• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د اقتصاد وزارت یو پلاوی چاپان ته تللی دی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی چاپان ته تللی دی. د دغه وزارت مرستیال وزیر عبداللطیف نظري پر اېکس پاڼه د دغه سفر په اړه کاږلي:« موږ د نړۍوالې ټولنې د یو پیاوړي، متحد، پرمختللي، سوکاله او فعال غړي په توګه نړۍ سره د باعزته اړیکو غوښتونکي یو.»

هغه، چاپان ته د خپل سفر په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي.

واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته دغه ډله هڅه کوي، چې له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي؛ خو د دغو هڅو سره، سره بیا هم دغه ډله هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې همدا څور ورځې مخکې د هېکرانو یوې ډلې طالب لیکس له‌خوا په خپرو شویو سندونو کې راغلي و، چې د ملا هبت‌الله له اجازې پرته طالب کارکوونکي او چارواکي نشي کولای د زده‌کړو او یاهم رسمي سفر لپاره له هېواده بهر ولاړ شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان له پوځ سره د ورورګلوۍ او ملګرتیا غوښتونکي یو

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د هېکرانو یوې ډلې طالب لیکس له‌خوا د طالبانو په افشا شویو سندونه کې یو سند هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست اړوند دی، چې پکې یې په اسلام اباد کې خپل سفارت ته لیکلي چې د پاکستان له پوځ سره د ورورۍ او ملګرتیا اړیکو ته ژمن دي.

یاد مکتوب چې د «۱۴۰۳ کال د اومې میاشتې په ۱۴مه» نېټه لیکل شوی پکې یادونه شوې، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ سره د ورورګلوۍ او ملګرتیا اړیکو ته ژمنتیا لري.

د طالبانو په دغه افشا شوي سند کې ټینګار شوی، چې د افغانستان خاوره به د‌ پاکستان په ګډون د هېڅ ګاونډي او بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.

100%

پاکستان بیا د طالبانو دغه څرګندونې نه مني او ادعا کوي، چې د افغانستان د خاورې دننه یې د دوی پر ضد جنګېدونکي «ټي ټي پي» وسله‌والې ډلې ته پناه ځایونه ورکړي او خاوره یې د دوی پر ضد کارول کېږي.

د طالب لیکس له لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغه افشا شوي مکتوب کې ویل شوي د پاکستان هغه ادعا سمه نه ده، چې ګني افغان طالبانو د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو بریدونه شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ښکاره توګه خړې پړې شوې او دواړه لوریو د لفظي بریدونو تر څنګ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سره وسله‌والې نښتې هم کړې دي.

پاکستان په بېلابېلو وختونو کې په نړۍوالو ناستو کې او د هېوادونو سیاسي استازولیو ته له طالبانو شکایت کړی دی، چې پاکستاني طالبان یې په خپل هېواد کې خوندي ساتلي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په خېبر پښتونخوا کې د «ټي‌ټي‌پي» فعالیتونه نه یوازې دا چې چټک شوي؛ بلکې پراخ شوي هم دي او هره ورځ یې له پاکستاني پوځیانو سره د وسله‌والو نښتو خبرونه لاس په لاس کېږي.

په ورته مهال په خېبر پښتونخوا کې یو شمېر سیاست‌والو هم اندېښنې څرګندې کړې، چې د پاکستان د بې غورۍ له کبله د «ټي‌‌ټي‌پي» بریدونو زور اخیستی دی.

ملګرو ملتونو تازه په خپل یو راپور کې طالبان ملامته کړي‌، چې د پاکستان پر ضد یې پاکستاني طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او حتی د لوژېستیکي ملاتړ تر څنګ یې د یادې ډلې مالي‌ ملاتړ هم کړی دی؛ که څه هم د طالبانو د روانې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې له «ټي‌ټي‌پي» سره د خبرو اترو لپاره پاکستان خپل څو پلاوي‌ هم کابل ته واستول؛ خو دغو مذاکراتو نه یوازې دا چې چندان پایلې یې ورنکړې بلکې یادې وسله‌والې ډلې لا خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی.

