د مولداویا ولسمشرې په افغانستان کې خپلو وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ

د مولداویا ولسمشرې مایا سنډو د افغانستان په جګړه کې د مولدووا وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل، چې زموږ سرتېري په پردۍ جګړه کې وژل شوي.

د مولداویا ولسمشرې مایا سنډو د افغانستان په جګړه کې د مولدووا وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل، چې زموږ سرتېري په پردۍ جګړه کې وژل شوي.
مایا سنډو په ټولنیزو رسنیو کې په افغانستان د خپلو وژل شویو سرتېرو په اړه په یوه پیغام کې لیکلي: "موږ د دوی قربانۍ او د کورنیو کړاوونو ته چې د دوی لپاره یې بې ځایه انتظار کاوه یا د تل لپاره یې کور ته ښه راغلاست ویلو ته سر ټیټوو."
د ولسمشرې په خبره، د جګړې له پای ته رسېدو ۳۶ کاله تېر شوي، خو ډېری هغه کسان چې هلته جګړې ته لېږل شوي، لا هم له دې صدمې خلاص شوي نه دي.
ولسمشرې لیکلي: "له ۱۲,۵۰۰ څخه ډېر مولداوایان په هغه جګړه کې ښکېل شول چې د دوی جګړه نه وه. له دې جګړې ۳۰۱ سرتېري هېڅکله بېرته نه دي راغلي. په سلګونه نور بیا له ټپونو سره بېرته راستانه شوي چې نه رغېږي، "
مایا سنډو خواشیني څرګنده کړه، چې تاریخ بیا تکرارېږي ، ځکه چې اوس یې د هېواد په پوله کې مرګ او تباهي لیدل کېږي.
مایا سنډو وویل."د اوکراین په وړاندې د روسیې له خوا په غیر عادلانه او بې ثباته جګړه کې د ډېری خلکو ژوند له منځه تللی. جګړه یوازې دردونه راوړي. راځئ چې سوله وساتو او د هغه تراژیدي په اړه بې تفاوته پاتې نه شو چې زموږ په څنګ کې رامنځته کېږي ،"
مولداویا چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وه، د شوروي د ځواکونو سره یو ځای یې سرتېرو د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې وه.
دغه هېواد په ۱۹۹۱ کې له شوروي اتحاد بېل شو او خپلواکي یې ترلاسه کړه.
یاده دې وي، چې درې لسیزې وړاندې د ۱۹۸۹ کال د فېبرورۍ په ۱۵مه شوروي ځواکونه له لس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل او په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېل شوه.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ د سياسي مشرتابه په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره به ډېر ژر له افغانستان سره د حکومت په کچه خبرې پېل شي.
په پېښور کې د علي امين ګنډاپور په مشرۍ د سياسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو يوه مشورتي غونډه وشوه، چې په کې د پاکستان د ملي يووالي شورا، متحده علماء بورډ او د خېبر پښتونخوا مشرانو ګډون کړى و.
په دې غونډه کې په لوی اکثریت پرېکړه وشوه، چې په پاکستان کې سوله په افغانستان کې له سولې سره تړلې ده نو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې له افغانستان سره د حکومت په کچه ژر تر ژره خبرې پیل شي.
په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه، چې سیاسي او مذهبي ګوندونه به په هېواد کې د ټولنیزې همغږۍ د ودې لپاره په ګډه کار کوي.
د غونډې ګډونوالو زیاته کړه، چې د ترهګرۍ ختمول، په هېواد کې د سولې او نظم ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه باید د هېواد په کچه د سیاسي رهبرانو لویه غونډه جوړه شي.
غونډې ته دخيبرپښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور وويل، خېبرپښتونخوا د امن په لړ كې له ګڼو ننګونو سره مخ ده او د حالاتو په خرابولو كې یې بهرنۍ لاسوهنې شته.
نوموړي زیاته کړه، چې د خېبر پښتونخوا امن د افغانستان له حالاتو سره مخامخ تړاو لري.
