افغان لوبډلې په لاهور کې له انګلستان سره د سیالۍ لپاره د چمتوالي تمرینات وکړل

افغان کرېکټ لوبډلې د دوشنبې ماښام په لاهور کې د کرېکټ نړۍوالې شورا په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د خپلې دویمې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تمرینات ترسره کړل.

افغان کرېکټ لوبډلې د دوشنبې ماښام په لاهور کې د کرېکټ نړۍوالې شورا په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د خپلې دویمې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تمرینات ترسره کړل.
افغان لوبډله به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړي.
افغانستان په دغه سیالیو کې تر دې وړاندې یوه لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې بایللې ده.
همدا ډول د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې چې د روانې فېبرورۍ میاشتې پر ۱۰مه په کندهار او ننګرهار کې پیل شوي وې، د اې سي بي ایلېون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
اې سي بي ایلېون لوبډلې نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د کابل الف لوبډلې ته د ۱۱۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړی.
د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو نیمه پایلوبو ته کابل الف، اې سي بي ایلېون، خوست الف او اې سي بي ایلېون ۲ لوبډلو لار موندلې وه.


د کرېکټ نړۍوالې شورا اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په اې ګروپ کې هندوستان او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړه، خو پاکستان او بنګله دېش بیا له دغو سترو سیالیو بهر شول.
د اتلانو جام په شپږمه سیالۍ کې نیوزېلنډ بنګله دېش ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ماتې ورکړه او د پاکستان نیمه پایلوبې ته د رسېدو هیلې یې خاورې کړې.
د بنګله دېش او نیوزېلنډ ترمنځ سیالي بیا د راولپنډۍ په لوبغالي کې ترسره شوه، چې بنګله دېش په لومړۍ توپ وهنه کې نوزېلنډ ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
نیوزېلنډ دغه سیالي د پنځه لوبغاړو په سوځېدو وګټله او نیمه پای لوبې ته یې لار هواره کړه.
په دغو سیالیو کې پاکستان په خپلو لومړیو دوو لوبو کې له هند او نیوزېلنډ کرېکټ لوبډلو څخه ماتې تجربه کړه او نیمه پایلوبې ته یې تګ ناممکن شو.
د دوشنبې په ورځ د بنګله دېش او نیوزېلنډ لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې پاکستان تمه لرله، چې نیوزېلنډ ته په ستر توپير ماتې ورکړي، خو برعکس بنګله دېش مات شو.
افغانستان ددغه سیالیو په بي ګروپ کې دی، چې خپله لومړۍ سیالي یې په سویلي افریقا بایللې ده، خو دوه نورې سیالۍ د انګلېنډ او اسټرالیا کرېکټ لوبډلو سره لري، چې په ګټلو یې کولی شي نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

افغان سوک وهونکي میلاد عزیزي د پاکستان د نړۍوال (فټ نایټ) په درېیم پړاو کې خپل تجربه لرونکي پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه.
عزيزي چې د لاهور په ښار کې د عليرضا اساهي له عکس سره سالون ته ننوت، وتوانېد چې پاکستاني سوک وهونکي فدا محمد ته ماتې ورکړي.
ميلاد عزيزي چې پخوا د فري فایټ "اېم اېم اې" فعال و، دا ځل د سوک وهنې حلقې ته ننوت او بریالی شو.
تر دې وړاندې د میلاد عزیزي پاکستاني سیال فدا محمد په خپل ریکارډ کې د درېیو بریاوو او پنځو ماتو ریکارډ درلود او د عزیزي پر وړاندې یې شپږمه ماتې تجربه کړه.


د کرېکټ اتلانو لیګ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان د ۲۴۲ منډو هدف د څلورو وېکټو په زیان د لوبې په ۴۲،۳ اورونو کې پوره کړ او پاکستان ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.
د هندوستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه.
د نننۍ لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د هند لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د پاکستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴۹،۴ اورونو کې ۲۴۱ منډې جوړې کړي او د هند لوبډلې ته یې د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ. په توپ وهنه کې د پاکستان په ګټه بابر اعظم ۲۳، امام الحق ۱۰، محمد رضوان ۴۶، سعود شکیل ۶۲ او خوشدل شاه ۳۸ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې د هند لپاره کلدیپ یادو درې، هردیک پانډيا دوه او هرشیت رانا، اکشرپټیل او جدیجا یوه یوه وېکټه واخیسته.
د لوبې په دویمه پاڼې کې د هند په ګټه ویرات کوهلي په ۱۱۱ توپونو ۱۰۰، شریاس ایر په ۶۷ توپونو ۵۶، شوبمین ګیل په ۵۲ توپونو ۴۶ او لوبډلمشر روهیت شرما په ۱۵ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې له پاکستان څخه په شپږو وېکټو وګټله.

