رویټرز: امریکا او اوکراین د کانونو د تړون پر شرایطو موافقه وکړه

رویترز د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالاتو او اوکراین د کانونو د معاملې پر شرایطو موافقه کړې، چې دا د کییف لپاره مهم دی ترڅو د امریکا ملاتړ خپل کړي.

رویترز د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالاتو او اوکراین د کانونو د معاملې پر شرایطو موافقه کړې، چې دا د کییف لپاره مهم دی ترڅو د امریکا ملاتړ خپل کړي.
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي، چې ژر تر ژره د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.
دا موافقه وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې ولادیمیر زېلېنسکي«له ټاکنو پرته دیکتاتور» بللی او زیاته کړې یې ده، چې امریکا یې په جګړه کې ښکېله کړې ده.
هغه د ټروټ ټولنیزې شبکې له لارې ویلي و، چې زېلېنسکي په اوکراین کې ډېر کم محبوبیت لري او له همدې امله نوموړی د ټاکنو له ترسره کولو څخه ډډه کوي.
د امریکا ولسمشر لیکلي دي: «زه له اوکراین سره مینه لرم، خو زېلېنسکي ډېر ناسم روان دی، هېواد یې ویجاړ شوی او مېلیونونه خلک یې بېدلیله وژل شوي او دا لړۍ همداسې روانه ده.»
په ځواب کې یې زېلېنسکي یوه خبري کنفرانس ته وویل: "هغه څوک به د دیکتاتور کلمه ناراضه کړي، چې هغه یو دیکتاتور وي."
هغه وویل: "زه ټرمپ ته د یو بل د درک کولو زغم غواړم.»
هغه زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا «امنیتي تضمین ستره اړتیا وه.»


