• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب وزیر وايي ددوی په منځ کې هیڅ راز اختلاف نشته

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کليو او پراختيا سرپرست وزیر محمدیونس اخوندزاده وايي، چې د ددوی د حکومت په منځ کې اختلافات نشته او په دې اړه دې ولس «تشویش» نه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د طالب مشرتابه په شتون کې به د دښمن د اختلافاتو خوب رښتيا نه شي.

د طالبانو د کليو او پراختيا سرپرست وزیر محمديونس اخوندزاده د کندهار میوند ولسوالۍ کې د ۱۷ کلیومتره سړک د جوړېدو د پرانيستې په مراسمو کې وویل: «د کوم هدف لپاره چې قرباني ورکول شوې، نظام هم د هغه لپاره روان دی.»

نوموړي زياته کړې، چې په اوسني نظام کې مسوولین او عام خلک ګډ مسوولیتونه لري.

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار په میوند لسوال‍ۍ کې دغه سړک د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړيږي.

دغه طالب چارواکی وايي، چې د ولسونو د ستونزو د حل په موخه یې زياتې پروژې تر لاس لاندې دي او په ترڅ کې به یې د سيمې ډېر کسان په دندو وګومارل شي.

په دې وروستيو کې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو ډېر خبرونه ورکول کيږي او یو شمېر کسان د هبت الله له لوري په لوړو بستونو کې تغیرات راوستل د همدې اختلافاتو بیلګي یادوي.

دا اختلافات وروسته تر هغه په رسنيو کې زيات خپاره شول، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستيال شیرمحمد عباس ستانکزي کابل پريښود او متحده عربي‌اماراتو ته ولاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون په یوه دیني مدرسه کې د وینا پرمهال په نامستقیم ډول د دغې ډلې د مشر له خوا د واک پر تمرکز نیوکه کړې او داخلي یووالی یې مهم بللی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملا برادر په قطر کې د درملنې لپاره شاوخوا یوه میاشت پاتې کېږي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر چې د درملنې لپاره قطر ته تللی، د څه کم یو میاشتې لپاره هلته پاتې کېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملا برادر پر سفري بندیز د ۲۰۲۵ کال د فېبروري له ۹مې څخه د مارچ تر ۳مې پورې معافیت تایید کړی دی.

تېره اونۍ، عبدالغني برادر په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.

خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې ښيي د طالبانو پر دغه لوړ پوړي چارواکي یې شاوخوا یوه میاشت د سفر بندیز لرې کړی.
طالبانو تر اوسه د ملا برادر د دوحې د سفر دلیل نه دی روښانه کړی خو د امنیت شورا اعلان په خبرپاڼه کې ویلي چې هغه د درملنې لپاره قطر ته په شخصي سفر تللی دی.

دا لا څرګنده نه ده چې هغه په ​​کومه ناروغي اخته دی، ځکه طالبان د خپلو مشرانو د روغتیايي حالت او شخصي ژوند په اړه معلومات نه افشا کوي.

د ۱۹۹۰ مې لسیزې په لومړیو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، پاکستان د دې ډلې دویم کور و، او د طالبانو چارواکو به د درملنې لپاره اسلام اباد، کراچۍ او پیښور ته سفرونه کول خو اوس قطر له افغانستان څخه بهر د طالبانو اصلي مرکز ګرځېدلی دی.

ملا برادر، چې له کلونو راهیسې د پاکستان په زندان کې و، له اسلام اباد سره ښې اړیکې نه لري.

د طالبانو پر ډېرو چارواکو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د سفر بندیزونه لګول شوي او دوی د امنیت شورا له اجازې پرته نه شي کولای چې له افغانستان نه بهر ته سفر وکړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې تړون له مخې امریکا باید له تور لېست څخه د طالبانو مشران وباسي خو تر دې دمه امریکا دا شرط نه دی پلی کړی او نه یې هم د طالبانو با بار غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ترمنځ داخلي اختلافاتو له کبله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی له هېواد څخه ووت او دویۍ ته ولاړ.

