• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نامتو شیعه دیني عالم طالبانو ته: نور قومونه هم د افغانستان د واقعیتونو په توګه ومنئ

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۰

نامتو شیعه عالم واعظزاده بهسودي طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې له نړۍوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو له ټینګولو او د کورنیو قومونو او ډلو له منلو پرته به هېڅ ځای ته ونه رسېږي.

نوموړي په بلخ ولایت کې په یو لړ مراسمو کې له طالبانو وغوښتل، چې افغان ولس ته غاړه کېږدي.

د بلخ ولایت په کارته سینا کې د "سرور کاینات" په جومات کې د افغان شیعه ګانو مذهبي مشر واعظزاده بهسودي په ځانګړې توګه له پښتنو وغوښتل، چې د افغانستان د هزاره، ازبک، تاجک او نورو توکمونو په ګډون نور وروڼه د "لویو وروڼو" په توګه ومني.

دغه عالم همداراز ټینګار وکړ، چې یو قوم یوازې د نړۍوالو او سیمه ییزو دسیسو په وړاندې مقاومت نه شی کولای .

ښاغلي بهسودي وویل، «که له موږ سره خلک وي، هر څه لرو».

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې زیاته کړه، چې دغه ډله باید د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي، ځکه د ده په اند له سیمې او نړۍ سره له اړیکو پرته موږ هېڅ هم نه شو کولای.

نوموړي په افغانستان کې د یوې "ملي ادارې" پر جوړېدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له داسې ادارې پرته د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې مقاومت ممکن نه دی.

بهسودي وویل: "له همدې امله، موږ باید یو ملي مفکوره، یو ملي غږ او ملي حرکت ولرو."

دغه عالم د طالبانو له ډلې وغوښتل، چې د خلکو دود، رسم، مذهب او کلتور ته درناوی وکړي او همدارنګه یې ټینګار وکړ، چې طالبان باید له سرپرستې ادارې څخه ملي ادارې ته تغیر شي. بهسودي زیاته کړه: "که موږ ملي اداره ولرو، نړۍ نه شي کولی موږ له پامه وغورځوي، سپکاوی وکړي او په موږ سترګې پټې کړي."

د هغه په ​​وينا، د افغانستان خلک تر بل هر وخت ورورولي، د یو بل منلو او یوالي ته اړتيا لري.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبان د واک په انحصار او له نظام څخه د قومونو او سیاسي ډلو په اېستلو تورن دي.

واک ته له راستنېدو وروسته دې ډلې د بېلابېلو طبقو ټول دولتي دفترونه، په تېره بیا ښځې او یو شمېر توکمونه له ادارو لرې کړل او خپل ځواکونه یې پکې ځای پر ځای کړل.

طالبان خپل حکومت ملي ګڼي او د نړۍوالو فشار په دې برخه کې په خپلو کورنیو چارو کې لاس وهنه ګڼي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

یو افغان ژباړونکی له خپلې مېرمنې سره د ټرمپ د فرمان له امله په افغانستان کې بند پاتې دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۵ GMT+۰

د کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ له فرمان وروسته د لسګونو نورو کډوالو ترڅنګ د امریکایي ځواکونو افغان ژباړن قسمت امین هم له خپلې امېندوارې مېرمنې سره په افغانستان کې بند پاتې دی. نوموړی د امریکا تابعیت هم لري.

د متحده ایالاتو د پوځ پخوانی لوړپوړی رینجر او د کولوراډو سناتور میتیو بال چې د جګړې په ډګر کې یې په ځانګړو عملیاتو کې برخه اخیستې او امین ورسره کار کړی د ټرمپ په اړه ویلي: «دا هغه ولسمشر دی چې د خلکو د ستونزو او اړتیاوو پر ځای د خپل هدف په لور د چټک حرکت او پرمختګ په لټه کې دی.»

د امین د امېندوارې مېرمنې ښایسته شېرزاد د ماشوم د زېږون نېټه د مارچ ۲۲مه نېټه ښودل شوې ده.

دیڼور پوسټ ورځپاڼې چې له امین سره مرکه کړې لیکلي یې دي، چې امین په دالاس کې د خپلې دندې څخه رخصت واخیست، ترڅو له خپلې ۲۵ کلنې مېرمنې ښایستې سره د هغې د محرم په توګه سفر وکړي، چې دا په افغانستان د طالبانو په واکمنانو کې یوه اړتیا ده.

که څه هم ښایسته کډواله نه ده، خو دا چې د هغې مېړه د امریکا تابیعت لري نو ځکه ویزه ورکړل شوې ده.

