جرمني کې افغان ډيپلوماتیکو استازولیو د مونشن پېښه وغندله

په جرمني کې د افغانستان ډيپلوماتیکو استازځایونو په مونشن ښار کې پر یوه لاریون د یوه افغان وګړي برید ترهګریز عمل ګڼلی.

په جرمني کې د افغانستان ډيپلوماتیکو استازځایونو په مونشن ښار کې پر یوه لاریون د یوه افغان وګړي برید ترهګریز عمل ګڼلی.
په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن کې افغان کونسلګریو د شنبې په ورځ په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې دغه استازولۍ د دې وحشتناکې پېښې له امله ژورې اغیزمنې او خواشینې دي.
دغو استازولیو، چې د افغانستان د پخواني حکومت ډيپلوماتانو له خوا اداره کيږي، د پېښې له قربانيانو او د هغوی له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.
افغان ډيپلوماتانو د امنیت او قانون پلیتابه په تړاو د جرمني چارواکو د هڅو ملاتړ کړی دی.
په دې اعلاميه کې ټينګار شوی چې دغه استازولۍ به د مجرمانو د ايستلو په بهیر کې له جرمني چارواکو سره همکاري وکړي.
په مونشن کې يوه ۲۴ کلن افغان د پنجشنبې په ورځ د کارګرو پر یوه لاریون موټر ور وځغلاوه، چې په پایله کې یې ۳۶ تنه ټپیان شوي.


په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات وايي چې د «افغانستان د راتلونکي فکر فورم» غونډه پای ته ورسېده. هغه پر خپل اېکس لیکلي چې غونډه د فاطمې ګیلاني په مشرۍ د ۴۰ تنو په ګډون ترسره شوه او دوی د افغانستان په وړاندې د ننګونو په اړه نظرونه شریک کړل.
د سلطان برکات بنسټ د "بین الافغاني خبرو اترو" په چوکاټ کې د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۱۰مه په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د ۴۵ افغان سیاسي او مدني فعالانو د غونډې یو تسهیلوونکی اړخ و.
هغه نن د شنبې په ورځ د سلواغې ۲۷مه ولیکل چې د ددې میاشتې له ۲۴مې څخه تر ۲۶مې پورې په یوه غونډه کې د افغانستان دننه او بهر د ټولو سیاسي او قومي ډلو څلوېښتو با نفوذه افغانانو افغانستان ته د ور پېښو ننګونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ګډونوالو د ترسره شویو پرمختګونو ارزونه وکړه او د افغانستان پر داخلي او بهرنیو ستونزو یې خبرې وکړې، چې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د بندیز لغو کول او د افغانستان د اقتصادي ژغورنې لارې چارې پکې شاملې وې.
په دې خبرو اترو کې په ځانګړي ډول د ټرمپ ادارې د بشري مرستو له ناڅاپي بندیدو وروسته د افغانستان اقتصادي وضعیت څیړل شوی.
برکات وايي، له فکري اختلافاتو سره سره د فورم ګډونوالو په یوه خوله جګړه رد کړه او د افغانستان د ستونزو د سولهییز حل پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
هغه دا هم لیکلي چې د افغانستان د راتلونکې فکر فورم خپل وړاندیزونه قطري ډېپلوماتانو ته وړاندې کړل او دغه هېواد موافقه وکړه چې دا مسایل به تعقیب کړي.
د طالبانو له واکمنۍ نژدې څلور کاله تېریږي خو دغې ډلې تر اوسه پورې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او له خپلو سیاسي مخالفونو سره د هېڅ ډول خبرو لپاره چمتووالی نه ښيي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په قاهره کې د دوی سفارت د مصر، مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا له زندانونو ۱۷ افغانان له بنده ازاد او افغانستان ته لېږلي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په نورو هېوادونو کې د افغان زندانیانو د خوشي کولو په تړاو دغه هڅې يې له تېرو دريو میاشتو روانې وې.
نوموړي ويلي: «د مصر په پلازمېنه قاهره کې د امارت د لوی سفارت په هڅو په تېرو درې میاشتو کې د مصر په ګډون له یو شمېر افریقایي هېوادونو، لکه مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا څخه ۱۷ افغانان له بند څخه ازاد او هېواد ته راولېږدول شول.»
په خبرپاڼه کې ډاډ ښودل شوی، چې طالبان به د خپلو اتباعو د ساتنې او د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره خپلي هڅي روانې ساتي.
ډېری افغانان په ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران کې د بیلابیلو دلایلو له کبله زندانیان دي.
د تېري میاشتې په وروستيو کې د طالبانو سترې محکمې له ایراني چارواکو سره تر څو ورځنیو خبرو وروسته وویل، چې ایران به ډېر ژر ۱۵۰۰ افغان بندیان افغانستان ته راستانه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د لیندۍ میاشتې په پرتله په مرغومي میاشت کې په صادراتو کې ۲۸ میلیونه ډالر کمښت او وارداتو کې ۵۵،۷ میلیونه ډالر زیاتوالی راغلی.
دې ادارې د ۱۴۰۳ کال په مرغومي میاشت کې له افغانستان نه د صادراتو او وارداتو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
داحصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند شمېرو له مخې په دې مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲،۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۱۰۹۷،۲ ميليونو ډالرو ته رسېږي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د ۱۴۰۳ کال په لیندۍ مياشت کې د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۰،۲ میلیونو ډالرو ته رسیده. د دغو شمېرو له مخې، د روان کال د مرغومي مياشتې د صادراتو ارزښت د لیندۍ مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸ميليونه ډالره کم شوی.
همدارنګه د د روان کال په لیندۍ میاشت کې افغانستان ته د وارداتو ارزښت ۱۰۴۱،۵ میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په مرغومي مياشت کې د ۵۵،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت زیاتوالی راغلی دی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په مرغومي میاشت کې تر ټولو ډیر صادرات هندوستان ته د ۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت، ورپسي پاکستان ته ۵۰،۴ میلیون ډالرو په ارزښت او متحده عربي اماراتو ته د ۵،۹ میلیون ډالرو په ارزښت شوي دی.
تر ټولو ډیر واردات له ایران څخه د ۲۷۶ میلیون ډالرو په ارزښت، پاکستان څخه د ۱۸۸ میلیون ډالرو په ارزښت او له چین څخه د ۱۳۹،۴ میلیون ډالرو په ارزښت شوي دي.

