هندي رسنۍ: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه هند ته صادرات ډېر شوي

هندي رسنۍ اېنډین اېکسپرېس د (سلواغې ۲۸مه) راپور ورکړی، چې د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزو اړیکو مهم بدلونونه تجربه کړي دي.

هندي رسنۍ اېنډین اېکسپرېس د (سلواغې ۲۸مه) راپور ورکړی، چې د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزو اړیکو مهم بدلونونه تجربه کړي دي.
د هند د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې د افغانستان څخه د هند واردات خپل تر ټولو لوړ حد ته یعنې « ۶۴۲.۲۹ مېلیونه ډالرو» ته رسېدلي؛ خو د هند صادرات افغانستان ته په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوي دي.
راپور زیاتوي، دغه بدلونونه داسې مهال رامنځته شوي چې په وروستیو میاشتو کې د هند حکومت او د طالبانو ترمنځ ډېپلوماټیکي اړیکې پراخې شوې او طالبانو له هند سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخولو لېوالتیا ښکاره کړې ده.
په دې لړ کې د هند د بهرنیو چارو وزیر وېکرم میسري او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ وروستۍ لیدنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ د پراخولو او د ایران د چابهار بندر د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیاوو لپاره هوکړه وکړه.
هند ته د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی
تر ۲۰۲۱کال وړاندېې افغانستان ته د هند د «صادراتو ارزښت ۸۲۵.۷۸ مېلیونه ډالره او له افغانستان څخه د هند واردات ۵۰۹.۴۹ مېلیونه» ډالره وو؛ خو د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د هند صادرات کم شول او په وروستیو کلونو کې په ترتیب سره «۵۵۴.۴۷ مېلیونه ډالرو، ۴۳۷.۰۵ مېلیونه ډالرو او ۳۵۵.۴۵ » مېلیونه ډالرو ته راښکته شول.
خو برعکس بیا د افغانستان صادرات هند ته زیات شوي او له « ۵۰۹.۴۹ مېلیونه ډالرو څخه په ۲۰۲۰-۲۱ مالي کال کې او ۲۰۲۳-۲۴ کلونو کې دا شمېر ۶۴۲.۲۹ » مېلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د افغانستان او هند ترمنځ مهم سوداګریز توکي
په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې افغانستان هند ته بېلابېل کرنیز محصولات صادر کړي، چې پکې اینځر، ځڼغوزي، ممیز، مڼې، هوږه، زعفران، بادام، زردالو، انار او غوزان شامل دي؛ خو هند بیا افغانستان ته درمل، واکسینونه، د سویابین خوراکي توکي او ټوکران صادر کړي دي.
د سوداګرۍ راتلونکی مسیر
اېنډین اېکسپرېس ته کارپوهانو ویلي، چې هند ته د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو ویزو د بیا پرانیستلو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا پراخېدای شي.
همداراز هند د چابهار بندر، د سلما بند او د افغانستان د پارلمان په څېر پروژو کې پانګونه کړې، چې دا په تېر جمهوري نظام کې له هند سره د ښو اړیکو بېلګې بلل کېږي.
د سوداګرۍ کارپوه اجی سریواستاوا وايي:« که څه هم د ۲۰۲۱ بدلونونو سوداګري له ستونزو سره مخ کړې؛ خو اوس دغه سوداګري بېرته فعالېږي او هند غواړي د چابهار بندر د پراختیا او نویو لارو څخه په ګټنې اقتصادي همکاري لا زیاته کړي».
هند داسې مهال له طالبانو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې او اړیکو د پراختیا هڅې پیل کړې، چې د افغانستان ګاونډی او د طالبانو پخوانی نږدې ملګری پاکستان د دغو اړیکو له پراختیا څخه خوښ نه برېښي.
پاکستان تل په افغنستان کې د هند د نفوذ او ورسره د افغان حکومتونو د اړیکو پراختیا څخه اندېښنې څرګندې کړې دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ښکاره اړیکې خړې شوې او یادې ډلې هند ته مخه کړې، چې ښايي غواړي پاکستان ته پېغام ورکړي؛ څو د دوی له مخالفینو سره هم ناستې ولاړې کولای شي.