پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ایران ته لاړ

څو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ایران ته سفر کړی دی.

څو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ایران ته سفر کړی دی.
سیاف ته نږدې کسانو وویل چې هغه به د افغانستان د وضعیت او د شخړې د حل کولو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې او په ایران کې له میشتو افغان ډلو سره به وګوري.
یوه پخواني والي او د سیاف نږدې ملګري افغانستان انټرنشنل ته وویل چې یاد جهادي مشر د اسلامي جمهوریت په بلنه ایران ته تللی.
د سیاف زوی، حبیب الرحمن سیاف تایید کړه چې پلار یې له هند څخه ایران ته تللی دی.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اوکراین د جګړې په تړاو جدي اختلافات څرګند کړل، چې د واشنګټن او اروپا ترمنځ د ټرمپ د چټک اوربند د هڅو پر سر د نظر اختلافات لا ژوروي.
که څه هم دواړو مشرانو د کلونو له نږدې اړیکو څخه په ګټه اخیستو ظاهراً دوستانه فضا رامنځته کړه، مکرون په ډاګه کړه چې د اوکراین د جګړې په اړه له ټرمپ سره مهم اختلافات لري.
ټرمپ، چې تېره اونۍ یې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته د «ډیکټاتور» خطاب کړی و، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ورته لقب له ورکولو ډډه وکړه. برعکس، مکرون وویل، « روسیه ښکاره یرغلګر دی».
د رویټرز د رپوټ له مخې، مکرون له ټرمپ سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، « ولسمشر پوتین سولې ته درناوی نهدی کړی».
ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د چټک اوربند د ترتیبولو هیله وښوده او ویې ویل، چې که جوړجاړی وشي، دی حاضر دی مسکو ته له پوتین سره د لیدو لپاره لاړ شي.بلخوا مکرون یو پړاویز دریځ غوره کړ، چې اوربند، امنیتي تضمینونه او د سولې یوه دوامداره هوکړه پکې شامله وي. هغه وویل، « موږ سوله غواړو، خو کمزورې هوکړه نه غواړو».
سره له اختلافاتو، دواړو مشرانو ومنله، چې د سولې له توافق وروسته باید د اروپا سوله ساتی ځواک ځای پر ځای شي. مکرون روښانه کړه، « دغه ځواک به د جګړې برخه نه وي، بلکې یوازې د سولې د تضمین لپاره به حضور ولري». ټرمپ وویل، پوتین هم دا مفکوره منلې ده.
ټرمپ د اوکراین د منرالونو د عوایدو په تړاو وویل، چې هدف یې د بایډن ادارې د وسلو د لګښت جبرانول دي.
زیلینسکي تېره اونۍ د واشنګټن دا غوښتنه رد کړه، چې اوکراین باید د خپلو معادنو له عوایدو ۵۰۰ میلیارده ډالر ورکړي، ځکه تر اوسه ورته کافي امنیتي تضمینونه نهدي ورکړل شوي.
د برېتانیا صدراعظم کیر سټارمر هم پلان لري، چې دا اونۍ له ټرمپ سره وګوري.

که په جګړه کې نورې وسله والې ډلې ښکیلې شي او د افغانستان د ملي اردو پاتې شوني تر ویشلې مشرتابه لاندې بیا تنظیم شي، نو افغانستان کېدای شي په چټکۍ سره په کورنۍ جګړه کې ښکیل شي.
دا خبرداری د جګړو او سیاسي تحولاتو برېتانیايي شنونکي او خبریال دیوید لوین د سې شنبې په ورځ، د کب پر اوومه، په مادرید کې د هرات امنیتي کنفرانس په ترڅ کې ورکړ.
لوین، چې د افغانستان پخوانۍ جګړې یې له نږدې تعقیب کړې دي، وایي وضعیت ډېر ژر د بېلابېلو قوماندانانو ترمنځ د جلا جلا نظامي ستراتیژیو پر اساس پراخې جګړې ته بدلیدای شي.
دغه شنونکی ټینګار کوي، چې اصلي اندېښنه د وسلهوالو ډلو ترمنځ د یوه ګډ سیاسي هدف نشتوالی دی.