د جرمني د مونشن له برید وروسته، چې شاوخوا ۳۶ تنه یې ټپیان کړل، له دغه هېواده د مجرمو افغانانو د اېستلو او د افغانانو د منلو پروګرام بندولو په تړاو د جرمني په سیاسي ګوندونو کې یوځل بیا بحثونه راپورته شوي.
دا برید داسې مهال وشو، چې د جرمني پارلماني یا د بونډسټاګ ټاکنو ته یوه اونۍ پاتې ده.
د بادن ورتمبرګ ایالت په کارلسروهه ښار کې د جرمني فدرالي لوی څارنوال د پېښې د مهم والي له امله د جمعې په ماښام د پلټنو مشري پرغاړه واخیسته. د جرمني فدرال لوی څارنوال ویلي: « شک شته چې دا عمل د مذهبي انګېزو پر اساس شوی وي او د ازادو دموکراتیکو اساسي اصولو پر ضد یو برید ګڼل کېدای شي».
د پلټونکو له نظره، بریدګر دغه برید د اسلامي افراطي دلایلو له مخې کړی. د تحقیقاتو پر مهال، نوموړي اعتراف کړی چې قصداً یې د مظاهرهچیانو پر لور موټر ځغلولی.
د معلوماتو له مخې، بریدګر په وروستیو کې په جرمني کې قانوني استوګنه درلوده.
له برید وروسته، دمسیحي سوسیال اتحادیې ګوند مشر الکساندر دوبرېنډت اعلان وکړ، چې د [مجرمو] افغانانو اخراج باید پیل شي.
هغه وویل: «باید ټولې لارې وازمویو چې د اخراج بهیر، حتا افغانستان او سوریې ته، عملي کړو».
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر وویل چې د کډوالۍ په سیاستونو کې د یوه جوړجاړي امکان شته.
هغې زیاته کړه، « زه باور لرم چې د اتحادیې او سوسیال دموکرات ګوند ترمنځ یو جوړجاړی هم اړین او هم ممکن دی».
هغې زیاته کړه چې سوسیال ډیموکراټ ګوند هم غواړي غیرقانوني مهاجرت محدود کړي.
فایزر اعلان وکړ چې افغانستان ته به د اخراج لړۍ دوام ومومي، خو دا کار عملي ستونزې لري، ځکه د طالبانو له حکومت سره همغږي ته اړتیا ده.
د سوسیال ډیموکراټ ګوند مرستیال مشر ډیرک ویسې له سټار سره په خبرو کې وویل، « زموږ هدف باید دا وي چې افغانستان ته د هغو پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو لپاره مستقیمې الوتنې چمتو کړو چې د پاتې کېدو حق نه لري».
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند افغانستان ته د اخراج الوتنو په اړه ویلي، چې دوی نشي کولی دغه ډول تدابیر مشخصاً اعلان کړي خو زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه ډیر زیار او هڅې روانې دي.
په داسې حال کې چې طالبانو د مجرمو افغانانو په اېستلو کې د جرمني له حکومت سره همکاریو ته تیاری ښودلی، یو شمېر جرمني شنونکي په دې باور دي، چې طالبان غواړي په دې ډول د ځان لپاره مشروعیت ولټوي.
د جرمني ډېری سیاستوال له طالبانو سره تعامل ته زړه نه ښه کوي، خو د مجرمو افغانانو د اخراج په تړاو یوه خوله دي.