د نړۍ د فوټبال پېژندل شوی ستوری او د سعودي د النصر فوټبال لوبډلې لوبغاړی کریستیانو رونالډو په عربي جامو کې د سعودي عربستان د جوړېدو د کلیزې په لمانځغونډه کې ګډون وکړ.
رونالډو پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي:« زه ډېر خوښ یم، چې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د سعودي د جوړېدو ورځ لمانځم.»
رونالډو دا هم ویلي، چې هغه به په ریاض کې د سعودي د اس ځغلونې په لوبه کې ګډون وکړي.
تېر کال هم، کریسټیانو رونالډو د سعودي د ملي ورځې په مناسبت د النصر لوبډلې لپاره په یوه تبلیغاتي ویډیو کې راڅرګند شو، چې دودیزه عربي جامې یې اغوستې وې او یوه توره یې په لاس وه.
کریسټیانو رونالډو څه موده وړاندې د ۲۰۰ مېلیون یورو په تړون کې د سعودي عربستان د فوټبال النصر لوبډلې سره یوځای شو.

د اتلانو جام سیالیو په لړ کې پاکستان د خپلې لومړنۍ سیالۍ تر ماتې وروسته په دویمه لوبه کې د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبېږي.
دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د دوبۍ په کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې پیلېږي.
که څه هم د دغو لوبو کوربه پاکستان دی؛ خو د هند لوبډلې د امنیتی ستونزو له کبله یاد هېواد ته له ورتګ ډډه وکړه او د کرېکټ دغه سیالي نن په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د کرېکټ کارپوهان په دې باور دي، چې د پاکستان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلنډ څخه سخته ماتې خوړلې او په روحي لحاظ هم ځپلې شوې ده.
کاروپوهان وايي، د هند لوبډله تر پاکستانۍ هغې په رواني لحاظ په ښه حالت کې ده؛ خو دا اټکل نشي کېدای، چې ګني سیالۍ دې حتمي وګټي.
د کرېکټ په نړۍ کې د دغو دواړو سیالو هېوادونو ترمنځ لوبه ځانګړي نندارچیان لري او یو له ډېرو لیدونکو سیالیو هم ګڼل کېږي.
د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي په دوبۍ کې خبریالانو ته ویلي، لوبغاړي یې بشپړ چمتووالی لري او د دغه لوبې د ګټلو لپاره به په ډګر کې په ښه توګه ولوبېږي.
د دغه لوبې نندارې ته د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه خلک ورغلي او ښايي د روانو اتلولیو تر ټولو ډېر نندارچیان هم د همدې سیالۍ وي.
پاکستان په دې وروستیو کې پرلپسې ماتې خوړلې او په کور دننه د کرېکټ پر دغه لوبدلې توندې نیوکې روانې دي.
په یاد هېواد کې د کرېکټ چارو یو شمېر شنونکو په ځلونه نیوکې کړې، چې د کرېکټ بورډ دننه د شته فساد او واسطو ناسم سیوری پر لوبډلې هم پرېوتی دی.
تېره ورځ د اتلانو جام په دغو سیالیو کې انګلستان اسټرالیایۍ لوبډلې ته ۳۵۳ هدف کېښود، چې د روانو سیالیو تر ټولو ستر هدف ګڼل کېده؛ خو اسټرالیا پر خپلې پیاوړې توپوهنې دغه هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
افغانستان هم د اتلانو جام د دغه سیالیو برخه دی او د پاکستان په کراچۍ ښار کې یې د سویلي افریقا سره خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.
افغانستان به د فبرورۍ پر ۲۶مه نېټه خپله دویمه لوبه له اسټرالیا سره وکړي.