هغه زیاته کړه، « تاسې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړه ووینئ، که داسې وي، افغانستان به د ۱۹۹۲ز کال په څېر خونړیو جګړو ته بېرته ستون شي».
په یادو کلونو کې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت له سقوط وروسته تنظیمي قوماندانانو د یوبل پرضد وسلې راواخیستې. هغه زیاته کړه، « هیڅوک نه غواړي، چې افغانستان بېرته هغه حالت ته لاړ شي».
لوین، چې د ۹۰یمو کلونو جګړې یې مستندې کړي، زیاتوي، « دا د هر هیواد لپاره په هر ځای کې ترټولو بد وخت و».
په داسې حال کې، چې طالبان لا هم د هېواد پر یوازې کنټرول ټینګار کوي، د دوی مخالفان لاهم په دې نه دي بریالي شوي، چې پر یوه ګډه اجنډا او متحد ډول سره راغونډ شي.

د بلخ په سوداګرۍ خونه کې ځینو سوداګرو او د شرکتونو مسوولانو له افغانستان انټرنشنل سره داسې سندونه شریک کړي چې ښيي طالبانو ځینو سوداګر او د شرکتونو مسوولانو ته د جایدادونو د تصفیې په نوم جلبونه لېږلي. دوی زیاتوي چې د جایدادونو د تصفیې په نوم ورڅخه زرګونه ډالر باج اخیستل کېږي.
افغانستان انټرنشنل د امنیتي اندېښنو ملحوظاتو له مخې دغه اسناد نه شي خپرولی، خو د بلخ د سوداګرۍ خونې ځینې سرچینو وویل چې له یو څه مودې راهیسې ترې په دغه ولایت کې د جایدادونو او شرکتونو د تصفیې په نوم د طالبانو ځايي چاوراکي زرګونه ډالر باج اخلي.
د بلخ یو ځايي سوداګر وايي، « هغه تجاران، د ځمکو او جایدادونو مالکین چې ډېر جایدادونه ولري او د شرکتونو مالکین په یوه او بله بهانه په تدریجي او سیستماټیک ډول په نښه کېږي او درنې پیسې ترې اخیستل کېږي.»
په بلخ کې د یوې جګپوړې ودانۍ مالک چې طالبانو ورڅخه د تصفیې په نوم پیسې اخیستې، وايي شرعي قباله یې درلوده خو طالبانو ورته ویلي چې دا جعلي ده.
نوموړی وايي، په بلخ کې د طالبانو د مرافعه محکمې رییس شېخ محمد ګلاب فاروقي، د کرنې رییس حافظ محمد موسی مبین او د ښاري استخباراتو مدیر په همغږۍ ځینې سوداګر او د جایدادونو مالکان نیول شوي دي.
د بلخ د شهرک پروژې یو مسوول لیکلی سند افغانستان انټرنشنل ته لېږلی، چې پکې لېدل کېږي، چې د بلخ مرافعې محکمې رییس شیخ ګلاب فاروقي څلوېښت زره ډالره بډې اخیستې او بیا په کاغذ کې لیکل شوي چې شل زره ډالر به وروسته حواله کوي.
دا کاغذ شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د شیخ ګلاب فاروقي له خوا لاسلیک شوی دی.
په ورته وخت کې په یوه بل سند کې لېدل کېږي، چې شاوخوا لس میاشتې وړاندې په بلخ کې د طالبانو استخباراتو ددغه ولایت د استیناف څارنوالۍ رییس په شفاهي امر یو سوداګر نیولی دی.
سرچینې وايي، وروسته د جوجاړي له لارې د زرګونو ډالرو په بدل کې د طالبانو استخباراتو ریاست نوموړی تاجر له زندان څخه خوشې کړ.
په درېیم ترلاسه شوي سند کې هم د بلخ مرافعې محکمې رییس شیخ ګلاب فاروقي ددغه ولایت اتمې حوزې ته امر کړی چې یو ځایي سوداګر باید حاضر کړي، خو له جوجاړي وروسته بېرته له بنده خوشې شوی دی.
