• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اتلانو جام؛ افغانستان خپله لومړنۍ لوبه کې له سوېلي افریقا ماته وخوړه

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۲ GMT+۰

افغانستان د اتلانو جام کرېکټ سیالیو کې له سوېلي افریقا د ۱۰۷ منډو په توپیر ماته وخوړه. افغان ملي لوبډلې د سوېلي افریقا له لوري ورکړل شوی د ۳۱۶ منډو هدف پوره نه کړ او په دغو سیالیو کې یې خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.

په دغه لوبه کې د افغانستان لوبډلې په ګټه رحمت شاه زرمتي تر ټولو ډیرې ۹۰ منډي جوړې کړې.

د لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د سوېلی افریقا لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ریان ریکلیټون د ۱۰۳ منډو په مرسته په ۵۰ اورونو کې ۳۱۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۳۱۶ منډو هدف ورکړ.

په توپ اچونه کې بیا د افغان لوبډلې له لوري محمد نبي په لس اورونو کې د ۵۱ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې دوه ویکټې، عظمت الله عمرزي، فضل الرحق فاروقي او نور احمد یوه یوه ویکټه واخیسته او راشد خان او ګلبدین بیا هیڅ وېکټه وانخیستله.

د سوېلي افریقا د ۳۱۶ منډو هدف پوره کولو په موخه د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د توپ وهنې په موخه لوبغلي ته ګوز شول، خو د لوبې د ګټلو منډې جوړې نه کړي.

رحمن الله ګربز د ۱۴ توپونو په لوبلو د لسو منډو په مقابل کې خپله وېکټه له لاسه ورکړه او ابراهیم ځدراڼ بیا د ۲۹ توپونو په لوبولو سره د ۱۷ منډو جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

ورپسې صدیق الله اتل په ۳۲ بالونو ۱۶ منډو جوړولو وروسته وېکټه له لاسه ورکړه، لوبډلمشر حشمت الله شاهدي په صفر وسوځید او عظمت الله عمرزي هم په ۲۷ توپونو د ۱۸ منډو جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

افغانستان په اتلانو چام کې دوهمه لوبه د چهار شنبې په ورځ د انګلستان ملي لوبډلې سره کوي.

د کرېکټ اتلانو جام سیالیو کې تردې مهاله هندوستان، نیوزیلانډ او سوېلي افریقا خپلې لومړۍ لوبې ګتلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په پښتونخوا کې په صوبایي کچه د لوبو فیسټیوال پیل شو

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۳۴ GMT+۰

په پښتونخوا کې د لوبو فیسټیوال نن پیل شو، چې پکې د دغې صوبې د بېلا بېلو سیمو ۲۳۸۰ لوبغاړو ګډون کړی دی. د لوبو دغه میله چې څو ورځې به دوام وکړي ۱۰۴۳ ښځینه لوبغاړو هم پکې ګډون کړی دی.

د پښتونوخوا د لوبو میلې پرانېستنه د پنج شنبې په ورځ د پېښور په قیوم لوبغالې کې وشوه.

د دغو سیالیو رسمي پیل نن وشو او د لوبو په دغه میله کې ۲۳۸۰ تنو د بېلا بېلو ورزشونو لوبغاړو ګډون کړی، چې له دې جملې ۱۰۸۳ پکې لوبغاړې هم دي.

په دغو سیالیو کې نور کلونه د پښتونخوا د مرکز ترڅنګ د یادې صوبې د ولسوالیو او لري سیمو لوبغاړو هم ګډون کړی، خو سږ کال د پاکستان د نورو صوبو لوبغاړو هم پکې برخه اخیستې ده.

د ورزشي لوبو په دغه میله کې ۱۶ ډوله لوبو کې نارینه وو او ۱۲ ډوله لوبو کې ښځې برخه اخلي.

یادې سیالۍ د څلورو ورځو لپاره کیږي.

د لوبو دغه میله چې د پښتخوا صوبې په تاریخ د لوبو یوه لویه میله بلل کیږي د پیښور سپورټس کمپلیکس، عبدالولي خان سپورټس کمپلیکس چارسده، د پیښور بورډ سپورټس ګراونډ، حیات اباد سپورټس کمپلیکس، د پاکستان سپورټس بورډ کوچینګ سنټر، پی ایس بي هال، د پیښور پوهنتون او کوهاټ سپورټس کمپلیکس کې ترسره کیږي.

