• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اصف درانی: له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندېدل به پاکستان ته د کډوالۍ لړۍ چټکه کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د بندولو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه چاره به پاکستان ته د کډوالۍ لړۍ چټکه کړي.

ښاغلي دراني دا خبرې د سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ(ای ار اېس) له خوا په جوړ شوي بحث کې وکړې.

ښاغلي دراني وویل، چې نیمايي افغانان په نړۍوالو بشري مرستو متکي دي چې ښايي د امریکا د مالي او اقتصادي مرستو په بندېدو سره به د سختې بې وزلۍ له امله پاکستان ته کډه شي.

هغه زیاته کړه: «موږ باید د داسې یوې پېښې لپاره چمتو واوسو.»

د افغانستان لپاره د پاکستان دغه پخواني ځانګړي استازي زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت لا دمخه خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی، چې تر راتلونکو درېیو میاشتو تنخواوې نه ورکول کېږي.

نوموړي د طالبانو د حکومت ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په افغانستان کې اداري فساد او د کوکنارو کښت کم شوی، خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) راپور تېر کال د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه زياتوالى ښيي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت همداسې پر ځای پاتې شي، د کوکنارو کښت به ډېر شي.

ښاغلي دراني د افغانستان او پاکستان اړیکې د نورو ګاونډیو هېوادو په پرتله د اړیکو له پلوه بېلې وبللې.

هغه زياته کړه، د افغانستان خلک له پاکستان سره په داسې ډول اړيکې لري، چې د بل ګاونډي هېواد له خلکو سره یې نه لري.

دراني د پاکستان او افغانستان د اړیکو په تاریخي، کلتوري او قومي تناظر باندې په ټینګار سره د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان پر وړاندې دې ټولنیزه کلتوري تګلاره غوره کړي.

درانی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته د بهرنیو مرستو په اړه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د متحده ایالاتو له خوا په ټوله نړۍ کې د مرستو رسولو لړۍ ودرېده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې ۵۰ ملي او نړۍوالو مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه وتړل او د ۴۰ میلیونه انسانانو پر وړاندې د بشري مرستو خدمات ودرېدل.

د امریکا د دغو مرستو د لړۍ بندېدو پراخې اندېښنې او د بشري ناورین ګواښونه رامنځته کړي دي.

د یادولو ده، چې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان تر دې وړاندې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپلې خاورې وتلي دي.
دغه سازمان زیاته کړې وه، چې یو مېلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې، او ۸۵ سلنه نور یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د مولداویا ولسمشرې په افغانستان کې خپلو وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د مولداویا ولسمشرې مایا سنډو د افغانستان په جګړه کې د مولدووا وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل، چې زموږ سرتېري په پردۍ جګړه کې وژل شوي.

مایا سنډو په ټولنیزو رسنیو کې په افغانستان د خپلو وژل شویو سرتېرو په اړه په یوه پیغام کې لیکلي: "موږ د دوی قربانۍ او د کورنیو کړاوونو ته چې د دوی لپاره یې بې ځایه انتظار کاوه یا د تل لپاره یې کور ته ښه راغلاست ویلو ته سر ټیټوو."

د ولسمشرې په خبره، د جګړې له پای ته رسېدو ۳۶ کاله تېر شوي، خو ډېری هغه کسان چې هلته جګړې ته لېږل شوي، لا هم له دې صدمې خلاص شوي نه دي.

ولسمشرې لیکلي: "له ۱۲,۵۰۰ څخه ډېر مولداوایان په هغه جګړه کې ښکېل شول چې د دوی جګړه نه وه. له دې جګړې ۳۰۱ سرتېري هېڅکله بېرته نه دي راغلي. په سلګونه نور بیا له ټپونو سره بېرته راستانه شوي چې نه رغېږي، "

مایا سنډو خواشیني څرګنده کړه، چې تاریخ بیا تکرارېږي ، ځکه چې اوس یې د هېواد په پوله کې مرګ او تباهي لیدل کېږي.

