• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان لوبډلې په تمريناتي لوبه کې د پاکستان له الف لوبډلې د ۱۵۰ منډو په توپير ماتې وخوړه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۰

د افغانستان د کرېکت ملي لوبډلې د اتلانو جام له سياليو وړاندي په لومړۍ تمريناتي لوبه کې د پاکستان الف شاهین لوبډلې څخه د ۱۵۰ منډو په توپير ماتې وخوړه. د کرېکټ اتلانو جام سيالیو ته د تياري لپاره افغانستان د یکشنبې په ورځ د نيوزلنډ لوبډلې سره دويمه تمريناتي سيالي هم لري.

د افغانستان کرېکټ ملي او د پاکستان شاهين الف لوبډلو ترمنځ په تمريناتي سيالۍ کې پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه.

د پاکستان لوبډلې په پنځوس اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو افغان ملي لوبډلې ته ۳۱۵ منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبډله کې فريد احمد ملک ۳، عظمت الله عمرزي او نور احمد دوه، دوه او ننګيال خروټي یو لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د سيالۍ په دویمه برخه کې ۱۶۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپير وبایلل.

دغه تمريناتي سيالي د پاکستان په لاهور کې تر سره شوه.

افغان لوبډله د يکشنبې په ورځ خپله دويمه تمريناتي سیالۍ د نيوزلنډ لوبډلې سره کوي او وروسته به د اتلانو جام سياليو کې برخه واخلي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

نیوزیلنډ د پاکستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره درې اړخیزه لوبلړۍ وګټله

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۰
نیوزیلنډ د پاکستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره درې اړخیزه لوبلړۍ وګټله
100%

له اتلانو جام وړاندې د پاکستان په کوربه توب د نیوزلینډ، پاکستان او سوېلي افریقا ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولې د نیوزیلنډ لوبډلې وګتله.

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په ورستۍ لوبه کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه.

د دغې لوبلړۍ د پایلوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

د پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۴۳ منډو هدف ورکړ.

د نیوزیلڼد لوبډلې د مېچل ۵۷، لیتهایم ۵۶، د کین ویلمسن ۳۴ او د کانوای ۴۸ منډو په مټ د پاکستان له لوري ورکول شوی هدف د لوبې په ۴۶ اور کې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او له پاکستان څخه یې په خپل کور کې د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولې وګټله.

پاکستان او ترکیې افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت او د نجونو او ښځو پر حقونو ټینګار کړی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۰ GMT+۰
پاکستان او ترکیې افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت او د نجونو او ښځو پر حقونو ټینګار کړی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، شهباز شریف او رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو، د ښځو او نجونو د حقونو په تامین او له ترهګرۍ سره پر مبارزه ټینګار کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د چهار شبنې په ورځ په دوه ورځنې سفر اسلام اباد ته ورسید او پاکستاني چارواکو یې ګرم هرکلی وکړ.

پاکستان ته د اردوغان د دغه سفر پرمهال د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خپلې اندیښنې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره شریکې کړې دي.

د ترکیې له ولسمشر سره په کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې اسلام اباد تمه لري چې افغان طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له پاکستان سره همکاري وکړي، نه دا چې ترهګرۍ ته لمن ووهي.

د پاکستان او ترکیې په ګډه اعلامیه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د سوله ییز افغانستان د پرمختګ پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په دغه ګډه اعلامیه کې د دواړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر ازرښت، د اساسي حقونو درناوي او په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو د حقونو او د افغانانو لپاره د دوامداره بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې طالب چارواکي باید له ترهګرۍ سره په کلکه مبارزه وکړي.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبان دې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له داعش ډلې سره چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شاملې دي ټول اړین ګامونه پورته کړي.

شهباز شریف او رجب طیب اردغان ټینګار کړی او ویلي یې دې، چې افغانستان باید د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.

د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د وسلوالو بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد افغان طالبان د دغه هېواد ضد وسلوالو ته د پټنځیو په ورکولو تورنوي.

افغان طالبان دا تور ردوي او وايي چې پاکستان د افغانستان ضد داعش ته مرکزونه ور کړي دي.

ننګرهار کې طالبانو خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې له قوماندانۍ بیرون دې له بانک تنخا نه اخلي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۰
ننګرهار کې طالبانو خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې له قوماندانۍ بیرون دې له بانک تنخا نه اخلي
100%

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ په کندوز کې د کابل بانک مخې ته تر ځانمرګي برید وروسته خپل پرسونل ته امر کړی، چې په امنیه قوماندانۍ کې دننه د عزیزي بانک له نمایندګۍ تنخا واخلي او په ښار کې د معاش له اخیستلو ډډه وکړي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ یو مکتوب افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسیدلی، چې پکې ځايي چارواکو عزیزي بانک ته امر کړی، چې د طالبانو معاشونه باید په امنیه قواندانۍ کې دننه ورکول شي.