دوی په تمه وو، چې د جنورۍ په ۳۱مه قطر ته سفر وکړي، خو د قطر هوایي شرکت چارواکو د سفر اجازه نه ده ورکړې او ویلي یې دي، چې د دوی له کنټرول څخه وتلی کار دی.

۳۵ کلن امین له افغانستان څخه په یوه برېښنالیک کې لیکلي: «موږ بې له کوم وضاحته له سفر څخه منع شوو، هغه له جسمي پلوه ستړې او حساسه شوې ده. له وضاحت پرته انتظار پر هغې اغیزه کړې، لکه څنګه چې هغه د زېږون وروستي پړاو ته نږدې ده، مناسبې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري او دا اندېښنه مخ په ډېرېدو ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو د چهارشنبې په ورځ د افغان کډوالو د چارو د همغږۍ کوونکي دفتر (CARE) د امریکايي سناتور جان هېکنلوپر له لارې یو پیغام خپور کړ، چې امین او ښایسته قطر ته د سفر لپاره په لېست کې شامل شوي وو، خو ټولې الوتنې "د یوه اجراییوي فرمان له امله وځنډول شوې."

د امین د رخصتۍ موده هم مخ په خلاصېدو ده او ډېر ژر به له خپل دفتر څخه د بې معاشه رخصتۍ غوښتنه وکړي، چې دا د هغه لپاره یوه بله اندېښنه ده.

امین د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه، چې هغه باید بېرته امریکا ته ولاړ شي او خپله دنده وژغوري.

نوموړی به خپله مېرمن په افغانستان کې پرېږدي، ترڅو همدلته زېږون وکړي او بیا به د کورنۍ د یوځای کولو لپاره یوه بله پیچلې پروسه پیل کړي.

امین وویل: «دا د نا امیدۍ ځای دی ځکه چې زه داسې احساسوم چې امریکایی یم او د امریکا ټولو قوانینو ته درناوی لرم او د هر هغه څه قدر کوم چې امریکا یې ماته راکوي. زه هغه کس یم چې د متحده ایالاتو د پوځ لپاره مې ډېر کار او ډېره قرباني ورکړې ده. کله چې د امریکا تابیعت اخلئ، په مراسمو کې دوی وایي اوس تاسو کولی شئ خپله ښځه راولئ. دا هغه څه دي چې قانون وایي. دا تاسو ته داسې احساس درکوي لکه د افغانستان اوسېدونکی اوسېدل په امریکا کې هېڅ ارزښت نه لري. زه ډېر غمجن او اندېښمن یم.»

بال او امین هغه وخت ولیدل کله چې بال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د تورې بورې غره ته څېرمه د القاعدې او طالب وسله‌والو لپاره په یوه اډه کې د پوځ د رینجر په توګه وګمارل شو.

امین د متحده ایالاتو د پوځ لپاره له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ کلونو د ژباړونکي په توګه کار کړی.

کله چې په افغانستان کې د بال ماموریټ پای ته ورسېد او د بل ماموریت پر لور ولاړ، د امین کورنۍ ګواښونه ترلاسه کړل.

بال چې په ۲۰۱۳ کال کې د حقوقو محصل و هغه د امین ژغورلو کمپاین پیل کړ او امین په ۲۰۱۷ کال کې د کډوالۍ ځانګړې ویزه ترلاسه کړه.

امین تېر کال له ښایستې سره په افغانستان کې واده وکړ.

د ډنور پوست په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انټوني بلېنکن د افغان کډوالو د چارو د همغږۍ کوونکي دفتر جوړ کړ او موخه یې دا وه. چې ۲۰۰ زره افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یا یې له کورنۍ سره په تېرو دوو لسیزو کې کار کړی وو، ځای پر ځای کړي.

خو د یادونې ده، چې د ټرمپ نويو فرمانونو بهرنۍ مرستې او امریکا ته یې د کډوالو داخلېدل ودرول.

د ایران د سپاه پاسدارانو قومندانانو په ترکیه کې له افغان سیاستوالو سره کتلي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۱ GMT+۰

د ایران د سپاه پاسدارانو یو شمېر قومندانانو او ډیپلوماتانو په ترکیه کې د طالبانو له مخالفو سیاسي مشرانو سره کتلي دي.

درېیو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې سید حسین موسوي، ناصر غزالي پور او رضا بهرامي له عبدالرشید دوستم، محمد محقق، د عطا محمد نور او تاج محمد جاهد له مرستیالانو سره لیدلي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې، چې له پاکستان سره له نږدې کېدو ډډه وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ایران د سپاه پاسدارانو لوړپوړو چارواکو او د بهرنيو چارو وزارت له دغو سياسي مشرانو سره په استانبول کې د خواجه محبوب صديقي په کور کې چې د عطا محمد نور له نږدې کسانو څخه دى کتلي دي.