په بلخ کې د سوداګرۍ خونې ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د دوی د شمېرو له مخې په دې وروستیو پنځو میاشتو کې طالبانو ۱۶ سوداګر په بېلابیلو بهانو نیولي او بیا بېرته د بډو په بدل کې خوشې شوي دي.
دوی همدراز زیاتوي چې دا ستونزې یې په بلخ کې د طالبانو له والي سره شریکې کړې دي خو تر اوسه پورې څه اقدام نه شوی دی.
ددغو رپوټ په اړه مو هڅه وکړه چې په بلخ کې د طالبانو والي او یا هم د هغه د ویاند نظر واخلو خو په اړه یې څه ویلو ته حاضر نه شول.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرپلټونکی وايي، هغه وسلې او تجهیزات چې امریکا په افغانستان کې پرېیښي دي، د بېرته راګرځولو ارزښت نه لري. جان سوپکو د هرات امنیتي کنفرانس ته وویل چې دا تجهیزات د متحده ایالاتو لپاره لږ مادي ارزښت لري او ډیری یې د کارونې وړ نه دي.
جان سوپکو په مادرید کې د هرات امنیتي غونډې ته وویل د طالبانو خوښیږي چې په امریکایي وسلو پرېډ وکړي، خو حقیقت دا دی چې ډیرې وسلې پاتې نه دي او د هغو د لېږد لګښت هم ممکن ددغو تجهیزاتو له ارزښت څخه ډیر وي.
د سیګار پخواني مشر زیاته کړه چې په تیرو ۲۰ کلونو کې افغان پوځ ته ډیرې وسلې ورکړل شوې دي، خو ډیره برخه یې ویجاړه شوې یا له منځه وړل شوې ده او ډیرې یې پاتې نه دي.
سوپکو وویل: « زه متحده ایالاتو ته د دې کارول شویو وسلو بېرته ورکولو کې هیڅ ګټه نه وینم».
د امریکا ځانګړي څارونکي زیاته کړه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ویلي چې هغه غواړي په افغانستان کې د خپل هیواد پاتې وسلې له طالبانو واخلي.
سوپکو، چې له ۲۰۱۲ کال څخه تر تېر کال پورې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی و، وايي، متحده ایالات په افغانستان کې هیڅ جنګي الوتکه یا سټینګر توغندی نه لري چې بیرته راوګرځول شي او که داسې وکړي هم نو باید راګرځول کېدونکې وسلې ټولې له منځه یوسي.
په افغانستان کې د پاتې شویو وسلو ارزښت
د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې د محافظه کارانو په کنفرانس کې په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځي تجهیزاتو د ایستلو اړتیا تکرار کړه.
ډونالډ ټرمپ لږ تر لږه درې ځله تکرار کړه چې هغه په امریکايي تجهیزاتو د طالبانو د پوځي رسم ګذشت له امله په غوسه دی.
ټرمپ طالبانو ته د امریکا مالي مرستې ته په اشارې سره وویل، « تاسې پوهیږئ، موږ هر کال افغانستان ته شاوخوا له دوه څخه تر دوه نیم ملیارد ډالر ورکوو، په داسې حال کې چې موږ پخپله مرستې ته اړتیا لرو».
د امریکا د دفاع وزارت د دې تجهیزاتو ارزښت له ۷ ملیارد ډالرو څخه ډیر اټکل کړی دی.
له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې، متحده ایالاتو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ صندوق له لارې ۸۸.۶۱ ملیارد ډالر د هیواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د تجهیز، روزنې او بیارغونې لپاره مصرف کړي دي.

د طالبانو د لیکو امنیتي او تصفیوي کمیسیون د افغانستان په جنوب ختیزو ولایتونو کې، چې ډېری د حقاني شبکې د نفوذ سیمه ګڼل کیږي، د خپلو جنګیالیو د تصفیې فورمو بیا ارزونه پیل کړې ده. دغه ارزونه په کابل او ولایتونو کې دداعش وسله والې ډلې له نفوذ او بریدونو وروسته پیل شوې.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د مرستیال والیانو په مشرۍ دغه لړۍ په خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونو کې په پام کې نیول شوې او په خوست کې عملا له تېرې اونۍ راهیسې پیل شوې ده.