په دې لوبو کې اتلیټکس، فوټبال، هاکي، والیبال، باسکیټبال، کاراټه، تکواندو، سوک وهنه، سکواش، ټینس، بیډمنټن، جمناسټیک، تروبال، جوډو، ووشو او هینډبال شامل دي.

دغه سیالۍ هر کال په پېښور کې ترسره کیږي او د بېلابېلو ورزشونو سلګونه لوبغاړي پکې ګډون کوي.

د کرېکټ اتلانو جام سیالۍ؛ افغانستان نن له سویلي افریقا سره خپله لومړنۍ لوبه کوي

۳ کب ۱۴۰۳ - ۲۱ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د (کب دریمه) د کابل پر د ماسپښین ۱:۳۰ دقیقې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره د اتلانو جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه کوي.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالي به د کوربه هېواد پاکستان د کراچۍ ښار په ملي لوبغالي ترسره شي.

د دغه لوبو لوبډلمشري حشمت الله شهیدي کوي او د راشد خان تر څنګ به په کې توپوهنګی رحمان الله ګربز هم د لوبډلې برخه وي.

د دغه لوبې لپاره (کب دویمه) تېر مازیګر افغان لوبغاړو تمرینونه هم کړي، چې په کې د توپ اچونې او توپ وهنو روزنکو لوبغاړو ته ځانګړې مشورې هم ورکړي دي.

ګلبدین نایب د کرېکټ بورډ له لوري په خپرې شوې ویډیو کې وویل: «د دغه لوبې د ګټلو لپاره به خپلې هڅې کوي.

چټک توپ اچوونکي فضل حق فاروقي په خندا خندا کې ویلي: «پاکستان ته چې راغلي یو بېخي ګرمه کې یو.»

راشد خان په یوې ویډیو کې د لاسونو په خورولو سره ښودلې چې له سویلي افریقا سره لوبې ته بېخي چمتو دی.

د هندوستان لوبډلې پاکستان ته د اتلانو جام ورتګ سیالیو څخه انکار کړی او ادعا یې کړې وه، چې هلته یې امنیت خوندي نه دی.

د کرېکټ د نړۍوالې شورا د پرېکړې له مخې به هندوستان د دغه جام خپلې ټولې لوبې په متحده عربي اماراتو کې کوي.

بلخوا پاکستان د دغه جام د سیالیو په لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته د۶۰ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

د هسپانیا فوټبال فدراسیون پخواني مشر ته د یوې نجلۍ ښکولول ډېر ګران پرېوتل

۲ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د هسپانیا یوې محکمې د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر لوییس روبیلیز د ښځینه لوبغاړې جیني هرموسو د ښکلولو له امله د جنسي تېري په تور جریمه کړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې څارنوالانو غوښتنه کړې چې لوییس روبیلیز دې د جنسي تېري په جرم د دوه نیم کلونو او د جبر په جرم په ۱۸ میاشتو بند محکوم شي.

د هسپانیا عالي محکمې یوه قاضي لویس روبیلیز د ښکلولو له امله د جنسي تیري په تور مجرم وپېژند او هغه یې ۱۰ زره او ۸۰۰ یورو چې ۱۱,۳۰۰ ډالر کیږي جریمه کړ، مګر د بند سزا یې ورنه کړه.

لوییس روبیلیز د جیني هرموسو ته د ۲۰۰ مترو په اندازه نږدې راتللو او د یو کال لپاره د هغې سره د خبرو کولو څخه منع شوی دی.

د هسپانیا د فوټبال فدراسیون مشر لوییس روبیلیز د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام له ګټلو وروسته د هسپانیې ښځینه فوټبالره جیني هرموسو پر شونډو ښکل کړه چې له امله یې له سختو نیوکو سره مخ شو.

ښځینه ورزشکاره جیني هرموسو، د فبرورۍ په ۳ د محاکمې په لومړۍ ورځ وویل چې هغې د رضایت پرته د ښکلولو وروسته د "بې عزتۍ" احساس وکړ، چې "باید په هېڅ ټولنیز یا کاري چاپیریال کې پیښ نشي."

د هغې ټیم ملګرو قسم وخوړ او خپل بیان کې یې وویل چې څنګه یې له پیښې وروسته ژړل او د "بې وسۍ" احساس یې وکړ. په‌داسې حال کې چې د لوبغاړې ورور، رافیل هرموسو وویل چې په هغه فشار راوړل شوی چې قضیه تعقیب نه کړي.

