د طالبانو د بلخ والي ډېری ادارو ته خپل ملګري د چارواکو په توګه ټاکلي

د بلخ ولایت مقام کې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د بلخ والي یوسف وفا خپل نژدې کسان په ریاستونو، مدیریتونو او امریتونو کې ګومارلي. د سرچینو په وینا، د بلخ والي یوسف وفا د ملاهبت الله د فرمان خلاف تر خپل واک لاندې دولتي ادارو کې د خپلوانو ترڅنګ خپل ملګري ټاکلي دي.