ډیلي ټېلګراف راپور ورکړی، چې ایران د امریکا او اسراییل د احتمالي برید له وېرې خپل اټومي تاسیسات د بشپړې امادهګۍ لپاره چمتو کړي.
په راپور کې د یوه باوري سرچینې له قوله لیکل شوي، چې ایراني چارواکي باور لري چې د امریکا یو لوی برید کولای شي د ایران بقا له ګواښ سره مخ کړي.
ډیلي ټېلګراف د سې شنبه په ورځ (د کب ۷مه) د ایران د حکومت د دوو باوري سرچینو له قوله لیکلي، چې ایران د خپل دفاعي سیسټم د پیاوړتیا لپاره نوي هوایي دفاعي سیسټمونه د خپلو اټومي او توغندیزو تاسیساتو شاوخوا ځای پر ځای کړي دي، څو د احتمالي بریدونو پر وړاندې چمتو وي.
یوې باوري سرچینې ویلي: «ایراني چارواکي هره شپه د برید په تمه دي او ټول دفاعي سیستمونه په لوړه کچه د امادګۍ په حال کې دي، ان هغه تاسیسات چې هېڅوک یې له موجودیت څخه خبر نه دي.»
د دغې سرچینې په وینا، د ایران د اټومي تاسیساتو پیاوړتیا له کلونو راهیسې روانه ده، خو د تېر کال د اسراییل له لومړي برید وروسته، دا چاره چټکه شوې ده.
اسراییل سږ کال دوه ځلې د وري په۳۱مه او د لړم په۵مه نېټه پر ایران بریدونه ترسره کړل.
ایران او اسراییل له لسیزو راهیسې استخباراتي او نیابتي شخړو ته دوام ورکړی دی.
تهران د حماس او حزبالله په څېر ډلو له لارې د اسراییل پر ګټو بریدونه کړي او اسراییل د ایران لوړپوړي چارواکي، اټومي ساینسپوهان او سایبري بنسټونه په نښه کړي دي.
د حماس د اکټوبر د ۷مې له برید وروسته دا شخړه نوره هم ښکاره شوې او اسراییل د ایران د نفوذ پر ضد مستقیم ګامونه اخیستي دي.
د امریکا د احتمالي برید اندېښنې
د بلومبرګ د راپور له مخې، د ایران اندېښنې د امریکا د احتمالي برید له امله زیاتې شوې دي.
ډونالډ ټرمپ د سلواغې ۲۱مه اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړ، چې که له واشنګټن سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو امریکا به یې بمبار کړي.
یو ایراني چارواکي بلومبرګ ته ویلي، چې هر لوی برید به د ایران دفاعي سیسټم ته ستر زیان ورسوي، ځکه چې دا سیسټم دمګړۍ د اسراییلي بریدونو له امله کمزوری شوی.
په راپور کې راغلي، چې ایران له روسیې څخه د اېس-۳۰۰ توغندیز دفاعي سیسټم ترلاسه کړی، مګر دا سیسټم د اسراییل پرمختللو وسلو پر وړاندې کافي نه دی.
له همدې امله تهران پر مسکو فشار راوړي، چې ژر تر ژره ورته اېس-۴۰۰سیسټم وسپاري.
ایا اسراییل کولای شي یوازې ایران ته ضربه ورکړي؟
واشنګټن پوسټ د سلواغې په ۲۴مه راپور ورکړی، چې اسراییل ښايي د فردو او نطنز اټومي تاسیسات د برید لپاره په نښه کړي، څو د ایران اټومي پروګرام څو اونۍ یا ان څو میاشتې وځنډوي.
وال سټریټ ژورنال د امریکا استخباراتي اسنادو ته په اشاره لیکلي، چې اسراییل د ایران د اټومي تاسیساتو د برید سناریو جدي ارزوي.
اتحاد د ایران د اټومي پروګرام پر ضد شورا مشر جیسون برادسکي ډیلي ټېلګراف ته ویلي، چې ښایي امریکا اسراییل ته سیاسي، استخباراتي یا پوځي مرسته ورکړي، چې په کې وسلې، الوتنې او پرمختللي وسایل شامل دي.
کارپوهان وايي، اسراییل د امریکا له مرستې پرته نه شي کولای د ایران اټومي تاسیسات له منځه یوسي.
د ټرمپ ادارې په وروستیو اوونیو کې ویلي، چې چمتو ده څو له ایران سره مذاکرات وکړي، خو خبرې اترې ناکامې شي، نظامي اقدام هم یوه احتمالي ګزینه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف له ازبکستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د دوه ورځیني رسمي سفر لپاره تاشکند ته تللی دی.
دغه وزارت په خپل بیان کې زیاته کړې، چې شریف د سېشنبه په ورځ (د کب ۷مه) ازبکستان ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد د لومړي وزیر عبدالله عارفاوف له هرکلي سره شوی دی.
ورته مهال، شهباز شریف د اېکسپاڼې له لارې په پیغام کې د ازبکستاني چارواکو له هرکلي څخه د مننې ترڅنګ لیکلي دي: «ازبکستان چې د منځنۍ اسیا تاج ګڼل کېږي، له خپلو تاریخي ښارونو، بېساري هنر او غوره معمارۍ سره تاریخ ته ژوند بخښي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بیان پر بنسټ، شهباز شریف به د دغه سفر په ترڅ کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وګوري او د دوهاړخیزو همکاریو په تړاو به خبرېاترې وکړي.
سیمهییزې اړیکې، اقتصاد، سوداګري، پانګونه، انرژي، دفاع او امنیت، سیمهییز ثبات او زدهکړې د دې خبرواترو اصلي محورونه بلل کېږي.
له شهباز شریف سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په ګډون د پاکستان د کابیني لوړپوړي چارواکي ملتیا کوي.
د یادونې ده، چې پاکستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.
په ۲۰۲۳زېږدیز کال کې دواړو هېوادونو د ۱ مېلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تړون لاسلیک کړ او د صنعتي همکارۍ د لارې نقشې د جوړونې په ګډون یې د نورو همکاریو پلانونه هم جوړ کړي دي.

ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان چارواکو په حواله د جیشالعدل د یوه بریدګر د وژل کېدو او د ۶ نورو د نیول کېدو خبر ورکوي، خو یاده ډله بیا یوازې د خپلو دوو بریدګرو وژل کېدل تاییدوي.
د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په چابهار کې د ایراني ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو بریدګر وژل شوی او شپږ کسان نیول شوي دي.
دغې رسنۍ لیکلي، چې دا عملیات د جیشالعدل ډلې د نښهکولو په موخه ترسره شوي او زیاتوي چې ایراني سرتېرو ته پهکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
اخوا جیشالعدل وسلهولې ډلې بیا په یوه بیان کې منلې، چې د ایران د سیستان او بلوچستان په چابهار کې له ایراني پوځیانو سره په نښه کې د دغې ډلې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي.
دغې ډلې د سېشنبه په ورځ (د کب ۷مه) په خپل بیان کې ادعا کړې، چې د یادې ډلې کوم غړی د ایراني پوځیانو له خوا نه دی نیول شوی.
جیشالعدل وسلهوالې ډلې په خپاره کړي بیان کې د ایراني سرتېرو د مرګژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې جیشالعدل ډله وخت ناوخت په سیستان او بلوچستان کې له ایراني پوځیانو سره په نښتو کې ښکېل شوې او د هغوی یو شمېر غړي یې یرغمل کړي او یا یې هم وژلي دي.
نوموړې وسلهواله ډله چې له ایراني دولت سره سخت مخالفت لري، د تهران او امریکا په ګډون د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف له تهران نه د لیدنې پرمهال وویل، چې روسیه، ایران، چین او پاکستان د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې ډلې په اډانه کې فعالیت کوي.
لاوروف وویل، « موږ په افغانستان کې د څلورو هېوادونو په بڼه کار کوو: ایران، روسیه، چین او پاکستان».
سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ تهران ته ورسېد.
د ایرنا د راپور له مخې، دواړو خواوو په مختلفو مسلو خبرې وکړې. عراقچي د افغانستان په اړه وویل: « په افغانستان کې پرمختګونه زموږ او روسیې لپاره د توجه وړ دي. موږ تل په دې اړه دوامداره بحثونه کړي دي او موږ اراده لرو چې په دې اړه نورې مشورې هم وکړو».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سرګي لاوروف سره په ناسته کې وویل چې تهران او مسکو د افغانستان تحولاتو ته ځیر دي. عباس عراقچي زیاته کړه چې دواړه هیوادونه د افغانستان په اړه خبرې اترې او مشورې جاري ساتي.
د ایران ایرنا خبري اژانس د سه شنبه په ورځ خبر ورکړی، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د خپل ايراني سيال عراقچي په بلنه تهران ته تللی.
په خبر کې ویل شوي، چې سرګی لاوروف د دوه اړخيزو اړيکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د تطبیق په موخه د عراقچي په بلنه تهران ته سفر کړی.
د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د جنوري په ۱۷مه په مسکو کې د هر اړخیزو ستراتيژيکو همکاريو د اړیکو د کچې د ښه کولو تړون امضاء کړ.
ایرنا ویلي، چې د دواړو خواوو خبرې اترې به د انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د مهمو ګډو پروژو د پلي کولو په برخه کې د متقابلو ګټو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر لا پراختیا متمرکزې وي.
ایرنا په روسیه کې د ایران د سفير کاظم جلالي له قوله د همدې سفر د ارزښت په اړه ویلي: « په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو کې به بيلابيل موضوعات وڅیړل شي.»
د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ایران ته د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سفر د نړيوالو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشورو د زياتېدو په برخه کې مهم وباله.
ایرنا خبري اژانس زياتوي، چې سرګي لاوروف همدې سفر ته په اشاره ليکلي: «تمه ده چې دواړه خواوې به د سوریې، جنوبی قفقاز، افغانستان، یمن، د فارس خلیج د سیمې د حالاتو او د ختیځې سمندر د موضوعاتو د حل په ګډون به د ځینو مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خبري وکړي او د ایران د اټومي پروګرام (برجام) د وضعيت په اړه به هم بحث وکړي.»
ویل کيږي، چې سرګي لاوروف به د همدې سفر پر مهال د نورو ایراني لوړ پوړو چارواکو سره هم ليدنې تر سره کړي.

دغه پرېکړهلیک چې د امریکا له لوري وړاندې شوی و، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو غوښتنه په کې شوې. دغه پرېکړه لیک ته د رای ورکونې پروسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړو په حضور کې وشوه، چې ۱۰ هېوادونو ورته مثبته رایه ورکړې او ۵ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه کړې.
د متحده ایالاتو لهخوا وړاندې شوی پرېکړه لیک وروسته له هغې تصویب شو، چې د غړو هېوادونو اکثریت د اروپايي ټولنې په مشرۍ تعدیل اضافه کولو لپاره رایه ورکړه چې په پایله کې امریکا د دغه وړاندیز څخه ډډه وکړه.
اروپایي هېوادونو له روسیې سره په خبرو کې د اوکراین حکومت څنډې کېدو ته د امریکا حکومت پر نوي دریځ اندېښنه ښودلې او د امنیت شورا په غونډه کې یې د روسیې پر وړاندې د اوکراین په نه تسلمېدو ټینګار کړی.
امریکا داسې مهال د اوکراین جګړې د پای هڅې کوي، چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر زیلنسکي غوښتي و چې له روسیې سره جګړه کې د امریکا مرستو په بدل کې دې د دغه هېواد کاني زېرمې د امریکا په واک کې ورکړي.