مایا سنډو وویل."د اوکراین په وړاندې د روسیې له خوا په غیر عادلانه او بې ثباته جګړه کې د ډېری خلکو ژوند له منځه تللی. جګړه یوازې دردونه راوړي. راځئ چې سوله وساتو او د هغه تراژیدي په اړه بې تفاوته پاتې نه شو چې زموږ په څنګ کې رامنځته کېږي ،"

مولداویا چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وه، د شوروي د ځواکونو سره یو ځای یې سرتېرو د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې وه.

دغه هېواد په ۱۹۹۱ کې له شوروي اتحاد بېل شو او خپلواکي یې ترلاسه کړه.

یاده دې وي، چې درې لسیزې وړاندې د ۱۹۸۹ کال د فېبرورۍ په ۱۵مه شوروي ځواکونه له لس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل او په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېل شوه.

د خېبر پښتونخوا سیاسي مشران؛ له افغانستان سره دې د حکومت په کچه خبرې پېل شي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ د سياسي مشرتابه په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره به ډېر ژر له افغانستان سره د حکومت په کچه خبرې پېل شي.

په پېښور کې د علي امين ګنډاپور په مشرۍ د سياسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو يوه مشورتي غونډه وشوه، چې په کې د پاکستان د ملي يووالي شورا، متحده علماء بورډ او د خېبر پښتونخوا مشرانو ګډون کړى و.

په دې غونډه کې په لوی اکثریت پرېکړه وشوه، چې په پاکستان کې سوله په افغانستان کې له سولې سره تړلې ده نو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې له افغانستان سره د حکومت په کچه ژر تر ژره خبرې پیل شي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه، چې سیاسي او مذهبي ګوندونه به په هېواد کې د ټولنیزې همغږۍ د ودې لپاره په ګډه کار کوي.

د غونډې ګډونوالو زیاته کړه، چې د ترهګرۍ ختمول، په هېواد کې د سولې او نظم ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه باید د هېواد په کچه د سیاسي رهبرانو لویه غونډه جوړه شي.

غونډې ته دخيبرپښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور وويل، خېبرپښتونخوا د امن په لړ كې له ګڼو ننګونو سره مخ ده او د حالاتو په خرابولو كې یې بهرنۍ لاسوهنې شته.

نوموړي زیاته کړه، چې د خېبر پښتونخوا امن د افغانستان له حالاتو سره مخامخ تړاو لري.

وزيراعلي وويل، د افغانستان سره به د ګټورو خبرو اترو لپاره يوه جرګه جوړېږي.

د کورمې د نا امنیو په تړاو علي امين وويل، په کورمه کې ځيني اشخاص د خپلو ګټو لپاره حالات خرابوي، خو د خېبرپښتونخوا حکومت نه ستړي کېدونکې هڅې کوي چې په دغه ولسوالۍ کې حالت عادي کړي.

د نړۍ د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانې: افغان ښځو ته دې د دوحې پروسه کې ونډه ور کړل شي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۰

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو ایتلاف د طالبانو پر بشر ضد کړنو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر دوامدارې ځپنې سخته نیوکه کړې. ایتلاف پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغان ښځو ته د دوحې پروسې په بحثونو کې ځای ور کړي.

د نړۍ د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغان ښځو ته د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د خبرو اترو پر مېز، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د دوحې پروسې په بحثونو کې، ځای ور کړي.

دا اعلامیه، چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلیني جولي په مشرۍ د لوړې کچې له غونډې وروسته ددغه هېواد د نړیوالو چارو ادارې له خوا خپره شوې، د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو د خرابېدونکي وضعیت په اړه د نړیوالې اندېښنې زیاتوالی په ډاګه کوي.

د دې اعلامیې لاسلیک کوونکي د اندورا، اسټرالیا، کولمبیا، ایکواډور، فنلینډ، جورجیا، جرمني، ایسلنډ، جمیکا، کوسوو، لاتویا، لیښتن شتاین، موناکو، منګولیا، سلوانیا او سویډن د بهرنیو چارو وزیرانې او د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست عالي استازې دي او د طالبانو د هغو فرمانونو د سملاسي لغو کولو غوښتنه کوي، چې د ښځو حقونه یې د زده کړو، روغتیا، او عامه ژوند په برخو کې محدود کړي دي.

