• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني رسنۍ: د جیش‌العدل ۱ بریدګر وژل شوی او ۶ نیول شوي خو دا ډله د ۲ بریدګرو وژل تاییدوي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۸:۰۳ GMT+۰

ایراني رسنیو د سیستان او بلوچستان چارواکو په حواله د جیش‌العدل د یوه بریدګر د وژل کېدو او د ۶ نورو د نیول کېدو خبر ورکوي، خو یاده ډله بیا یوازې د خپلو دوو بریدګرو وژل کېدل تاییدوي.

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په چابهار کې د ایراني ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو بریدګر وژل شوی او شپږ کسان نیول شوي دي.

دغې رسنۍ لیکلي، چې دا عملیات د جیش‌العدل ډلې د نښه‌کولو په موخه ترسره شوي او زیاتوي چې ایراني سرتېرو ته په‌کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

اخوا جیش‌العدل وسله‌ولې ډلې بیا په یوه بیان کې منلې، چې د ایران د سیستان او بلوچستان په چابهار کې له ایراني پوځیانو سره په نښه کې د دغې ډلې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي.

دغې ډلې د سې‌شنبه په ورځ (د کب ۷مه) په خپل بیان کې ادعا کړې، چې د یادې ډلې کوم غړی د ایراني پوځیانو له خوا نه دی نیول شوی.

جیش‌العدل وسله‌والې ډلې په خپاره کړي بیان کې د ایراني سرتېرو د مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې جیش‌العدل ډله وخت ناوخت په سیستان او بلوچستان کې له ایراني پوځیانو سره په نښتو کې ښکېل شوې او د هغوی یو شمېر غړي یې یرغمل کړي او یا یې هم وژلي دي.

نوموړې وسله‌واله ډله چې له ایراني دولت سره سخت مخالفت لري، د تهران او امریکا په ګډون د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرګي لاوروف تهران کې: موږ د افغانستان په تړاو د څلور اړخیزې ډلې په اډانه کې فعالیت کوو

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف له تهران نه د لیدنې پرمهال وویل، چې روسیه، ایران، چین او پاکستان د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې ډلې په اډانه کې فعالیت کوي.

لاوروف وویل، « موږ په افغانستان کې د څلورو هېوادونو په بڼه کار کوو: ایران، روسیه، چین او پاکستان».
سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ تهران ته ورسېد.

د ایرنا د راپور له مخې، دواړو خواوو په مختلفو مسلو خبرې وکړې. عراقچي د افغانستان په اړه وویل: « په افغانستان کې پرمختګونه زموږ او روسیې لپاره د توجه وړ دي. موږ تل په دې اړه دوامداره بحثونه کړي دي او موږ اراده لرو چې په دې اړه نورې مشورې هم وکړو».
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سرګي لاوروف سره په ناسته کې وویل چې تهران او مسکو د افغانستان تحولاتو ته ځیر دي. عباس عراقچي زیاته کړه چې دواړه هیوادونه د افغانستان په اړه خبرې اترې او مشورې جاري ساتي.
د ایران ایرنا خبري اژانس د سه شنبه په ورځ خبر ورکړی، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د خپل ايراني سيال عراقچي په بلنه تهران ته تللی.

په خبر کې ویل شوي، چې سرګی لاوروف د دوه اړخيزو اړيکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون د تطبیق په موخه د عراقچي په بلنه تهران ته سفر کړی.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د جنوري په ۱۷مه په مسکو کې د هر اړخیزو ستراتيژيکو همکاريو د اړیکو د کچې د ښه کولو تړون امضاء کړ.

ایرنا ویلي، چې د دواړو خواوو خبرې اترې به د انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د مهمو ګډو پروژو د پلي کولو په برخه کې د متقابلو ګټو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر لا پراختیا متمرکزې وي.

ایرنا په روسیه کې د ایران د سفير کاظم جلالي له قوله د همدې سفر د ارزښت په اړه ویلي: « په دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو کې به بيلابيل موضوعات وڅیړل شي.»

د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ایران ته د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سفر د نړيوالو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشورو د زياتېدو په برخه کې مهم وباله.

ایرنا خبري اژانس زياتوي، چې سرګي لاوروف همدې سفر ته په اشاره ليکلي: «تمه ده چې دواړه خواوې به د سوریې، جنوبی قفقاز، افغانستان، یمن، د فارس خلیج د سیمې د حالاتو او د ختیځې سمندر د موضوعاتو د حل په ګډون به د ځینو مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خبري وکړي او د ایران د اټومي پروګرام (برجام) د وضعيت په اړه به هم بحث وکړي.»