وزيراعلي وويل، د افغانستان سره به د ګټورو خبرو اترو لپاره يوه جرګه جوړېږي.
د کورمې د نا امنیو په تړاو علي امين وويل، په کورمه کې ځيني اشخاص د خپلو ګټو لپاره حالات خرابوي، خو د خېبرپښتونخوا حکومت نه ستړي کېدونکې هڅې کوي چې په دغه ولسوالۍ کې حالت عادي کړي.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو ایتلاف د طالبانو پر بشر ضد کړنو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر دوامدارې ځپنې سخته نیوکه کړې. ایتلاف پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغان ښځو ته د دوحې پروسې په بحثونو کې ځای ور کړي.
د نړۍ د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغان ښځو ته د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د خبرو اترو پر مېز، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د دوحې پروسې په بحثونو کې، ځای ور کړي.
دا اعلامیه، چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلیني جولي په مشرۍ د لوړې کچې له غونډې وروسته ددغه هېواد د نړیوالو چارو ادارې له خوا خپره شوې، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو د خرابېدونکي وضعیت په اړه د نړیوالې اندېښنې زیاتوالی په ډاګه کوي.
د دې اعلامیې لاسلیک کوونکي د اندورا، اسټرالیا، کولمبیا، ایکواډور، فنلینډ، جورجیا، جرمني، ایسلنډ، جمیکا، کوسوو، لاتویا، لیښتن شتاین، موناکو، منګولیا، سلوانیا او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانې او د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست عالي استازې دي او د طالبانو د هغو فرمانونو د سملاسي لغو کولو غوښتنه کوي، چې د ښځو حقونه یې د زده کړو، روغتیا، او عامه ژوند په برخو کې محدود کړي دي.
اعلامیه وايي، « یو سولهییز او باثباته افغانستان یوازې هغه مهال رامنځته کېدای شي، چې ټول افغانان، د ښځو او نجونو په ګډون، د خپل هېواد په راتلونکي کې بشپړ ګډون ولري».
د ښځو لپاره تر ټولو ظالمانه هېواد
اعلامیه وايي، « طالبانو د افغان ښځو او نجونو بشري حقونو ته لا ډېر زیان رسولی. له هر نوي فرمان سره طالبان ښځې او نجونې له عامه ژوند، لکه زده کړو، روغتیا، کار، او ټولنیز ګډون څخه لا زیاتې بې برخې کوي. افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ظالمانه هېواد دی، یو تیاره حقیقت چې موږ یې له پامه نه شو غورځولی».
اعلامیه وايي، « موږ د طالبانو د ۲۰۲۴ کال د دسمبر فرمان چې پر ښځو او نجونو یې طبي زده کړې بندې کړې، په کلکه غندو. که دا فرمان لغو نه شي افغانستان به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو یو بشپړ نسل له لاسه ورکړي».
اعلامیه د طالبانو له خوا د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو بندیز غندي او دا د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره یوه ستره ضربه ګڼي.
د ښځو د حقونو ځپل لا شدید شوي
په اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون غندنه شوې، چې د ښځو پر خوځښت او د بیان پر ازادۍ نور هم بندیزونه لګوي.
اعلامیه زیاتوي، « دا فرمانونه د دې لپاره دي چې افغان ښځې او نجونې عملاً خاموشې کړي او په کورونو کې یې بندي کړي».
ښځینه وزیرانو لیکلي، او ټینګار یې کړی چې هېڅ حکومت نشي کولی د خپلې ټولنې نیمایي برخه له عامه ژونده حذف کړي او بیا هم ثبات یا مشروعیت ترلاسه کړي.
دغه ډله د هغو نړیوالو اقداماتو ملاتړ کوي چې د ښځو د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) له مخې د افغانستان حساب ورکونه تضمین کړي.
