• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر طالبانو د ایرانۍ ورځپانې نیوکه: ژمنې کوئ، خو د عملي کولو چل یې نه درځي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۰

یوې ایرانۍ ورځپاڼې یو ځل بیا پر طالبانو سختې نیوکې کړې او په دې یې تورن کړي، چې د ایران پر وړاندې خپلو ژمنو ته وفادار نه دي. ورځپاڼې لیکلي، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې طالبانو له ایرانه ډېر زیات امتیازات هم ترلاسه کړي دي.

د "جمهوري اسلامي" ورځپاڼې د یکشنبې د ورځې سرمقاله کې لیکل شوي، چې «د طالبانو اقدامات، د ناقانونه کډوالو ورتګ او د طالبانو نفوذي کسان» د ایران لپاره ستر ګواښونه دي.

په مقاله کې راغلي، چې د ایران هغه چارواکي چې د افغانستان د مسایلو مسوولیت لري؛ یا خو له دې جدي ګواښونو خبر نه دي او یا نه غواړي، چې د دغې ستونزې پر وړاندې اقدام وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، سره له دې چې طالبانو په تازه خبرو اترو کې یو ځل بیا ایران ته ژمنې ورکړې دي؛ خو تر اوسه یې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو قانوني ژمنې نه دي عملي کړې، چې پکې د ایران د هلمند د اوبو د ورکړې مسله هم شامله ده.

یادې ورځپانې لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي (د جنورۍ په ۲۶مه) کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له مشرانو د هلمند د حقابې د ورکړې په تړاو خبرې وکړې او طالبانو ورسره ژمنه کړې وه چې اوبه به ورکوي؛ خو پر ژمنه یې لا هم عمل نه دی کړی.

د جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته د چاپېریال ساتنې کارپوهانو ویلي، د سپوږمکۍ له انځورونو څخه په استفادې ښکاري چې (د جنورۍ له ۱۲مې د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې پورې) د هلمند سیند ته د پام وړ اوبه بهېدلي؛ خو طالبانو دغه اوبه د ایران پر ځای ګودزرې ته اړولي دي.

ورځپاڼه د ایران له حکومته غواړي، چې د سیمه‌‌ییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه غوڅ او هوښیار دریځ غوره کړي او ټینګار کوي چې د ایران دېپلوماټیک سېسټم باید له سره وکتل شي؛ څو د دغه هېواد ملي ګټې وساتل شي او د نړۍوالو اړیکو په ډګر کې د شاتګ مخه یې ډب شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

المرصاد: داعش په تېرو درېیو کلونو کې پر طالبانو ۲۰۰ بریدونه کړي‌ دي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۰

طالبانو پورې تړلې رسنۍ المرصاد د (سلواغې په ۲۹مه) د داعش خراسان څانګې په تړاو په یوې لیکلې مقالې کې ادعا کړې، چې دغه ډله یې په افغانستان کې صفر ته رسولې؛ خو د خپلو خبرو په تضاد کې یې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې داعش پر طالبانو نږدې ۲۰۰ بریدونه کړي دي.

د المرصاد د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲زېږدیز کال کې داعش خراسان څانګې په افغانستان کې «۱۵۴ بریدونه» په ۲۰۲۳ کې «۲۰ بریدونه» او په ۲۰۲۴کال کې بیا یادې تور بېرغې ډلې «۱۶ بریدونه» کړي دي.

د داعش له دغو بریدونو سره، سره هم د طالبانو یادې رسنۍ ادعا کړې، چې دغه وسله‌واله ډله یې د افغانستان دننه صفر کړې ده.

طالبانو ویلي، چې داعش خراسان ډله یې د ننګرهار سربېره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سخته ځپلې ده چې ان ځیني مشران یې ورته وژلي او ځیني نور یې بیا نیولي دي.

د المرصاد په مقاله کې ادعا شوې، چې د داعش ډلې ځیني رسنیز غړي یې هم لمنځه وړي او ځیني یې زنداني‌ کړي دي.