ویل کيږي، چې سرګي لاوروف به د همدې سفر پر مهال د نورو ایراني لوړ پوړو چارواکو سره هم ليدنې تر سره کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره پرېکړه‌لیک تصویب کړ

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۴۵ GMT+۰

دغه پرېکړه‌لیک چې د امریکا له لوري وړاندې شوی و، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو غوښتنه په کې شوې. ‏دغه پرېکړه لیک ته د رای ورکونې پروسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړو په حضور کې وشوه، چې ۱۰ هېوادونو ورته مثبته رایه ورکړې او ۵ هېوادونو له رایې ورکولو ډډه کړې.

د متحده ایالاتو له‌خوا وړاندې شوی پرېکړه لیک وروسته له هغې تصویب شو، چې د غړو هېوادونو اکثریت د اروپايي ټولنې په مشرۍ تعدیل اضافه کولو لپاره رایه ورکړه چې په پایله کې امریکا د دغه وړاندیز څخه ډډه وکړه.

‏اروپایي هېوادونو له روسیې سره په خبرو کې د اوکراین حکومت څنډې کېدو ته د امریکا حکومت پر نوي دریځ اندېښنه ښودلې او د امنیت شورا په غونډه کې یې د روسیې پر وړاندې د اوکراین په نه تسلمېدو ټینګار کړی.

‏امریکا داسې مهال د اوکراین جګړې د پای هڅې کوي، چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر زیلنسکي غوښتي و چې له روسیې سره جګړه کې د امریکا مرستو په بدل کې دې د دغه هېواد کاني زېرمې د امریکا په واک کې ورکړي.

ایپل شرکت د متحده ایالاتو په اقتصادي وده کې ۵۰۰ مېلیارد ډالره پانګونه کوي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۲۳ GMT+۰

اېپل شرکت د خپلې اقتصادي پراختیا ستر پلانونه اعلان کړل، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به په متحده ایالاتو کې ۵۰۰ مېلیارد ډالره پانګونه وکړي. دغه پانګونه به د نوښت او ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ د لا زیاتولو لپاره ترسره شي او په دې ترڅ کې به ۲۰زره څېړنیزې دندې هم رامنځته کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، اېپل شرکت د دوشنبې په ورځ د یو نوي ټبلېټ کمپوټر پرانیستې په مراسمو کې وویل:« موږ په متحده ایالاتو کې د پرمختګ او نوښت د ملاتړ لپاره ژمن یو. دغه پانګونه نه یوازې د اېپل د ودې لپاره مهمه ده؛ بلکې د اقتصاد د پراختیا او د مسلکي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هم حیاتي ده.»

په خبر کې راغلي، اېپل به د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د نوو څېړنیزو مرکزونو د جوړولو لپاره پانګونه وکړي.

دغه مرکزونه به د مصنوعي ځیرکتیا او نورو نوښتګرو ټکنالوژیو په برخه کې کار وکړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په خواله رسنۍ د اېپل له شرکت څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه اقدام د هغه په اداره کې د شرکت باور منعکسوي.

ویل کېږي، چې د اېپل شرکت د پانګونې یوه برخه به د علمي ادارو سره همکاري او تخنیکي زده‌کړو پروګرامونو ته وده ورکول وي چې د راتلونکي نسل مسلکي مهارتونو ته وده ورکړي.
رویټرز وایي، چې اېپل د شنو ټکنالوژیو او چاپېریال ساتنې پروژو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي او غواړي چې د پایښت لرونکي تکنالوژۍ په برخه کې هم نوښتونه رامنځته کړي.

یاد شرکت به د دغې پانګونې له لارې ۲۰زره نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي، چې ګڼو تخنیکي او څېړنیزو برخو لپاره به اړتیا ولري.

دغه دندې به د نويو استعدادونو د جذب او د سیمه‌ییز اقتصاد وده کې مرسته وکړي.

د ایپل دغه اعلان د دې لامل کېږي، چې د ټکنالوژۍ صنعت، د نوښت او رامنځته کولو د پیاوړتیا لپاره څنګه کار وکړي.