افغان طالبانو بیا په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او همدا خبره یې کړې، چې د افغانستان خاوره د خپلو ګاونډیو او هېڅ هېواد پر ضد نه کاروي.

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي، چې حتی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ختیځ ترکستان وسله‌والې ډلې مشر عبدالحق نورستانی چې له القاعده شبکې سره پراخې اړیکې لري په ډاډه زړه کابل کې اوسېږي او له هغه ځایه په سوریه کې خپل جنګیالي رهبري کوي.

معترضې مېرمنې: د افغانستان د کړکېچ یوازینۍ حل لاره دا ده، چې ازادې او رڼې ټاکنې ترسره شي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۰

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، د افغانستان د کړکېچ د حل یوازینۍ مشروع لاره دا ده چې د ډیموکراسۍ، مدني حقونو او ټولنیز عدالت پر بنسټ یو غیر متمرکز سیاسي نظام (فدرالیزم) پیاوړی شي او د نړۍوالو ادارو تر څار لاندې ازادې، رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره شي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« موږ د طالبانو مخالفو ټولو سیاسي غورځنګونو، مشرانو، کلتوري فعالینو او فکري مشرانو ته بلنه ورکوو، چې د یوه ګډ سیاسي نظام په چوکاټ کې سره راټول شي، د خلکو باور بېرته ترلاسه کړي او له اوسني ناورین څخه د وتلو لاره هواره کړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، واک ته د طآلبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې د خپلو ژمنو خلاف نه یوازې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې نه کړې؛ بلکې هغوی ته یې د تمویل، وسلو، زېربناوو او بشري ځواک په ورکولو سره لا پیاوړې کړې او افغانستان یې د نړۍوالې ترهګرۍ په مرکز بدل کړ.

د ارغواني شنبو غورځنګ په ورستیو کې طالبانو ته د ځینو هېوادونو له‌خوا د سفارتونو سپارلو ته په اشارې سره ویلي، که څه هم له طالبانو سره تاکتیکي اړیکې د دغې ډلې د ځواک د پیاوړتیا، او په افغانستان کې د سیاسي، قانوني او خپلواک مشروعیت د ناورین د پراخولو یو لامل دی؛ طالبانو ته د دغو استازولیو سپارل یوه ډله چې نړۍوال مشروعیت او ډیموکراتیک ملاتړ نلري، نه یوازې د ډیپلوماسۍ د اصولو او د عامه نړۍوال قانون د نورمونو ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې د دغو ډیپلوماتیک ځایونو هر ډول رسمي لېږد د یو تحمیل شوي، استبدادي او بشري حقونو سرغړونکي رژیم ته مشروعیت ورکول ګڼل کېږي.
همداشان ارغواني شنبو غورځنګ په ملګرو ملتونو غږ کړی چې، په ډیپلوماتیک ډګر کې دې د داسې ویجاړونکو کړنو د مخنیوي لپاره اغېزمن او ریښتوني اقدامات ترسره کړي.

هندي رسنۍ: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه هند ته صادرات ډېر شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۰

هندي رسنۍ اېنډین اېکسپرېس د (سلواغې ۲۸مه) راپور ورکړی، چې د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزو اړیکو مهم بدلونونه تجربه کړي دي.

د هند د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې د افغانستان څخه د هند واردات خپل تر ټولو لوړ حد ته یعنې « ۶۴۲.۲۹ مېلیونه ډالرو» ته رسېدلي؛ خو د هند صادرات افغانستان ته په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوي دي.

راپور زیاتوي، دغه بدلونونه داسې مهال رامنځته شوي چې په وروستیو میاشتو کې د هند حکومت او د طالبانو ترمنځ ډېپلوماټیکي اړیکې پراخې شوې او طالبانو له هند سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو لېوالتیا ښکاره کړې ده.