طالبان داسې مهال دغه ادعاوې کوي، چې تازه تېره اونۍ په کندوز او کابل ولایتونو کې داعش خراسان ډلې پر طالبانو غښتلي بریدونه کړي چې په کې یې د طالبانو یو شمېر جنګیالي هم وژلي دي.

نږدې درې میاشتې وړاندې داعش په کابل کې د طالبانو د حقاني ډلې یو مهم غړی او د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په یوه ځانمرګي برید کې وواژه او تر هغې دمخه یې هم د دغې ډلې ځیني غړي وژلي وو.

د المرصاد په مقاله کې راغلي، چې له داعش خراسان څانګې سره د پاکستاني طالبانو ځیني سختدریځه ګروپونه هم په لومړیو کې یو ځای شوي وو.

سره له دې چې نړۍواله ټولنه او په کور دننه افغانان طالبان افراطي ډله بولي؛ برعکس په یادې مقاله کې طالبانو داعشیانو ته د «افرطي ډلې» کلیمه کارولې ده.

طالبانو همدا راز ادعا کړې، چې د داعش ډلې مالي سرچینې یې لمنځه وړي او د خپلو نړۍوالو ملګرو تر څنګ یې د دغه ډلې هر ډول مرکزي اړیکې پرې کړې دي.

المرصاد زیاته کړې، چې د طالبانو د سختو فشارونو او ځپلو له کبله د داعش غړي اوس‌مهال د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي او له هغې ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.

د طالبانو دغه رسنیو په ښکاره د کوم ګاونډي هېواد نوم نه دی لیکلی؛ خو د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي څه موده مخکې تور پوری کړی و، چې د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې داعشیانو ته پټنځایونه ورکړي دي.

هغه ادعا کړې وه، چې د پاکستان د پوځ له لوري په دغه هېواد کې داعشیان روزل کېږي او بیا د جګړې لپاره افغانستان ته استول کېږي.

پاکستان په وار، وار د طالبانو دغه ډول ادعاوې رد کړې او تور یې پورې کړی، چې د افغانستان خاوره یې اوس‌مهال پر ضد کارول کېږي.

پاکستان ادعا لري، چې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌واله ډله د افغان طالبانو له لوري په خوندي توګه ساتل کېږي او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

باورونه دا دي، چې داعش خراسان څانګه په افغانستان او پاکستان کې پر یو لوی ګواښ بدلیدونکې ده او له طالبانو سره د دغې ډلې د سختو اختلافاتو له کبله د دغو دواړو ترهګرو ډلو ترمنځ جګړه زیاتېدونکې ښکاري.

که څه هم طالبان ادعا لري چې داعش یې ځپلي؛ خو نړۍواله ټولنه او د ملګري ملتونه په افغانستان کې د دغه تور بېرغې ډلې د نفوذ او بریدونو له ډېرېدو څخه ژورې اندېښنې لري.

تازه رویټرز خبري اژانس راپور خپور کړی، چې له عراق څخه ځیني بهرني جنګیالي تښتېدلي او په افغانستان، سوریې او پاکستان کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې مشر ۲۹ کلن ثناالله غفاري دغه ډله په یوې خطرناکې ډلې بدله کړې ده.

اقتصاد پوهان: د امریکا د مرستو بندېدل به بې وزله افغانان له لا نورو کړاوونو سره مخ کړي

۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۰

د اقتصادي چارو افغان پوهان په دې باور دي، چې د امریکا پراختیایي ادارې تړل کېدل به په دغه هېواد کې د فقر کچه لا ډېره لوړه کړي او د بې وزله افغانانو پر ژوند به خورا بدې اغېزې ولري.

کارپوهانو د ټرمپ ادراې له لوري د پراختیايي مرستو د بندېدو له کبله د بدو پایلو خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د افغانستان له ۴۰ مېلیونه خلکو څخه نیمايي برخه یې د ژوند لپاره پر نړۍوالو مرستو تکیه دي.

