د اتلانو جام؛ هند خپل سیال پاکستان ته په شپږ وېکټو ماته ورکړه

د کرېکټ اتلانو لیګ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان د ۲۴۲ منډو هدف د څلورو وېکټو په زیان د لوبې په ۴۲،۳ اورونو کې پوره کړ او پاکستان ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

د کرېکټ اتلانو لیګ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان د ۲۴۲ منډو هدف د څلورو وېکټو په زیان د لوبې په ۴۲،۳ اورونو کې پوره کړ او پاکستان ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
د هندوستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه.
د نننۍ لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د هند لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴۹،۴ اورونو کې ۲۴۱ منډې جوړې کړي او د هند لوبډلې ته یې د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ. په توپ وهنه کې د پاکستان په ګټه بابر اعظم ۲۳، امام الحق ۱۰، محمد رضوان ۴۶، سعود شکیل ۶۲ او خوشدل شاه ۳۸ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د هند لپاره کلدیپ یادو درې، هردیک پانډيا دوه او هرشیت رانا، اکشرپټیل او جدیجا یوه یوه وېکټه واخیسته.
د لوبې په دویمه پاڼې کې د هند په ګټه ویرات کوهلي په ۱۱۱ توپونو ۱۰۰، شریاس ایر په ۶۷ توپونو ۵۶، شوبمین ګیل په ۵۲ توپونو ۴۶ او لوبډلمشر روهیت شرما په ۱۵ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې له پاکستان څخه په شپږو وېکټو وګټله.


د نړۍ د فوټبال پېژندل شوی ستوری او د سعودي د النصر فوټبال لوبډلې لوبغاړی کریستیانو رونالډو په عربي جامو کې د سعودي عربستان د جوړېدو د کلیزې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ.
رونالډو پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي:« زه ډېر خوښ یم، چې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د سعودي د جوړېدو ورځ لمانځم.»
رونالډو دا هم ویلي، چې هغه به په ریاض کې د سعودي د اس ځغلونې په لوبه کې ګډون وکړي.
تېر کال هم، کریسټیانو رونالډو د سعودي د ملي ورځې په مناسبت د النصر لوبډلې لپاره په یوه تبلیغاتي ویډیو کې راڅرګند شو، چې دودیزه عربي جامې یې اغوستې وې او یوه توره یې په لاس وه.
کریسټیانو رونالډو څه موده وړاندې د ۲۰۰ مېلیون یورو په تړون کې د سعودي عربستان د فوټبال النصر لوبډلې سره یوځای شو.

د اتلانو جام سیالیو په لړ کې پاکستان د خپلې لومړنۍ سیالۍ تر ماتې وروسته په دویمه لوبه کې د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبېږي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د دوبۍ په کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې پیلېږي.
که څه هم د دغو لوبو کوربه پاکستان دی؛ خو د هند لوبډلې د امنیتی ستونزو له کبله یاد هېواد ته له ورتګ ډډه وکړه او د کرېکټ دغه سیالي نن په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د کرېکټ کارپوهان په دې باور دي، چې د پاکستان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلنډ څخه سخته ماتې خوړلې او په روحي لحاظ هم ځپلې شوې ده.
کاروپوهان وايي، د هند لوبډله تر پاکستانۍ هغې په رواني لحاظ په ښه حالت کې ده؛ خو دا اټکل نشي کېدای، چې ګني سیالۍ دې حتمي وګټي.
د کرېکټ په نړۍ کې د دغو دواړو سیالو هېوادونو ترمنځ لوبه ځانګړي نندارچیان لري او یو له ډېرو لیدونکو سیالیو هم ګڼل کېږي.
د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي په دوبۍ کې خبریالانو ته ویلي، لوبغاړي یې بشپړ چمتووالی لري او د دغه لوبې د ګټلو لپاره به په ډګر کې په ښه توګه ولوبېږي.
د دغه لوبې نندارې ته د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه خلک ورغلي او ښايي د روانو اتلولیو تر ټولو ډېر نندارچیان هم د همدې سیالۍ وي.
پاکستان په دې وروستیو کې پرلپسې ماتې خوړلې او په کور دننه د کرېکټ پر دغه لوبدلې توندې نیوکې روانې دي.
په یاد هېواد کې د کرېکټ چارو یو شمېر شنونکو په ځلونه نیوکې کړې، چې د کرېکټ بورډ دننه د شته فساد او واسطو ناسم سیوری پر لوبډلې هم پرېوتی دی.
تېره ورځ د اتلانو جام په دغو سیالیو کې انګلستان اسټرالیایۍ لوبډلې ته ۳۵۳ هدف کېښود، چې د روانو سیالیو تر ټولو ستر هدف ګڼل کېده؛ خو اسټرالیا پر خپلې پیاوړې توپوهنې دغه هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
افغانستان هم د اتلانو جام د دغه سیالیو برخه دی او د پاکستان په کراچۍ ښار کې یې د سویلي افریقا سره خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.
افغانستان به د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه خپله دویمه لوبه له اسټرالیا سره وکړي.