په دې لړ کې د هند د بهرنیو چارو وزیر وېکرم میسري او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ وروستۍ لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ د پراخولو او د ایران د چابهار بندر د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیاوو لپاره هوکړه وکړه.

هند ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی

تر ۲۰۲۱کال وړاندېې افغانستان ته د هند د «صادراتو ارزښت ۸۲۵.۷۸ مېلیونه ډالره او له افغانستان څخه د هند واردات ۵۰۹.۴۹ مېلیونه» ډالره وو؛ خو د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د هند صادرات کم شول او په وروستیو کلونو کې په ترتیب سره «۵۵۴.۴۷ مېلیونه ډالرو، ۴۳۷.۰۵ مېلیونه ډالرو او ۳۵۵.۴۵ » مېلیونه ډالرو ته راښکته شول.

خو برعکس بیا د افغانستان صادرات هند ته زیات شوي او له « ۵۰۹.۴۹ مېلیونه ډالرو څخه په ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال کې او ۲۰۲۳-۲۴ کلونو کې دا شمېر ۶۴۲.۲۹ » مېلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

د افغانستان او هند ترمنځ مهم سوداګریز توکي 

په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې افغانستان هند ته بېلابېل کرنیز محصولات صادر کړي، چې پکې اینځر، ځڼغوزي، ممیز، مڼې، هوږه، زعفران، بادام، زردالو، انار او غوزان شامل دي؛ خو هند بیا افغانستان ته درمل، واکسینونه، د سویابین خوراکي توکي او ټوکران صادر کړي دي.

د سوداګرۍ راتلونکی مسیر

اېنډین اېکسپرېس ته کارپوهانو ویلي، چې هند ته د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو د بیا پرانیستلو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا پراخېدای شي.

همداراز هند د چابهار بندر، د سلما بند او د افغانستان د پارلمان په څېر پروژو کې پانګونه کړې، چې دا په تېر جمهوري نظام کې له هند سره د ښو اړیکو بېلګې بلل کېږي.

د سوداګرۍ کارپوه اجی سریواستاوا وايي:« که څه هم د ۲۰۲۱ بدلونونو سوداګري له ستونزو سره مخ کړې؛ خو اوس دغه سوداګري بېرته فعالېږي او هند غواړي د چابهار بندر د پراختیا او نویو لارو څخه په ګټنې اقتصادي همکاري لا زیاته کړي».

هند داسې مهال له طالبانو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې او اړیکو د پراختیا هڅې پیل کړې، چې د افغانستان ګاونډی او د طالبانو پخوانی نږدې ملګری پاکستان د دغو اړیکو له پراختیا څخه خوښ نه برېښي.

پاکستان تل په افغنستان کې د هند د نفوذ او ورسره د افغان حکومتونو د اړیکو پراختیا څخه اندېښنې څرګندې کړې دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ښکاره اړیکې خړې شوې او یادې ډلې هند ته مخه کړې، چې ښايي غواړي پاکستان ته پېغام ورکړي؛ څو د دوی له مخالفینو سره هم ناستې ولاړې کولای شي.

نامتو شیعه دیني عالم طالبانو ته: نور قومونه هم د افغانستان د واقعیتونو په توګه ومنئ

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۰

نامتو شیعه عالم واعظزاده بهسودي طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې له نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو له ټینګولو او د کورنیو قومونو او ډلو له منلو پرته به هېڅ ځای ته ونه رسېږي.

نوموړي په بلخ ولایت کې په یو لړ مراسمو کې له طالبانو وغوښتل، چې افغان ولس ته غاړه کېږدي.

