طالبانو بېګم او ځوانانو راډیوګانو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړه

طالبانو بېګم او ځوانانو راډیوګانو ته د دغې ډلې د قوانینو د مراعاتولو په شرط د بیا فعالیت اجازه ورکړه.

طالبانو بېګم او ځوانانو راډیوګانو ته د دغې ډلې د قوانینو د مراعاتولو په شرط د بیا فعالیت اجازه ورکړه.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ (د کب ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې دغو دواړو راډیوګانو ته تر هغه وروسته د فعالیتونو اجازه ورکړل شوه، چې مسوولینو یې د خپلو نشراتو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، د بېګم او ځوانانو راډیوګانو مسوولانو د یاد وزارت له نشراتي معینیت سره تعهد کړی، چې تر دې وروسته به د دغې ډلې د قوانینو په پام کې نیولو سره فعالیتونه کوي.
یادو راډیوګانو چې په کابل او نږدې ولایتونو کې نشرات درلودل، څه موده وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د فعاليت له جواز څخه د ناوړه استفادې او له بهرنیو تحریم شویو رسنیو سره د همکارۍ په تور يې خپرونې بندې شوې.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې د یادو راډیوګانو مسوولانو ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به له هر ډول سرغړونو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د بیګم راډيو د خپرونو له بندېدو وروسته د دې راډيو مسوولينو وویل، چې طالبانو د دوی یو شمېر کارکوونکی هم له ځان سره بیولي دي.
د دې راډيو بنسټګره حمیده امان چې اوسمهال په فرانسه کې مېشته ده، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې لسګونو ښځو ته په دې راډیو کې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د افغانستان له خبریالانو ملاتړې ادارې بیا پر رسنیو د بندیزونو پر دوام اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د رسنیو د خپرونو بندول د بیان ازادۍ د لا ډېرو ځپلو او د اطلاعاتو د ازادۍ محدودولو په برخه کې یوه ځپونکې کړنه ده.
دغو ادارو په ځلونو له طالب چارواکو غوښتي، چې د بیان ازادۍ اصل ته درناوی وکړي او د رسنیو له بندولو او د اطلاعاتو د ازاد بهیر له محدودولو ډډه وکړي.
له دې سره، ګارډین ورځپاڼې بیا د کب په لومړۍ نېټه په خپل یوه راپور کې اندېښنه وښوده، چې په افغانسان کې پر ښځو د بندیزونو په لړ کې د ښځو له لوري مدیریت کیدونکې وروستۍ راډیو هم بنده شوه.
راپور کې راغلي، چې د افغانستان دننه له همدې امله د ښځو غږ په بشپړه توګه غلی شو.
اخوا، د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې بیا طالبانو د رسنیو پر وړاندې خپل بندیزونه او سانسور تر بل هر وخته ډېر کړي دي.
د پخواني جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته ۳۳۶ خبریالان زنداني شوي، شکنجه شوي او ان وژل شوي دي.
د یادولو ده، چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان ۵۴۳ رسنیو فعالیتونه درلودل، چې ۱۰ زره او ۷۹۰ کارکوونکي یې لرل؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ۴۳٪ رسنۍ بندې شوي او یوازې څلور زره او ۳۶۰ کارکوونکي یې په دندو پاتې شوي دي.