طالبان وايي د تاج بېګ ماڼۍ د بیارغونې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د تاج بیګ ماڼۍ چې د تېر حکومت پرمهال یې د بیارغولو چارې نږدې بشپړې شوې وې، د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون وايي، د دې ماڼۍ د بیا رغولو پر چارو ۱۹۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ۹۵ سلنه د رغولو چارې یې بشپړې شوې دي.

د تاج بیګ ماڼۍ د بنسټ ډبره په ۱۷۹۵ میلادي کال کې د شاه زمان له خوا کیښودل شوه.

په بېلا بېلو وختونو کې د جګړو پر مهال د دې ماڼۍ ډیرې برخې ویجاړې شوې او بیا څو ځله رغول شوې ده. د وروستي ځل لپاره په ۱۳۹۷ کال کې د یادې ماڼۍ د رغونې چارې پیل شوې.

په شاهي دوره کې په دې ماڼۍ کې د پاچا امان الله خان میرمن ملکه ثریا اوسیده.

د راپورونو له مخې، دغه ماڼۍ د حفیظ الله امین د حکومت په وروستیو او بیا د کورنیو جګړو پر مهال ویجاړه شوه او د جګړې د یوې نښې په توګه پاتې وه.

د یادې ماڼۍ د بیا رغونې لپاره په تېر جمهوري حکومت کې ۲۸۶،۳ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې او تر ۲۰۲۱ کال یې د بیا رغولو چارې نږدې بشپړې شوې وې. خو اوس یوځل بیا د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د یادې ماڼۍ پر بیارغولو باندې ۱۵۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د رغولو چارې یې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت وايي، چې د تاج بیګ ماڼۍ او ټولو تاریخي او فرهنګي سیمو ساتنې ته ژمتیا لري.

ددې ماڼۍ د امنیت ساتلو لپاره وسله وکسان ګومارل شوي او عام خلک د ورتلو او لیدلو اجازه نه لري.

په افغانستان کې د امریکا اړوند بېړني غبرګون ډلې چارې ودرېدې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۱ GMT+۰

رویټرز د اوو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په افغانستان، غزه، اوکراین او سوډان کې د بېړني غبرګون ټیمونو کار د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د چارو له ځنډولو وروسته درول شوی. سرچینې وايي، هغو ځانګړو ټیمونو چې په بېړنیو حالاتو کې د امریکا بشري مرستې تنظیموي، خپل فعالیت بند کړی.

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې د فعالیتونو په ځنډېدو سره د سترو طبیعي پېښو پر وړاندې د متحده ایالاتو نړیوال پروګرام هم درول شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د «USAID» په له منځه وړلو سره، د متحده ایالاتو د بېړني غبرګون ټیمونه «ډي اې ار ټي» چې په نورو هېوادونو کې مېشت دي، نه شي کولی خپل فعالیتونه جاري وساتي.

ویل کیږي د «DARTs» ټیمونه له روزل شویو او تخنیکي پرسونل څخه جوړ شوي چې له ناورین وروسته له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې د بېړنيو خدماتو په چمتو کولو کې تخصص لري.

د طبیعي پېښو د بېړني غبرګون ټیمونه په مختلفو هېوادونو کې مېشت دي او په وروستیو لسیزو کې یې د نړۍ د لویو طبیعي پېښو او بېړنیو حالتونو په مدیریت کې پام وړ رول لوبولی دی.

دغو ټیمونو په ډېرو بدو حالاتو کې بېړنۍ مرستې چمتو کړې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د بېړنیو حالاتو د غبرګون ټیمونو د هایټي د ۲۰۱۰ کال زلزله کې چې ۳۰۰،۰۰۰ کسان یې ووژل، په جاپان کې د ۲۰۱۱ کال زلزله او سونامي چې د فوکوشیما اټومي بټۍ د ویجاړیدو لامل شوه، د عراق، سوریې جګړو او په ټوله نړۍ کې د دیو شمیر لویو پېښو پرمهال په بېړنیو مرستو کې رول لوبولی دی.

ویل کیږي د بېړني غبرګون په هره ډله کې له متحده ایالاتو بهر له۱۰ څخه تر ۵۰ پورې د ناورین مدیریت متخصصان شامل دي چې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې د چارو ځنډېدو له امله وزګار شوي دي.