ېیپل د خپلو نوښتونو او پانګونې له لارې نه یوازې د سوداګریزو ګټو په لټه کې دی؛ بلکې د ټولنې او اقتصاد په پرمختګ کې هم ونډه اخلي.
دغه پلانونه د اېپل له‌خوا د اوږدمهاله ستراتیژۍ یوه برخه ګڼل کېږي، چې د ټکنالوژۍ د بازار د ودې او د نوښت د ملاتړ د پیاوړي کولو په موخه ترسره کېږي.

د اېپل دغه اقدامات د متحده ایالاتو په اقتصادي موقعیت کې یو مهم ګام دی او دا به د راتلونکي نسل لپاره د هیلو یوه نوې لار پرانیستل وي.

د هسپانیا پولیسو د انساني قاچاق کوونکو ډله نیولې او ۴۸ ښځې یې ترې ژغورلې دي

۷ کب ۱۴۰۳ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د سي‌بي‌ایس نیوز، د راپور له مخې، د هسپانیا پولیسو د دغه هېواد په سویل ختیځ الیکانت کې د انساني قاچاق کوونکو یوه ډله نیولې او له هغوی یې ۴۸ ښځې ژغورلې دي. خبر زیاتوي، چې د ژغورل شویو ښځو ډیره برخه د کولمبیا او وینزویلا اوسیدونکې دي.

په خبر کې راغلي، چې پولیسو په دغو عملیاتو کې ۴۸ ښځې، د جنسي کاروبار د درېیو اډو په ګډون له اتو په نښه شویو ځایو څخه ژغورلې دي.

پولیسو زیاته کړې، چې دغه ښځې له سوېلي امریکا څخه هسپانیا ته د دندو په درواغجنو ژمنو راوستل شوې وې.

ویل کیږي چې د دې ډلې مشري یو تن هسپانیایي سړي او دوه کولمبیايي میرمنو کوله، چې په تیر کال کې یې تر زرو زیاتې ښځې تښتولې وې.

پولیسو دا هم ویلي، چې یادې میرمنې د پاک‌کارۍ او ښکلا په برخو کې د کار کولو په ژمنې هسپانیا ته راستول شوې وې، خو پرځای یې، «کلبونو ته وړل شوې وې، چیرې چې ترې یوازې جنسي ګټه اخیستل کېده.»

د الیکانت پولیسو ویلي، چې د «بشپړ جبري جنسي تیري» تر څنګ، دغه ښځې په دوامداره توګه د ویډیوي څار لاندې وې او اجازه نه ورکول کېده، چې په ورځ کې له دوو ساعتونو ډیر له خپلو کورونو څخه ووځي.

پولیسو دغه عملیات د یکشنبې په ورځپه الیکانت او مرسیا سیمو کې ترسره کړي. چې د درېیو کلبونو بندولو په ګډون یې ۱۷ ځایونه ضبط کړي او همداشان یې له یادې ډلې وسلې، ۱۵۰۰۰۰ یورو نغدې او په بانکي حسابونو کې ۹۳۸۰۰۰ یورو کنګل کړې دي.

د الیکانت د پولیسو په وینا، ټولټال شپږ بندیان له محاکمې مخکې په توقیف کې وو، او پاتې نور په ضمانت خوشې شوي.

د ملکیت مدیران او ټکسي چلوونکي چې ښځې به یې نورو ځایونو ته لېږدولې هم په نیول شویو کسانو کې شامل دي

د سعودي عربستان او متحده ایالاتو دفاع وزیرانو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

۶ کب ۱۴۰۳ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د دوشنبې په ورځ په پنټاګون کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان کوربه و. دواړو دفاع وزیرانو په دوه اړخیزه همکارۍ خبرې کړي.

د سعودي د دفاع وزارت په وینا، د شهزاده خالد د رسمي سفر موخه د واشنګټن او ریاض ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د متقابلو علاقې وړ برخو په اړه خبرې کول وو.

له غونډې مخکې خبریالانو له هیګسیټ څخه وپوښتل شو، چې ایا امریکا به د ایران له خوا د برید په وړاندې د سعودي عربستان دفاع کې مرسته وکړي؟

نوموړي وویل: «دا هغه موضوع ده چې موږ به یې نن په اړه خبرې وکړو. ایران په سیمه کې یوه لویه اندېښنه ده. سعودي عربستان یو ښه ملګری دی او دا هغه څه دي چې موږ به پرې خبرې وکړو.»

د راپورونو له مخې، شهزاده خالد تمه لري چې د ورځې په وروستیو کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار مایک والټز سره هم وګوري.