د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر راهیسې د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او هالنډ په مشرۍ یوه ایتلاف چې اوس یې ۲۵ هېوادونه ملاتړ کوي، رسمي ګامونه پورته کړي څو طالبان د خپلو اقداماتو په تړاو نړیوالو ته ځواب ویونکي کړي.
اعلامیه وايي، چې د طالبانو له سختو بندیزونو سره سره، افغانې ښځې لا هم د خپلو حقونو د دفاع لپاره مبارزه کوي، چې دا کار یې تل د لویو شخصي خطرونو سره مل وي.
اعلامیې په دې برخه کې د افغان ښځو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د افغانستان د پارلمان مخکینۍ غړې فوزیه کوفي چې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یې ګډون کړی وايي، د طالبانو د مشرانو ترمنځ مخالفتونه پر طالبانو د وروستیو نړیوالو فشارونو له امله دي.
فوزیه کوفي یوازینۍ افغانه ده، چې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یې ګډون کړی او د افغانستان په اړه خبرې کوي.
نوموړی نن د دغه کنفرانس پر مهال په یوه پنل کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر او یوه امریکايي چارواکي هم پکې ګډون درلود، وویل: « په حقیقت کې په افغانستان کې وضعیت د خلکو لپاره ورځ تربلې خراب شوی دی».
نوموړې وویل چې په دې ورستیو کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ مخالفتونه پیدا شوي دي، خو دا ایډیالوژیکي مخالفتونه نه دي، بلکې دا مخالفت د کابل او کندهار ترمنځ د سخت دریځو ترمنځ د واک پر سر دی.
نوموړې وايي، دا مخالفتونه د جرمونو نړیوالې محکمې په څیر پر طالبانو د نړیوالو فشارونو له امله دي. کوفي زیاتوي، «له هغه وروسته چې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو غوښتنه وکړه، موږ وینو چې د دوی په منځ کې مخالفونه ډیر شوي، په حقیقت کې کابل په هغه وخت کې پوځي بڼه غوره کړې وه او کندهار همداسې و او هر لوري هڅه کوله چې خپل دریځ پیاوړی وښيي».
فوزیه کوفي وايي، طالبانو پر ښځو خپل بندیزونه دومره سخت کړي، چې د نور سختوالي ځای نه دی پاتې شوی. ددې په وینا، د طالبانو مشر پر خپله کابینه هم بندیز لګولی چې د هغه د فرمانونو په اړه غبرګون ونه ښيي.
فوزیه کوفي د دوحې د تړون پر مهال د طالبانو د ژمنو په تړاو وايي چې هغوی د ځمکې پر مخ افغانستان د ښځو لپاره دوزخ ګرځولی دی، « د سیمې تمه داده، چې طالبان د نړیوال امنیت د ساتنې لپاره دي، خو دا یوه غلطه تمه ده ځکه طالبان د نړیوال امنیت لپاره ننګونه ده».
کوفي وايي، پاکستان، ایران، چین، ازبکستان او د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره د اقتصاد، ترهګرۍ ضد او نشه توکو ضد پر بنیاد اړیکې ساتي، خو همدا اوس هم په افغانستان کې له ۲۳څخه تر ۲۵ پورې وسله والې افراطي ډلې دي چې دا یو ګواښ دی.
فوزیه کوفي د ښځو په تړاو د طالبانو پر دریځونو داسې مهال نیوکې کوي، چې پر نوموړې د یو شمېر افغان مېرمن اعتراض دی چې له طالبانو سره د دوحې د خبرو اترو په بهیر کې یې د هغوی د نرمښت په تړاو ډاډ ښودلی و.

د طالبانو د کليو او پراختيا سرپرست وزیر محمدیونس اخوندزاده وايي، چې د ددوی د حکومت په منځ کې اختلافات نشته او په دې اړه دې ولس «تشویش» نه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د طالب مشرتابه په شتون کې به د دښمن د اختلافاتو خوب رښتيا نه شي.