له هغې ورځې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی پاتې شوی.

امریکا د نړۍوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو له لارې ۳.۷۱ میلیارد ډالره بشري مرستې افغانستان ته استولې دي. د دغو مرستو لویه برخه د امریکا پراختیایي ادارې USAID له لارې وېشل شوې ده.

د مرستو کمښت او ناورین ته لاره پرانېستل

د اسټرالیا ملي پوهنتون استاد امین صیقل باور لري، چې د امریکا د مرستو بندېدل او د نړۍوالو مرستو کمښت به ډېر ژر په افغانستان کې خپلې ناوړه اغېزې ښکاره کړي. د نجونو پټ ښوونځي، د افغانستان امریکایي پوهنتون او د قابله‌ ګۍ (زېږنتون) مهم ښوونیز پروګرامونه بند شوي دي. امین صیقل ویلي، چې دغه مرستې د قحطۍ د مخنیوي لپاره هم مهمې وې.

طالبان له نړۍوالو مرستو ګټه اخلي

سره له دې چې ټولې نړۍوالې مرستې مستقیماً اړمنو خلکو ته نه رسېږي. طالبان د مرستو د وېش واک لري او یوه برخه یې د خپلو مالي سرچینو د پیاوړتیا لپاره کاروي.

راپورونه ښيي، چې طالبان په غیرمستقیم ډول هره اونۍ له نړۍوالو مرستو څخه ۴۰ مېلیونه ډالر ترلاسه کوي.

د پوهنتون استاد امین صیقل زیاتوي، سربېره پر دې د ۷ میلیارد ډالرو وسلې چې امریکایانو په افغانستان کې پرېښې دي، طالبانو ته دا فرصت برابر کړی چې خپل واک نور هم پیاوړی کړي، پرته له دې چې کورنی یا نړۍوال مشروعیت ولري.

ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا باید طالبانو ته د هر ډول مرستو د ورکولو مخه ونیسي.

هغه د بایډن د ادارې له افغانستان د بې پلانه وتلو سره سخت مخالفت لري او غوښتنه یې کړې، چې نه یوازې مرستې ودروي؛ بلکې له طالبانو پاتې وسلې بېرته واخلي او بګرام هوايي ډګر چې نوموړی یې د چین تر نفوذ لاندې بولي بېرته ونیسي.

د مرستو بندېدو انساني ناورین نه ‌شي توجیه کېدای

د چارو کارپوهان وايي،‌ که څه هم طالبان باید کمزوري شي؛ خو د امریکا پراختیايي ادارې USAID د مرستو بندېدو افغانستان له سخت ناورین سره مخ کړی دی. اقتصاد خراب شوی، فابریکې تړل شوې او د کار موندلو فرصتونه کم شوي دي. ښوونځي بند شوي یا یې بڼه پر مذهبي مدرسو اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیا ادارې (UNDP) وايي، د افغانستان اقتصاد په تېرو درېیو کلونو کې ۲۷٪ راغورځېدلی دی، بې‌کاري زیاته شوې او ځینې کورنۍ اړې شوې چې خپل ماشومان وپلوري.

راپورونه ښيي، له ټولو ډېر افغان ښځې او نجونې د دې ناورین قربانیانې دي. دوی له تعلیم، کار او په ټولنه کې د ګډون له حقونو بې ‌برخې شوې، ان تر دې چې په عامه ځایونو کې د خبرو کولو اجازه هم نه لري.

د هالیوډ مشهوره اداکاره مېرېل سټریپ وايي: «په افغانستان کې یو پیشو تر یوې ښځې ډېره ازادي لري».

د طالبانو د دغو بندیزونو او ظلمونو له امله ډېری ښځې له ژور خپګان سره مخ شوې دي او د ځان وژنې پېښې هم زیاتې شوي دي.

حل‌ لارې شته؟

د امریکا د مرستو کمښت به افغانستان ته پراخ زیان ورسوي.

