طالبانو په بامیان کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي

طالبانو د بامیان ولایت په یکه ولنګ ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

طالبانو د بامیان ولایت په یکه ولنګ ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د سې شنبه په ورځ (د کب ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر کسانو ته له کور څخه د تښتې او د تښتولو په تور سزا ورکړل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یو تورن کس په شپږ میاشتو تنفیذي بند او ۳۹ دورو او دوه نور بیا په یو - یو کال تنفیذي بند او ۳۹ - ۳۹ دورو محکوم شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو پنځلسو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۶۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو له مخې، یاد شمېر کسان په پروان، خوست، تخار، غزني، هرات، کابل، فاریاب، نیمروز او بامیان ولایتونو کې په دورو وهل شوي دي.
د طالبانو له خوا نږدې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښځې او نارینه د مختلفو جرمونو په تور د خلکو د سترګو پر وړاندې په دورو وهل کېږي.
ډېری بدني سزاوې په ډله ییزه توګه هم ترسره شوې دي.
طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبتالله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.
د یادولو ده، چې ملګرو ملتونو، د بښنې نړۍوال سازمان او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو په وار- وار له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو انساني حقونه خوندي کړي او په عام محضر کې له سزا ورکولو ډډه وکړي، خو طالبان دغه غبرګونونه د دوی په چارو کې لاسوهنې بولي.