طالبان: د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه مو پلاوی ایران ته استولی

د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلویزیون د خبر له مخې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د غړي ضیاالدین اڅکزي په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی دی. ویل کیږي، دغه پلاوی د دواړو هیوادو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه استول شوی دی.