د استرالیا ملي پوهنتون استاد امین صیقل په یوې مقاله کې لیکلي، که د ټرمپ اداره غواړي طالبان کمزوري کړي؛ نو باید دوه کارونه وکړي.

هغه وايي: «لومړی باید بشري مرستو دوام وکړي او داسې لارې چارې ورته وموندل شي، چې طالبان ترې ګټه وانخلي».

هغه همدا راز زیاته کړې، چې د طالبانو د منزوي کولو لپاره باید نړۍوال بندیزونه په سخته توګه عملي شي.

د امریکا د مرستو کمېدو د افغانیو ارزښت کم کړی و طالبانو د ډالرو پر لوړېدو سخت محدودیتونه لګولي دي.

ځیني شنونکي وايي، که اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي؛ طالبان به د حکومت کولو توان لا نور پسې له لاسه ورکړي.

د نړۍوالو مرستو کمښت افغانستان یو ځل بیا له یوه ستر ناورین سره مخ کړی.

کارپوهان ټینګار کوي، چې نړۍواله ټولنه باید داسې لارې پیدا کړي؛ څو د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي، پرته له دې چې طالبان ترې ګټه واخلي.

د مقاومت جبهه: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې مو ۲۹ طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۷ طالبان وژلي او ۱۲ نور ټپیان کړي دي.

یادې جبهې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دوی جنګیالیو دغه بریدونه په کابل، تخار، بغلان، فراه او بادغیس ولایتونو کې پر طالبانو کړي دي.

دغه جبهه ادعا کوي، چې جنګیالیو یې د کاپيسا ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

همدا ډول یادې جبهې په کندوز ولایت کې هم پر طالبانو دوه بریدونه کړي.

د دوی په خبره لومړی برید یې په کندز ښار کې د طالبانو په ګزمې کړی، چې دوه طالبان په کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي او دویم برید یې تېره شپه ددغه ولایت په اوومه امنیتي حوزه کې کړی، چې درې طالبان په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د مقاومت جبهې د اېکس ټولنیزې پاڼې په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د یادې ډلې جنګیالیو د پلازمېنې کابل په بېلابېلو سیمو کې یې هم په طالبانو درې بېلابېل بریدونه کړي.

دوی زیاتوي، یو برید چې د کابل په میربچه کوټ کې د طالبانو په موټر شوی، په کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د دوی په وینا، په بل برید کې چې تېره شپه ناوخته د کابل ښار په ۱۲ حوزه کې د طالبانو په موټر شوی، په کې سپاره ټول پنځه طالبان وژل شوي او موټر یې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

دغې جبهې ادعا کړې، چې د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د درېیم برید په ترڅ کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د مقاومت جبهه د ادعا له مخې، په دغه ټولو بریدونو کې د دوی جنګیالیو او عامو خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

د مقاومت جبهې د دغه ادعا په اړه طالبانو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

یاده دې وي، چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې د مقاومت او ازادي جبهې تورنې کړې، چې په خپلو بریدونو کې یې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې خو مقاومت جبهې دغه بریدونه په کلکه رد کړي دي.

طالبان: د ښځو د حقونو ادعا کوونکو په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۲۰:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حقونو په نوم د ۱۷ هېوادونو ګډې اعلامیې ته په غبرګون ویلي، چې د ښځو د حقونو په نوم په دغه وزارت نیوکه سیاسي فشار دی او دغو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.

د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر په خپل اېکس کې په یوه غږیز کلیپ کې ویلي، چې افغانستان اسلامي هېواد دی او د ښځو، ماشومانو او د ټولنې ټولو قشرونو ته یې د اسلامي شریعت عادلانه حقوق ټاکلي او ورته ژمن دي.

سیف السلام ویلي: «د بشري او ښځينه حقونو په نوم د امر بالمعروف وزارت او شکایتونو اورېدلو پر فعالیت او کړنلارې نیوکې د هغو نړۍوالو دوه ګونو معیارنو ښکاره ثبوت دی، چې د بشري حقونو تر شعار لاندې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي».