د بلخ ولایت په کارته سینا کې د "سرور کاینات" په جومات کې د افغان شیعه ګانو مذهبي مشر واعظزاده بهسودي په ځانګړې توګه له پښتنو وغوښتل، چې د افغانستان د هزاره، ازبک، تاجک او نورو توکمونو په ګډون نور وروڼه د "لویو وروڼو" په توګه ومني.

دغه عالم همداراز ټینګار وکړ، چې یو قوم یوازې د نړۍوالو او سیمه ییزو دسیسو په وړاندې مقاومت نه شی کولای .

ښاغلي بهسودي وویل، «که له موږ سره خلک وي، هر څه لرو».

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې دغه ډله باید د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي، ځکه د ده په اند له سیمې او نړۍ سره له اړیکو پرته موږ هېڅ هم نه شو کولای.

نوموړي په افغانستان کې د یوې "ملي ادارې" پر جوړېدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له داسې ادارې پرته د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې مقاومت ممکن نه دی.

بهسودي وویل: "له همدې امله، موږ باید یو ملي مفکوره، یو ملي غږ او ملي حرکت ولرو."

دغه عالم د طالبانو له ډلې وغوښتل، چې د خلکو دود، رسم، مذهب او کلتور ته درناوی وکړي او همدارنګه یې ټینګار وکړ، چې طالبان باید له سرپرستې ادارې څخه ملي ادارې ته تغیر شي. بهسودي زیاته کړه: "که موږ ملي اداره ولرو، نړۍ نه شي کولی موږ له پامه وغورځوي، سپکاوی وکړي او په موږ سترګې پټې کړي."

د هغه په ​​وينا، د افغانستان خلک تر بل هر وخت ورورولي، د یو بل منلو او یوالي ته اړتيا لري.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبان د واک په انحصار او له نظام څخه د قومونو او سیاسي ډلو په اېستلو تورن دي.

واک ته له راستنېدو وروسته دې ډلې د بېلابېلو طبقو ټول دولتي دفترونه، په تېره بیا ښځې او یو شمېر توکمونه له ادارو لرې کړل او خپل ځواکونه یې پکې ځای پر ځای کړل.

طالبان خپل حکومت ملي ګڼي او د نړۍوالو فشار په دې برخه کې په خپلو کورنیو چارو کې لاس وهنه ګڼي.

یو افغان ژباړونکی له خپلې مېرمنې سره د ټرمپ د فرمان له امله په افغانستان کې بند پاتې دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۵ GMT+۰

د کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ له فرمان وروسته د لسګونو نورو کډوالو ترڅنګ د امریکایي ځواکونو افغان ژباړن قسمت امین هم له خپلې امېندوارې مېرمنې سره په افغانستان کې بند پاتې دی. نوموړی د امریکا تابعیت هم لري.

د متحده ایالاتو د پوځ پخوانی لوړپوړی رینجر او د کولوراډو سناتور میتیو بال چې د جګړې په ډګر کې یې په ځانګړو عملیاتو کې برخه اخیستې او امین ورسره کار کړی د ټرمپ په اړه ویلي: «دا هغه ولسمشر دی چې د خلکو د ستونزو او اړتیاوو پر ځای د خپل هدف په لور د چټک حرکت او پرمختګ په لټه کې دی.»

د امین د امېندوارې مېرمنې ښایسته شېرزاد د ماشوم د زېږون نېټه د مارچ ۲۲مه نېټه ښودل شوې ده.

دیڼور پوسټ ورځپاڼې چې له امین سره مرکه کړې لیکلي یې دي، چې امین په دالاس کې د خپلې دندې څخه رخصت واخیست، ترڅو له خپلې ۲۵ کلنې مېرمنې ښایستې سره د هغې د محرم په توګه سفر وکړي، چې دا په افغانستان د طالبانو په واکمنانو کې یوه اړتیا ده.

که څه هم ښایسته کډواله نه ده، خو دا چې د هغې مېړه د امریکا تابیعت لري نو ځکه ویزه ورکړل شوې ده.