د طالبانو د کليو او پراختيا سرپرست وزیر محمديونس اخوندزاده د کندهار میوند ولسوالۍ کې د ۱۷ کلیومتره سړک د جوړېدو د پرانيستې په مراسمو کې وویل: «د کوم هدف لپاره چې قرباني ورکول شوې، نظام هم د هغه لپاره روان دی.»
نوموړي زياته کړې، چې په اوسني نظام کې مسوولین او عام خلک ګډ مسوولیتونه لري.
د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار په میوند لسوالۍ کې دغه سړک د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړيږي.
دغه طالب چارواکی وايي، چې د ولسونو د ستونزو د حل په موخه یې زياتې پروژې تر لاس لاندې دي او په ترڅ کې به یې د سيمې ډېر کسان په دندو وګومارل شي.
په دې وروستيو کې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو ډېر خبرونه ورکول کيږي او یو شمېر کسان د هبت الله له لوري په لوړو بستونو کې تغیرات راوستل د همدې اختلافاتو بیلګي یادوي.
دا اختلافات وروسته تر هغه په رسنيو کې زيات خپاره شول، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستيال شیرمحمد عباس ستانکزي کابل پريښود او متحده عربياماراتو ته ولاړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون په یوه دیني مدرسه کې د وینا پرمهال په نامستقیم ډول د دغې ډلې د مشر له خوا د واک پر تمرکز نیوکه کړې او داخلي یووالی یې مهم بللی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وايي، سره له دې چې بیجنګ له واشنګټن سره د شخړو پلوی نه دی، خو که امریکا د چین د ځپلو پرېکړه کړې وي، نو بیجینګ به تر پایه ورسره ولوبیږي.
وانګ، چې د مونشن امنیتي کنفرانس پر مهال یې خبرې کولې، وویل چین به یو اړخیزو «زورواکانه» کړنو ته پرېکنده ځواب ووايي، خو هیله لري چې امریکا له چین سره د همکارۍ لاره خپله کړي.
د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین پر ټولو توکو ۱۰ سلنه اضافي تعرفه ولګوله، سره له دې چې څو اونۍ وړاندې یې د چین له مشر شي جینپینګ سره مثبتې ټیلیفوني خبرې کړې وې.
د تعرفو دغه اقدام چین اړ کړ چې پر ځینو امریکایي وارداتو تر ۱۵ سلنې مالیات ولګوي.
له دې سره د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د بشپړې سوداګریزې جګړې وېره بېرته را ژوندۍ شوې ده.
له دې مخکې د بایډن ادارې د پرمختللو ټکنالوژیو پر صادراتو نور محدودیتونه ولګول، څو چینایي شرکتونه داسې پرمختللي چیپونه جوړ نه کړای شي، چې د چین پوځ یې وکاروي.
بیجینګ ویلي چې دغه محدودیتونه د چین د ټکنالوژیک پرمختګ د مخنیوي لپاره د اوږدمهاله پلان یوه برخه ده.
د رویټرز د رپوټ له مخې، وانګ وویل: « چین د ستونزو او خنډونو په ماتولو سره پرمختګ کړی او وده یې کړې او له هېڅ شي نه وېرېږي».
نوموړي یو شمېر چینایي متلونه یاد کړل، چې یو یې د چین له تاریخي کتاب « د بدلونونو کتاب» څخه و، « د جنت حرکت له انرژۍ ډک دی، نو هوښیار (یې تعقیبوي) ځان تکړه کوي او نه ستړی کیږي».
وانګ بیا په طنزیه ډول وویل، « ددې کرښو ژباړل سخت دي، کولای شئ له DeepSeek نه مرسته وغواړئ».
ډیپ سیک د مصنوعي ځیرکتیا اپلیکېشن دی چې چین د امریکا د چیپ له محدودیتونو سره سره، جوړ کړی او ویل کېږي د امریکا له پرمختللو اې آی چیټ بوټونو لکه چټ جي پي ټي سره سیالي کوي.