د دغه وزارت ویاند ویلي، چې افغانستان د ښځو لپاره د ظالمانه هېواد په توګه یادول په واقیعتونو سترګې پټول دي.

نوموړی وایي: « افغانستان شل کاله د بهرنۍ اشغالګرو د اجنډا قرباني وو، چې د کاناډا هېواد نظامیانو هم په کې حضور درلود، د ښځو د حقونو تر نامه لاندې یې زموږ دیني کلتوري ارزښتونه له منځته یوړل، اوس چې افغانان له اسلامي عقیدې او ملي ارزښتونو سره سم خپل نظام اداره کوي نړۍوالې شبکې د بشر حقونو تر عنوان لاندې مداخله کوي».

سیف‌السلام خیبر په دغه غږیز کلیپ کې ویلي، چې دوی د ښځو له ټولنیز ګډون سره مخالف نه دي او په اسلامي چوکاټ کې اجازه ورکړل شوې ده.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې یادې ډلې د ښځو د هر ډول سیاسي او ټولنیز مشارکت مخه نیولې او هغو کسانو چې د دې بندیزونو پروړاندې غږ پورته کړی، د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او ان وژل شوي دي.

د فېبروري په ۱۵ د ۱۷ هېوادنو په اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د لغوه کېدو غوښتنه شوې او د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي، چې دې قانون د افغانستان پر ښځو او نجونو بندیزونه نور هم تشدید کړي دي.

دا اعلامیه چې د کاناډا د بهرنیو چارو د وزارت پر وېبپاڼه خپره شوې ده، په اوتاوا کې د نړۍ د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته خپره شوې ده.

د بهرنیو چارو ښځينه وزیرانو په دغه غونډه کې د کاناډا، اندورا، اسټرالیا، کولمبیا، ایکواډور، فینلینډ، ګورجستان، جرمني، ایسلینډ، جامایکا، کوزوو، لیتوانیا، لیختن‌ شتاین، موناکو، مغولستان، سلوانیا، سیوډن او اروپایې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو او په بهرني سیاست او امنیتي چارو کې د اروپایي اتحادیې لوړپوړي استازي ګډون درلود.

یاده دې وي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې د ښځو پر وړاندې سخت قوانین وضع کړي او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې یې د زده کړو ټولې دروازې بندې کړي دي.

د دې ترڅنګ دغې ډلې د ښځو په کار کولو، له محرم او حجاب پرته په ګرځېدو، سیاسي او ټولنیز مشارکت او تفریحي ځایونو ته په تګ بندیزونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو دغه چاره په کور دننه او بهر کې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده، خو لا هم دغه ډله په خپل دریځ ولاړه ده.

نن رویټرز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو خپلمنځي اختلافات ښایي د یوې بشپړې شخړې لامل شي، ځکه د هبت الله د کابینې ډېری لوړپوړي وزیران د ښځو د زده کړو په تړاو د نوموړي له دریځ سره مخالف دي.

په ننګرهار کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د یکشنبې په ورځ د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. دغه جګړه د طالبانو له خوا د فرضي کرښې د څارنې پوستې له جوړولو وروسته پيل شوې.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو بیا د یکشنبې په ماښام له طلوع نیوز سره په خبرو کې منلې، چې د دې ډلې سرحدي ځواکونو د "ټانګ لپاره کنده" جوړوله، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا پرې برید وشو.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغې جګړې څو ساعته دوام وکړ.

تر اوسه په دې جګړه کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو او پاکستان تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو پوله ساتي ځواکونه نښتې کوي.

په تېرو درېيو کلونو کې د ننګرهار، خوست، پکتيکا او پکتيا ولايتونو په سرحدي سيمو کې څو څو ځله د دواړو ځواکونو له خوا له يو بل سره نښتې شوي دي، چې مرګ ژوبلې یې هم لرلې.