اعلامیه وايي، « یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان یوازې هغه مهال رامنځته کېدای شي، چې ټول افغانان، د ښځو او نجونو په ګډون، د خپل هېواد په راتلونکي کې بشپړ ګډون ولري».

د ښځو لپاره تر ټولو ظالمانه هېواد

اعلامیه وايي، « طالبانو د افغان ښځو او نجونو بشري حقونو ته لا ډېر زیان رسولی. له هر نوي فرمان سره طالبان ښځې او نجونې له عامه ژوند، لکه زده کړو، روغتیا، کار، او ټولنیز ګډون څخه لا زیاتې بې‌ برخې کوي. افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ظالمانه هېواد دی، یو تیاره حقیقت چې موږ یې له پامه نه شو غورځولی».

اعلامیه وايي، « موږ د طالبانو د ۲۰۲۴ کال د دسمبر فرمان چې پر ښځو او نجونو یې طبي زده کړې بندې کړې، په کلکه غندو. که دا فرمان لغو نه شي افغانستان به د ښځینه روغتیايي کارکوونکو یو بشپړ نسل له لاسه ورکړي».

اعلامیه د طالبانو له خوا د نجونو پر ثانوي او لوړو زده کړو بندیز غندي او دا د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره یوه ستره ضربه ګڼي.

د ښځو د حقونو ځپل لا شدید شوي

په اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون غندنه شوې، چې د ښځو پر خوځښت او د بیان پر ازادۍ نور هم بندیزونه لګوي.

اعلامیه زیاتوي، « دا فرمانونه د دې لپاره دي چې افغان ښځې او نجونې عملاً خاموشې کړي او په کورونو کې یې بندي کړي».

ښځینه وزیرانو لیکلي، او ټینګار یې کړی چې هېڅ حکومت نشي کولی د خپلې ټولنې نیمایي برخه له عامه ژونده حذف کړي او بیا هم ثبات یا مشروعیت ترلاسه کړي.

دغه ډله د هغو نړیوالو اقداماتو ملاتړ کوي چې د ښځو د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW) له مخې د افغانستان حساب ورکونه تضمین کړي.

د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر راهیسې د کاناډا، اسټرالیا، جرمني او هالنډ په مشرۍ یوه ایتلاف چې اوس یې ۲۵ هېوادونه ملاتړ کوي، رسمي ګامونه پورته کړي څو طالبان د خپلو اقداماتو په تړاو نړیوالو ته ځواب ویونکي کړي.

اعلامیه وايي، چې د طالبانو له سختو بندیزونو سره سره، افغانې ښځې لا هم د خپلو حقونو د دفاع لپاره مبارزه کوي، چې دا کار یې تل د لویو شخصي خطرونو سره مل وي.

اعلامیې په دې برخه کې د افغان ښځو د ملاتړ ژمنه کړې ده.

فوزیه کوفي: د طالبانو د مشرانو ترمنځ وروستي مخالفتونه د نړیوالو فشارونو له امله دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د افغانستان د پارلمان مخکینۍ غړې فوزیه کوفي چې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یې ګډون کړی وايي، د طالبانو د مشرانو ترمنځ مخالفتونه پر طالبانو د وروستیو نړیوالو فشارونو له امله دي.

فوزیه کوفي یوازینۍ افغانه ده، چې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې یې ګډون کړی او د افغانستان په اړه خبرې کوي.

نوموړی نن د دغه کنفرانس پر مهال په یوه پنل کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر او یوه امریکايي چارواکي هم پکې ګډون درلود، وویل: « په حقیقت کې په افغانستان کې وضعیت د خلکو لپاره ورځ تربلې خراب شوی دی».

نوموړې وویل چې په دې ورستیو کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ مخالفتونه پیدا شوي دي، خو دا ایډیالوژیکي مخالفتونه نه دي، بلکې دا مخالفت د کابل او کندهار ترمنځ د سخت دریځو ترمنځ د واک پر سر دی.