دغه مکتوب دوه ورځې وړاندې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د مرستیال محمد طاهر مبارز په لاسلیک په ننګرهار کې د عزیزي بانک ادارې ته استول شوی.

په مکتوب کې له یاد بانک غوښتنه شوې، چې د دغه ولاییت د امنیه قوماندانۍ ټولو سرتیرو او چارواکو ته د قوماندانۍ د قراراګاه دننه د عزیزي بانک له څانګې معاشونه توزیع کړل شي او په نورو نماینده ګیو کې د معاشونو له ورکړې ډډه وکړي.

همدارنګه په دغه مکتوب کې د ننګرهار د امنیه قوناندانۍ ټولو منسوبینو ته جدي امر شوی، چې د عزیزی بانک له ښاري څانګو دې معاشونه نه اخلي او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وکړي.

100%

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په رسیدلي مکتوب کې لیکل شوي، چې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د پولیسو لومړی او دوهمي حوزې ته امرکړی، چې د نظامي کسانو د معاشونو د ویش پرمهال دې په جلال اباد ښار کې د عزیزي بانک ټولې څانګې وڅاري او پولیسو ته دې اجازه نه ورکول کیږي، چې له امنیه قواندانۍ بیرون خپل معاشونه ترلاسه کړي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قواندانۍ دا پرېکړه په داسې مهال کوي، چې څلور ورځې وړاندې په کندوز کې د کابل بانک مخې ته هغه مهال ځانمرګی برید وشو، چې ګڼ کسان خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره ورغلي وو.

د کندوز د برید مسولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و او سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه برید کې د وژل شویو ۱۴ تنو جسدونه د کندوز روغتون ته وروړل شوي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن کې پرونی برید وغانده

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن کې پرونی برید وغانده
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر د ۲۸ کسانو وهل غندلي او د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

حامد کرزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي؛ «د جرمني په مونشن کې برید غندم.»

نوموړي د پیښي د قربانیانو له کورنۍ سره خپله خواخوږي ښودلي.

ښاغلي کرزي د افغانستان لپاره د جرمني د دوامداره ملاتړ ستاینه کړي ده.

همدارنګه د تېر جمهوري دولت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د افغان کډوال له لورې په موټر د ۲۸ کسانو ټپیان کول ترهګریز برید بللی او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې.

د جرمني په مونشن کط یو افغان کډوال تېره ورځ پر یوه لاریون خپل موتر وربرابر کړ او ۲۸ کسان یې ټپیان کړل.

پولیسو دغه افغان کډوال نیولی دی.

دا پیښه ډیر غبرګونونه له ځان سره لرله.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولڅ تېره ورځ له برید وروسته په غبرګون ویلي؛ هغه ته باید سزا ورکړل شي او باید له هېواده واېستل شي.

له دې برید یوه ورځ وروسته د جرمني د ولسمشر په ګډون یو شمېر نور چارواکي د پیښي ځای ته لاړل او د قربانیانو په احترام یې د ګلانو ګیډۍ کیښودې.

طالبان وايي د ایبک ښار په یوه جومات کې چاودنه د «دوو کسانو د شخصي جنجال» له امله شوې

۲۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰
طالبان وايي د ایبک ښار په یوه جومات کې چاودنه د «دوو کسانو د شخصي جنجال» له امله شوې
100%

د سمنګان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د ایبک ښار د جوی زندان سیمي په یوه جومات کې د جمعې په لمونځ کې چاودنه تایید کړه. حشمت الله رحماني وايي، د سمنګان دوو اوسیدونکو د خپل منځي جنجال له امله په جومات کې د لمانځه پرمهال لاسي بم وغورځواوه چې له امله یې چاودنه شوې.

حشمت الله رحماني وايي، په دغه پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، امنیتي ځواکونه د پییښي ځای ته رسیدلي، له دوو کسانو سره چره یي ټوپک هم نیول شوی او د دغې پیښي عاملین یې هم نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د یادې پېښيي په اړه څیړنې کوي او په دغه پېښه کې ټپي کسان د درملني په موخه د مزارشریف ولایتي روغتون ته انتقال کړي دي.

تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جوی زندان سیمې په یوه جومات کې د لاسي بم تر چاودنې وروسته ډزي هم شوې دي.

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست څخه ډاکټرانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه پیښه لسګونه لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د ښار سازی وزارت کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یو شمېر مړه او ټپیان شول.

همدارنګه د سې شنبې په ورځ په کندوز ولایت کې د کابل بانک مخې ته هم په یوه ځانمرګي برید کې دولتي کسانو او طالب غړو ته مرګ ژوبله واوښته.

په کندوز کې د کابل بانک مخې ته د ځانمرګي برید مسولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.