خو ۴۷ کلن لوییس روبیلیز محکمې ته وویل چې ښځینه لوبغاړې ښکلولو سره مخالفت نه و ښودلی او ما هڅه نه‌ده کړې چې د قضیې د نه تعقیب فشار په چا راوړم. د ښکلولو دغې پېښې په ټوله نړۍ کې د خلکو پام ځان ته راوګرځاوه.

هغه وویل:« چې ښځینه لوبغاړې زه په ټینګه ونیولم او پورته یې کړم او کله چې ښکته شوم له هغې څخه مې وپوښتل چې ایا زه تا ښکلولای شم، هغې وویل سمه ده.»

لوییس روبیلیز ومنله، چې هغه په پیښه کې "غلطي" کړې، او زیاته یې کړه چې هغه باید "غوره رول لوبولی وای" مګر هر ډول غلط کار یې رد کړ.

د کرېکټ اتلانو جام لومړنۍ لوبه؛ نیوزیلېنډ پاکستان ته ماتې ورکړه

۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۷:۳۲ GMT+۰

د کرېکټ اتلانو جام په لومړنۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې نیوزیلېنډ کوربه هېواد پاکستان ته په خپل کور کې ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه د چهارشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۹مه) د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې ترسره شوه، چې نیوزیلېنډ د خپلو پنځو وېکټو په زیان سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۳۲۰ منډو هدف وکاټه.

د نیوزیلېنډ لپاره ترټولو ډېرې ۱۱۸ منډې ټام لاټهم، ۱۰۳ وېل یونګ او ورپسې ګلېن فلېپس چټکې ۶۱ منډې وکړې، چې ویې کولای شول کوربه پاکستان ته له ۳۰۰ پورته هدف وټاکي.

بل‌خوا، په توپ‌اچونه کې د سیالې پاکستان لوبډلې لپاره ابرابر احمد ۱ او حارث ر‌ؤف او نسیم‌ شاه ۲-۲ وېکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې پاکستان د خپلې کمزورې توپ‌وهنې له امله ونه شو کولای، چې یاد هدف ته ځان ورسوي او لوبه یې نیوزیلېندۍ لوبډلې ته وبایلله.

د پاکستان لپاره ترټولو ډېرې ۶۹ منډې خوشدل شاه، ۶۴ لوبډل‌مشر بابر اعظم، ۴۲ سلمان اغا وکړې، چې ویې نه شو کړای د نیوزیلېنډ ټاکل شوي ۳۲۰ منډو هدف ته ځان ورسوي او لوبه یې ۶۰ منډو په توپیر وبایلله.

د نیوزیلېنډ لپاره میچل وېل اوروک او میچل سېنټنر ۳-۳، نتن سمېت او براک‌وېل ۱-۱ او مټ هېنري دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د یادونې ده، چې د اتلانو جام سیالیو په لړ کې سبا بنګله‌دېش د هند پر وراندې او بله ورځ هم افغانستان د سوېلي افریقا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

درېیو افغان ملي اتلانو د کرېکټ نړۍوالې شورا له‌خوا د غوره لوبډلې خولۍ ترلاسه کړې

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ - ۱۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړو لوبغاړو عظمت‌الله عمرزي او رحمن‌الله ګربز د کرېکټ نړۍوالې شورا یا ای‌سي‌سي‌له‌خوا د تېر کال د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو د غوره لوبډلې خولۍ ترلاسه کړې دي.

نوموړې شورا د سې‌شنبه په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د خپلې فېسبوک‌پاڼې له لارې د یادو افغان لوبغاړو لپاره د دغو جایزو له ورکړې خبر ورکړی دی.

ورته مهال، د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزو سیالیو لوبډل‌مشر او د نړۍ پیاوړي ورو توپ‌اچونکي راشدخان بیا د کرېکټ د نړۍوالې شورا له‌خوا د دې سیالیو د غوره لوبډلې د غړیتوب‌لرونکي لوبغاړي اړوند خولۍ ترلاسه کړې ده.

د یادونې ده، چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټول‌چاري لوبغاړي عظمت الله عمرزي څه موده مخکې هم په یو ورځنیو سیالیو کې د کرېکټ نړۍوالې شورا له‌خوا د ۲۰۲۴ کال د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې وه او دغې شورا نوموړی افغان کرېکټر یو «متفاوت» لوبغاړی بللی و.

د کرېکټ نړۍوالې شورا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د درېیو لوبغاړو لپاره دا جایزې داسې مهال اعلانوي، چې نوموړې لوبډله یوازې یوه ورځ وروسته د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام د سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سوېلي افریقا پر وړاندې ترسره کوي.