نوموړې وايي، دا مخالفتونه د جرمونو نړیوالې محکمې په څیر پر طالبانو د نړیوالو فشارونو له امله دي. کوفي زیاتوي، «له هغه وروسته چې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو غوښتنه وکړه، موږ وینو چې د دوی په منځ کې مخالفونه ډیر شوي، په حقیقت کې کابل په هغه وخت کې پوځي بڼه غوره کړې وه او کندهار همداسې و او هر لوري هڅه کوله چې خپل دریځ پیاوړی وښيي».

فوزیه کوفي وايي، طالبانو پر ښځو خپل بندیزونه دومره سخت کړي، چې د نور سختوالي ځای نه دی پاتې شوی. ددې په وینا، د طالبانو مشر پر خپله کابینه هم بندیز لګولی چې د هغه د فرمانونو په اړه غبرګون ونه ښيي.

فوزیه کوفي د دوحې د تړون پر مهال د طالبانو د ژمنو په تړاو وايي چې هغوی د ځمکې پر مخ افغانستان د ښځو لپاره دوزخ ګرځولی دی، « د سیمې تمه داده، چې طالبان د نړیوال امنیت د ساتنې لپاره دي، خو دا یوه غلطه تمه ده ځکه طالبان د نړیوال امنیت لپاره ننګونه ده».

کوفي وايي، پاکستان، ایران، چین، ازبکستان او د مرکزي اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره د اقتصاد، ترهګرۍ ضد او نشه توکو ضد پر بنیاد اړیکې ساتي، خو همدا اوس هم په افغانستان کې له ۲۳څخه تر ۲۵ پورې وسله والې افراطي ډلې دي چې دا یو ګواښ دی.

فوزیه کوفي د ښځو په تړاو د طالبانو پر دریځونو داسې مهال نیوکې کوي، چې پر نوموړې د یو شمېر افغان مېرمن اعتراض دی چې له طالبانو سره د دوحې د خبرو اترو په بهیر کې یې د هغوی د نرمښت په تړاو ډاډ ښودلی و.

طالب وزیر وايي ددوی په منځ کې هیڅ راز اختلاف نشته

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کليو او پراختيا سرپرست وزیر محمدیونس اخوندزاده وايي، چې د ددوی د حکومت په منځ کې اختلافات نشته او په دې اړه دې ولس «تشویش» نه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د طالب مشرتابه په شتون کې به د دښمن د اختلافاتو خوب رښتيا نه شي.

د طالبانو د کليو او پراختيا سرپرست وزیر محمديونس اخوندزاده د کندهار میوند ولسوالۍ کې د ۱۷ کلیومتره سړک د جوړېدو د پرانيستې په مراسمو کې وویل: «د کوم هدف لپاره چې قرباني ورکول شوې، نظام هم د هغه لپاره روان دی.»

نوموړي زياته کړې، چې په اوسني نظام کې مسوولین او عام خلک ګډ مسوولیتونه لري.

د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار په میوند لسوال‍ۍ کې دغه سړک د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړيږي.

دغه طالب چارواکی وايي، چې د ولسونو د ستونزو د حل په موخه یې زياتې پروژې تر لاس لاندې دي او په ترڅ کې به یې د سيمې ډېر کسان په دندو وګومارل شي.

په دې وروستيو کې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو ډېر خبرونه ورکول کيږي او یو شمېر کسان د هبت الله له لوري په لوړو بستونو کې تغیرات راوستل د همدې اختلافاتو بیلګي یادوي.

دا اختلافات وروسته تر هغه په رسنيو کې زيات خپاره شول، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستيال شیرمحمد عباس ستانکزي کابل پريښود او متحده عربي‌اماراتو ته ولاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون په یوه دیني مدرسه کې د وینا پرمهال په نامستقیم ډول د دغې ډلې د مشر له خوا د واک پر تمرکز نیوکه کړې او داخلي یووالی یې مهم بللی.