سید حسین موسوي د قاسم سلیماني پخوانی مرستیال، ناصر غزالي پور په مشهد کې د انصارو د کمپ قوماندان او محمد رضا بهرامي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سوېلي اسیا د چارو مرستیال او عمومي مدیر دی.

د سرچينو له مخې، ايراني چارواکو د طالبانو مخالفو مشرانو ته مشوره ورکړې، چې له پاکستان سره دې له نږدې اړيکو لرې پاتې شي.

باخبرو سرچینو همداراز ویلي دي، چې د ایراني چارواکو له دغه وړاندیز څخه هدف په سیاسي مشرانو باندې د اسلامي جمهوریت د نفوذ ساتل دي.

د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق او د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر تاج محمد جاهد په ترکیه کې مېشت او د طالبانو له مخالفو څېرو څخه دي.

سرچینې ویلي، چې ایراني پلاوي په استانبول کې له یو شمېر مشرانو سره تر لیدنې وروسته انقرې ته د مارشال دوستم کور ته ولاړل.

سرچینې همداراز زیاته کړې ده، چې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي اندېښمن دي، چې د طالبانو مخالف سیاسي مشران به د ایران له کنټرول څخه ووځي ځکه چې دوی پاکستان ته نږدې کېږي.

په دې وروستیو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای ) یوه لوړپوړي پلاوي هم په استانبول کې د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا له ځینو غړو او جهادي شخصیتونو سره وکتل.

باخبرو سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، چې دغه ناستې د صلاح الدین رباني، عبدالرشید دوستم، عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق او کریم خلیلي په حضور کې ترسره شوې.

تر دې کتنې وروسته د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له دوی څخه وغوښتل، چې د پاکستاني استخباراتي چارواکو په مهرو دې ځانونه نه بدلوي.

خلیلزاد ویلي، د پاکستان امنیتي بنسټونه ښايي له دغو مشرانو څخه د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره له طالبانو سره د معاملې په توګه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په دوه ورځیني رسمي سفر اسلام اباد ته ولاړ او له پاکستاني چارواکو سره یې وکتل.

رجب طیب اردوغان او شهباز شریف په افغانستان کې د ټولګډونه حکومتولۍ او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د تامین او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ.

اصف درانی: له افغانستان سره د امریکا د مرستو بندېدل به پاکستان ته د کډوالۍ لړۍ چټکه کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو د بندولو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه چاره به پاکستان ته د کډوالۍ لړۍ چټکه کړي.

ښاغلي دراني دا خبرې د سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ(ای ار اېس) له خوا په جوړ شوي بحث کې وکړې.

ښاغلي دراني وویل، چې نیمايي افغانان په نړۍوالو بشري مرستو متکي دي چې ښايي د امریکا د مالي او اقتصادي مرستو په بندېدو سره به د سختې بې وزلۍ له امله پاکستان ته کډه شي.

هغه زیاته کړه: «موږ باید د داسې یوې پېښې لپاره چمتو واوسو.»

د افغانستان لپاره د پاکستان دغه پخواني ځانګړي استازي زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت لا دمخه خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی، چې تر راتلونکو درېیو میاشتو تنخواوې نه ورکول کېږي.

نوموړي د طالبانو د حکومت ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په افغانستان کې اداري فساد او د کوکنارو کښت کم شوی، خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) راپور تېر کال د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه زياتوالى ښيي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت همداسې پر ځای پاتې شي، د کوکنارو کښت به ډېر شي.

ښاغلي دراني د افغانستان او پاکستان اړیکې د نورو ګاونډیو هېوادو په پرتله د اړیکو له پلوه بېلې وبللې.

هغه زياته کړه، د افغانستان خلک له پاکستان سره په داسې ډول اړيکې لري، چې د بل ګاونډي هېواد له خلکو سره یې نه لري.

دراني د پاکستان او افغانستان د اړیکو په تاریخي، کلتوري او قومي تناظر باندې په ټینګار سره د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان پر وړاندې دې ټولنیزه کلتوري تګلاره غوره کړي.

درانی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته د بهرنیو مرستو په اړه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د متحده ایالاتو له خوا په ټوله نړۍ کې د مرستو رسولو لړۍ ودرېده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې ۵۰ ملي او نړۍوالو مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه وتړل او د ۴۰ میلیونه انسانانو پر وړاندې د بشري مرستو خدمات ودرېدل.

د امریکا د دغو مرستو د لړۍ بندېدو پراخې اندېښنې او د بشري ناورین ګواښونه رامنځته کړي دي.