د مزارشریف د وزلوبې سیالیو په درېیم پړاو کې له ګډوډۍ او اخ او ډب وروسته د افغانستان د وزلوبې فډراسیون ویلي، چې د طالب چارواکو په امر او د روژې میاشتې په رارسېدو سره د مزارشریف د وزلوبې سیالۍ به سبا له نیمه پایلوبې پرته د وروستۍ لوبې او درجه بندۍ له مخې پایلوبه ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د دې سیالیو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ (د کب ۵مه) ترسره شي.
د وزلوبې سیالیو فډراسیون زیاته کړې، چې د روژې مبارکه میاشت په رانږدې کېدو ده او د دغې لوبې لیدونکي له لرې پرتو ولایتونو څخه مزار شریف ته راغلي دي.
د طالب چارواکو د لارښوونې پر بنسټ، د دغه فډراسیون د ټیم له چارواکو سره په همغږۍ او د نمرو له جدول سره سم د وروستۍ سیالي درجهبندي په لاندې ډول ده:
بغلان - سمنګان (د درجهبندۍ لوبه)
یما پټرول – بدخشان (پایلوبه)
د وزلوبې فډراسیون د تېرې ورځې اعلان له مخې، نن باید درې لوبې ترسره شوې وای، خو د دې سیالیو پرمهال لوبغاړو له یو بل سره فزیکي شخړې وکړې او له امله یې یو لړ ستونزې رامنځته شوې دي.
د وزلوبې فډراسیون د تخار او بلخ د ځوانانو ټیمونو ترمنځ او همداراز د یما پټرول او سمنګان ټیمونو ترمنځ د لوبې پایلې اعلان کړې؛ خو د فاریاب او درهصوف لوبډلو ترمنځ د لوبې په تړاو یې هېڅ خه نه دي ویلي.