سرچینې وايي، « په دې تصفیه کې ټول هغه کسان له دندو لرې کیږي، چې د همکارانو په نامه یې د تصفیې فورمې جوړې کړې او عملي «جهاد» یې نه دی کړی. هغه کسان هم لرې کیږي چې د خپلوۍ پر اساس ګومارل شوي دي».
سرچینه وايي، په ولایتونو کې د طالبانو د تصفیې کمیسیونونو له ډلګۍ مشرانو په مستقیم ډول د ټولو جنګیالیو لېستونه اخستي او د «همکارو»، «نویو» او « مجاهدو» طالبانو په اړه پکې معلومات ور کړل شوي.
سرچینه چې د یوه ولایتي کمیسیون چارې له نږدې څاري وايي، « له ډلګۍ مشرانو څخه یې لیستونه اخیستي او عملا انټرویو هم اخلي. په لومړیو کې به طالب مشرانو ډلګۍ مشرانو ته کسان معرفي کول چې د تصفیې فورمې ورته تايید کړي، خو اوس کمیسیون له ډلګۍ مشرانو لېستونه غواړي چې اصلي او په واسطو استخدام شوي کسان ور وښيي».
په خوست کې دغه کمیسیون ته یوه ورغلي کس له نوم ښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کمیسیون د والي د مرستیال په مشرۍ په ولایت کې ناسته کوي او د ورځې یوه یوه ډلګۍ خلاصوي. هغه وویل، « د کومو ډلګیو چې تعداد زیات وي هغه بیا په دوو ورځو کې خلاصوي.د جمهوریت پر مهال چې کوم کسان د هيئت په ډول له ټل [خیبر پښتونخوا] څخه رالېږل کیدل د هغوی پوښتنه ترې کوی چې مثلا څه وخت، څوک او چېرته د هیئت په حیث درته راغلي وو».
سرچینې وايي، چې په خوست کې پخواني والي او د حقاني شبکې مخکښ غړي محمد نبي عمري زیات شمیر خلکو ته د خپلوۍ او قبیلوي اړیکوله مخې پر ډلګۍ مشرانو د تصفیې فورمې جوړې کړې وې، چې اوس ټول بېرته تصفیه کیږي.
په دې کې داسې کسان هم شامل دي، چې د طالبانو ډلګي مشرانو د والیانو او طالب مشرانو په سپارښتنه هغوی ته « جهادي سابقه» تایید کړې ده.
د سرچینې په باور، «ښايي په لویه پکتیا کې د ډېرو طالبانو د تصفیې فورمې لغو شي».
د طالبانو د تصفیې کمیسیون د دې ډلې د ریاست الوزرا په امر د یادې ډلې ددفاع وزارت، د استخباراتو لوی ریاست او کورنیو چارو وزارت له غړو جوړ شوی، چې مرکزي مسوولیت یې ددفاع وزیر پر غاړه دی او په ولایتي کچه یې مسوولیتونه د ولایتونو مرستیال والیان پرغاړه لري.
په ولایتي کمیسیونونو کې د ولایت مرستیال، د استخباراتو مرستیال، د امنیه قوماندانۍ او قول اردو استازي، د نظامي محکمې مفتي یا استازی او د علماوو شورا رییس د غړو په توګه د تصفیې فورمې ارزوي او د تایید او یا رد پرېکړې یې کوي.
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون داسې مهال د افغانستان په جنوب ختیزو ولایتونو کې د خپلو لیکو د تصفیې چارې یوځل بیا پیل کړې، چې دا سیمه ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د نفوذ اصلي ساحه ګڼل کیږي.
حقاني له اوږدې مودې راهیسې له خپل مشر هبت الله اخوندزاده سره پر مسایلو او سیاستونو د ناندریو له امله له افغانستان نه وتلی او په دوبۍ کې اوسیږي.