د یادولو ده، چې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان تر دې وړاندې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپلې خاورې وتلي دي.
دغه سازمان زیاته کړې وه، چې یو مېلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې، او ۸۵ سلنه نور یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

د مولداویا ولسمشرې په افغانستان کې خپلو وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۰

د مولداویا ولسمشرې مایا سنډو د افغانستان په جګړه کې د مولدووا وژل شویو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل، چې زموږ سرتېري په پردۍ جګړه کې وژل شوي.

مایا سنډو په ټولنیزو رسنیو کې په افغانستان د خپلو وژل شویو سرتېرو په اړه په یوه پیغام کې لیکلي: "موږ د دوی قربانۍ او د کورنیو کړاوونو ته چې د دوی لپاره یې بې ځایه انتظار کاوه یا د تل لپاره یې کور ته ښه راغلاست ویلو ته سر ټیټوو."

د ولسمشرې په خبره، د جګړې له پای ته رسېدو ۳۶ کاله تېر شوي، خو ډېری هغه کسان چې هلته جګړې ته لېږل شوي، لا هم له دې صدمې خلاص شوي نه دي.

ولسمشرې لیکلي: "له ۱۲,۵۰۰ څخه ډېر مولداوایان په هغه جګړه کې ښکېل شول چې د دوی جګړه نه وه. له دې جګړې ۳۰۱ سرتېري هېڅکله بېرته نه دي راغلي. په سلګونه نور بیا له ټپونو سره بېرته راستانه شوي چې نه رغېږي، "

مایا سنډو خواشیني څرګنده کړه، چې تاریخ بیا تکرارېږي ، ځکه چې اوس یې د هېواد په پوله کې مرګ او تباهي لیدل کېږي.

مایا سنډو وویل."د اوکراین په وړاندې د روسیې له خوا په غیر عادلانه او بې ثباته جګړه کې د ډېری خلکو ژوند له منځه تللی. جګړه یوازې دردونه راوړي. راځئ چې سوله وساتو او د هغه تراژیدي په اړه بې تفاوته پاتې نه شو چې زموږ په څنګ کې رامنځته کېږي ،"

مولداویا چې پخوا د شوروي اتحاد برخه وه، د شوروي د ځواکونو سره یو ځای یې سرتېرو د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې وه.

دغه هېواد په ۱۹۹۱ کې له شوروي اتحاد بېل شو او خپلواکي یې ترلاسه کړه.

یاده دې وي، چې درې لسیزې وړاندې د ۱۹۸۹ کال د فېبرورۍ په ۱۵مه شوروي ځواکونه له لس کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل او په افغانستان کې کورنۍ جګړه پېل شوه.

د خېبر پښتونخوا سیاسي مشران؛ له افغانستان سره دې د حکومت په کچه خبرې پېل شي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مشرۍ د سياسي مشرتابه په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره به ډېر ژر له افغانستان سره د حکومت په کچه خبرې پېل شي.

په پېښور کې د علي امين ګنډاپور په مشرۍ د سياسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو يوه مشورتي غونډه وشوه، چې په کې د پاکستان د ملي يووالي شورا، متحده علماء بورډ او د خېبر پښتونخوا مشرانو ګډون کړى و.

په دې غونډه کې په لوی اکثریت پرېکړه وشوه، چې په پاکستان کې سوله په افغانستان کې له سولې سره تړلې ده نو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې له افغانستان سره د حکومت په کچه ژر تر ژره خبرې پیل شي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه، چې سیاسي او مذهبي ګوندونه به په هېواد کې د ټولنیزې همغږۍ د ودې لپاره په ګډه کار کوي.

د غونډې ګډونوالو زیاته کړه، چې د ترهګرۍ ختمول، په هېواد کې د سولې او نظم ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه باید د هېواد په کچه د سیاسي رهبرانو لویه غونډه جوړه شي.

غونډې ته دخيبرپښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور وويل، خېبرپښتونخوا د امن په لړ كې له ګڼو ننګونو سره مخ ده او د حالاتو په خرابولو كې یې بهرنۍ لاسوهنې شته.

نوموړي زیاته کړه، چې د خېبر پښتونخوا امن د افغانستان له حالاتو سره مخامخ تړاو لري.

وزيراعلي وويل، د افغانستان سره به د ګټورو خبرو اترو لپاره يوه جرګه جوړېږي.

د کورمې د نا امنیو په تړاو علي امين وويل، په کورمه کې ځيني اشخاص د خپلو ګټو لپاره حالات خرابوي، خو د خېبرپښتونخوا حکومت نه ستړي کېدونکې هڅې کوي چې په دغه ولسوالۍ کې حالت عادي کړي.