د بلخ ولایت مقام کې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د بلخ والي یوسف وفا خپل نژدې کسان په ریاستونو، مدیریتونو او امریتونو کې ګومارلي. د سرچینو په وینا، د بلخ والي یوسف وفا د ملاهبت الله د فرمان خلاف تر خپل واک لاندې دولتي ادارو کې د خپلوانو ترڅنګ خپل ملګري ټاکلي دي.
د بلخ ولایت مقام د بشري منابعو په ریاست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ددغه ولایت لپاره د طالبانو والي یوسف وفا له خوا ګومارل شوي اداري چارواکي د زیاتره د کندهار اوسېدونکي دي.
د یوسف وفا له خوا په ګوښه شويو طالب چارواکو کې د بلخ د استخباراتو رییس محمد ظاهر مبشر، د بلخ نظامي محکمې رییس عبدالوارث مغفورالله، د بلخ د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب توانا، د لویې لارې قوماندان عبدالبشیر فیضان او د ښار د څو حوزو امرین هم شامل دي.
سرچینې وايي، د ولایت د بشري سرچینو رییس بخت محمد مومنیار، د عامې روغتیا رییس رحمت الله منصور، د اطلاعاتو او کلتور رییس محمود، د استخباراتو رییس ناظم، د بلخ امنیه قوماندان عبدالرازق راشد ټول د بلخ والي یو سف وفا په وخت کې ټاکل شوي او د هغه نږدې ملګري دي.
د یوسف وفا له خوا ګومارل شوي نور کسان هم په ملکی او نظامي ادارو کې ځای پرځای شوي دي.
په بلخ کې ځینو طالب چارواکو له نومښودنې پرته وویل چې په دغه ولایت کې په مهمو او عایداتي ځایونو کې د بلخ والي خپل نږدې کسان ګوماري، چې اکثریت له کندهار او هلمند ولایتونو راوستل شوي دي.
یو ځايي طالب چارواکی وايي، « موږ د خپل امیر اطاعت کوو خو دلته اوس موږ وینو هغه مشران چې په واک کې دي د خپل امیر د اطاعت خلاف کارونه کوي چې دا د مجاهدینو په منځ کې د خپګان لامل شوی.»
د طالبانو د کندهار پخوانی او د بلخ اوسنی والي یوسف وفا ددې ډلې د مشر ملاهبت الله له نږدې کسانو شمېرل کېږي.
یوسف وفا د کندهار د ولایت پرمهال خپل زوی کریم الله وفا د دغه ولایت د ځانګړې قطعې قومندان ټاکلی و، چې د خپلوانو د ګومارنې په تړاو د ملاهبت الله له فرمان وروسته له دندې ګوښه شو.

سرچینې وايی چې د بلخ والي یوسف وفا زوی کریم الله وفا اوس مهال په بلخ کې دی او په ځینو عایداتي ادارو کې مداخله کوي.
د طالبانو د ډېری چارواکو په اړه ویل کیږي چې په اړوندو ادارو، وزارتونو، ریاستونو او مدیریتونو کې د خپلو کورنیو غړي او نږدې ملګري ګوماري.
له دې وړاندې د افغانستان انټرنشنل - پښتو په یوه څېړنیز راپور کې په ډاګه شوې وه، چې د طالبانو یو شمېر وزیرانو د ملا هبت الله د فرمان خلاف په دولتي ادارو کې خپلوان او ملګري مقرر کړي دي.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنو ښودلې وه، چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر، د کانونو او پټرولیم وزیر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلې کورنۍ غړي په دولتي دندو کې ګومارلي دي. دغه راز ددې ډلې د قطر سفارت نوي مسوول سهیل شاهین زوی په هند کې د ډپلوماټ په توګه معرفي شوی دی.
دا مقررۍ په داسې حال کې دي، چې ملا هبت الله اخواندزاده په یوه فرمان کې له طالبانو غوښتي وو، چې تر خپل واک لاندې ادارو کې خپلوان او انډيوالان د اړیکو په بنسټ ونه ګوماري.
د ملا هبت الله له دغه فرمان وروسته یو شمېر طالب وزیران په خپلو منځونو کې داسې پرېکړې ته ورسېدل چې دوی به د یو بل د کورنۍ غړي په خپلو وزارتونو کې ګوماري.
د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، د خپلوي او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري.
د دغه مکتوب له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی و، د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د "الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي".