په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې او د ترهګرۍ د تاریخ تکرار

اېکسپرېس ټرېبیون په افغانستان کې له متحده ایالاتو د پاتې شویو وسلو په اړه یوه لیکنه خپره کړې، په لیکنه کې راغلي چې دغه وسلې سیمه ییزې بې ثباتۍ ته وده ورکړې ده.

اېکسپرېس ټرېبیون په افغانستان کې له متحده ایالاتو د پاتې شویو وسلو په اړه یوه لیکنه خپره کړې، په لیکنه کې راغلي چې دغه وسلې سیمه ییزې بې ثباتۍ ته وده ورکړې ده.
په دغې لیکنه کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو ناڅاپه وتل نه یوازې د شل کلنې جګړې د پای نښه وه، بلکې د بې ثباتۍ، ترور او د پرمختللو وسلو د نه څارلو میراث یې هم شاته پریښود.
کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه واک ته ورسید د بایډن د ادارې پر ېکړې نېوکه وکړه او دا یې یو احماقانه کړنه وبلله چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت یې پوځي تجهیزات افغانستان کې پریښودل.
دغه لیکنه زیاتوي، د تجهیزاتو پرېښودلو مسله له مالي زیان څخه ډېره پراخه ده، ځکه چې دغو وسلو د سیمې بې ثباتۍ ته یې وده ورکړې، ترهګرې شبکې یې پیاوړې کړې او د وسلو ناقانونه بازار یې رامینځته کړی چې اوس په مستقیم ډول پاکستان او سویلي اسیا ته ګواښ دی.
په لیکنه کې دا هم راغلي، په ۲۰۲۱ کې د متحده ایالاتو بې نظمه وتل د تېرو تېروتنو تکرار ښیې. په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، امریکا هم دغه جګړه ځپلی هېواد پرېښود او د سړې جګړې موخه یې د شوروي د نفوذ د شاته کولو په موخه ترلاسه کړه.
لیکنه زیاتوي، د دې کار په کولو سره یې افغانستان د داخلي جګړو، جنګسالارۍ او د طالبانو په ګډون د سخت دریځو وسله والو ډلو د زیاتېدو له خطر سره مخامخ کړ. د واک دغه خلا په نهایت کې د اسامه بن لادن په څېر د ترهګرو شخصیتونو د راڅرګندېدو لامل شو چې په افغانستان کې یې پټنځایونه وموندل او د نړېوال تروریزم بنسټ یې کېښود.
د دغې لیکنې لیکوالې دوردانه نجم ادعا کړې : «اوس، تاریخ پهخپله تکرار شوی دی په ۲۰۲۱ کې لکه څنګه چې د متحده ایالاتو سرتېري په چټکۍ سره ووتل، د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات، کوچنۍ وسلې، زغره وال وسایط، ډرون، او حتی الوتکې یې شاته پرېښودې. دا تجهیزات د دې پر ځای چې چېری خوندي شوې وای یا هم له منځه وړل شوې وای د ټي ټي پي او ای ایس کې پي لاس ته وغورځیدی.»
مېرمن نجم زیاتوي، چې تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د دغو وسلو ناقانونه بهیر په افغانستان کې نه دی ساتل شوی. دوی د پولو په اوږدو کې خپاره شوي دي.
په دغې لیکنه کې راغلي، متحده ایالات او متحدین د دې پر ځای چې د احتمالي وسولو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي، باید د فعالیت پر بنسټ د مکلفیتونو لهمخې د طالبانو د حساب ورکونې لپاره پر دغې ډلې فشار راوړي.
دغه لیکنه زیاتوي، چې پر طالبانو باید فشار راوړل شي چې د هېواد په داخل کې ثبات ټینګ کړي، د فرضي کرښې هاخوا د ترهګرۍ مخه ونیسي او له ګاونډیانو سره ښې اړیکې جوړې کړي. امریکا هم باید د ښکیلتیا او پریښودو دورې د تکرارولو پر ځای د اوږدې مودې سیمه ییزې ستراتیژۍ په خپلولو سره د خپلو اقداماتو مسولیت په غاړه واخلي او د وسله والو ډلو په لاس کې د متحده ایالاتو د وسلو شتون باید د نړۍوالې ټولنې لپاره د بیدارۍ غږ وي. متحده ایالات باید د غیر ارادي پایلو سره د مقابلې لپاره فعال ګامونه پورته کړي. پدې کې د پاکستان او نورو سیمه ییزو شریکانو سره نږدې کار کول شامل دي ترڅو د وسلو ناقانونه سوداګرۍ مخه ونیسي او د تروریزم د بیا راژوندي کیدو سره مبارزه وکړي.
د لیکنې په یوې برخه کې راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو حکومت د ترهګرو ډلو د پټنځایونو او فعالولو لپاره حساب ورکوونکي ونیسي.