په دغه پېښه غمجن دي.

تېره پنجشنبه یوه افغان کډوال د جرمني په مونشن ښار کې ۳۶ تنه په موتر وهلي دي. دغه پېښه د یوې سوداګریزې اتحادیې د کارګرانو د لاریون پر مهال شوې ده. پولیسو ویلي، له پيښې وروسته یې دا افغان نیولی دی.

پولیس زیاتوي، چې د یاد لاریون پرمهال یوه موټروان خپل موټر پر لاریون کوونکو وربرابر کړ او ګڼ کسان یې ټپیان کړل. تر اوسه د پېښې انګېزه نده معلومه.

د دغه افغان کډوال له لوري په موټر وهل شويو د یوشمېر ټپي شویو کارګرانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

د مقاومت په نوم جبهې ادعا: په هرات کې مو دوو طالب وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله واړوله

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۰

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ادعا کړې، چې په هرات ولایت کې یې د دغې ډلې پر ګزمې برید کړی او په ترڅ کې یې دوو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

نوموړې جبهې د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، پر طالبانو دا برید د هرات ګذره ولسوالۍ اړوند په پښتون زرغون سیمه کې شوی چې په ترڅ کې یې یو طالب وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د دغې جبهې په وینا، په دغه برید کې د طالبانو د الفاروق قول اردو د لومړۍ لوا د کشف او استخباراتو ټولي غړي په نښه شوي دي.

ورته مهال، د مقاومت په نوم جبهې ویلي، چې په دغه برید کې د دغې جبهې غړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تراوسه د مقاومت جبهې د دغې ادعا په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په وار-وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د دغې ډلې هېڅ مخالف خوځښت فعالیت نه‌لري.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پر طالبانو د ازادۍ او مقاومت په نوم جبهو بریدونه ډېر شوي او څه موده وړاندې هم یادو جبهو په کندوز کې د درېیو طالبانو د وژلو ادعا کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په یو راپور کې ویلي و چې افغانستان کېدد ازادۍ او مقاومت جبهو په خپلو بریدونو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله‌اړولې ده.

په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې او د ترهګرۍ د تاریخ تکرار

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۰

اېکس‌پرېس ټرېبیون په افغانستان کې له متحده ایالاتو د پاتې شویو وسلو په اړه یوه لیکنه خپره کړې، په لیکنه کې راغلي چې دغه وسلې سیمه ییزې بې ثباتۍ ته وده ورکړې ده.

په دغې لیکنه کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو ناڅاپه وتل نه یوازې د شل کلنې جګړې د پای نښه وه، بلکې د بې ثباتۍ، ترور او د پرمختللو وسلو د نه څارلو میراث یې هم شاته پریښود.

کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه واک ته ورسید د بایډن د ادارې پر ېکړې نېوکه وکړه او دا یې یو احماقانه کړنه وبلله چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت یې پوځي تجهیزات افغانستان کې پریښودل.

دغه لیکنه زیاتوي، د تجهیزاتو پرېښودلو مسله له مالي زیان څخه ډېره پراخه ده، ځکه چې دغو وسلو د سیمې بې ثباتۍ ته یې وده ورکړې، ترهګرې شبکې یې پیاوړې کړې او د وسلو ناقانونه بازار یې رامینځته کړی چې اوس په مستقیم ډول پاکستان او سویلي اسیا ته ګواښ دی.

په لیکنه کې دا هم راغلي، په ۲۰۲۱ کې د متحده ایالاتو بې نظمه وتل د تېرو تېروتنو تکرار ښیې. په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، امریکا هم دغه جګړه ځپلی هېواد پرېښود او د سړې جګړې موخه یې د شوروي د نفوذ د شاته کولو په موخه ترلاسه کړه.

لیکنه زیاتوي، د دې کار په کولو سره یې افغانستان د داخلي جګړو، جنګسالارۍ او د طالبانو په ګډون د سخت دریځو وسله والو ډلو د زیاتېدو له خطر سره مخامخ کړ. د واک دغه خلا په نهایت کې د اسامه بن لادن په څېر د ترهګرو شخصیتونو د راڅرګندېدو لامل شو چې په افغانستان کې یې پټنځایونه وموندل او د نړېوال تروریزم بنسټ یې کېښود.

د دغې لیکنې لیکوالې دوردانه نجم ادعا کړې : «اوس، تاریخ په‌خپله تکرار شوی دی په ۲۰۲۱ کې لکه څنګه چې د متحده ایالاتو سرتېري په چټکۍ سره ووتل، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات، کوچنۍ وسلې، زغره وال وسایط، ډرون، او حتی الوتکې یې شاته پرېښودې. دا تجهیزات د دې پر ځای چې چېری خوندي شوې وای یا هم له منځه وړل شوې وای د ټي ټي پي او ای ایس کې پي لاس ته وغورځیدی.»