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) د بشري مرستو لپاره د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې مارسیا وانګ وویل: "د امریکا نوې اداره د امریکا د حکومت بې ساری ملکي ظرفیت له منځه وړي."

د امریکا حکومت له بهرنیو چارو وزارت سره ددې ادارې د یوځای کولو په اړه غور کوي.

ویل شوي چې له دغه اقدام وروسته به د یاد سازمان له لس زره کارکوونکو څخه یو کوچنی شمیر کار ته دوام ورکړي.

د یو اېس ای ډي یو شمېر کارکوونکو رویټرز ته وویل چې د متحده ایالاتو حکومت تیره اونۍ دوی ته خبر ورکړ چې یوازې ۶ سوه اړتیا وړ کارکوونکي به په اداره کې کار ته دوام ورکړي.

جرمني کې افغان ډيپلوماتیکو استازولیو د مونشن پېښه وغندله

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰

په جرمني کې د افغانستان ډيپلوماتیکو استازځایونو په مونشن ښار کې پر یوه لاریون د یوه افغان وګړي برید ترهګریز عمل ګڼلی.

په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن کې افغان کونسلګریو د شنبې په ورځ په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې دغه استازولۍ د دې وحشتناکې پېښې له امله ژورې اغیزمنې او خواشینې دي.

دغو استازولیو، چې د افغانستان د پخواني حکومت ډيپلوماتانو له خوا اداره کيږي، د پېښې له قربانيانو او د هغوی له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.

افغان ډيپلوماتانو د امنیت او قانون پلیتابه په تړاو د جرمني چارواکو د هڅو ملاتړ کړی دی.

په دې اعلاميه کې ټينګار شوی چې دغه استازولۍ به د مجرمانو د ايستلو په بهیر کې له جرمني چارواکو سره همکاري وکړي.

په مونشن کې يوه ۲۴ کلن افغان د پنجشنبې په ورځ د کارګرو پر یوه لاریون موټر ور وځغلاوه، چې په پایله کې یې ۳۶ تنه ټپیان شوي.

« د افغانستان د راتلونکې فکر» فورم په دوحه کې خپله لسمه ناسته پای ته ورسوله

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۰

په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات وايي چې د «افغانستان د راتلونکي فکر فورم» غونډه پای ته ورسېده. هغه پر خپل ​​اېکس لیکلي چې غونډه د فاطمې ګیلاني په مشرۍ د ۴۰ تنو په ګډون ترسره شوه او دوی د افغانستان په وړاندې د ننګونو په اړه نظرونه شریک کړل.

د سلطان برکات بنسټ د "بین الافغاني خبرو اترو" په چوکاټ کې د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۱۰مه په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د ۴۵ افغان سیاسي او مدني فعالانو د غونډې یو تسهیلوونکی اړخ و.

هغه نن د شنبې په ورځ د سلواغې ۲۷مه ولیکل چې د ددې میاشتې له ۲۴مې څخه تر ۲۶مې پورې په یوه غونډه کې د افغانستان دننه او بهر د ټولو سیاسي او قومي ډلو څلوېښتو با نفوذه افغانانو افغانستان ته د ور پېښو ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

ګډونوالو د ترسره شویو پرمختګونو ارزونه وکړه او د افغانستان پر داخلي او بهرنیو ستونزو یې خبرې وکړې، چې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز لغو کول او د افغانستان د اقتصادي ژغورنې لارې چارې پکې شاملې وې.

په دې خبرو اترو کې په ځانګړي ډول د ټرمپ ادارې د بشري مرستو له ناڅاپي بندیدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت څیړل شوی.

برکات وايي، له فکري اختلافاتو سره سره د فورم ګډونوالو په یوه خوله جګړه رد کړه او د افغانستان د ستونزو د سوله‌ییز حل پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

هغه دا هم لیکلي چې د افغانستان د راتلونکې فکر فورم خپل وړاندیزونه قطري ډېپلوماتانو ته وړاندې کړل او دغه هېواد موافقه وکړه چې دا مسایل به تعقیب کړي.

د طالبانو له واکمنۍ نژدې څلور کاله تېریږي خو دغې ډلې تر اوسه پورې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او له خپلو سیاسي مخالفونو سره د هېڅ ډول خبرو لپاره چمتووالی نه ښيي.