دوی په تمه وو، چې د جنورۍ په ۳۱مه قطر ته سفر وکړي، خو د قطر هوایي شرکت چارواکو د سفر اجازه نه ده ورکړې او ویلي یې دي، چې د دوی له کنټرول څخه وتلی کار دی.

۳۵ کلن امین له افغانستان څخه په یوه برېښنالیک کې لیکلي: «موږ بې له کوم وضاحته له سفر څخه منع شوو، هغه له جسمي پلوه ستړې او حساسه شوې ده. له وضاحت پرته انتظار پر هغې اغیزه کړې، لکه څنګه چې هغه د زېږون وروستي پړاو ته نږدې ده، مناسبې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري او دا اندېښنه مخ په ډېرېدو ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو د چهارشنبې په ورځ د افغان کډوالو د چارو د همغږۍ کوونکي دفتر (CARE) د امریکايي سناتور جان هېکنلوپر له لارې یو پیغام خپور کړ، چې امین او ښایسته قطر ته د سفر لپاره په لېست کې شامل شوي وو، خو ټولې الوتنې "د یوه اجراییوي فرمان له امله وځنډول شوې."

د امین د رخصتۍ موده هم مخ په خلاصېدو ده او ډېر ژر به له خپل دفتر څخه د بې معاشه رخصتۍ غوښتنه وکړي، چې دا د هغه لپاره یوه بله اندېښنه ده.

امین د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه، چې هغه باید بېرته امریکا ته ولاړ شي او خپله دنده وژغوري.

نوموړی به خپله مېرمن په افغانستان کې پرېږدي، ترڅو همدلته زېږون وکړي او بیا به د کورنۍ د یوځای کولو لپاره یوه بله پیچلې پروسه پیل کړي.

امین وویل: «دا د نا امیدۍ ځای دی ځکه چې زه داسې احساسوم چې امریکایی یم او د امریکا ټولو قوانینو ته درناوی لرم او د هر هغه څه قدر کوم چې امریکا یې ماته راکوي. زه هغه کس یم چې د متحده ایالاتو د پوځ لپاره مې ډېر کار او ډېره قرباني ورکړې ده. کله چې د امریکا تابیعت اخلئ، په مراسمو کې دوی وایي اوس تاسو کولی شئ خپله ښځه راولئ. دا هغه څه دي چې قانون وایي. دا تاسو ته داسې احساس درکوي لکه د افغانستان اوسېدونکی اوسېدل په امریکا کې هېڅ ارزښت نه لري. زه ډېر غمجن او اندېښمن یم.»

بال او امین هغه وخت ولیدل کله چې بال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د تورې بورې غره ته څېرمه د القاعدې او طالب وسله‌والو لپاره په یوه اډه کې د پوځ د رینجر په توګه وګمارل شو.

امین د متحده ایالاتو د پوځ لپاره له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ کلونو د ژباړونکي په توګه کار کړی.

کله چې په افغانستان کې د بال ماموریټ پای ته ورسېد او د بل ماموریت پر لور ولاړ، د امین کورنۍ ګواښونه ترلاسه کړل.

بال چې په ۲۰۱۳ کال کې د حقوقو محصل و هغه د امین ژغورلو کمپاین پیل کړ او امین په ۲۰۱۷ کال کې د کډوالۍ ځانګړې ویزه ترلاسه کړه.

امین تېر کال له ښایستې سره په افغانستان کې واده وکړ.

د ډنور پوست په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انټوني بلېنکن د افغان کډوالو د چارو د همغږۍ کوونکي دفتر جوړ کړ او موخه یې دا وه. چې ۲۰۰ زره افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یا یې له کورنۍ سره په تېرو دوو لسیزو کې کار کړی وو، ځای پر ځای کړي.

خو د یادونې ده، چې د ټرمپ نويو فرمانونو بهرنۍ مرستې او امریکا ته یې د کډوالو داخلېدل ودرول.