په پاکستان کې شاو خوا څلور میلیونه افغانان د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې د خپلې ملي لوبډلې سیالیو ته داسې مهال خوښي کوي چې په دغه هېواد کې د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه سخت اقدامات روان دي.
روېټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې د بیا میشتیدنې په لټه کې دي په پلازمینه اسلام اباد کې په یوې قهوهخانه کې سره راټول شوي ترڅو په ګډه د افغان ملي لوبډلې لوبه وګوري. مګر بحث ډېر ژر له کرېکټ څخه د دوی اېستلو مسلې ته واوښت.
د بشري حقونو مدافع راحیل تالاش، چې د طالبانو له وېرې درې کاله وړاندې پاکستان ته راغلی، روېټرز ته ویلي: «هغه خلک چې له ۲۰۲۱ وروسته راغلي یوازې د خوندیتوب لپاره راغلي، ځکه چې د دوی ژوند په خطر کې وو.» هغې وویل چې په تېره میاشت کې د افغانانو له اېستلو سره یې حالت خراب شوی.
هغې زیاته کړه: "هرڅوک ویره لري."
خو ۲۲ کلنې مرضیه دلاور ویلي چې هغه هم په ویره کې ژوند کوي.«کله چې موږ له خوبه پاڅیږو موږ ویره لرو چې پولیس به راڅرګند شي. خلک د خپلو کورونو د پرېښودلو ویره لري.»
۲۶ کلنه پروین عسکري چې په نړۍواله کچه د جودو په برخه کې د افغانستان استازیتوب کوي، سره له دې چې طالبانو د ښځو پر سپورت بندیز لګولی دی، نوموړې په کابل کې له خپلې کورنۍ څخه د شاوخوا یو کال لپاره جلا شوې وه، د بیا میشتیدنې په لټه کې ده.
هغې وویل: "زه هیله لرم چې افغانستان لوبه وګټي." هغې زیاته کړه، چې د خوښې لوبغاړی یې سوکه توپ اچوونکی راشد خان دی.
په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې افغانانو افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د پولیسو لهخوا ورسره سخت برخورد کیږي او دغې چارې دوی سخت اندېښمن کړي.
فواد نوري چې په اسلام اباد کې امریکا ته د تللو په تمه شپې سبا کوي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي:« له تېرو دوه میاشتو مو د پولیسو له لاسه ښه ورځ نده لیدلې، شپه او ورځ پولیس را روان وي، افغانان زوروي او ډېرې بې عزتۍ روانې دي، په دې ټوله دونیا کې افغانان هېڅ خواخوږي نهلري چې د دوی سره د اسلام اباد د پولیسو د زورولو په اړه غږ پورته کړي.»
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو ځورول ردوي او وايي، چې د کډوالو اېستل یې د ۲۰۲۳ کال د پراخ کمپاین برخه ده.
یاده دې وي چې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې له تېرو درې میاشتو راپهدېخوا د افغانانو پر وړاندې سخت ګامونه پورته شوی، کور په کور د افغانانو لټه روانه ده، تر اوسه زیات شمېر افغانان نیول شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
داسې رېپورټونه هم ترلاسه شوي چې په پلازمینه اسلام اباد او راولپېنډۍ کې وېزه لرونکي افغانان هم نیول کیږي او د پېسو په بدل کې بېرته خوشې کیږي.

افغانستان د اتلانو جام کرېکټ سیالیو کې له سوېلي افریقا د ۱۰۷ منډو په توپیر ماته وخوړه. افغان ملي لوبډلې د سوېلي افریقا له لوري ورکړل شوی د ۳۱۶ منډو هدف پوره نه کړ او په دغو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.
په دغه لوبه کې د افغانستان لوبډلې په ګټه رحمت شاه زرمتي تر ټولو ډیرې ۹۰ منډي جوړې کړې.
د لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د سوېلی افریقا لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ریان ریکلیټون د ۱۰۳ منډو په مرسته په ۵۰ اورونو کې ۳۱۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۳۱۶ منډو هدف ورکړ.
په توپ اچونه کې بیا د افغان لوبډلې له لوري محمد نبي په لس اورونو کې د ۵۱ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې دوه ویکټې، عظمت الله عمرزي، فضل الرحق فاروقي او نور احمد یوه یوه ویکټه واخیسته او راشد خان او ګلبدین بیا هیڅ وېکټه وانخیستله.
د سوېلي افریقا د ۳۱۶ منډو هدف پوره کولو په موخه د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د توپ وهنې په موخه لوبغلي ته ګوز شول، خو د لوبې د ګټلو منډې جوړې نه کړي.
رحمن الله ګربز د ۱۴ توپونو په لوبلو د لسو منډو په مقابل کې خپله وېکټه له لاسه ورکړه او ابراهیم ځدراڼ بیا د ۲۹ توپونو په لوبولو سره د ۱۷ منډو جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.
ورپسې صدیق الله اتل په ۳۲ بالونو ۱۶ منډو جوړولو وروسته وېکټه له لاسه ورکړه، لوبډلمشر حشمت الله شاهدي په صفر وسوځید او عظمت الله عمرزي هم په ۲۷ توپونو د ۱۸ منډو جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.
افغانستان په اتلانو چام کې دوهمه لوبه د چهار شنبې په ورځ د انګلستان ملي لوبډلې سره کوي.
د کرېکټ اتلانو جام سیالیو کې تردې مهاله هندوستان، نیوزیلانډ او سوېلي افریقا خپلې لومړۍ لوبې ګتلي دي.