مېرمن نجم زیاتوي، چې تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د دغو وسلو ناقانونه بهیر په افغانستان کې نه دی ساتل شوی. دوی د پولو په اوږدو کې خپاره شوي دي.

په دغې لیکنه کې راغلي، متحده ایالات او متحدین د دې پر ځای چې د احتمالي وسولو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي، باید د فعالیت پر بنسټ د مکلفیتونو له‌مخې د طالبانو د حساب ورکونې لپاره پر دغې ډلې فشار راوړي.

دغه لیکنه زیاتوي، چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي چې د هېواد په داخل کې ثبات ټینګ کړي، د فرضي کرښې هاخوا د ترهګرۍ مخه ونیسي او له ګاونډیانو سره ښې اړیکې جوړې کړي. امریکا هم باید د ښکیلتیا او پریښودو دورې د تکرارولو پر ځای د اوږدې مودې سیمه ییزې ستراتیژۍ په خپلولو سره د خپلو اقداماتو مسولیت په غاړه واخلي او د وسله والو ډلو په لاس کې د متحده ایالاتو د وسلو شتون باید د نړۍوالې ټولنې لپاره د بیدارۍ غږ وي. متحده ایالات باید د غیر ارادي پایلو سره د مقابلې لپاره فعال ګامونه پورته کړي. پدې کې د پاکستان او نورو سیمه ییزو شریکانو سره نږدې کار کول شامل دي ترڅو د وسلو ناقانونه سوداګرۍ مخه ونیسي او د تروریزم د بیا راژوندي کیدو سره مبارزه وکړي.

د لیکنې په یوې برخه کې راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو حکومت د ترهګرو ډلو د پټنځایونو او فعالولو لپاره حساب ورکوونکي ونیسي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون جدي ستونزه ده

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند شفقت علي خان په رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون یوه جدي ستونزه ده او دغه ستونزه یې بار بار له طالبانو سره شریکه کړې.

تازه د ملګرو ملتونو د څار ټیم په خپل یوه نوي راپور کې ویلي، چې پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) او جماعت انصارالله (جي‌اې) په افغانستان کې د القاعدې او افغاني طالبانو په مرسته نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، چې پاكستان په پرله پسې توګه د افغانستان له حکومت څخه د ترهګرو په ضد د اقداماتو غوښتنه كړې.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې وسله والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

طالبانو که څه هم په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون نه ردوي خو په پرله پسې ډول دا تورونه چې له افغانستان څخه وسله وال په پاکستان کې بریدونه کوي رد کړي او ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه ونه‌کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد اقدامات ترسره کړي.

له هېواده د عباس ستانکزي تېښته؛ امیرخان متقي وایي هېڅوک دې له مونږ نه‌تښتي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په یوې دیني مدرسه کې د وینا پرمهال په نامستقیم ډول د دغې ډلې د مشر له خوا د واک پر تمرکز نیوکه کړې او داخلي یووالی یې مهم بللی دی.

په داسې حال کې چې څه موده مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال، عباس ستانکزی د دغې ډلې پر مشر د نیوکې له امله له افغانستان څخه وتلو ته اړ شو، د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د هغه او د خپلې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د نوم له یادونې پرته وویل : «ته باید ټول خپل څنګ ته راټول کړې او هېڅوک باید له تا خپه نه‌شي. هېڅوک باید له تا څخه ونه‌تښتي. ولې باید څوک وتښتي؟ څوک چې ستا دی، ولې باید وتښتي.»

امیرخان متقي په خپلې وینا کې د دغې ډلې ترمنځ د یووالي ساتنې ارزښت ته اشاره کړې او زیاتوي: څوک چې علم لري، تجربه لري، نظام پېژني، نړۍ یې لیدلې ده، ولې باید وتښتي؟ باید هغه خپل وګڼې او خپل یې کړې.

نوموړي همداراز، د طالبانو د غړو ترمنځ برابرۍ ته اشاره کړې او په وینا یې، هېڅوک باید ځان له نورو غوره ونه‌ګڼي.

متقي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو په ځانکړې توګه د دغې ډلې د پوځي مشرانو او ملا هبت‌الله ته د نږدې کسانو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه خپرېږي.

څه موده مخکې د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر او د حقاني شبکې لوړپوړي غړي مولوي محمد نبي عمري یوې غونډې ته د وینا پرمهال په یوې خپره شوې ويډیو کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له خوا پر عصري زده‌کړو د بندیز فرمان له امله ژاړي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د نجونو زده‌کړو په تړاو پر هبت‌الله د نیوکې له امله له هېواده وتښتېد او عربي متحده اماراتو ته لاړ.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو یو شمېر غړو د بېلابېلو دلایلو له وجې د هبت‌الله اخوندزاده له پرېکړو څخه ناراضه دي.